حامد کرزی
حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دئ، چي د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه چي د ۴ ډېسمبر، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري د کندهار ولايت د كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زيږيدلى دى. حامد کرزی د لومړي ځل لپاره په ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ کال کي د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل سو. هغه د افغانستان دوولسم ولسمشر او د افغانانو په رايه لومړی ټاکل سوې ولسمشر دی، ښاغلي کرزی همدارنګه د افغانستان د تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر مقام ترلاسه کړ. [۲]. ده ته د نوي افغانستان بنياد ايښودونکي ويل کېږي ځکه چې دده په دوران کې: د افغانستان نوی اساسي قانون، د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پوليسو، بيا رغونه ترسره سوه. د ښاغلي کرزي دولت همدارنګه د کندهار-کابل لويه لاره، د کندهار-هرات لويه لاره، د کابل-باميان لويه لاره، د کابل-جلال اباد لاره او داسې نورې لارې ورغولي، ده په خپل دولت کې په لکونو يتيمانو او کونډو ته مرستې ورورسولي، ډيرې خلګو تعليم و تربيت ترلاسه کړ، دده په دولت کې هسپتالونه تلويزيوني ادارې، راډيوګانې او داسې نور څه بيا فعال سول، افغان حکومت خپل پولي او سيمي بيرته تر واک لاندې راوستلې. په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د قدرت سوله ييز انتقال
زه او زما دوه متحرم معاون صاحبان ریاست جمهوري ته تحلیف ورکوو نوي رییس جمهور ته په دې ترتیب به د لومړي ځل لپاره واک له یوه منتخب ولسمشر نه بل ته انتقال شي. که څه هم د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ اوږده انتخاباتي بهیر د افغانانو په ژوند خپلې منفي اغیزې پريښودې خو جمهور رییس کرزي په راتلونکي حکومت کې د تېرو لاسته راوړنو له خوندي پاتې کیدو خلکو ته ډاډ ورکړ:
ښاغلی عبدالله د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو یو مخکښ کاندید و د ده په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم په موافقې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو تړون لاسلیک کړ. که په افغانستان کې د سیاسي واک د انتقال پړاوونو ته کتنه وکړو د سردارمحمدداوودخان له واکمنۍ رانیولې د حامدکرزي تر ولسمشرۍ پورې د سیاسي واک انتقال اکثر د جنګ،جګړو او کودتاو له لارې ترسره سوی دی. مخينه![]() حامد کرزی په کندهار کې زېږېدلی. دی پښتون دی او د پوپلزيو په ټبر پورې تړاو لري. د کرزي کورنۍ د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلويان دي، نو ددې په خاطر مونږ دا په ډاگه ويