Jump to content

افغانستان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 
افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت
افغانستان
افغانستان
د افغانستان بیرغ   د (P163) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
افغانستان
افغانستان
د افغانستان ملي نښان   د (P237) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د افغانستان نخشه
د افغانستان نخشه
د افغانستان نخشه

ملي ترانه: دا د باتورانو کور
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۳°شمال ۶۶°ختیځ / 33°شمال 66°ختيځ / 33; 66 [۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
لوړترينه‌ څوکه نوشاخ غر (٧۴۹۲ متره)
کښتنۍ سيمه د آمو سيند (258 متر )[۳]  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کچه 652230 کیلومتره مربع [۴]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه کابل   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې پښتو
دري

مهمې سيمه‌ييزي ژبې:

د وګړو نوم افغان(ان)
مشرتابه
د حکومت ډول مرکزي حکومت ،  تیوکراسي ،  امارت   د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قانون جوړونه د رهبرۍ شورا
 ← اميرالمؤمنين مولوي ھیبت الله اخوندزاده
 ← لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
 ← د سترې‌محکمې مشر عبد الحكيم اسحاقزى
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ١٩ اګست ١٩١٩ دغازي امان الله خان په مشري
بنسټګر احمد شاه بابا
د عمر محدودیتونه
د واده عمر لږ تر لږه 18 کلن ،  16 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جي‌ډي‌پي (پ‌پ‌ش) ٢٠١٨ اټکل
 ← ټولټال ٧٢،٩١١ ملیارده ډالره (٩۶م)
 ← پر کس ٢٠٢۴ ډالره (١۶٩م)
د بې کارۍ کچه 9 سلنه (۲۰۱۴)[۵]

8.5 سلنه (۲۰۱۷)[۶]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نورې عددونه او شمېرې
پیسې افغانۍ   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مرکزي بانک د افغانستان بانک   د (P1304) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲ [۷]  د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ   د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ AF  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +93  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

افغانستان رسماً (د افغانستان اسلامي امارت)، په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د (۴۳) میلیونه وګړو او (۶۵۲۸۶۴) کیلومتره مربع ځمکي په درلودلو[۸] [۹]سره د آسيا په سوېل کي پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کیږي چي په لویدیځ کي له ایران، په شمال لویدیځ کي له ترکمنستان، په شمال کي له ازبکستان او تاجکستان او په شمال ختیځ کي له چین سره ګډه پوله لري. همدارنګه په لویدیځ، سوېل او سوېل ختیځ کي له پاکستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه پروت دی. افغانستان له تاریخي پلوه د لرغوني ګندهارا، باختر، اریا، سیستان، ارغنداب، کاپیسا او کابلستان تمدنونو کهول او ټاټوبۍ دی.

په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې معاصر افغانستان د لومړي ځل له پاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. دغه پولي چي تر انګریزي استعمار مخکي دافغانستان رسمي سرحدات وه وروسته دبریتانوي هند او روسیې له خوا په زور له افغانستان څخه جلا اوپخپلو مستعمرو پوري ونښلول سوې . افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلور لارې کې پروت او د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. یاد هیواد د تاريخ له نظره يو لوی سوداګريز مرکز پاتې شوی، چي له همدې امله په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو قوتونو تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول سوې. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انګليس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده او غازي امان الله خان وتوانېدی چي دخپل ولس په مرسته دغه هیواد ته خپلواکي ورپه برخه کړي .

د سرادر محمد داوودخان تر شهادت وروسته پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد او ورپسې امریکایي یرغلونو ډیري بدي ورځي راوستې او افغانستان یې دومره له پښو وغورځاوه چي د یوویشتمي پېړۍ تر دریمي لسیزي لاهم له اقتصادي، سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او نړیوال کاروانه ډېر شاته پاته دی. افغانستان دا وخت تازه د ارامۍ پر لور ګامونه اخیستي دي، خو ددې سره سره د تیرو کلونو خونړیو جګړو او په نوی نظام کي د یوشمېر ستونزو له امله هیواد له یوشمېر کړکیچونو تیریږي، چي د خلکو په ګومان یادي ستونزي به هم حل سي.

تاريخ

د باميانو بودايي پژۍ, چي لرغونتوب يې تر لمړنۍ پېړۍ پوري رسیدی، او د نړۍ تر ټولو ستر پژۍ وو د طالبانو د لمړۍ واکمنۍ په وختونو کي په ٢٠٠٠ زېږديز کال کي له مینځه يووړل سو.

تر تاریخ مخکي دوره

په افغانستان کي د لرغونپوهانو له لوري د کیندنو پر اساس د یوشمېر انساني غړو او اعضاوو موندنه دا ښيي چي پردغه خاوره لمړنئ انساني ژوند تر تاریخ مخکي دورې ته ورګرځي او شاوخوا 52000 کاله مخینه یا قدامت لري[۱۰].

د اریایانو لرغونې دوره

تر تاریخ وړاندي دورې را وروسته د افغانستان په خاوره کي تر ټولو لرغونې دوره د امو سیند په اوږدو کي د باختر (بلخ) مدنیت دی، چي د حضرت عیسی(ع) تر پیدایښت 2200 کلونه په هاخوا پیل سوی دی. تاریخونه په ډاګه کوي چي تر عیسوي زیږد 2000 کاله مخکي لرغونو اریایانو له مرکزي اسیا څخه افغانستان ته کډي پیل او ددغه سیمي له باختریانو سره یې اړیکي ورغولې. دوی د امو سیند په سوېل کي د هندوکوش له غرونو سره میشت سول. یاده دوره د افغان تاریخ ویدي مدنیت بلل کیږي چي مشهوره قبیلې یې پکت (پښتون)، الینا ( د لغمان او نورستان خلک) او ځیني نور وه. ددې دورې ډېرئ تاریخونه د لرغونو هندي ویدونو په سرچینو کي موندل کیږي[۱۱].

د اریایانو بل تمدن تر زیږد 1200 کاله مخکي پیل سوی دی چي د معلوماتو سرچینه یې د اوستا په نامه اثر دی، کوم چي پنځه بابه لري. په دې دوره کي د لرغوني افغانستان مشهوره واکمن یما د بلخ ښار ودان کړ. یما د اوستایي مدنیت اړوند پیشدادي کورنۍ څخه واک ته رسېدلی وو، او تر تهمورث او کیومرث وروسته یې چاري په لاس کي واخیستې. دنوموړي د واکمنۍ پر مهال نه یوازي دا چي افغانستان د هغه زمانې له پرمختللي تمدن سره اشنا سو، بلکي په دې هیواد کي د زرتشت دین هم پرمختګ وکړ، او شاوخوا سیمو ته خپور سو.

تر عیسوي زیږد اووه پېړۍ مخکي افغانستان د ماد په نوم یوې ستري واکمنۍ لاندي راغی، چي شاوخوا یوه نیمه پېړۍ یې له تور سمندر څخه نیولې د هند تر پولو پوري لوی شمېر سیمي په واک کي اخیستي وې. د مادیانو پلازمینه هګمتان نومېدل او ددې واکمنۍ څلور پاچهان د افغانستان په تاریخ کي ډېر شهرت لري چي نومونه یې په ترتیب سره دیوکس (Deices)، فره اورتس (فرورتیش)، هووخ شتر (کواکزار) او استیاګس (Asteyages) دي[۱۲]. فرانسوی تاریخ پوه ډار مستتر وایي چي د مادیانو ژبه پښتو ژبي ته نژدې یا ورته بڼه درلوده، او هرودوت په دې اړه یوه بېلګه د (سپي) لفظ وړاندي کوي چي مادیانو به ورته سپاکو ویل. ددوی په واکمني کي د اریايي خلکو یو ټبر چي خلکو (پارسوا) بلل، له شمال څخه سوېل ته کوچ وکړ او پر هغه ځمکه باندي مېشت سول، چي وروسته یې نوم پارس سو.

هخامنشیان

د ماد واکمنۍ په وروستیو کلونو کي د کوروش په نامه ددوی یو چارواکۍ چي د ماد د وروستي واکمن د لور زوی کېدی، د بغاوت رپۍ پورته کړ اوپه لنډ وخت کي یې د هخامنشیانو په نوم یوه بله واکمني چي تر مخکنیو مادیانو هم لویه وه رامنځ ته کړه. هخامنشي واکمنانو په اصل کي د ماد واکمني تر چتر لاندي د سیمه ییزو مشرانو په توګه واک مخته وړی، خو کله چي د ماد اخري واکمن (استیاګس) خپله لور ماندانه (Mandane) دویم کمبوجیه ته ورکړه، ددوی دواړو له یوځایوالي څخه کوروش وزېږېدی او همدغه شخص د ماد واکمني ته د پای ټکئ کښېښود.

د هخامنشیانو واکمنۍ نفوس په هغه زمانه کي تر 49 میلیونه وګړو زیات وو[۱۳]، او د اسیا لویه سیمه یې تر واک لاندي کړې وه. ددې کورنۍ نژدې دیارلسو واکمنانو له 550 مخکي تر زیږد څخه بیا تر 330 مخکي تر زیږد پوري یو په بل پسې حکومتونه وکړه، څو چي د یونان له لوري د مقدوني سکندر په مشرۍ خونړي بریدونه ورباندي پیل او په لنډ وخت کي یې له پښو وغورځول. دهخامنشیانو په دور کي د افغانستان اړوند مشهوره ولایتي سیمي چي ساتراپي یې بلل او مشر یې ساتراپ نومېدی عبارت وې له : پرثوه Parthava (خراسان او ګرګان)، باختریش (بلخ)، زرنګه Zaranka (زرنج یا سیستان)، هره یوه Haraiva (هرات)، ګداره (د کابل سیند او پیښور)، ته ته ګوش (د کوهاټ، بنو او خټکو سیمي) او هراووتیش Harauvatish (اراکوزی یا ارغنداب) څخه.

هیرودوت پخپل کتاب کي د هخامنشي واکمنۍ اړوند ځیني خلک او ټبرونه ګنداریوي، دادیکای، پارس او پکتوان بللي دي، چي تاریخ پوهانو یې ګنداریوي د اوسني کندهار، دادیکای یې تاجکان او پکتوان یې پښتانه گڼلي دي[۱۴].

سکندر مقدوني

تر زیږد درې نیمي وړاندي کله چي د هخامنشي واکمنۍ چاري د داریوش په نوم یو ناتوانه واکمن ته په لاس ورغلې، ورسره سم په یونان کي هم ستر اوښتون رامنځ ته سو، او د سکندر په نامه شخص دخپل پلار تر مړیني وروسته د یونان واګي په لاس کي واخیستې. سکندر چي د لوی سکندر او مقدوني سکندر په نوم هم پېژندل کيږي د دویم فیلیپ زوی وو او په 336 مخکي تر زیږد کي یې هغه وخت د یونان تخت او تاج ترلاسه کړ کله چي یې پلار په یوه مېله ځای کي ووژل سو. نوموړی د خپل پلار په څېر د منظم سلطنت څښتن وو او چي څنګه واک ته ورسېدی د ځواکمن لښکر تر جوړولو وروسته يې د هخامنشي واکمنۍ سره ډغري پیل کړې.

څرنګه چي د هخامنشي واکمنۍ پرمهال د پارس او ختیځ خلکو خلکو له یونان سره لویي نښتي کړي وې، سکندر هم د یادي دښمنۍ او پر نړۍ باندي د واک د ترلاسه کولو په پار مخ د اسیا په لور راوخوځېدی، او د څو لنډو او خونړيو نښتو په پایله کي یې تر افغانستان پوري پراته هیوادونه او سیمي یوپه بل پسې لاندي کړې. هخامنشي واکمن تر یوې اندازې هڅه وکړه چي د نوموړي مخه ونیسي، خو د کمزوري مدیریت او نامنظمي پالیسۍ له کبله یې چاره له لاسه ووتل او سکندر یې د پلازمیني په نیولو او هغې ته په اور اچولو باندي ملا ورماته کړه.

هخامنشي واکمن داریوش په 330 مخکي تر زیږد کي د خپلو دریو قومندانانو په لاس په داسي حال کي ووژل سو چي سکندر د نوموړي په تعقیب پسي روان وو. تر وژلو وروسته یې د بلخ سیمه ییز واکمن بسوس د سکندر په وړاندي د جګړې اعلان وکړ او له رخج او رنګیانا (سیستان او کندهار) او آریا (هرات) له سیمه ییزو مشرانو سره څخه یې مرسته غوښتل چي هغوی هم مثبت ځواب ورکړ (( د یادوني وړ ده چي داریوش همدغه سیمه ییزو مشرانو وژلی وو )).

دپورته سیمه ییزو مشرانو په لړ کي د آریا واکمن بارزانس لمړئ سکندر ته تسلیم سو، خوکله چي د سکندر لښکري له هرات ووتې، ده یرغل ورباندي وکړ او سکندر مجبوره سو چي د بلخ او سیستان د واکمن سره یوځای دی هم بیرته تر برید لاندي ونیسي او په اخر کي یې وواژه. د سیستان، آریا او هلمند ناوې وروسته سکندر په 329 مخکي تر زیږد کي اوسني کندهار ته ورسېد، او د اراکوزیا ښار یې چي اوس زوړ ښار نومیږي ودان کړ. ورپسې یې د کابل له لاري پر کاپیسا او چاریاکار یرغل وروړ او د هندوکوش له لاري یې شمالي افغانستان سقوط او د بلخ واکمن یې د امو سیند هاخوا ته په تیښته اړ ایستی.

د شمالي افغانستان او امو سیند یوشمېر سیمو تر نیولو وروسته سکندر په 327 مخکي تر زیږد کي د هندوکوش له لاري قبایلي سیمو ( اوسني کنړ او پښتونخواه) ته وخوځېدی خو ددې ځای خلکو د نورو په پرتله درنې نښتي ورسره وکړې او سکندر مجبوره سو چي ددوی سره ډېر ښکیل پاته سي. د قبایلو تر نیولو وروسته سکندر د هندوستان سیمه ژر ایل کړه او په 323 مخکي تر زیږد کله چي بیرته بابل ته ولاړی د ملاریا ناروغۍ له کبله هلته مړ سو[۱۵].

د سکندر تر مړیني وروسته د سیمه ییزو یوناني واکمنانو او قومندانانو له لوري د واک پر سر خونړي نښتي وسوې او په دوی کي یو تن یونانی قومندان چي سلیکوس نومېدی د سکندر د واکمنۍ ختیځي سیمي یې له سوریې نیولې تر افغانستان پوري پخپل واک کي راوستې، او تر زیږد 255 کاله مخکي وختونو پوري یې حکومت ورباندي وکړ.

دسکندر د پورته ذکر سویو بریدونو په پایله کي د افغانستان او ختیځ پر تمدنونو باندي د یوناني کلتور اغیزي په پراخه کچه څرګندي سوې او د یونانیانو له لوري یوشمېر عصري ښارونه لکه آی خانم، اراکوزیا او ځیني نور د افغانستان پر خاوره ددې سبب سول چي زرګونه کلونه وروسته هم زموږ د هیواد لرغونی تاریخ ژوندئ وساتي. آی خانم د تخار ولایت سره نژدې یو تاریخي ښار دی چي د افغانستان د تاریخ 2300 کاله هاخوا دوره موږ ته راښيي، او اراکوزیا د اوسني کندهار ولایت اړوند زوړ ښار دی چي سکندر د خپلو نظامیانو لپاره جوړ کړی وو.

باختري خپلواک دولتونه

تر زیږد 255 کاله پخوا کله چي پر افغانستان د سلوکیانو (دسلیکوس اولاده) واکمني کمزورې سول، د بلخ سیمه ییز امیر لمړي دیودیتس د یونان د نوي باختري واکمنۍ بنسټ کښېښود. نوموړی تر 250 کلونو مخکي تر زیږد پوري د بلخ، سغد، مروه او تخار واکمن وو او تر مړیني وروسته یې زوی دویم دیودیتس شل کاله واکمني وکړه. دیودیتس د خپلي واکمنۍ پر مهال هرات او هریرود سیمي هم پخپلي واکمنۍ ورګډي کړې او د پارتی واکمن ارساس سره یې دوستي ټینګه کړه، خو دده واکمني تر ډېره پوري دوام ونکړ او په 220 مخکي تر زیږد کي د آی تیدیوم په نامه یو شخص واک ترې ونیوی. د آی تیدیوم د واکمنۍ پر مهال د شام یوناني واکمن پر پارت او افغانستان باندي یرغل وکړ او د پارتیانو تر پرځولو وروسته یې د آی تیدیوم ځواکونه د هریرود په جګړه کي تر زریاسپ سیمي پوري شاتګ ته اړ کړه. آی تیدیوم پخپل پلازمینه کي تر دوه کاله محاصرې وروسته د شامي واکمن سره سوله وکړه او په بلخ کي یې د سلطنت واګي بیرته له سره ټینګي کړې.

190 کاله مخکي تر زیږد کله چي آی تیدیوم مړ سو پرځای یې زوی دیمیتریوس واک ته ورسېدی او د خپل هیواد پولي یې تر هند او سویلي افغانستان پوري پراخه کړې، خو دده سره هم واک او ځواک یاري ونکړه او په 181 مخکي تر زیږد کي یې له یو قومندان ایوکراتید څخه ماته وخوړه. څرنګه چي په باختر او شاوخوا سیمو کي د آی تیدیوم کورنۍ نفوذ لاهم پرځای پاته وو، ایوکراتید هم تر ډېره پوري سیمه پخپل واک کي نسوای ساتلای او له همدې امله یې خپله پلازمینه د هندوکوش سويل کاپیسا ته ولېږدول. دده تر مړیني وروسته یې زوی واک ته ورسېدی او دخپلي واکمنۍ پولي یې تر شمال او ګندهارا پوري وغزولې. نوموړی چي اصلي نوم یې هیلوکلس وو د باختري واکمنۍ وروستئ پاچا ګڼل کیږي او یوه پېړۍ مخکي تر میلاد یې واکمني د ساکانو په نامه یو ټبر له لوري وپرځول سوه.

په افغانستان کي د بوداییزم خپرېدل

په افغانستان کي د سکندر او اریایانو د پورته یادو واکمنیو پرمهال یوه ستره پېښه چي د خلکو په باورونو او معنوي ژوند باندي یې اغېزه وشیندل هغه د بودیزم یا بوداییزم (دین) خپرېدل وه. تر زیږد پنځه پېړۍ دمخه له 563 څخه 483 کلونو پوري د لرغوني هند په نیپال کي د سیدهارت په نوم یو مذهبي شخص چي د سدودانا او مایا ګوتم زوی وو د خپل نوي دین بوداییزم (دین) بنسټ کښېښود[۱۶]. سیدهارت د خپلو هڅو په پایله کي وتوانېدی ترڅو د خپل ژوند ترپایه بوداییزم د یو ستر مسلک او عقیدې په توګه خلکو ته ورسوي اوپه لنډ وخت کي یې د خپلو پیروانو په مرسته د هند سربېره افغانستان او منځنۍ اسیا ته هم د بوداییزم د خپرېدلو لاره ومومي. افغانستان ته د بوداییزم راتګ د سیدهارت د ژوند له لمړیو لسیزو سره راپیل سو، او د نوموړی تر مرګ څو لسیزي وروسته په 349 مخکي تر زیږد کي یوشمېر بودایي ښوونکو د جمجمه په نامه پژۍ د ناګارا ویهارا (Nagara Vihara) یا اوسني ننګرهار (جلال اباد) ته راوړ او همدلته یې عبادتځای ورته جوړ کړ. ورپسې بل عبادتځای او ښوونیز مرکز د لوکوتاراوادا (Lokottaravada) په نامه د هندوکوش غرونو له لاري لرغوني بامیان ته راوړل سو، چي پنځه برخي یې درلودې. تر زیږد 330 مخکي کله چي سکندر افغانستان ونیوی د بوداییزم له پیروانو سره یې چنداني کار ونه درلود، ځکه نوموړی یو سیاسي او فوځي شخصیت وو. د هند په لرغونې ځمکه کي د موریا امپراطورۍ مشهوره واکمن اشوکا د سکندر تر یرغل یوه پېړۍ وروسته د ګندهارا (کندهار) ښار ته خپل یو پلاوی واستاوه او هلته یې د اوسني کندهار په چل زینو سیمه کي د بوداییزم د مذهبي لارښوونو ترڅنګ څو لیکني د یادګار په توګه ولیکلې چي اوس هم شتون لري[۱۷]. د بودایي مذهب د پیروانو یادي هڅي ددې سبب سوې ترڅو افغانستان څو پېړۍ پرله پسې ددغه دین تر اغیز لاندي راسي او لوی شمېر پیروان ومومي.

ساکان

د وروستي باختري واکمن هیلوکلس سلطنت تر میلاد یوه پېړۍ مخکي د سیمه ییزو مشرانو له لوري دړي وړي سو او په همدې وخت کي له ګندهارا او سیستان څخه د ساکانو په نامه یوه لویه ډله په دې وتوانېدل ترڅو دغه سیمه ییز مشران هم ایل کړي. د افغانستان په لرغوني تاریخ کي د ساکانو قوم اړوند څلور واکمنان تر اوسه پوري پېژندل سوي دي چي نومونه یې په ترتیب سره هرایوس، مایوس، ازیس او ازیلیسیس وه. د انګرېز تاریخ پوه په قول ددوی نومونه د لرغوني پښتو سره ډېر سر خوري. د یادولو وړ ده چي ساکان د اوسنیو څېړنو له مخي د منځنی اسیا او تورسمندر څخه راغلي خلک وه[۱۸]. د تاریخونو پر بنسټ پر افغانستان د ساکانو د واک موده تر یوې پېړۍ هم لږ وه، خو د واک ساحه یې د باختري دولت تر سوېل او سوېل ختیځو پوري غځېدلې وه.

کوشانیان

د 165 مخکي تر زیږد په شاوخوا کي د چین له ختیځ څخه د یوچي Yueh_Chi په نامه یو ټبر چي له اریایي ساکانو سره یې وینه ګډېدل، لمړئ د اموسیند شمال او بیا افغانستان ته راوکوچېدی او د هیواد په شمال کي یې د تخار د خلکو په مرسته د بلخ ولایت لاندي کړ. د یوچي او تخاریانو ترمنځ ددې ګډون له امله د کوی شانګ یا کوشان په نامه نوی ټبر منځ ته راغی، چي لمړئ واکمن یې کوجوله کره کدفیزیس (Kujula-Kara-Kadphesis) نومېدی[۱۹]. کوجوله د بلخ تر نیولو وروسته د اریانا پاته برخي لکه کابل، کاپیسا، غزني او سویلي پښتني سیمي یوپه بل پسې لاندي کړې او ترخپل مړیني 78 زیږدیز کال پوري یې د کوشان ځواکمن سلطنت پر پښو ودراوه. د نوموړي تر مړیني وروسته یې زوی ویما کدفیزیس (Wema Kadphesis) او ورپسې کنیشکا نومي شخص واک ته ورسېدل. کنیشکا چي د افغانستان او هند په تاریخ کي د اریانا له سترو واکمنانو ګڼل کیږي د خپل امپراطوري لمنه یې له ادبي او اقتصادي پلوه ډیره پراخه کړه او د سلګونو معبدونو جوړولو ترڅنګ يې د لرغوني افغانستان ستره اقتصادي لاره (د ورېښمو لار) د چین، هند او اروپا ترمنځ د تجارت د مرکز په توګه ژوندۍ کړه. د نوموړی د واکمنۍ ژمنئ مرکز پوروساپورا یا اوسنی پېښور او دوبنۍ پلازمینه یې بګرام او کاپیسا وه چي لرغوني اثار یې اوس هم د افغانستان تېر دوه زره کلن تاریخ په ډاګه کوي. همدارنګه د امپراطورۍ پولي یې له بخارا څخه تر ګنګا سیند او همداسي د چین له ځمکي څخه تر سویلي هند پوري رسېدلي وې[۲۰]. یوه اړینه خبره چي دلته د یادوني وړ ده، هغه دا چي د اریایي تمدن، یوناني تمدن، بودایي تمدن او کوشانیانو ستر فرهنګي او سیاسي مرکزونه د لرغوني افغانستان اړوند په پېښور، بامیان، کاپیسا، بګرام، جلال اباد، هډه، ګندهارا، بلخ، هرات او تخار ولایتونو کي واقع وه.

کیداري واکمني، ساسانیان او د افغان ویئ (لفظ)

په دویمه زیږدیزه پېړۍ کي د کنیشکا له مړیني سره سم د کوشانیانو پایڅوړ هم پیل سو او تر مرګ وروسته یې زامن د بېلابیلو سیمو څښتان سول. د افغانستان په دننه کي دې حالاتو د لویدیځو سیمو واکمنان د پارس د ساساني واکمنۍ په لوري راوکاږل او په دې توګه ساساني ځواک ته په افغانستان کي د لاسوهني زمینه برابره سول. یوازینئ افغان واکمن چي د ساسانیانو ددې تیري په وړاندي ودرېدی هغه دبلخ شهزاده کیدار وو، کوم چي له کوشاني واکمنۍ څخه پاته سوی شهزاد ګڼل کېده. د کیدار واکمني د افغانستان په لرغوني تاریخ کي د کیداریانو په نامه یاده سوې ده او د ذکر سوي شهزاده اولادونه او پاته کوشانیان ترهغه مهاله چي په افغانستان کي مېشت وه د ساسانیانو په وړاندي یې پرله پسې پاڅونونه او خونړي جګړې ترسره کولې چي دې جګړو د ساساني ځواک پښې لړزاندي کړې او هیڅکله ونه توانېدل ترڅو پر ټول افغانستان باندي ولکه ټینګه کړي. یرغلګر ساسانیان په اصل کي د ساسان په نوم یو شخص اولاده وه او ددې کورنۍ لمړئ واکمن اردشېر نومېدی چي په پارس کي یې د ساساني واکمنۍ بنسټ کښېښود[۹]. د نوموي تر مرګ وروسته یې اولادونه د افغانستان د کورنۍ ګډوډۍ څخه په ګټه اخیستلو باندي دغه هیواد ته اړم سول او تر پېښور پوري یې ځمکي لاندي کړې، خو لکه څنګه چي یادونه وسوه هیڅکله یې په دې سیمه کي ارام ونه موند او مجبوره وه چي هروخت په کړکیچ کي ښکېل پاته سي. د ساسانیانو د واکمنۍ یوازیني اړین څیز چي د افغان تاریخ اړوند ګڼل کیږي هغه د افغان اوسنۍ کلیمه ده چي د 260_273 زیږدیز کلونو په شاوخوا کي د پارس په نقش رستم کي د(Abgan) په بڼه د شاپور په نوم لیک کي موندل سوې ده.[۱۱][۱۳]

هفتالیان

د ساسانيانو او کیداریانو د جګړې په دوام په پنځمه زیږدیزه پېړۍ کي د هپتالیانو (Hephthalites) یا ایپتالیانو (Ephthalites) په نوم یو ټبر چي دسنکسریټ ژبي په هندي سرچینو کي شوته هونه (سپین هونان) هم یاد سوي دي له مرکزي اسیا څخه مخ پر شمالي هندوکوش راوکوچېدل او د بلخ په نیولو یې د کیداریانو واکمني سقوط او ساسانیان یې هم له ګواښ سره مخ کړل.[۲۱][۲۲] دشمالي هندوکوش د تخارستان او باختر ولایتونو تر پرځېدو وروسته دې نوي ډلي د کابل او ګندهارا په لور مخه کړه او د هغه سیمو په نیولو یې د افغانستان ټول واک په لاس کي واخیست. د پارس ساساني واکمن (بهرام ګور) ددوی د مخنیوي لپاره په 427 کال کي د مرو رود په سیمه کي یوه خونړي نښته ورسره وکړه چي په پایله کي يې هفتالیانو ماته وخوړه او مشر (خاقان) یې ووژل سو. د بهرام ګور تر مړیني وروسته یې زوی (دویم یزدګرد) واک ته ورسېدی او هغه هم د پلار په څېر له هفتالیانو سره زور ازموینه پیل کړه خو د تېر پر خلاف داځل هفتالیان ځواکمن وه او ساساني لښکري یې د جګړې په ترڅ کي د افغانستان لویدیځ ته پر شا کړې. په 557 زیږدیز کال کي د یزدګرد له مړیني سره سم د هغه زوی او د بهرام ګور لمسئ (فیروز) واک ته ورسېدی او له هفتالیانو سره یې د ډغرو وهلو یوه بله سلسله راپیل کړه خو داځل ساساني ځواکونه دومره وځپل سوه چي فیرزو یې مجبوره کړ ترڅو هفتالیانو ته باج ورکړي او ځان او خپله واکمني ددې حالت څخه وژغوري. له یادي پیښي لږ وخت نه وو تېر سوی چي فیروز بیرته خپله ژمنه ماته کړه، او د اخري ځل لپاره یې خپل بخت له هفتالیانو سره په جګړه کي وازمایه خو دې جګړې نه یوازي دا چي ساساني لښکر دړي وړي کړ، بلکي فېروز هم سر پکښي بایلاوه او تر مرګ وروسته یې لور د هفتالي واکمن (اخشوان) لاسته ورغله چي هغه بیا وروسته واده ورسره وکړ.[۲۳][۲۴]

د اخشوان او پارسي شهزادګۍ پورتنئ واده د افغانستان او پارس ترمنځ د یوې اوږدې سولي پیلامه وګرځېدل او د پارس ساساني دولت افغانانو ته د پخوا په څېر ججه ورکول پیل کړل. اخشوان نژدې نیمه پېړۍ واکمني وکړه او په دې موده کي د اریانا (افغانستان) خاوره له هند او چین څخه نیولې تر پارس پوري پراخه سول. د نوموړی تر مړیني وروسته يې زوی توره منه (Turamana) او ورپسې لمسئ میهیره کوله (Mihirakula) واک ته ورسېدل، چي پلازمینه یې سیالکوټ سیمه ګڼل کېده او پولي یې په ختیځ کي د هند له ګوپتا دولت سره نښتي وې.[۲۵] د اخشوان، توره منه او میهیره کوله واکمنی په لرغوني افغانستان کي د هفتالیانو تر ټولو ځواکمن دولتونه وه چي تمدن یې د هیواد له دري او پښتو ژبو سره هم ګډ سوی وو او ځیني لغاتونه یې لکه خان، اولس، جرګه، یرغل، همرویسه (میرویس) او داسي نور تر اوسه په پښتو ژبه کي استعمالیږي.[۲۶]

د میهیره کوله تر مړیني وروسته د هفتالیانو واکمني پر افغانستان کمزورې سول او د شپږمي زیږدیزي پېړۍ په وروستیو کي له شمال څخه ترکي قبیلو او له لویدیځ څخه د پارس خسرو انوشیروان پر هیواد باندي یرغل وکړ چي په دې سره افغانستان نه یوازي داچي له مرکزي دولت څخه بې برخي سو، بلکي هره سیمه یې د ځایي سیمه ییزي واکمنۍ په ډول خپلواکه سول او بهرنیو یرغلګرو ته یې بېلابیلي ستونزي وزېږولې. د ملوک الطوایفۍ په دغه دوره کي ځیني مشهوره سیمه ییزي کورنۍ د غزني لویکان، د زابل رتبیلان، د کابل شاهان او د هندوکوش په شمال کي ترک خاقان وه. د کابل شاهان او زابل رتبیلان چي یوه یې له غزني څخه تر سیستانه او بل یې له کابل څخه د پنجاب تر څنډو پوري واکمني کول د نورو په نسبت ځواکمن او له یوبل سره یې دوستي هم درلوده. د شمال خاقان بیا ددوی څخه بېل یوه جنګیالئ ټبر وو چي څوځله یې له پارسیانو سره هم نښتي وکړې او هغوی یې د افغانستان پر ځمکه ارامۍ ته نه پرېښودل.[۲۷] پارسیانو په دې وخت کي د افغانستان پر لویدیځه برخه (هرات او شاوخوا سیمو) باندي تر نورو ډېر نفوذ درلود او د ګډوډیو په دغه دوره کي یې د اسلام تر راتګه پوري پخپل واک کي ساتلې وه.

افغانستان ته د اسلام راتګ او اسلامي واکمنيو پیل

په اوومه زیږدیزه پېړۍ کي د اسلام د مبارک دین په راتګ سره د لویدیځ روم او ختیځ پارس واکمنۍ یو په بل پسې وپرځېدې او په عراق کي تر څو خونړیو جګړو وروسته د پیغمبرﷺ اصحاب او مسلمانان وتوانېدل چي ایرانئ واکمن یزدګر د پارس ختیځ ته پر شا کړي. څرنګه چي د افغانستان لویدیځ هرات او یو شمېر نوري سیمي دا وخت د پارس تر واکمنۍ لاندي وې یزدګر هم د مسلمانانو له ویري سیستان ته وتښتېدی او دې پیښي عربانو ته د افغانستان د فتحي دروازه پرانیستل.

عرب مسلمانانو په دریمه هجري لسیزه کي د حضرت محمدﷺ تر رحلت وروسته د مجاشع په نوم مسلمان قومندان سیستان ته ولېږه خو مجاشع په یاده جګړه کي شهید او د سیستان فتحه وځنډېدل. یزدګرد تردې پیښي څوکاله وروسته مرو ته وتښتېدی او سیستان په 30 هجري کي یوځل بیا د مسلمانانو د دویم برید له کبله سولي ته اړ سو خو د سیمي سرکښه ټبرونه په دي سوله نه وه خوښ او تر 35 هجري (655 زیږدیز) پوري یې پرله پسې پاڅونونه کول چي هرځل به د مسلمانانو له لوري بیرته ارام او سیمي یې تر بست او کندهار پوري دهغوی په لاس کښېوتلې. د امویانو لمړي خلیفه (معاویهؓ) په 36 هجري کي عبدالرحمن بن سمره له یو شمېر دیني علماوو سره سیستان ته ولېږه ترڅو هلته د عبادت لپاره یو دیني مرکز فعال او خلکو ته د اسلام بلنه ورکړي. عبدالرحمن سیستان له رسېدو سره سم د اسلام بلنه علماوو ته پرېښودل او خپله یې د بست او کندهار په نیولو ځان تر کابل پوري ورساوه. د کابل واکمن تر یوې لنډي جګړې وروسته د نوموړي سره سوله وکړه او عبدالرحمن بیرته سیستان ته راغی.

تر عبدالرحمن وروسته د سیستان مشرتوب بېلابیلو عرب مشرانو ته وسپارل سو او د سرکښیو دغه حالت نه یوازي په سیستان بلکي په شمال او لویدیځ افغانستان کي هم د اموي خلافت تر پایه پوري دوام درلود. د سیستان د یادو نښتو پرمهال پارسی واکمن یزدګرد د هرات واکمن (ماهویه سوري) ته په لاس ورغلی او هغه هم د پارسیانو او افغانانو د پخوانۍ دښمنۍ پر اساس نوموړی وواژه. د یزدګرد تر وژلو وروسته ماهویه د هرات، مروه، بلخ او بخارا په نیولو سره وتوانېدی ترڅو یوه نوې افغان واکمني رامنځ ته کړي، خو دې حالت هم دوام ونکړ او په 652 کال کي اسلامي ځواکونو د هرات ښار تر فتحي وروسته شمالي افغانستان ته مخه کړه. ماهویه ډېره هڅه وکړه ترڅو ددوی مخه ډپ کړي خو مسلمانانو د څو خونړیو نښتو په پایله کي دئ تر امو سیند هم واړاوه او د بلخ، تخارستان، سمنګان او مرو سیمي یې لاندي کړې. د ماهویه تر ماتي وروسته د مرغاب سیمي یو شهزاده او ورپسې د هرات په ښار کي د قارن په نامه یو کس د اسلامي لښکر په وړاندي پاڅونونه وکړه او افغانان یې وهڅول چي ددوی ملاتړ وکړي. اسلامي لښکرو که څه هم چي د مرغاب لمړئ پاڅون ژر غلۍ کړ، خو د قارن د ځواکونو دویم پاڅون ستر زیان ورواړاوه او د هرات سربېره یې د پارس نیشاپور سیمه هم له لاسه ووتل. مسلمانانو ددې شخص د ماتولو لپاره د یو شپني برید په ترڅ کي نوموړی له خپلو ملګرو سره وواژه او په دې توګه یې د افغانستان لویدیځ او شمال دویم ځل فتحه کړ.

د قارن تر وژني څو لسیزي وروسته د نیزک بادغیسي په نامه یو بل افغان واکمن له عربانو سره نښتي پیل کړې او شمال یې د مسلمانانو لپاره څو کاله پرله پسې سور اور وګرځاوه. د اموي خلافت واکمنانو د نوموړي د مخنیوي لپاره قتیبه بن مسلم چي یو سخت زړه عرب قومندان وو، وګوماری او هغه هم د یوې توطیې په ترڅ کي نیزک وواژه. څرنګه چي عربان ددې سیمي له خلکو څخه نور ستړي سوي وه، اموي واکمنو پرېکړه وکړه چي د عرب توکمه مسلمانانو په میشت کولو سره افغانان اسلام ته وهڅوي او په دې توګه یې لسګونه زره عرب کورنۍ افغانستان ته راولېږلې.[۲۸] [۲۹]د کورنیو دغه ډول لیږد د افغانستان لپاره مثبته پایله ورکړه او د اموي خلافت تر پایه د افغانستان په شمال، سوېل او لویدیځ کي لوی شمېر افغانان د اسلام په دین مشرفه سول، خو د مرکزي او ختیځ افغانستان برخي لاهم د اسلام د نعمت څخه بې برخي وې او د کابل او شاوخوا سیمو محلي واکمنان د عباسي خلافت په زمانه کي هم تر څو لسیزو پوري خپلواک پاته سول.

سياست

د طالبانو لخوا د قدرت ښودني د مراسمو يو انځور چي په کال ١٩٩٧ کي په پلازمینه کابل کي تر سره سول.

د احمدشاه بابا له لوري د معاصر افغانستان تر جوړښت مخکي ددغه هیواد سیاست د شته واکمنیو د ګټو پر اساس ټاکل کېدی، خو په اوولسمه زیږدیزه پېړۍ کي د دراني واکمنۍ او نوي افغانستان له جوړېدو سره د سیاست دوه لوري ( کورنئ او بهرنئ سیاست) وټاکل سوه چي کورنئ سیاست یې د ځواکمن حکومت، قومونو ترمنځ یووالي او ټولنیزي سولي پر اساس ولاړ وو، او بهرنئ سیاست یې له هغه هیوادونو او واکمنیو سره اړیکي وې چي د افغانستان له ګټو سره یې سر لګاوه.

د معاصر افغانستان له جوړښت راهیسي د احمدشاه بابا او تیمورشاه دراني سیاستونه د افغانستان پر ځواکمن کېدلو او د ګاونډیو مسلمانانو پر ژغورلو یا د هغوی سره پر ښو اړیکو جوړولو باندي ولاړ وه، خو د احمدشاه بابا په پرتله تیمورشاه درانئ د بریتانوی هند د لاسوهنو له امله ددوی په لومو کي څه ناڅه نښتۍ پاته سو چي له همدې کبله نه یوازي دا چي د انګرېزانو ځواک په هند کي وژغورل سو، بلکي د راتلونکي لپاره یې افغانستان ته هم لاسونه راوغځول. د تیمورشاه دراني تر مرګ وروسته د انګرېز لاسوهني په افغانستان کي پرله پسې زیاتېدلې او د سدوزي شهزاده ګانو ترمنځ په اختلاف ډېرولو یې افغانستان د تباهۍ کندي ته وغورځاوه چي دې پیښي افغانستان د تزاري روسیې او بریتانوي هند ترمنځ د سیالیو په ډګر بدل او هیواد د Buffer Zone یا حایل حیثیت خپل کړ. په یاده سیالي کي د انګریزي یرغلونو پر مهال یوشمېر افغان واکمنان له انګریزانو سره د نرم او یو شمېر د زیږ سیاست پلوي وه. امیر شېرعلي خان چي د سدوزیو په کورنۍ کي مترقي پاچا وو له انګرېزانو سره یې په زړه کي سخته کرکه خو په ښکاره د هیواد د ګټو په پار ښه راشه درشه درلوده. انګرېزان چي د نوموړي په نیت له وخته خبر وه دده خپلواکي غوښتنه یې نه خوښول او چي څنګه امیر په اصلاحاتو او بهرني خپلواک سیاست باندي لاس پوري کړ، افغانستان د انګریز له لوري تر برید لاندي راغی او شېرعلي خان د واکمنۍ څخه وپرځول سو.

د سدوزیانو تر پرځېدو وروسته دبارکزیو امیر دوست محمدخان هم د هیواد لپاره څه ناڅه مثبت فکر درلود خو انګریزانو له ده څخه هم د خپلواکۍ واک سلب کړ. ورپسې امیر عبدالرحمان خان چي د انګرېز ټولي توطیې یې تر نظر تیري کړي وې له دوی سره ډېر نرم سیاست په لاره واچاوه او د خپلي مجبورۍ او پاته واکمنۍ ټینګولو لپاره یې هغوی ته ډیورنډ کرښه هم پرېښوده. امیر عبدالرحمان خان خپل داخلي سیاست د استبداد او قومونو ترمنځ په ګډوالي کي ترسره کړ او لوی شمېر پښتانه یې پر شمالي پولو ددې لپاره ځای پرځای کړه ترڅو په راتلونکي کي د افغانستان د نوري تجزیې مخه د تل لپاره ونیسي، چي دغه سیاست یې ترننه پوري مثبته پایله ورکړې ده. د عبدالرحمان خان زوی امیر حبیب الله خان د پلار په پرتله ډېر نرم سیاست خوښوونکی وو او د پلار له لوري پسي اخیستل سوي اکثره کورنۍ یې بیرته افغانستان ته راوبللې، نوموړي همدارنګه له جګړې څخه د هیواد د ژغورلو په خاطر په لمړۍ نړیواله جګړه کي افغانستان بې طرفه اعلان کړ. د حبیب الله خان تر مرګ وروسته کله چي امان الله خان واک ته ورسېدی د خپل پلار او نیکه خلاف یې د انګرېز په وړاندي متقابل سیاست پیل کړ او له خپلواکۍ اخیستلو وروسته یې د خپلو اصلاحاتو په مټ افغانستان د پرمختګ لور ته سوق کړ، خو انګرېزانو د نورو په څېر له ده څخه هم غچ واخیست او د حبیب الله بچه سقاو په مرسته یې وپرځاوه.  

د بچه سقاو له مړیني وروسته نادري کورنۍ واک ته ورسېدل او هیواد له یو شمېر کږلیچونو سره سره خپلواک او د نرم سیاست خاوند سو. د نادر شاه او ظاهرشاه واکمني د انګریزانو، شوروي اتحاد او ایران سره پر متقابلو ګټو او بې طرفه سیاست باندي څرخېدل، او همدارنګه یې په دویمه نړیواله جګړه کي افغانستان یوځل بیا بې طرفه اعلان کړ، خو ددوی د کورنۍ بل شخص داوودخان ددې ډول سیاست پلوی نه وو بلکي د پښتونستان په قضیه کي یې د نوي جوړي سوي مستعمرې (پاکستان) سره سخت مخالفت کاوه چي دې پیښي افغانستان له امریکا، عربي هیوادونو او لویدیځ سره په لیريوالي کي واچاوه. داوودخان یو مترقي او پر هیواد مین خو په عیني حال کي خپلواکۍ غوښتونکی او زیږ پښتون سیاست مداره وو او پریکړي یې اکثره احساساتي وې، چي د همدغه احساساتو له امله لمړی د شورویانو په جال کي ښکېل او بیا ووژل سو. د داوودخان تر شهادت وروسته هیواد په مکمله توګه د کمونیسټي سیاست په طرف ولاړی او شورویانو د افغانستان بهرنئ سیاست تر ډېره پوري د خپلو ګټو په لوري کشاوه. د شلمي پېړۍ په وروستۍ لسیزه کي کله چي د شوروي له ملاتړه برخمن د ډاکتر نجیب الله حکومت وپرځېدی، د مجاهدینو حکومت بیخي ناکامه سیاست خپل کړ او د هیواد حیثیت په نړۍ کي له پوښتني سره مخ سو. ورپسې په 1994 کي د طالبانو افراطي سیاست افغانستان په 2001 کال کي د امریکا او ناټو یرغل ته ورټېل واهه.

له 2001 کال راوروسته نوي افغان حکومت د امریکا او ناټو په مرسته یوه تازه جمهوري بڼه خپله کړه او د ځینو اصلاحاتو ترڅنګ افغانستان په بېلابیلو برخو کي پرمختګونه هم وکړه، خو په نوي حکومت کي د پخوانیو جنګسالارانو او جنایت کارانو شتون، د بهرنیانو دوه مخې همکاري، د پښتنو په وړاندي تاوتریخوالی او تعصب او له مخالفو ډلو څخه د ګاونډیانو ملاتړ د افغانانو سیاسي لاسته راوړني له خنډ سره مخ کړې او په 2021 کال کي د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د یو تړون له مخي افغان حکومت د امریکا له مرستو بې برخي او د طالبانو د بریدونو په پایله کي وپرځېدی.

د جمهوري دولت د پرځېدو په پایله کي د افغانستان په سیاست کي دوې پخوانۍ ډلي ( طالبان او مجاهدین ) بیرته فعاله او د افغان جمهوریت پلویان له صحنې ووتل، خو د طالبانو په پرتله ددوی مخالف مجاهدین ناکامه بریښي، ځکه چي سیاست یې د خپلمنځي اختلافاتو او له پښتنو سره د قومي تعصب پر بنسټ ولاړ دی، او ددې ترڅنګ یې لوی شمېر غړي په پخوانیو جنایتونو کي هم ښکېل پاته سوي دي. د مجاهدینو برعکس طالبان قومي بنسټ پاله نه دي خو افراطي سیاست او ځیني د ملي ګټو خلاف پریکړو یې لوی شمېر افغانان له دوی سره په لیریوالي کي اچولي دي.

په توکمیزه توګه د معاصر افغانستان له جوړښت راهیسي ددغه هیواد په سیاست کي د سوېل لویدیځ کندهار خلک ډېر ښکېل پاته سوي دي، او د تاريخ له نظره په افغانستان کي خونړي کورنئ سیاست چي د واک ترلاسه کولو مهمه سرچینه هم بلل کیږي تر ډېره پوري یې ملاتړ د روسیې، پاکستان، ایران، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو له لوري ترسره سوی دی.

اداري وېش او ډلبنډي

ولايتونه

د احمد شاه بابا له لوري د معاصر افغانستان اصلي وېش چي پولي یۍ په شمال کي تر ترکستان، په سوېل کي تر عرب سمندر، په لویدیځ کي تر پارس او په ختیځ کي تر ډهلي پوري رسېدلی وې، مشهوره ښارونه یې کندهار، کابل، پیښور، هرات، اصفهان، مشهد، ملتان او لاهور وه چي هر ښار بیا پخپله سیمه کي د یوې مرکزي واکمنۍ حیثیت درلود او امر یې له پلازمیني (کندهار) څخه ترلاسه کاوه.

په افغانستان کي د انګریزانو تر مداخلې او ډیورنډ ناولي کرښي منځته راتګ وروسته د اداري وېش له مخي افغانستان پر څلور دیرشو ولایتونو باندي ووېشل سو چي په دوی کي ځیني ولایتونه د یوشمېر قوانینو له مخي وروسته منځته راغلي دي. د یادولو وړ ده چي د ولایتونو دغه وېش کله کله د یوې سیاسي موخي لپاره بدل سوی هم دی او له جغرافیایي پلوه څو ګاونډي ولایتونه د یوه ځانګړي شخص په واک کي پاته سوي دي. د افغانستان د ولایتونو اوسنۍ ډلبندي په لاندي ډول ده:

  1. کابل (د افغانستان پلازمینه)
  2. بادغيس
  3. بغلان
  4. بلخ
  5. باميان
  6. دايکندی
  7. فراه
  8. فارياب
  9. غزني
  10. غور
  11. هلمند
  12. هرات
  13. جوزجان
  14. بدخشان
  15. کندهار
  16. کاپيسا
  17. خوست
  18. کنړ
  19. کندز
  20. لغمان
  21. لوګر
  22. ننګرهار
  23. نيمروز
  24. نورستان
  25. روزګان
  26. پکتيا
  27. پکتيکا
  28. پنجشېر
  29. پروان
  30. سمنګان
  31. سرپل
  32. تخار
  33. وردک
  34. زابل

ځمکپوهنه

افغانستان په غرونو کې کلابند يو غرنی هېواد دی چې 1/3 برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لري. ددې هېواد سوېلي او سوېل ختيځې سيمې د نور هېواد په پرتله هوارې سيمې او ډاگونه لري. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او يا په بله وينا ٢٤٥٥٧ فوټه جگه پرته سيمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سيمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دي. د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جگې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانگو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانگړي توگه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي. لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانگړي توگه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننگرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنگ د سورنگ په كيندلو سره تر يوې كچې د گټې په غرض له منځه تللي دي. افغانستان يو بري (وچ) اقليم لري، پدې هېواد کې د اوړي په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمي په مهال ډېره سړه وي. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې (زلزلې) هم کېږي.

ددې هېواد په طبيعي شتمنيو کې مس، جست او وسپنه د يادولو وړ عنصرونه دي ددې تر څنگ ارزښمنې ډبرې او غميان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلي برخو کې موندل کېږي. د نورو طبيعي شتمنيو تر څنگ نفت، گاز او د تېلو موندل شوي زېرمې هم د يادولو وړ دي. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دي راوتلي او په کار نه دي اچول شوي او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو يرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جگړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بيا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دي چې په راتلونکي کې د انرژۍ د لويو سرچينو په توگه راڅرگندېدلای شي.

د پامير او واخان لوړه سطحه

د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جگې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين (Kun Lun) د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تگ او راتگ نه كېږي دا ځكه چې د واورو گټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تگ راتگ ستونزمن كړې دى. د نړۍ چت يا بام په نوم د پامير د غرونو سلسله اوس هم نوې ده او خپل طبعي شکل د بدلېدو په حال کې ده.

د پاميرغرونه د افغانستان په شمال کې دي چې د تاجکستان سره يې شريکوي د دې غرونو درې لوړې څوکې په تاجکستان کې دي.

د پامير د غرونو څو سلسلې کرغزستان او د پاکستان په گلگت بلتستان کې هم شته. په جنوب کې دا د واخان په سيمه کې د هندو کش د غرونو لړۍ سره يو ځاې شي. په ختيځ کې دا د چين په خاوره هم غزېدلي دي.

د دې غرونو لوړې څوکې ټول کال په واورو پټ وي، پکې سخت ساړه وي او هلته چې واورې ويلي کېږي، د څاروو څر ځايونه لري.

د دې غرونو نه سکاره ويستل کېږي خو نورمنرالونه هم لري چې يوه يې د لاجوردو ډبره ده.

د شپږم ميلادي پېړۍ راهيسې د چين بوداي راهبان هند ته د تلو لپاره دپامير د يوې خوا نه بلې ته اوړېدل او د ورېښمو شمالي لاره د پامير په غرونو کې د کاشغر نه خوجند ته تللې وه.

د افغانستان دوه ولايتونه واخان او بدخشان د پامير په غرونو کې دي او د “سر کل” ډنډ د امو سيند يوه سرچينه ده. د دې غرونو په درو کې اوسېدونکي خلک ” پاميري ژبې” وايي چې وخي، مونجي، شغني، سنگلاچي، اشکاشمي او ونجي د يادولو وړ دي.

د هندوكش د غرونو لړۍ

د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي. ددي غرونه تر ټولو لوړه څوکه (تراجمیر) ده چی تل په واورو پوښلی وی. او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو په منځ كې يو فاصل حد جوړوي.د غرونو دا لړۍ د افغانستان منځ برخه جوړوي چې د پاکستان تر شمال غځيدلې ده.

دا غرونه په يوناني ژبې کې “پاراپاميساداي” او په سانسکرت کې “پري ياترا پرواتا” ( د ښاپيرو د ليدوغر) نوميدل. د هندوکش نوم په لومړي ځل ۱۳۳۳ م کې د مراکش سېلاني ” ابن بطوطه” پخپلو ليکنوکې وکاروو. دې واي چې په دې غرونو کې د گرمو سيمو هندو مرئيان چې افغان واکمنو له ځانه سره وړل په کنگل کې مړه شول نو ځکه يې هندوکش بولي.

لرغون پوهان واي چې په ۳۳۰ ق م کې د اسکندر مقدوني دا غرونه د قفقاز (کوه قاف) په مقابل کې ” هندې قفقاز” په نوم ياد کړل. په يوناني کې ” کوکسس اندوکس” وروستو يواځې “اندوکس” شو او باورلري چې له هم هغه وخته دا غرونو د اندوکس نه هندوکش” شول.

ځينې تاريخونه وايي چې د “هندوکش” تورې يواځې د دې سلسلې هغه يوې څوکې لپاره کارېدو چې ” کوشان دره” نومېږي او په لومړي ميلادي پيړۍ کې د کشان واکمنو مرکز و. کوشان دره د سالنگ په لوېديځ کې ده.

د هندو کش غرونه د کابل او د هلمند سيندونه له يو بل جلا کوي چې د امو سيند او د اباسين تر منځ ولاړ دي چې په ختيځ کې يې د پامير غرونه دي.

د هندو کش د اوبو نه د هلمند، هري رود او د کابل سيندونه جوړېږي او لږ اوبه يې د ” سيستان خلې ته هم ورغورځي.

د کابل سره نږدې دا غرونه ۶۰۰۰ ميتر لوړ دي خو د دې د عمومي ارتفاع ۴۵۰۰ زره ميټر وي. د دې غرونو سلسله په شمال جنوب کې ۹۶۶ کلوميټر اوږد غځيدلې ده چې يواځې ۶۰۰ کلوميټر برخه يې هندوکش نومېږي. پاتې يې په نورو نومونو يادېږي، لکه کوه بابا، سالنگ، د پغمان غرونه، سپين غر، سلېمان غر، تورغر، د خواجه محمد غر، او د ترکستان د بند سلسله ده.

د دې غرونو تر ټولو مهمه دره ” شيبر” نومېږي چې د شلمې پېړۍ تر نيمايي به ورباندې خلک بلخ ته ورتلل. په ۱۹۶۴ م کې د ” سالنگ” ټونل او د يو پوخ سړک په جوړېدو، اوس شمال او جنوب پخپلو کې نښلول شوي دي.

د هندو کش د غرونو بله مهمه او تاريخي دره د خېبر دره ده. نورې وړې درې، لکه “لته بند” د کابل په ختيځ کې، د “وخجير” دره چې واخان د چين سره نښلوي، د ” باروگل” او د “کاچين” درې چې چترال د کونړ او بدخشان سره نښلوي.

د شتر گردن دره لوگر او پکتيا نښلوي، د بازارک دره مزار شريف ته ووځي، خاوک د کابل نه پنجشېر ته ورځي، انجمن دره چې د پنج شير په سر کې ده او شمال ته لاره وباسي. د حاجيگک او اوونۍ ختيځ هزاره جاتو ته ووځي.

د افغانستان په لوېديځ کې د دې درې ۶۰۰ ميتر لوړې دي چې د سبزک دره د هرات او د بادغيس په منځ کې د افغانستان لوېديځ او ختيځ سره نښلوي. په دې سيمو کې د هندو کش غرونه دشتې دي چې خال خال ونې پکې شنې کېږي.

د هندوکش د کوکچې په غرونو کې د لاجوردو ډېر لرغوني کانونه و. د کابل په شمال او پنجشېر کې د زمردو کانونه راوتلي دي. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د اب پنج سره چې د هندو کش او د پامير د غرونه پکې يو ځاې کېږي د ياقوت (لعل) کانونه وموندل شول.

د هندو کش لوړ غرونه زيات په پاکستان کې او تر ټولو لوړه څوکه ” تريچ مير”د خېبر پښتونخوا په چترال کې ده چې ۷۷۰۸ ميټر لوړه ده. د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ” نوشک” په بدخشان کې ده. د چترال د غرونو په واورينو اوبو د کونړ او د بشگل سيند ونه جوړېږي.

د هندوکش د لارې ارياي قامونه د اباسين تودو سيمو ته ورتلل او د دوي نښې اوس هم د چترال او د گلگت په لاره په لويو تيږو ليدل کېږي

د بابا د غرو لړۍ

د غرونو دا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځنۍ برخه كې موقعيت لري او غرونه یې هم د هندوكش، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانگې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنگې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تگ راتگ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تگ راتگ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جگه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي. د بابا د غرونو د سلسلې تر ټولو لوړه قلعه «شاه فولادي» نومیږي چی څه د پاسه ۵۰۰۰ متره د سمندر له سطحې څخه لوړه ده. په ۱۳۹۴هجري شمسي کال کی د بابا غرونه، د ښکلو او ډیرو طبیعی منظرو، وحشي حیواناتو لکه پړانگ، لیوان، هوسیو، گیدړو او بیلابیلو مرغانو لکه، باز، او طبي بوټو په لرلو سره، د افغانستان د چاپیریال ساتني د ادارې له خوا د حفاظتی سیمي په توگه اعلان سوه د افغانستان د غرونو هغه لړۍ چې کوه بابا نومېږي، د هند د سمندر نه راپورته شوي دي. ميلونونه کاله پخوا د سمندر په تل کې د سونامي يا زلزلي له کبله زمکه دومره پورته شوه چې دا غرونه ترې جوړ شول.

دلته د اوسپنې له زېرمو پخواني خلک هم خبر وو او “دره فولادي” په نوم يې يادوو. د دې درو تر منځ شاوخوا ۲۳۷ کلوميټره لاره د واورو له کبله زيات وخت بنده وي. يو روايت دا دی چې په دې لارې شوکې هم کيدې او چې څوک به ورباندې خوندي تېرشول نو وړوکی حاجي يا “حاجيګک” يې بللو.

بودایي راهبان په دې لاره د باميانو او د سمنګانو خانقاوته ورتلل چې يو ځای د کوه حاجي کشتن نه تخت رستم ته او شيبر درې ته لارې وتلې وې. د شېبرلاره د حاجيګک د سړک نه زياته خوندي ګڼل کېده، سره له دې چې د حاجيګک په لاره بې شمېره واړه واړه کلي دي.

د امان الله خان د حکومت پر وخت د جرمني له خوا لومړۍ سروې کې معلومه شوه چې حاجيګک د اوسپنې لویې زيرمې لري. د لومړي نړیوال جنګ ( ۱۹۱۴– ۱۹۱۸ م) پر وخت هغوی د اوسپنې د ويستلو هڅه وکړه خو انګرېزانو يې مخه ونيوله. په ۱۹۶۰ م کلونو کې روسانو هم پلان جوړ کړو خو موقع يې پيدا نکړه. په ۱۹۷۲ م کې يو فرانسوي الماني کمپنۍ پخپلې مطالعې کې وړانديز وکړو چې دلته به يوه بټۍ ولګوي چې اوسپنه پکې ويلې شي او دغسې د اوسپنې اود فولاد د جوړولو کار به يو ځای کوي. يو وخت داسې پلان هم جوړ شو چې له دې ځايه ويستل شوې خامه اوسپنه به د پاکستان کالاباغ ته وړل کېږي چې د هغه ځای په کارخانه کې تصفيه شي. دا پلان هم پلې نشو او دا کانونه همدغسې پاتې شول.

دلته د لوړو غرونو او د ناامنيو له کبله د اوسپنې راويستل ګران ښکاري خو اوس دومره وسايل شته چې دا کار يې شونی کړو. په۲۰۰۶ م کې د حاجيګک نه د ۲۳ ميليونو ټنو نه زياتې اوسپنې د موندلو اټکل وشو او دوه ډوله ده چې يوه يې اوکسيډايز ده او بله يې نيمه اوکسيډايزده.

د حاجيګک د اوسپنې کان ۳۲ کلوميټره کې غځيدلی دی او ۱۶ زون (ساحې) لري چې هر يو يې ۵ کلوميټرو نه تر نهه کلوميټرغځېدلي دی. دلته په تيږه کې د اوسپنې ۱۶ رګونه دي چې هر يو يې ۳ کلوميټره اوږد دی. دا په زمکه کې ۵۵۰ ميټر ښکته دی او ۷ کانونه داسې هم دي چې په تفصيل سره يې سروې شوې ده. د اوسپنې سره سره دلته نور منرالونه هم موندل کېږي چې يو پکې زرغون مرمردي. د حاجيګک نه علاوه، په دره نيل، خيش، زيرک، خرکيزه، سرخ پارسا کې هم د اوسپنې نښې شته.

د دې اوسپنې نه به انسانان هله ګټه واخلي چې جنګ بند شي

د تيربند تركستان د غره لړۍ

دترکستان تیربند دافغانستان په شمال لویدیځ کي یو شمیرغرنی او لوړي څوکي جوړوي. دغه غرونه دحصار غره له شمال لویدیځ او د بلخ آب له لویدیځو برخو څخه پیل او له ختیځ څخه مخ په لویدیځ غځیدلي او تر بالا مرغاب پوري رسیږی چي ټول اوږدوالي یي ۳۰۰ کیلومتره کیږي. منځني لوړوالي يي دحصار غره شمال لویدیځ دجوزجان په شال کاشان کي چي ۲۳۰۰ متره لوړوالي لري لوړه څوکه يي (جنګک) ۳۸۹۵ متره لوړوالي لري. یو بله څوکه يي چي قرجنګل نومیږي ۲۹۸۵ متره سمندر له کچي ځخه لوړه ده. دغه غر دهیواد د دوو لویدیځو ولایتو یعنی فاریاب او بادغس ترمنځ غځیدلي،سویلي خوا څخه يي دمرغاب دسند دمرستیالانو سرچنیي دي، خو شمالي اړخ کی یی دقیصار او دهغه دمرستیالانو سرچیني دي، دغه غر دپستي ډیري وني لري، خو هغه نوری ونی چي دهیواد په ختیځ او سویل ختیځ غرونه کي شته لکه لمنڅه،صبر،نښتر،څیړی، ښون او نوری، دلته نشته په پسرلی او اوړي کي ددغه غره شمالي او سویلي لمني شني او غوره ځړ ځایونه جوړوي. دپسرلي په دریو میاشتو کي دغه لمني نرمه هوا لري او له ډول ډول ګلانو او شنوبوټو څخه ډکي وي او یوه عطر لرونکي فضا جوړوي. دغرونو دغه لړي دروسي ترکستان دبیدیاو دبادونو په مخه کي دیوه دیوال په توګه واقع دي،نو دشمال او شمال لویدیځ ځوړنو کي یي دنیمه صحرايي اقلیم نښي له ورايه ښکاري.

فیروز غرونه لړی فېروزکوه یا چغچران د افغانستان په لوېدیځ کې یو ښار او د غور ولایت مرکز دی. دا د غوریانو په وخت کې د افغانستان اوسنۍ پلازمینه وه [۲] فیروزکوه چې نفوس یې تر ۱۵۰۰۰ زیات دی [۲۲] د بحر له سطحې څخه ۲۲۵۰ متره لوړوالی لري. دا ښار د هریرود جنوبي څنډې ته پروت دی او له هرات ښار څخه ۳۸۰ کیلومتره واټن لري. د فیروزکوه هوايي ډګر د ښار په شمال ختیځ کې موقعیت لري.

د سپين غر لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په اندازه اوږدوالې لري او پېښور د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنگې لري چې ځينې څانگې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله څانگه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د جلالكوټ حوه دګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سيند د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د هندوکش د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنگلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د پكتيا او لوگر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږي چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى. د پیښور نه ۴۸ كيلومیټر لویدیځ کې سپینغر ۵ زره میټر لوړ لکه د یو دېوال ښکاري.

سپین غر یوه څنډه د خیبر درې په ختیځ کې لګي چې اوږدوالى يې شا و خوا ۱۸۰ كيلومیټر دی. یو ځای دا غر جنوب لوري ته ورتاو شي چې د کابل سیند کاسه او کرمه پخپلو کې سره بېلوي. بل خوا مخ په لوېديځ تر لوګر رسېږي او جنوبي څنډې يې لوګر او تېراه له ننګرهار بېلوي. دا ټول غر د زالغوزي او نختر په ګڼو ځنګلونو پټ و خو د تیرو ۵۰ کالو په جنګ کې دلته دومره لرګی ووهل شو چې اوس ټیټې برخې يې تورې دشتو په شکل ښکاري. د سپین غر په شمالي څوکو ونې نشته. خو د دې په درو کې چې زمکه نرمه وي کر کرونده کېږي او د انار، توت او د نورو میوو ونې پکې راشنه شي.

دا غر د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې طبعي پلې په توګه پروت دی. د دې تر ټولو لوړه څوکه “سیکرم” یا سیکارام له زمکې ۵ زره میټر لوړه ده. پېواړ د کرمې او آریوب درې تر منځ یوه تنګي ده او د پکتیا له کرمې جلا کوي. په ۱۸۷۸م کې د دویم افغان جنګ په وخت، برطانوي ځواک پېواړ دره ونیوله چې د سیکرم جنوب کې ده. دا کوتل پاړه چنار د پکتیا آریوب درې سره نښلوي او بل سر يې د هندو کش د یوې بلې سلسلې “شاندور” ته لاره کړې ده. یو برطانوي سروی کوونکی جورج بېټلي سکاټ هغه وخت سیکرم ته وروختلو چې ټول کال د حرارت درجه پکې د صفر نه ښکته وي.

د پیواړ په ښکته برخه کې څو واړه کلي دي چې پېواړ، علیزي، تری منګل او سپینه شګه نومېږي. د سپينغر ځينې درې هلته اوسیدونکو قامونو په نوم لکه مامند (مومند) دره او عبدالخېلو تنګى مشهور دي. کوټ دره اوهسکه مېنه د پخوانیو کلاګانو، څڅوبى، تبۍ او کڅونه، د چینو او ځړوبۍ شتون ښایی. پېښې تنګي، جو دره، غوښت دره، پچير او اګام، توره بوړه او ګوړوکو هم پخواني نومونه دي

ختيځ تورغر

د ملک سیاه غر د زاهدان په شمال کې د لر پاین، قرقروک او حرمک کلیو په منځ کې پروت دی چې ۱۶۰۵ متره لوړوالی لري او د زاهدان یو له لیدو کتو څخه دی.  دا غر د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت د حرمک کلي، د افغانستان د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ او د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغي د سیمې تر منځ پر پوله پروت دی.  د ملک سیاه غره ته د رسیدو لپاره، تاسو باید په 95 سړک شاوخوا 35 کیلومتره مزل وکړئ.

دا د هغو ۴ جنګونو لړۍ وه چې د ۱۸۵۲ نه تر ۱۸۹۱ م پورې انګریز او د سوات- هزاره قبایلو ترمنځ وشول. د ۱۸۴۵ م نه تر ۱۸۴۹ م پنجاب د سیکانو له لاسه ووتلو او انګریز پرې خیټه واچوله. د همالیه او هندوکش د غرونو لړۍ چې اباسین سره یو ځای کېږي، د انګریزانو لپاره مهمه سیمه وه. د اباسین پرغاړه، ۵۰۰ مربع کلومیټر پراخ تورغر په هندکو کی “کالا ډکه” او انګریزي کې ” بلېک ماونټین” په نوم یادېږي ځکه یو وخت په ګڼو ځنګلونو ډک و. دلته د جلغوزې، څېړۍ، پلوسې او د ګیلاس (چیري) ونې ډېرې وي. د تورغر په ختیځ کی اګرور او جنوب کی تناول، په لویدیځ کی بونیر او په شمال لویدیځ کی یې بټګرام دی. د سیند او د غر په لوړو یوسفزي پراته دي او نوره زمکه د سواتیانو ده. دلته ګډو قامونو خلک د غر دواړو غاړو ته اوسېږي. خو واړه قامونه د جنګ نه وو. په ۱۶ پېړۍ کې د یوسفزو په ورتلو دلته شخړې پېل شوې. د سواتیانو او یوسفزو به مودام پخپلو کې جنګونه وو. د اګرور عطا محمد خان سواتي او د الایی ارسلا خان کله جنګ او کله په روغې وسیدل. په ۱۸۶۸ م کې انګریزانو په “اوګي” کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه چې د اباسین نه ۱۰ میله مخ په بره په ختیځ کې وه. یوسفزي، د تاڼې په جوړولو غصه و او د اګرور خان په لمسون خلکو په دغې پوسټ حمله وکړه خو ماتې يې وخوړه. بیا د تناول خان چې انګریز ته پتمن و، په هغه هم حمله وشوه. نور ټول قامونه هم یو شول او د انګریز خلاف يې نورې حملې پېل کړې. دوی د انګریز پلویانو قامونو ۲۱ کلي وسیزل. جنرل وایلډ یو لوی پوځ یوړو نو قبایلو جنګ نه لاس واخیستو. د امب نواب انګریزانو په ملاتړ، د وسلو یوه کارخانه ولګوله چې پکې ټوپکې او توپې جوړیدی. په ۱۸۵۱ م کې انګریز خپل دوه افسران تورغر ته د سروې لپاره واستول خو د امب په سیمه کې حسن زو ووژل. د دې شک د امب په نواب جانداد خان کیدو خو هغه پخپلې سیمې کې میشت ټول حسن زي لاس تړلي انګریز ته وروسپارل. نورو یوسفزو د نواب دوه کلاګانې، “چنبری او شګلۍ ترې ونیول. د جهانداد د ملاتړ لپاره، د پیښور کمشنرکرنل میکېسن په مشرۍ یو پوځ ورپسې لاړو او هغه کلا ګانې يې ړنګې کړې. په ۱۸۸۸ م کې حسن زو، اکازو او مداخیلو د حملو له کبله انګریزانو دغه سیمې ته په تګ راتګ بندیز ولګوو. بیا ګوجرانو د ګورکهه پوځ دوه انګریز افسران او پوځیان ووژل نو د حسن زو مشر په هاشم علی شک کېدو. انګریز په قبایلو جرمانه عاید کړه، د هاشم علی د شړلو امرهم وکړو او په ځای د ده تربور ابراهیم خان د قام مشر وټاکلو. په ۱۸ جون ۱۸۸۸ م ۶۰ پوځیان او او د دوی دوه انګریز افسران د اوګي کلا نه ګشت لپاره ووتل. کله چې د غره نه ورباندې ډزې وشوې نوبیرته کلا ته يې وځغستل خو په دې کې دوه انګریز افسران نه یواځې ووژل شول بلکه قبایلو د هغوی نه جامې هم وویستلې. د انګریز لپاره دا یوه لویه ننګه وه او تر اکتوبر ۱۸۸۸ م ۱۰ زره پوځ، د غرونو توپخانه يې ورواستول. د انګریز د “هزاره فیلډ فورس” مشر بریګېډیر جنرل جې ډبلیو مېکوین و. د پښتنو د ګډ ځواک شمیره هم ۱۰ زرو ته رسېده. د اکازو څلورو قامونو ۱۵۰۰ ځوانان، پریاری سېدان، ټیکاري او نندهاري، مله وو. د سید احمد بریلوي هندوستاني مجاهدین چې ۱۸۲۶ م راهیسې دلته میشت وو، انګریزانو به “جنوني” (فیناټک) په نوم یادول. د پښتنو جنګیالو مشران ملکان، ملایان یا خانان وو او لویه وسله ورسره جزېل ټوپکې، سپر او لوی چاقوان وو. دوی د جنګ لپاره څه پلان نه لرلو خو د سیمې هرې درې نه خبر وو. د انګریز ۱۰ زره پوځ په ۴ برخو ووېشل شو چې درې يې په اوګي کلا کې او څلورمه د اباسین په دربند کې پاتې شوه. اخوا د کشمیر مهاراجه هم انګریز ته د مرستې په توګه، دوه بټالین پوځ د دوو توپو سره واستول. ورسره ۶۰۰ د خیبر رایفلز(ملېشیا) پښتانه مله وو. انګریز ټولو قبایلي مشرانو ته يې وړاندې نه خبر دارې ورکړې و چې تر ۲ اکتوبر دې ورته سر ټیټ کړي. هغوی ورته هیڅ جواب ورنکړو او د اوګي نه انګریزانو د پوځ درې واړه ډلو بلې غاړې ته ډزې پېل کړې. څلورمې ډلې د دربند نه او ۱۳ میله لیرې کوټکي کلي ته مارچ وکړو. د سیند نه یوه لاره د “بیلا” کلي ته ورغلې وه او په ۲ اکتوبر ورباندې توپې، اکمالات، اسونه او یابوګان وروختل. په “شینګری کلي” کې پښتنو ورته مورچې نیولې وې او د دوی په ډزو انګریز ته معمولي ځاني تاوان وشو. په ۴ اکتوبر سهار ۱۰ بجې د کوټکي نه یو میل بره په “تواړه” کې پښتنو د تیږو شا ته سنګر نیولې و او په انګریز پوځ يې حملې کولې. انګریزان لیکي چې مونږ په دوربین کې د دوی زاړه او وراسته ټوپکې لیدی شوې. برید جنرال ګالبرېت، خپلو عسکرو ته د جنګ اشارې ورکولې او هغه پښتانه چې ډزې يې کولې، لومړې په نښه کیدل. شا و خوا نیم ساعت په بمبارۍ دوی هغه غونډۍ ونیوله او د پښتنو بیرغ يې ترې لیرې کړو. کوزماسپښین غازیانو کوټکی پریښودو او انګریز پوځ قبضه کړو چې ۵ پوځیان يې مړه او ۱۰ ټپیان وو. د قبایلو ځاني تاوان ۲۰۰ شا و خوا و. په ۱۳ اکتوبر، بریګیډیر جنرل ګالبرېت، د ۱۴۵۰ وسله وال پوځ، ۳ توپونو سره د سیند لوېدیځ غاړې نه پورې ووتل. د هندوستاني مجاهدینو مرکز “میدان” ښار او د سیند دواړو غاړو ته د پښتنو ټول کلیو ته يې اور ورته کړو. اخوا لومړۍ دستې په ۴ اکتوبر ماځیګر د اوګي کلا سره نزدې “دلبري” نه روان وو چې غازیانو ورباندې حمله وکړه، څو کسان يې ټپي کړل او ۱۷ یابو ګان يې ترې یوړل. په بله ورځ د انګریز دستې د “چیتابت” څوکه ونیوله او ورسره يې لاره هم سموله چې خپل سامان او توپې ورباندې بره یوسي. په ۶ اکتوبر یو سخت جنګ کې دواړو غاړو ته ځاني تاوان وشو. انګریزانو د څو کلیو نه تیار فصلونه راټول کړل او بیا يې اور ورته کړو. دویمه دسته د بریګېډیر جنرل “چېنر” په مشرۍ، په ۴ اکتوبر د “کولاکه” نه روانه شوه خو په لاره هیڅ مقاومت ورته ونشو. دوی په بله ورځ د غره په سر “نیمل” ته ورسیدل او تر ۱۱ اکتوبر هلته پاتې وو. دریمه دسته چې پخپله د میکوین سره وه، په ۴ اکتوبر نیمل ته روانه شوه. دغه دستې سره د خپلو سیمو نه علاوه د پلې پوړې غاړه نقشه هم وه چې د زباني معلوماتو په بنسټ تیاره شوې وه. وروسته څرګنده شوه چې نقشه ټوله غلطه وه. پښتنو خپل کلي پخپله سیزل او انګریزانو په دوربین کې لوګي لیدی شول. په ۱۹ اکتوبر پښتنو د انګریز شرایط وومنل او د دوی حملې بندې شوې. د انګریز ۵ دسته د کرنل مرې په مشرۍ د پریاري سېدانو او ټیکریوالو (سواتو) سره جنګ لپاره روانه شوه. دوی دوه توپې او دوه ” ګېټلنګ ګن” نوې ډول توپ لرلو. په دې کې به سپکې ګولې په یو مخه کیښودل شوې او بیا بیا به د ډکولو اړتیا نه وه. دوی د سیند پرغاړه “تهاکوټ” کې ایسار شول نو هغه ماښام د چارمنګ کلي خان ورته سلامي شو او د خپلې برخې جرمانه يې انګریز ته ورکړه. په ۲۲ اکتوبر د پریاری سیدانو له خوا یوه جرګه ورغله خو د پښتنو استاځې ورسره نه و، نو ځکه انګریز ورسره و نه منل. په ۲۳ اکتوبر “میکوین” ته د تهاکوټ خلکو لیک راغلو چۍ په ۲۰ ورځو کې به خپله جرګه راوغواړي. هغه پوهه شو چې په څو ورځو کې واوره کېږي چې د دوی د وړاندې تګ مخه ونیسي. په شمال ختیځ کې د “الایی” مشر ” ارسلا خان” تر ۳۰ اکتوبر هم انګریز ته ټیټ نشو نو په ۳۱ نیټه دوو ډلو د ده خلاف حرکت وکړو. د ارسلا غازیانو په چېله غر ورته مورچې نیولې وې. تر غرمې سخت جنګ وشو او انګریزانو د غر یوه څنډه ونیوله نو غازیان ورک شول. په ۲ نومبر ارسلا خان انګریز کیمپ ته یو لیک ورواستاو چې انتظار دې وکړي. انګریزانو خپل ټول اکمالات د چېله نه بره ورخېجولي وو. “چېنر” ټوله ورځ د ارسلا خان کلي “پوکل” ته دستې وراستولې خو هغه د اباسین نه پورې غاړه ووتلو او شا ته يې خپل زوی، “غازی خان” پریښې دی. اوس واورې هم وریدې او انګریز لپاره ضرور شوه چې دا کیمپېن پوره کړي. په ۳ نومبر یو لوی ځواک د جومات نه علاوه د پوکل پوره کلی وسیزلو او له هغه ځایه ووتل. د دې پوځ په وروستیو لیکو ۳۰۰ غازیانو حمله پېل کړه چې مقابله يې خیبررایفلز کوله. ماښام د انګریزانو کیمپ ته د الایی یوه جرګه ورغله. که څه هم د ارسلا خان استاځې ورسره نه و خو انګریز مشر په دې تسله شو چې د ډېرو قامونو مشران پکې وو نو روغه وشوه او په بله ورځ دوی د الایی نه ووتل. په ۵ نومبر پوځ میدان، چارمنګ کې ایسار شو او د پیریاري سیدانو یوه جرګه ورواستوله. انګریزانو له دوی ۱۵۰۰ روپۍ جرمانه او ۵ مشران یرغمل په توګه ونیول. ددوی ۲ افسران، ۲۳ سپایان مړه او ۵۴ زخمي شو، د قبایلو ۴۰۰ کسانو د وژنې او ټپي کیدو اټکل و. حسن زو او اکا زو جرمانې او یرغمل نه علاوه دا لوظ هم وکړو چې دوی به په برطانوي پوځ او د سړک په جوړولو اعتراض نه کوي. د پوځ د وتلو نه سمدلاسه وروسته هندوستاني مجاهدو او مداخیلو، هاشم علی حسن زي ته بیرته د راتلو اجازه ورکړه او انګریز سره شوې لوظ نامه يې ماته کړه. میجر جنرل میکوین د ژمي په وتلو تهاکوټ او الایی ته او د دربند نه کنار پورې د سیند پر غاړه اوښ د تیرېدو جوګه لارې جوړې کړې. دوی د خپل سرحد نه وراخوا ۱۷۷ مربع میله خاوره سروی کړه چې د یو راتلونکي جنګ لپاره تیاري وه. درې کاله وروسته انګریزانو د اګرور خان لیرې کړو چې د قبایلو قهر يې بیا راپاره کړو. په ۱۸۹۰ م کې حسن زو د تورغر په څوکه د پوځ د مارچ خلاف بیا پاڅون وکړو او د ۱۸۹۱ م په سپرلي کې انګریزانو تورغر ته یوه نوې دسته ورواستوله. په ۱۸۹۲ م کې انګریزانو یو بل لښکر ورواستاو چې ټول تورغر يې ونیولو

د سلېمان د غرو لړۍ

د هندوکش غرونو جنوبي لړۍ زابل، کندهار، پکتيا، وزيرستان، ډيره اسمعيل خان، شمالي بلوچستان او د پنجاب جنوب لويديځ پورې غځيدلې دي. دا جنوبي غرونه د پکتيا شمال نه د ګرديز شمال ختيځ کې د سپين غر سره يو ځاې شي. د غرونو دغه لړۍ “کوه سلیمان” نومېږي چې هره څوکه يې خپل نوم لري. په پښتنو کې مشهور د “کسي غر” دی. د دې ۶۰۰۰ ميټر تر ټولو لوړه څوکه “تخت سليمان” نومېږي چې په شمال کې يې د پامير وچ غرونه دي. د سلیمان د لړۍ يوه بل غر ۳۴۷۲ ميټر لوړه څوکه، “لوی سر” نومېږي. دا د کوټې ضلع دويمه او د بلوچستان درېمه لوړه څوکه ده. په کوټه کې يوه څوکه يې د تکتو (کوه تکاتو) په نوم مشهوره ده. یو بل غر د کوټې ښار سره نږدې، “زرغون غر” ۳۵۷۸ ميټر لوړ دی. په زيارت کې “خلافت غونډۍ” هم د سلیمان سره نښتې ده چې ۳۴۷۵ ميتر لوړ او د “اوبښتې” (جونیپر) د ونو لپاره شهرت لري. په شمال لوېديځ کې د سلیمان غرونه د کوه بابا سره يو ځای شي. په ختيځ کې دا غر ډيره اسمعيل خان او بيا ډيره غازي خان ته غځيدلې دی چې په مټهن کوټ کې دا غر ډېر ژور د اباسین په اوبو کې غورځي. بل خوا په لوېديځ کې د سلیمان غرونه تر کندهار، هلمند او د سيستان دښتو پورې ورغځيدلې دی. د کسي غر نه د ګومل سيند ختيځ خوا ته بهېږي چې اباسين سره يو ځای شي. بل سيند “ډورۍ” نومېږي او درېم د “ارغنداو” سيند وړې څانګې دي چې جنوب لوېديځ کې هلمند سره يو ځای کېږي. د سلیمان غر جنوبي څنډې سپیرې دي، خو په مرکزي لوړو يې زيتون کېږي. کوم ځاې چې اوبه وي هلته هر ډول بوټې لکه پسته، بادام، سوما، مڼې او د ګيلاس (چېري) وده کوي. د سليمان غرونو لرۍ لکه د ديوال د افغانستان د مرکزي سيمو مخه د هغو هندې مرطوب هوا (مونسون) په مخ نيولې ده چې بارانونه وروي. د یادونې وړه ده چې د “تخت سلیمان” په نوم یو غر په ایران کې او بل په کشمیر کې هم شته. د پښتنو د ولسي کيسو تر مخه د دې غر د پاسه د حضرت سليمان (ع) تخت جوړ و يا د هغه تخت دلته و. يو بل داستان کې وايي چې د حضرت نوح(ع) کشتۍ د دې غر په څوکه ايساره شوې وه. د پښتنو د مشر قيس عبد الرشيد په اړه روایت دی چې د دې غر په یوه څوکه يې قبر جوړ دی

شین غر لړی

د کسې غر د سلسلې یوه غونډۍ “شین غر” د تخت سلیمان په جنوب کې د ژوب ښار نه ۵۰ کلومیټر لیرې ده.

دا غر په شمال کې د کورچ پینه نه تر جنوب کې سولېزۍ درې غځیدلې دی. د شنه غره تر ټولو لوړه څوکه ۹۲۷۳ فټه ده. یو وخت دا ټول غر په نایابه ونو پټه وه او رنګا رنګ مارغاو به پکې زالې جوړولې. د زالغوزي ونې پکې ډېرې وي نو کله نا کله په دغو ځنګلونو اور ولګيدو. دلته یو زیارت هم شته چې پکې د هري پال بابکر نیکه خښ دی. د خلکو دا عقیده ده چې بابا پسې به ونې روانې وې او د شنه غره ونې هم هغه له ځانه سره راوړې.

د پاکستان د معدنیاتو ادارې د سروی له مخې په شنه غره کې د سکارو لويې زیرمې شته. د شنه غره لویدیځې لوړې چینې په ژوب سیند کې غورځي او د ختیځ هغه په “خیساره” کې. د دغو دواړو سیندونو یوې خوا شیراني قام او بل خوا هري پال پراته دي. په لهړ دره کې “چاپوبۍ” ویاله بهېږي. د لهړ سیند د کسې غره او شنه غره په واورو ډک شي. په دغو چینو او ویالو د سیمې ډېرې زمکې خړوبېږي چې ” کورۍ وسته – احمدي درګه- نیازي کوټ او کڅۍ دي. دغه اوبه شمال کې د “ایګد(لګډ) او کسي سره ختیځ ته تاو شي او تر ډېره اسمعیل خان ورځي او هلته بیا د ګومل سیند سره یو ځای شي.

په ۱۸۹۷ م په ژمي کې په شیراني سیمه کې یوې سختې زلزلې سره په غورلمه، کڅۍ او برخوردار کې کورونه پریوتل.

شینغر تل شین وي نو ځکه په هر موسم کې خلک ورته د سیل لپاره ورځي. د پښتنو د ځینو قامونو مشران لکه “سنځر نیکه” مندو(مندوخیل) سومر او غونډک نیکه نه علاوه روایت دی چې د دې په یوه دره کې د “زرغونې انا قبر هم شته.

د انګریزانو په وخت د دې غر په لوړو د ټپي او ناروغه پوځیانو لپاره یو روغتون جوړ شو. وروسته دغه روغتون کې به يې د ټي بي (سل) مریضان ساتل او دا ” سینی ټوریم” شو. ورسره د ډاکټرانو بنګلې هم وې. اوس د پاکستان پوځ نیولې دی

په افغانستان كې اورشيندونکي غرونه

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه گڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننگرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي.

د زلزلو شاليد

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري (Tertiary) په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختگ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانگړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توگه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل.

د افغانستان غرونه

افغانستان یو غرنی هیواد دی.  د افغانستان ځینې غرونه په ځنګلونو پوښلي دي.  زموږ د هېواد په ډېرو غرونو کې دايمي واوره وي.  او د واورو او بارانونو د اوبو له امله او د دې غرنۍ لړۍ لویې معدني زیرمې د افغانستان طبیعي شتمني ګڼل کیږي.

د هر ځای په اقلیم کې د غرونو د سلسلې موقعیت او ځای پر ځای کول خورا لوی تاثیر لري.  د بېلګې په توګه په ننګرهار ولایت کې د سپین غر سلسله له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې غځېدلې ده.  په دې سیمه کې د مونسون بادونو د ننوتلو مخه نیسي.  همدارنګه، د ترانسپورت او ارتباطي لارو په برخه کې، غرونه، د میدانونو برعکس، په ټولو خواوو کې د غاړو سړکونو یا د ریل پټلیو څانګو شبکه نشي منل کیدی.

په عین حال کې، د غرنیو ځمکو یوه مهمه ګټه د هغې نظامي ګټه ده چې د اشغالګرو په وړاندې دفاع ده.  په ټولیز ډول، غرونه زموږ د هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري.  که د نیل سیند د مصر لپاره د خدای غوره نعمت او ډالۍ ده، د افغانستان لوړ او بې شمیره غرونه هم د دې هیواد لپاره د خدای غوره نعمت او ډالۍ ده.

د هیواد ترټولو مهم لوړوالی په لاندې ډول دي:

هندوکش (۶۲۹۸ متر)

کوچنی پامیر، (۶۲۸۱ متره درخان)

بدخشان (۵۳۵۵ متره)

بابا (۵۴۱۳ متره، بامیان)

تورګان (۳۹۸۲ متره)

سپین غر (4755 متر، سیکارم)

شاه مقصود (2773 متره)

قبر (۳۷۸۷ متره)

زره (4101 متره، تمرین)

د غره سر (3872 متره)

سینګ (2110 متره)

یهبند (2560 متره)

د سلیمان غر (3372، د سلیمان تخت)

د ترکستان د تربند غر (۲۸۹۵، جنګک)

همدا راز چاغي، سفيد خرس، نورستان، بندبيان، چلابدلان، سياه کوه، ګلکوه، سليمان، تربند ترکستان، پغمان، قربت، چکي او .. غرونه.

لوی ښارونه

اقتصاد

د افغانستان اقتصاد له لرغوني زمانې راهیسي د وریښمو پر لویه لار او هغه ستراتیژیکو لارو باندي تکیه وو چي ددغه هیواد په بېلابیلو سیمو کي تېرېدلې او پخوانیو دولتونو به ورڅخه خپل مالیات لاسته راوړل. همدارنګه د ارغنداب حاصل ورکوونکې سیمه او دلرغوني اریانا او لوی افغانستان په بېلابیلو درو کي لوی سیندونه هغه څه وه چي د هیواد له زراعت سره یې ډېره مرسته کول. د هیواد دغه پخوانۍ اقتصادي بڼي له لرغوني اریانا رانیولې بیا تر اسلامي دورې او همداسي معاصر افغانستان پوري د افغانانو اقتصادي اړتیاوي پوره کولې او د هیواد لږ شمېر خلک داسي هم وه چي د ځینو ځانګړو هنرونو او پوهي له لاري یې خپل ژوند مخ ته وړی.

په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د معاصر افغانستان له جوړښت سره سم د احمدشاه بابا له لوري د ستري همایوني شعبې په نوم یوه اداره چي د مالیانو راټولولو دنده یې په غاړه درلوده او مشري يې د عبدالله خان پوپلزي په غاړه وه، رامنځ ته سول. عبدالله خان پوپلزي ته ددې ادارې د مشرتوب په پار د دیوان بیگي لقب ورکړل سو چي وروسته دغه لقب په مستوفی المالک واوښتی[۳۰] او دنده یې د ټول دولت په کچه مالي چاري او حسابونه ګڼل کېده. له احمدشاهي واکمني را وروسته بیا د غازي امان الله خان تر دورې پوري د افغانستان ستره اقتصادي لار پر سوېلي سیمو باندي د بولان پر خوا تېرېدل چي د کراچي او ګوادر له لاري به یې یوشمېر سمندري سیمو او دولتونو ته د افغان مالونو په لیږد کي مرسته کول. همدارنګه په شمال کي د مرکزي اسیا دولتونه او په ختیځ کي برتانوئ هندوستان د افغانستان تجارتي شریکان بلل کېده، خو په لویدیځ کي د ایران سره د سوداګرۍ کچه تر نورو کمه وه. تر احمدشاه بابا وروسته هغه افغان دولتونه چي له انګرېزانو سره یې ځانګړي تړونونه درلودل د یوشمېر امتیازاتو په بدل کي به یې له انګریزانو کلنۍ ځانګړي اندازه پیسې ترلاسه کولې، ترڅو د دولت په کچه اقتصادي اړتیاوي ورباندي پوره کاندي.د غازي امان الله خان تر واکمنۍ مخکي د افغانستان په ذکرسوي تجارت کي دولتي مالیاتو لویه ونډه درلوده چي د حکومت له لوري به په مستقیم ډول لکه د ځمکو، اصنافو او نورو مالیات او غیرمستقیم ډول لکه د ګمرک، بېګار او نورو په بڼه راټولېدل.

د احمدشاهي او اماني دورو په مینځ کي د امیر شېرعلي خان، امیر عبدالرحمان خان او امیر حبیب الله خان واکمنیو د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د سرمایو پکار اچولو زمینه برابره کړه، چي په دې ترڅ کي د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال د لیتوګرافی مطبعې او د توپونو او اسلحو جوړولو کارخونو افغانان له معاصرو کارونو سره اشنا کړه. همدارنګه د عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال د قره قل پوستکي، پستې، بادامو او معدني ډبرو صادرات هغه څه وه چي افغان سوداګر یې له نړیوال بازار سره ونښلول. د پورته دواړو مشرانو د واکمنیو له کبله افغانستان د امیر حبیب الله خان په دوره کي د 1500 کارکوونکو څښتن سو چي وروسته دغه شمېره 5000 ته ورسېدل.[۳۱]

له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته په 1922 زیږدیز کال کي د غازي امان الله خان له لوري د هیواد د تجارت عصري کولو او پرمختګ په باب یو نوي قانون تصویب سو چي پر بنسټ یې کورني تجارت او مصنوعاتو ته پاملرنه زیاته سول او د یوشمېر هیوادونو په مرسته نوي عصري فابریکې او ماشین آلات فعاله سول. غازي امان الله خان ترټولو مخکي د الوتکو د ماشینونو جوړولو او باروتو د کارخوني په جوړښت باندي لاس پوري کړ، او د دوو جرمني او فرانسوي شرکتونو سره یې د افغانستان له سوېل څخه شمال ته د اورګاډي یو ستر لاین جوړولو تړون لاسلیک کړ، چي د جوړښت موده یې لس کاله ټاکل سوې وه. همدارنګه له مرکز (کابل) څخه شاوخوا ولایتونو او د نړۍ مشهوره پلازمینو ته د ټلګراف اړیکي فعاله سوې. غازي امان الله د هیواد لوی ولایتونه د ځانګړو فابریکو څخه برخمن کړه او په دې ترڅ کي یې د صابون جوړولو، اورلګیت، د موټرانو پرزو جوړولو، عطرو، نخت او پارچه جوړولو، یخي جوړولو، غوړیو او نورو اړینو توکو کارخوني پکښي فعاله کړې. نه یوازي دا بلکي د سترو عصري او اقتصادي پلانونو له مخي یې د هیواد کانونه هم په قرارداد ورکړه او د نويو بانکنوټونو جوړولو ترڅنګ یې ټولو دولتي کارکوونکو ته امر وکړ چي د خپل هیواد جوړي سوي جامې په تن کړي. د هیواد په پلازمینه کابل کي غازي امان الله خان د کورني توکو یو لوی نندارتون جوړ کړ او هڅه یې وکړه چي د وارداتو په پرتله صادرات زیات کړي ترڅو افغانستان ته زیاتي پیسې داخل او د بهرنیانو پاملرنه هم ډېره سي.[۳۲] غازي امان الله خان دغه ټولي چاري د یو ځانګړي چوکاټ له مخي منظمي کړې او د خپل سوداګرۍ وزارت مشرتوب یې غلام محمد خان وردګ ته وسپاره.[۳۳]

په 1929 کال کي د سقاوي دورې منځ ته راتګ د غازي امان الله خان پورتنۍ ټولي هڅي ویجاړي او افغانستان یې له نړیوال اقتصادي کاروانه لسګونه کلونه شاته وغورځاوه. حبیب الله بچه سقاو د خپلي بې خرته ناپوهۍ له کبله د مالیاتو او اقتصاد له نومونو سره دومره نا اشنا وو چي واک ته د رسېدو سره سم یې د اماني پرمختګونو د تباهۍ ترڅنګ د ټولو مالیاتو د لغوه کولو فرمان هم ورکړ.[۳۴] نوموړی په دې لا نه پوهېدی چي مالیات د یو دولت د ملاتیر بلل کیږي او که دا نه وي هغه دولت خپله چپه کیږي. بچه سقاو د خپل همدغه جهالت له کبله د اماني دورې ټولي لاسته راوړني یوازي په نهو میاشتو کي له خاورو سره خاوري او ځان او خپل حکومت یې دواړه د مرګ خولې ته ورکړه.

د سقوي دورې په له منځه تلو سره کله چي محمد نادر خان واک ته ورسېدی د هیواد اقتصاد دومره شړېدلۍ وو چي په کابل او لویو ولایتونو کي د سقاویانو له ناورین او چپاول څخه هیڅ هم نه وه پاته سوي. نادرخان ددې حالت د پای ته رسېدو لپاره د نویو بانکنوټونو د چاپ او اماني دورې د بانکنوټونو د لغوه کولو په موخه له بهر څخه نوي ماشینونه راوغوښتل[۳۵] او د کورني اقتصاد د پرمختګ لپاره یې لمړنئ افغان ملي بانک او د پنځو میلیونو روپیو په ارزښت یو سهم لرونکی شرکت رامنځ ته کړ،[۳۶] خو څرنګه چي د نوموړي واکمني لنډ مهاله وه نو ځکه یې د لمړنیو اقتصادي اړتیاوو په هاخوا بل کوم ځانګړی کار ترسره نکړ .

په 1933 کال کي د نادرخان تر مرګ وروسته افغانستان یوځل بیا د اقتصادي پرمختګ په لور ګامونه پورته کړه او نوی واکمن محمد ظاهرشاه پخپله 39 کلنه دوره کي زیات شمېر کارخوني، د اوبو او برېښنا بندونه، زرګونه کیلومتره سړکان او بېلابیلې اقتصادي پروژې تطبیق کړې چي په پایله کي یې افغانستان یوځل بیا د پرمختګ نړیوال کاروان ته دننه سو. د محمد ظاهرشاه دوره د افغانستان په اقتصادي تاریخ کي ډېره ارامه او طلایي دوره ګڼل کیږي چي په ترڅ کي يې افغانستان د 5200 اقتصادي موسساتو، کوچنیو صنعتونو او لویو کارخونو څښتن سو او ددغه کارخونو د چلولو لپاره نژدې یوولس لوی او لسګونه نور واړه د برېښنا بندونه په افغانستان کي جوړ او فعاله سوه چي د برېښنا ترڅنګ یې د زراعت غوړېدو ته هم لاره هواره کړه.[۳۷] د ظاهرشاه د واکمنۍ ځیني مشهوره اقتصادي پرمختګونه او کارخوني عبارت دي له نخي نساجي فابریکو، د مزارشریف د کود او برېښنا فابریکه، د جبل السراج او هرات د سمنټو فابریکې، د پامیر بایسکلانو جوړولو فابریکه، د بغلان بورې جوړولو دولتي فابریکه، سپین زر دولتي شرکت، د زغال ډبرو او معدنونو استخراج، دولتي مامورینو ته د لمړنیو موادو کوپون، په لویو ولایتونو کي سېلوګاني او هوایي ډګرونه جوړول، نړیوال او کورني صادراتي بانکونه او شرکتونه فعالول، د غالیو، قرقل پوستکو او وچي مېوې صادرات او داسي نورو څخه .

څرنګه چي په هیواد کي د صادراتو د لېږلو لپاره پخو لارو ته اړتیا زیاته لیدل کېده ظاهرشاه په 1343 هجري شمسي کي د یو اقدام له مخي د سالنګونو له لاري د بلخ_کابل او بیا له کابل څخه تر کندهار، هرات او اسلام قلعه پوري لویي لاري ورغولې چي د رغولو موده یې نژدې دوه کاله وه.[۳۸] ظاهرشاه یوازي په دې بسنه ونکړه بلکي د هوایي ترانسپورټ د فعالیت لپاره یې د کابل، کندهار او نورو ولایتونو ستراتیژیک هوایي ډګرونه یوپه بل پسې جوړ او افغانستان یې په لمړي ځل د منظم هوایي ترانسپورټ او تګ راتګ څښتن کړ. اریانا افغان په دې لړ کي لمړنئ هوایي شرکت وو چي د افغانستان په هوایي ډګرونو کي یې د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره فعالیت پیل کړ او د افغان دولت په مرسته یې له بېلابیلو هیوادونو څخه الوتکي وپېرلې. د ذکرسوو پرمختګونو ترڅنګ ظاهرشاه د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته په نورو برخو کي هم لوی چوپړ ترسره کړ او د بهرنیو متخصصینو او پوهانو د رابللو ترڅنګ یې افغان زده کوونکي هم بهر ته ولېږل ترڅو په راتلونکي کي د هیواد د پرمختګ لپاره کار ترې واخلي.

د محمد ظاهرشاه په واکمني کي پورتني ټول خدمتونه ددې جوګه سول ترڅو افغانستان د دریمي نړۍ یو پرمختللی، جوړ او سوله ییز اقتصادي هیواد حیثیت خپل کړي، خو څرنګه چي دریمه نړۍ د اقتصادي اهمیت له کبله تر نورو شاته ګڼل کېده نو ځکه د ظاهرشاه د تره زوی سردار محمد داوودخان په 1973 کي د یوې ناببره او ارامي کودتا له لاري د افغانستان واکمني له شاهي څخه په جمهوري بدله کړه او په لمړي ځل یې د سترو اقتصادي پلانونو په مټ هیواد داسي پرمختګ ته برابر کړ چي له دریمي نړۍ څخه د صنعتي ټولني په لور روان سو. د یادوني وړ ده چي د ظاهرشاه په پورتنیو خدمتونو کي یوه ستره ونډه د داوودخان هم وه، چي پر همدې اساس یې د واکمنۍ لاسته راوړلو مخکي د اقتصادي پرمختګ لویه تجربه ترلاسه کړې وه.

داوودخان واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان په اقتصاد کي د چټک پرمختګ په موخه یو اووه کلن پلان ترتیب کړ چي له مخي یې افغانستان له بېلابیلو هیوادونو لکه روس، امریکا، چین، عربي خلیج هیوادونو، ایران او عراق څخه په لسګونو میلیونه ډالره پورونه او مرستي په لاس راوړې او له 1976 څخه یې د اقتصادي چټکتیا مزل پیل کړ. داوودخان یادي پیسې د هیواد له ملي بودیجې سره په ګډه داسي ترتیب کړې چي 36.1 فیصده یې د صنعتونو، معدنونو او انرژۍ پراختیا، 24.7 فیصده یې زراعت او اوبو لګولو، 31.5 فیصده یې ترانسپورټ او مخابراتو، 6 فیصده یې ټولنیزو چوپړتیاوو او 1.7 فیصده یې بزګرانو ته د پورونو په ډول ځانګړي سوې ترڅو د کیمیایي کودونو په رانیولو سره هیواد له نوي زراعتي ټکنالوجۍ سره په لاره روان کړي.[۳۹] د اقتصادي غوړېدا دغه پلان د 174.4 میلیارده افغانیو په ارزښت تصویب سو چي شاوخوا شپږ کاله موده یې په بر کي نیول او په لمړي ځل افغانستان له داسي حکومت څخه برخمن سو چي د اقتصادي پلانونو د پلي کولو لپاره یې لوی نړیوال باور راخپل کړ. تر پلان یوکال دمخه په 1975 کال کي د افغانستان لویدیځ ګاونډي ایران له خپل لوري دوه میلیارده ډالر افغانستان ته د پور په ډول ځانګړي کړه ترڅو په دې توګه خپل اقتصاد له داوودخاني پلان سره په تړلو باندي یوځای مخته یوسي. داوودخان یادي پیسې له کابل څخه تر کندهار او بیا هرات او ایران پوري د اورګاډي یوې اوږدې کرښي ته ځانګړي کړې او د امان الله خان پخواني خوبونه یې بیا راژوندي کړه. د کرښي تر جوړښت وروسته بل مهم څیز برېښنا وه چي د اووه کلن پلان له مخي له 341 میګاواټه څخه 776 میګاواټه ته پورته کېدل، او همدارنګه هغه بندونه چي د افغانستان زراعت ورسره تړلۍ وو د برېښنا ترڅنګ یې لوی شمېر ځمکي هم تر زراعت او کرني لاندي راوستې. داوودخان په دې لړ کي تر ټولو دوه ستر پلانونه چي یو په شمال کي د قوشتېپې کانال او بل په سوېل کي د کجکي بند پراختیا وه تر نظر لاندي ونیول او او د کجکي بند حجم یې له 1.7 میلیارده متره مکعبه اوبو څخه 2.7 میلیارده ته پورته ترتیب کړ، ورپسې د قوشتیپې ستر کانال چي تردغه وخته یې د افغانستان په تاریخ کي سارۍ نه وو لیدل سوی د 285 کیلومتره په اوږدوالي سره یې 550000 هکتاره ځمګه خړبول.

د داوودخان پورتنیو پلانونو نه یوازي دا چي افغانستان یې له نړۍ سره سیالي ته برابر کړ بلکي د دولت د اسعارو بودجه په لمړي ځل تر 315 میلیونه ډالره پورته ولاړه او په نړیوال بازار کي یو امریکايي ډالر له 80 افغانۍ څخه 50 افغانۍ ته راښکته سو.[۴۰]

په 1978 کال کي د غوايي انقلاب او ورپسې شوروي یرغل د افغانستان ذکرسوي پرمختګونه ټول فلج او افغانستان په راتلونکې یوه لسیزه جګړه کي 13 میلیارده ډالره زیان ولیدی.[۴۱] د شوریانو یرغل د افغانستان په معاصر تاریخ کي یو له تر ټولو ناولو جګړو څخه وو چي د هیواد زراعت، اقتصاد، برېښنا، انرژي، خصوصي سکټور، تجارت، بانکونه، اقتصادي زیرمي او هرڅه یې له خاورو سره خاوري کړه. په 1989 کال کي ددوی تر ماتي وروسته افغانستان له یوې ناولي جګړې څخه د بلي په لور ولاړ او دا ځل د پاکستان، ایران، عربي هیوادونو او امریکا له ملاتړه برخمنو مجاهدینو د ډاکټر نجیب الله د حکومت د پرځېدو په پایله کي لوی ښارونه، ستري فابريکې، د افغان فوځ مهمات او اسلحې، تاریخي ودانۍ، اثار او موزیمونه، ځمکني کانونه، ښایستې او دنګي ودانۍ، لویي لاري، تجارتي ساحې او هرډول اقتصادي بنسټونه له بېخه وران ویجاړ کړه. د مجاهدینو په دې ویجاړۍ کي تر ټولو مشهوره هغه یې د احمدشاه مسعود له لوري د آی خانم تاریخي ښار لوټمار، د کابل، کندهار او نورو سترو ولایتونو ویجاړي، د جلال الدین حقاني له لوري د خوست ولایت چور، د جنګلک او نورو سترو فابریکو لوټ، د افغان فوځ د الوتکو او توپونو اره کول او پاکستان ته انتقالول، د پنجشېر کانونه پر بهرنیانو پلورل او ځیني نور د یادوني وړ دي، چي د مجاهدینو هري ډلي جلا جلا برخه پکښي درلوده.

په 1994 کال کي د طالبانو منځ ته راتګ ددوی او مجاهدینو ترمنځ افغان جګړه دریم پړاو ته دننه کړه او تر 2001 کال پوري پاته بنسټونه هم وران ویجاړ سول.

صنعت

د تاريخي سابقې په نظر كې نيولو سره دا څرگنديېږي چي افغاستان د ډیرې لرغوني زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، گېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښگري، زرگري، مسگرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي. لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند له ډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، چي د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي.

د غاليو صنعت

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه گڼل كېږي ،چې صنعت یې د افغانستان په شمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي دی. په افغانستان كې جوړې شوې غالۍ د څرنگوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانگړې نوم لري. د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرگندېږي چې د غاليو صنعت د عیسی عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده.

ماشيني صنايع

د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توگه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني گامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انگرېزانو د يرغلونو له امله ( د افغان او انگليس دويمې جگړې) په ترڅ کي وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښود، ددې كارخانې اصلي كار د سړو او گرمو وسلو د بېلابیلو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنگي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنگ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانگې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى.

د برېښنا لاسته راوړنه

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالیتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېره چټكتيا زيات شو، خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو د برېښنا څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل كي په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه لاره.

توکميزې ډلې

پښتانه

د افغانستان تر ټولو ستره توکمیزه ډله پښتانه دي، چې له ۵۵٪ څخه تر ۶۲٪ پورې د هېواد نفوس جوړوي. په ۱۷۰۹ز کال کې د هوتکیانو له کورنۍ او په ۱۷۴۷ز کال کې له دراني سترواکۍ وروسته پښتنو د ټولنو په جوړولو سره په افغانستان او پښتونخوا کې پراختیا وموندله.

پښتانه د افغانستان له څلورو برخو څخه په دوو برخو يعنې سویل او ختيځ اکثریت او په لوېديځ يو له دوو لویو اقلیتونو څخه دی او هلته هم خورا ډېر سیاسي واک لري. د پښتنو شمېر په شمال کې هم د پام وړ دی .

تاجيکان

تاجيکان د هېواد دویم لوی قوم دی چې په شمالي ولایتونو کې په اکثريتي توګه مېشت دي، دا توکم د ټول هېواد د نفوس شاوخوا ۲۱٪ وګړي جوړوي.

نور قومونه

له هغه وروسته، اوزبکان ۷-۸٪، هزاره ګان۶-۷٪، تورکمنان، پشه‌يان، بلوڅان، پامیريان، ګوجر، عرب او ځينې نور قومونه د افغانستان ټولنه جوړوي. د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د دې هېواد ټوله وګړي افغانان دي، او افغان يې ملي هويت دی.

ژبې

افغانستان تر ۴۲ ډېرې ژوندۍ ژبې لري، چې ويونکې يې په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي. خو د اکثريت له اړخه يې د رسمي ژبو پرته نورې ټولې ژبې لږکۍ او سيمه ييزې ژبې دي. پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي. او پښتو د افغانستان يوازينۍ ملي ژبه ده ، چې د کلونو راهيسي په همدې ژبې ملي سرود ويل کېږي او دا د افغانستان پر پيسو هم لیکل شوې. پښتو د افغانستان لومړنۍ رسمي او ملي ژبه ده. د هېواد اکثريت وګړي په دې ژبې خبرې کوي او نور اقوام هم په دې ژبې ښه پوهېږي. خو دري ژبه هم د پښتو ترڅنګ اهمیت لري، چې د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه وګړي پرې خبرې کوي.

پښتو د افغانستان په شرق، غرب، جنوب کې مطلق اکثریت ده، چې پکې د هېواد ترټولو لوی ښارونه؛ کابل، کندهار، ننګرهار، لوګر، لغمان، کونړ، پکتيا، پکتيکا، بلخ، هلمند، فراه، نیمروز، بغلان، کاپيسا، غزني، ارزګان، زابل، بادغيس او ډېر نور ولايتونه شامل دي.

ژبې او د ويونکو شمېر

کتار نوم نفوس (2024) د افغانستان د ټول نفوس سلنه (2024)
اريايي ژبې
1 پښتو 28,000,000 70%
2 دري ژبه 6,000,000 15%
3 اوزبکي ژبه 1,200,000 6%
4 پشه يي ژبه 900,000 2.98%
5 بلوڅي ژبه 800,000 2%
6 تورکمني ژبه 510,000 1.24%
8 نورې اريايي ژبې ناڅرګندې 1%
ټول اريايي ژبې شاوخوا 41,000,000 شاوخوا 95,2%
غیر اريائي ژبې
1 هندي ژبه 70،000 0.98
2 ترکي ژبه 6،000 ‌ 0,20
3 قزاقي ژبه 5,000 0.19
4 عربي ژبه 4,600 0,18
5 ارمنی ژبه 1،000 0.12
6 پامیري ژبه 1،000 0,12
7 نورې غير اريايي ژبې نامحدود 0,10
ټول غیر اريائي ژبې 3,000,000 8,8%
ټول مجموعه په افغانستان کې ټولې عامې ژبې 50,000,000 100%

افغانستان دا مهال لږ تر لږه ۴۷ ميليونه نفوس لري، که څه هم دا نفوس د نړيوالې وګړشمېرنې لخوا نه دی اعلان شوی، خو د افغانستان اسلامي جمهوريت د اټکل له مخې د افغانستان نفوس ۴۷ ميليونه دی.

هڅوب

دین او مذهب

دین په افغانستان کې
دين سلنه
اسلام
  
99%
نور ادیان
  
1%
په افغانستان کې بېلابېل ادیان

له دیني اړخه د افغانستان ۹۹% سلنه وگړي مسلمانان دي، چې له دې ډلي څخه له ۷۵% تر ۸۹% پوري سني او له ۱۲% تر ۲۵% پوري شيعه جوړوي. سني افغانان په افغانستان کي د امام ابوحنیفه د مذهب پیروان بلل کیږي، کوم چي د اسلامي نړۍ په کچه د لمړي ستر فقهي مذهب بنسټ ایښودونکی او له آره د افغانستان د پروان ولایت اړوند وو. د افغانستان سني او شیعه مسلمانان د اسلامي شرعي قوانینو ترڅنګ صوفیزم ته هم ځانګړې عقیده لري او د هیواد نژدې لسمه برخه نفوس د صوفیزم او صوفیانو تر اغېز لاندي دي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره له نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوچنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوگنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل په ولايتونو كي په سلګونو يهود هم اوسېدل چي له كورنۍ جگړې څخه بهرنيو هېوادو ته گډه شول. لدې ډلي څخه يواځي يو يهودي چي (زېبلون سيمينتو) نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كي پاتي دى.

په افغانستان کې دين او مذهب د سلنې له پلوه

د افغانستان وگړي په سلو (۱۰۰) کې نهه نوي (۹۹) مسلمانان دي. د سلنې (۱۰۰٪) له مخې په سلو کې څلور اتيا (۸۴) سُني ، پينځلس (۲۰) شعيه او ، يو (۱) سلنه هندوان او سکان او برهمن ياد شوي دي.

زده کړې

د افغانستان په تاریخ کي معارف او زدکړي یو له هغه څیزونو څخه دي چي ددې هیواد له لرغوني تاریخ او اریایي مدنیتونو څخه رانیولې بیا تر اوسه پوري دوام لري. د لرغوني اریانا په باختر او شاوخوا سیمو کي د اوستا لرغونۍ اثر او همدارنګه زرتشتي دین لارښووني د اریایانو لمړئ زدکړیز چاپیریال موږ ته راښيي. تر اوستا او زرتشت وروسته د بودایي مذهب ښوونځۍ هغه څه وې چي د افغانستان لرغونۍ معارف یې د اریانا له ځمکي پارس او شاوخوا سیمو ته خپور کړ. تر زیږد دوې پېړۍ دمخه کله چي پر لرغوني افغانستان د اشوکا واکمني چلېدل د ګندهارا په نوم یو ښوونځۍ د اوسني جلال اباد په سیمه کي فعاله سول، ورپسې تر زیږد یوه پېړۍ وروسته دویمه ستره ښوونځۍ چي بودایي ادب او پژۍ جوړونه یې خلکو ته ښودل د کنیشکا د واکمنۍ پر مهال یې فعالیت پیل کړ.[۴۲] د بوادیي مذهب نوري ښوونځۍ په بامیان او شمالي افغانستان کي فعاله وې چي د اریانا پخوانیو اوسېدونکو ته یې ددې مذهب لارښووني تدریس کولې.

په شپږمه زیږدیزه پېړۍ کي د اسلام د مبارک دین له راتګ سره د افغانستان پخوانيو ښوونیزو مرکزونو خپل ځای په کراره کراره د اسلامي تمدن زدکړو ته پرېښود. د امویانو او عباسیانو په لمړيو کلونو کي د افغانستان پخوانی زدکړیز تمدن چي څه ناڅه پر ځای پاته وو د زردشتی او بودایي دین کتابونه به یې د حیواناتو پر پوستکو او کاغذانو باندي لیکل کېده خو وروسته کله چي اسلام د افغانستان هري سیمي ته خپور او پیروان یې زیات سول، ورسره سم د اسلامي زدکړو تمدن هم وغوړېدی او د عباسي خلافت په وروستیو کلونو او تر هغه را وروسته زمانه کي په اطرافو کي سیمه ییز مذهبي مشران او په ښارونو کي دیني ښوونځۍ دې ته وګومارل سوې ترڅو خلکو ته د قرآن کریم ترڅنګ دیني امور، ادبیات او د هغه زمانې مروجه علوم تدریس کړي.[۴۳] د تاریخونو پر بنسټ د عباسي خلافت پر مهال د افغانستان د مدرسو او ښوونځیو شمېر یوازي په لرغوني بلخ کي تر 1300 پوري رسېدی، او همدارنګه په لویدیځ هرات کي تر اوومي هجري پېړۍ مخکي 359 تکیې چي د مدرسو په ډول یې فعالیت کاوه موجودي وې.[۴۴]

په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د معاصر افغانستان تر رامنځ ته کېدو وروسته د زدکړو طریقه لاهم د پخوا په ډول پر پخوانيو تګلارو باندي ولاړه وه، خو د سدوزي واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته کله چي د محمدزیو مشهوره واکمن امیر شېرعلي خان واک ته ورسېدی، د افغانستان معارف په لمړي ځل د نړیوالو معیارونو مطابق جوړ او لمړنۍ دوې ښوونځی د امیر په امر فعاله سوې، چي یوه یې د حربي او بله یې ملکي زدکړو لپاره وه[۴۵]. په يادو ښوونځیو کي د نړیوالو لمړیتوبونو په پام کي نیولو سره حقوق، سیاست، جغرافیه، ادب، ریاضي، توپ کارونه، اسلاميات، تاریخ او ځیني نور مهم مضامین تدریسېدل چي داخله یې یوازي د چارواکو د زامنو لپاره ځانګړې سوې وه او نژدې درې سوه زده کوونکو پکښي زدکړي کولې. [۴۶] د یادوني وړ ده چي د امیر شېرعلي خان په یادو علمي کارنامو کي دده تر شا لوی لاس د سید جمال الدین افغان وو.

د امیر شېرعلي خان تر مرګ وروسته په هیواد کي د کورنیو کړکیچونو له امله چي تر ډېره پوري یې د انګرېزانو له لاسوهني سره اړه درلوده د افغانستان معارف ته هیڅ کار ونسو او امیر عبدالرحمان خان یوازي د افغانستان په ارامولو او ځواکمن دولت جوړولو باندي بوخت وو. په 1903 کال کي د حبیب الله خان د واکمنۍ سره یوځای کله چي پر افغانستان د سولي او ارامۍ فضا وغوړېدل ورسره سم د معارف پرمختګ ته بیا پاملرنه زیاته سول او د ذکرسوي امیر په وخت کي په همدغه کال باندي د حبیبیه په نوم لیسه پرانیستل سوه. امیر حبیب الله خان د پوهانو ډېر زیات خیال ساته او د عثماني واکمنۍ ترڅنګ یې له هند څخه هم د زدکړي پرمختللي لاري هیواد ته رانقل کړې. نوموړي د حبیبیه لیسې تر جوړلو وروسته په 1909 کي د کابل نظامي ښوونځۍ او ورپسې دارالمعلمین ( د ښوونکو لپاره د ښوونکو په مټ ) ښوونځۍ جوړي کړې او افغانستان یې د معارف د یوې منظمي ادارې څښتن کړ چي مشرتوب یې د سردار عنایت الله خان په غاړه وو[۴۷].

د امیر حبیب الله خان تر مړیني وروسته په افغانستان کي د عصري معارف او زدکړو ستر پرمختګ هغه مهال پیل سو کله چي غازي امان الله خان د انګریزانو څخه تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته د هیواد ټولي ښوونځۍ د یوه ځانګړي وزارت (د معارف وزارت) تر چتر لاندي راوستلې او نژدې 322 د زدکړو مرکزونه یې د ټول هیواد په کچه فعاله کړه.[۴۸] امان الله خان د خپلو عصري اصلاحاتو په مټ افغانستان د علم او پوهي نړیوال کاروان ته دننه کړ او د یوه فرمان له مخي یې پر ټولو افغانانو باندي لمړنۍ زدکړي جبري وګرځولې. نوموړي د خپلو اصلاحاتو په دوام په 1923 کال کي د یو بل فرمان له مخي افغان ښځو ته هم د زدکړو اجازه ورکړه او د مستورات، ملالۍ او عصمت په نوم لیسې یې ورته پرانیستلې. د امیر ددې فرمان په مقابل کي که څه هم یوشمېر کسانو سخت غبرګون وښود خو امیر ددوی خبره ونه منل او تر 1928 پوري یې یوازي په کابل کي اووه ښځینه لیسې جوړي کړې.[۴۹] امان الله خان یوازي په دې بسنه ونکړه بلکي د افغان ځوانانو د ښه روزني لپاره یې یوشمېر ځوانان او پیغلي اروپایي هیوادونو او ترکیې ته هم ولېږل چي په دې کسانو کي ترکیې ته تلونکي زدکړیالان 205 تنه وه چي لس تنې یې مېرمني وې.[۵۰] د شاه امان الله خان په واکمنۍ کي فرانسه، جرمني، انګلستان، روسیه او ترکیه هغه هیوادونه وه چي تر نورو یې ډېر له افغانستان سره د معارف او زدکړو پر بنسټ اړیکي ټینګي او یا هم مرستي وکړې. د افغانستان په دې علمي پرمختګ کي د امان الله خان ترڅنګ د نوموړي خسر محمود طرزي او مېرمني ملکې ثریا ښه رول ولوباوه. لنډه داچي د افغانستان په معاصر تاریخ کي د امان الله خان دوره د زدکړو او معارف له پلوه ډېره زرینه دوره ګڼل کیږي، خو د نوموړي په وړاندي د انګرېزانو توطیه او د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) بغاوت چي تر یو اندازې پخپله د امان الله خان د غلطیو له کبله هم رامنځ ته سو، نه یوازي دا چي دده واکمني یې ړنګه کړه، بلکي د افغانستان معارف یې هم کلونه کلونه شاته وغورځاوه.

په 1929 کال کي د اماني دولت د پرځېدو په پایله کي د حبیب الله کلکاني ځواکونو د کابل ښار لوټ او د معارف ټولي لاسته راوړني یې د خپلي 9 میاشتنۍ واکمني په پایله کي ړنګي کړې، چي په دې لاسته راوړنو کي د نجونو او هلکانو د ښوونځیو یومخ تړل هم شامل وه. د حبیب الله کلکاني تر یادي واکمنۍ وروسته د محمد نادرشاه په دوره کي د افغانستان معارف یوځل بیا په حرکت راغی او د لمړنیو زدکړو ترڅنګ چي پر ښځینه او نارینه وو باندي جبري ګرځول سوي وې، یوشمېر پوهنیز مرکزونه لکه عربیه دارالعلوم، د طبي زدکړو مرکز، د دوا جوړولو مرکز، د نادرشاه د یتیمانو روزني مرکز او ځیني نور رامنځ ته سول. ورپسې د محمد ظاهرشاه په دوره کي د معارف په برخه کي 43 نوي ښوونځۍ (چي 16 یوازي په پلازمینه کابل کي وې) فعاله سوې[۱۰]. محمد ظاهرشاه د خپلي واکمنۍ پرمهال په هیواد کي دننه د سقاوي دورې نژدې ټول زیانونه جبران کړه او په 1947 کال کي یې د کابل پوهنتون د بنسټ ډبره کښېښودل، همدارنګه یې تر 1973 کال پوري د افغانستان لوی شمېر زدکړیالان بهرنیو هیوادونو ته د زدکړو لپاره ولېږل، خو دا چي نوموړی یو نرم مزاجه او پر محصلینو باندي د سختو قوانینو پلي کوونکی واکمن نه وو، نوځکه یوشمېر هیوادونو لکه شوروي اتحاد، متحده ایالاتو او عربي هیوادونو د افغان محصلینو پر مغز مینځلو باندي کار پیل کړ چي دغه پیښي د افغانستان زدکړي د سیاست ښکار وګرځولې او په وروسته کي د ظاهرشاه واکمني له همدې کبله وپرځول سوه.

په 1973 کال کي د لمړي جمهوري دولت په راتګ سره افغانستان د معارف په برخه کي بېسارۍ پرمختګ وکړ او سردار محمد داوودخان د افغان زدکوونکو او محصلینو لپاره د نوي عصري نړۍ سره د پرمختګ په پار لوی شمېر بدلونونه رامنځ ته کړه چي ددې بدلونو څخه یو هم د معارف او لوړو زدکړو وزارتونو جلاوالۍ وو، د یادوني وړ ده چي داوودخان تردې مخکي د خپل صدارت پر مهال هم معارف ته ستري چوپړتیاوي ترسره کړي وې او تر 1973 کال پوري په ټول هیواد کي د ښوونکو شمېر تر 18000 پورته سوی وو[۱۴].

په 1978 کال کي د داوودخان له شهادت سره سم د افغانستان معارف په مکمله توګه د سیاسي ګټو ښکار سو، او نوي کمونیسټ دولت د هیواد ټول زدکوونکي او محصلین اړ ایستل چي یوازي د کمونسټي نظریې مطابق زدکړي وکړي. په یاده دوره کي د افغانستان هغه زدکوونکي چي پاکستان او نورو هیوادونو ته مهاجر سول هلته د سیمي استخباراتو ورڅخه خپلي ګټي ترلاسه کړې او ځیني کسان یې د دیني مدرسو په نامه پخپلو استخباراتي مرکزونو کي داسي سخت دریځي وروزل چي په افغانستان کي نژدې هر زدکوونکی ورته بې دینه او پردئ ښکارېدی او ځیني خو یې تردې اندازې افراطیان وه چي افغان ښوونکي او زدکوونکي یې بې له کوم دلیله په قتل رسول. ددوی په مقابل کي بیا د خلق کمونسټي دولت پر دیني عالمانو او مذهبي مشرانو باندي سخت بندیزونه ولګول او په هیواد کي یې دیني زدکړي له خپل فکر سره سم پیاده کړې.

د کمونسټي دولت په وروستیو کي که څه هم چي د ولسمشر ډاکټر نجیب الله له لوري څه ناڅه نرمښت په هیواد کي پلی سو او په سوېل لویدیځه حوزه کي د کندهار پوهنتون د بنسټ ډبره هم کښېښول سوه[۵۱] خو د نوموړي د حکومت د پرځېدو په پایله کي د افغانستان معارف بیاهم د سیاسي ګټو یوه آله وه او د صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني د واکمنیو پر مهال یو داسي زدکړیز نصاب د افغان زدکوونکو لپاره پلۍ سو چي د دیني او عصري زدکړو پرځای تر ډېره پوري داسي کتابونه افغان زدکوونکو ته تدریسېدل چي یوازي به د اسلحو او چاودېدونکو توکو انځورونه پکښي رسم سوي وه. په 1994 کي د طالبانو د حرکت له رامنځ ته کېدو سره د افغانستان معارف د پخوا په څېر مړ ژوانده پاته سو او هغه کتابونه چي د رباني له واکمنیو څخه پاته وه په مدرسو کي تدریس کېدل. طالبان نه یوازي دا چي عصري زدکړي یې شاته غورځولي وې بلکي د نجونو د زدکړو هم سخت مخالف وه او په هیواد کي یې د عصري ښوونځیو په پرتله مدرسې زیاتي رامنځ ته کړي.

په 2001 کال کي د طالبانو د پرځېدو پرمهال د هیواد د ټولو فعالو ښوونځیو شمېر نژدې 3400 داني وو چي پکښي یو میلیون زده کوونکو درس وایه. د حامد کرزي د حکومت د لمړي کال سره سم د نړیوالو مرستندویه ټولنو او افغان حکومت له لوري د افغانستان معارف بیرته په رغېدو سو او د لسو کلونو په جریان کي د ښوونځیو شمېره 14000 او د زده کوونکو شمېره یې اته میلیونه او سل زره کسانو ته ورسېدل، چي په دې کي 38 فیصده ښځینه او پاته نارینه زده کوونکي وه. د زده کوونکو دغه شمېرې ته د 175000 ښوونکو له لوري تدریس ورکول کېدی[۵۲]. همدارنګه په هیواد کي دننه لوی شمېر خصوصي او دولتي پوهنتونونه، د انګلیسي او نړیوالو ژبو د زدکړي مرکزونه، د عصري ټکنالوجي د زدکړي مرکزونه، داسلامي زدکړو مدرسې او داسي نور زدکړیز مرکزونه په لوی شمېر فعال او د بېلابیلو اشخاصو او سازمانونو له لوري ګټي اخیستني ته وسپارل سوه. د ښوونځیو دغه شمېره په 2013 کال کي 16000 او راتلونکو درو کلونو کي ترهغه هم پورته ولاړه او په لکونو نوي زده کوونکي یې ځان ته جذب کړه.[۵۳] د اشرف غني د حکومت په وروستي کال (2021) کي د افغانستان د ټولو زده کوونکو شمېر 9.7 میلیونه او د ښوونکو شمېر 220000 ته ورسېدی او د همدغه کال په اګسټ کي جمهوري دولت هم وپرځېدی.[۵۴]

په جمهوري حکومت کي د پورته پرمختګونو سره سره ځینو ستونزو هم شتون درلود، لکه :

1 : په اکثره پښتون مېشته سیمو کي د طالبانو له لوري ښوونځۍ او د بهرنیو ځواکونو له لوري دیني مدرسې په جګړه کي ویجاړي او یو شمېر زده کوونکي او ښوونکي یې هم شهیدان سول. همدارنګه د حکومتي ځواکونو له لوري یو شمېر زدکړیز مرکزونه د سنګر او سپر په توګه وکارول سوه.

2 : دیني مدرسو ته د جمهوریت نه پاملرني یو شمېر افغانان او په ځانګړي توګه پښتانه پاکستاني استخباراتي مدرسو او تعلیمي مرکزونو ته ورټېل وهل، چي په دې سره ځیني کسانو پردي افکار خپل کړه او د حکومت واک په صحرایي سیمو کي لړزانه سو.

3 : په معارف کي پراخ فساد د لوی شمېر کتابونو او ښوونځیو د جوړېدو مخنیوئ وکړ.

4 : سوېل لویدیځه حوزه او پښتون مېشته سیمي د ځینو متعصبه کړیو له لوري په لوی لاس د معارف له بودیجې او بهرنیو بورسونو څخه بې برخي سولې او لوی شمېر پښتانه ځوانان له لوړو زدکړو محرومه پاته سول.

5 : د ایران فرهنګي یرغل د شمالي سیمو یو شمېر زده کوونکي د پښتو ادب او پښتون کلتور دښمنان وګرځول او ځیني متعصبه ایران پلوه کړیو پر افغان تاریخي او کلتوري نومونو او اصطلاحاتو ملنډي هم ووهلې.

او داسي نور .....

هوايي كرښې او ډگرونه

د افغانستان نامتو برېښناكوټونه

لويې لارې او واټونه

  • كابل _ شېرخان بندر ( 397.3 ) کیلومتره واټن
  • كابل او كندهار ( 500.4 ) کیلومتره واټن
  • كابل او تورخم ( 231.1 ) کیلومتره واټن
  • کابل او بلخ ( 447.9 ) کیلومتره واټن
  • کابل او غلام خان ( 177 ) کیلومتره واټن
  • كندهار او هرات ( 569.4 ) کیلومتره واټن
  • كندهار او سپين بولدك ( 103.1 ) کیلومتره واټن
  • هرات او تورغونډۍ ( 114.7 ) کیلومتره واټن
  • بلخ او حیرتان بندر ( 102.8 ) کیلومتره واټن
  • فراه او ابو نصر فراهي بندر ( 132 ) کیلومتره واټن
  • کابل او نیمروز سرحدي بندر ( 966 ) کیلومتره واټن

د افغانستان سیندونه او د اوبو زېرمې

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې خورا ډېرې د اوبو زېرمې او سیندونه لري. د افغانستان تر ټولو مهم سیندونه د کابل سیند، د هلمند سیند، د لوگر سیند، د کونړ سیند، هریرود سیند، د کوکچی سیند، د مرغاب سیند او د آمو سیند دی.

د افغانستان د اوبو زیرمی سیند او ولاړی اوبه یا جهیل دی. د افغانستان جهیلونه اکثرا په مرکزی او یا غرنیو سیمو او په غربی دښتو کی موقیعیت لری. دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي دهندوکش لړي او دهغه لوړې څوکې تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه يو پر بل پرتې وي .

په پسرلي او دوبي کې ويلي کېږي او په بېلا بېلو حوزو بهېدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کې دومره زيانې او طوفاني کېږي چې د کافي نباتاتو د نه موجوديت له وجې دځمکې د ويجاړۍ او ښويېدنې سبب گرځي چې کرنيزي ځمکې هم له ځانه سره خرابوي .

په عمومي ډول د افغانستان سيندونو داوبو بهېدنه تونده ده چې د اصلي سيندونو مرستيالان د لوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهېږي او له بله پلوه د سيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنگي بڼه لري چې له همدې امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د مثال په توگه : د امو سيند پامير او خم ياب سيمي ترمېنځ د لوړتيا د توپير له مخې چې( ٢٧٠٠ ) متر څخه زيات دى چې په کال کې د (٢٥٠) میليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) .

دافغانستان د روانو اوبو له جملې څخه %١١ د پاکستان خاورې ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته %٧٩ د هېواد پولو په دننه کې ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي .

د افغانستان سیندونه د اوبو لرونکو حوزو له مخې په څلورو حوزو وېشل کېږي .

لمړۍ حوزه

د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده.

دوهمه حوزه

دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينگار ،پنجشير او لوگر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده .

درېيمه حوزه

د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده .

څلورمه حوزه

دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،گودزيره ،دچيگائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .

د افغانستان منظرې

دا هم وگورئ

يادښتونه

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ جيونيمز پېژند: https://www.geonames.org/1149361
  2.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ تشه سرچينه (لارښود)
  3. https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/geos/af.html
  4. Script error: The function "lang" does not exist. — دوتنه: Central Intelligence Agency — خپرونکی: Central Intelligence Agency او United States Government Publishing Office
  5. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  6. https://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  7. http://photos.state.gov/libraries/afghanistan/19452/public/MRA_Oct2013.pdf
  8. Afghanistan Population https://worldpopulationreview.com/countries/afghanistan-population
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Afghanistan Summary https://www.britannica.com/summary/Afghanistan
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Ancient Afghanistan From First Settlers to Early Civilizations https://www.worldhistory.org/Ancient_Afghanistan/
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ تر اسلام دمخه تاریخي افغانستان / عبدالحی حبیبي https://ketabton.com/book/1517
  12. Empire? https://www.livius.org/articles/people/medes/
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Achaemenid Empire https://study.com/academy/lesson/the-achaemenid-empire-history-region-timeline.html
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Internet Archive https://archive.org › downloadPDF The histories of Herodotus
  15. څپرکۍ: د سکندر یرغلونه: کتاب : د افغانستان لنډ تاریخ لیکوال : علامه عبدالحی حبیبي https://www.ketabton.com/book/858
  16. Buddhism https://www.bbc.com/news/uk-england-cambridgeshire-58487544
  17. تاریخ بودیسم در افغانستان https://studybuddhism.com/fa/mtala-at-py-shrfth/tary-kh-o-frhng/body-sm-dr-aasy-ay-mrkzy/tary-kh-body-sm-dr-afghanstan
  18. https://www.bbc.com/news/uk-england-cambridgeshire-58487544
  19. کتاب : د افغانستان لنډ تاریخ څپرکۍ : کوشانیان لیکوال : علامه عبدالحی حبیبي https://ketabton.com/book/1517
  20. https://www.britannica.com/biography/Kaniska
  21. https://silk-road.com/artl/heph.shtml
  22. د افغانستان لنډ تاریخ څپرکۍ : هفتالیان لیکوال : علامه عبدالحی حبیبي https://www.ketabton.com/book/858
  23. https://weaponsandwarfare.com/2018/10/15/hephthalites/?amp=1
  24. د افغانستان لنډ تاریخ څپرکۍ : هفتالیان https://www.ketabton.com/book/858
  25. https://data1.geo.univie.ac.at/projects/dasantlitzdesfremden/showcases/showcase9%3Flanguage=en.html
  26. د افغانستان لنډ تاریخ څپرکۍ : هفتالیان عبدالحی حبیبي https://www.ketabton.com/book/858
  27. د افغانستان لنډ تاریخ عبدالحی حبیبي څپرکۍ : افغانستان د اسلام د پیدایښت په وخت کي https://www.ketabton.com/book/858
  28. https://www.kabulnath.de/Schankar%20Dara/Minare%20Chakari/Aazam%20Sistaani/Nechostin%20Hamalaat%20Arab%20ha.html
  29. کتاب : په افغانستان کي د اسلام خپرېدل لیکوال : غبار
  30. https://mof.gov.af/index.php/ps/%D8%AF-%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%DB%90-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE%DA%86%D9%87
  31. http://geo-of-afg.blogfa.com/post/31
  32. https://bamdaad.org/politics/3767-2020-08-14-20-31-45.html
  33. https://moci.gov.af/ps/%D9%85%D8%AE%DB%8C%D9%86%D9%87
  34. د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه څپرکۍ : کابل د بدوي کلتور تر چپاو لاندي https://ketabona.com/books/%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D8%B1-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B5%D8%B1-%D8%AA%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE-%DB%8C%D9%88%D9%87-%D9%84%D9%86%DA%89%D9%87-%DA%A9%D8%AA%D9%86/
  35. https://www.dab.gov.af/index.php/dr/node/1901
  36. http://archive.mashal.org/content.php?t=%20%20%D8%B5%D9%86%D8%A7%DB%8C%D8%B9%20%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B5%D8%B1%20%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86&c=helmi&id=01113
  37. https://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=170573
  38. https://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=170573
  39. داوودخان لیکوال : عاصم اکرم مخونه : 88، 89 او 90https://afghanpedia.com/library/getbook/2d7f6cb2db85c63869d3dbc63d0659d1
  40. انکشاف اقتصادی افغانستان در دوره شهید سردار محمد داوود خان سرچینه : منډیګک بنسټ نېټه : 2022 مارچ 27 https://www.facebook.com/share/p/1AXQZxbfg5aDQkgt/?mibextid=oFDknk
  41. https://hasp.ub.uni-heidelberg.de/journals/iaf/article/view/1819
  42. https://www.artnevis.com/%D8%AA%D9%86%D8%AF%DB%8C%D8%B3-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%A8%D9%88%D8%AF%D8%A7-%D8%AF%D8%B1-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/
  43. afghan-german.net https://www.afghan-german.net › ...PDF سیر معارف در افغانستان » تعلیم وتربیه
  44. https://www.researchgate.net/publication/301672934_History_and_Problems_of_Education_in_Afghanistan
  45. https://www.researchgate.net/publication/301672934_History_and_Problems_of_Education_in_Afghanistan
  46. http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2011/06/blog-post_507.html?m=1#_ftn6
  47. http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2011/06/blog-post_507.html?m=1#_ftn6
  48. افغانستان در مسیر تاریخ غبار https://archive.org/details/Afghanistan_dar_maseer_tarikh_Vol_1_Ghulam_M_Ghubar
  49. http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2011/06/blog-post_507.html?m=1#_ftn6
  50. https://reliefweb.int/report/afghanistan/history-education-afghanistan
  51. https://kdru.edu.af/ps/%D9%83%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D8%AA%D9%88%D9%86
  52. https://www.dw.com/fa-af/%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D9%87-%D8%B1%D9%88%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D8%A2%D9%85%D8%A7%D8%B1/a-15542426
  53. https://pajhwok.com/opinion/%D8%B3%DB%8C%D8%B1-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-%D8%AF%D8%B1-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/#:~:text=%D8%AF%D8%B1%20%D8%B3%D8%A7%D9%84%20%DB%B1%DB%B2%DB%B9%DB%B1%D8%8C%20%D8%A7%D9%88%D9%84%DB%8C%D9%86%20%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%85%DB%8C%D9%86,%D8%A2%D9%85%D9%88%D8%B2%D8%B4%20%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%85%D8%8C%20%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%BA%20%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%AD%D8%B5%DB%8C%D9%84%20%D8%B4%D8%AF%D9%86%D8%AF.
  54. https://pajhwok.com/2021/05/05/ghani-sees-threat-to-afghanistans-education-system/?amp=1

باندنۍ تړنې

پېژنڅېرې او ټولگړي مالومات

خبري وېبپاڼې

ټولنې

دا هم وگورئ

نوم پېژندنه

بشپړې ليکنې لپاره ولولئ: د افغانستان تاریخي نومونه
د افغانستان کلمه له دوو برخو "افغان" او " ستان " څخه جوړه شوې ده. افغان یو نوم دی چې معمولا د پښتنو لپاره کارول کیږي. دا کلمه په دریمه پیړۍ کې د ایران د ساساني امپراتورۍ لخوا د ابګان په بڼه او په شپږمه زیږدیزه پیړۍ کې د هندي ستورپوه وراهمیرا لخوا کارول شوې ده. د لسمې پیړۍ زېږديزې پېړۍ را وروسته په لیکنو کې د افغان کلمه په جغرافیایي اثارو کې په مکرر او پرلپسې ډول ذکر شوې ده.

هغه ټاټوبی چې افغانستان ورته ويل کيږي مخکې خراسان بلل کېده او تر هغې وړاندې آریانا بلل کېده.

د دغه هېواد د نوم په توګه د افغانستان کلمه ډېره پخوانۍ نه ده او په ۱۳۰۲ هـ .ش (۱۹۲۳) او د شاه امان الله په اساسي قانون کې تصویب شو. د افغان کلمه په 1964 ( ۱۳۴۳ ) کې د محمد ظاهر شاه په اساسي قانون کې په يو نوي تعريف سره تصويب شوه او د دغه هېواد د هر وګړي لپاره په کار يوړل شوه.

لويه امپراتوري د احمد شاه دراني وه
امپراتور
احمد شاه دراني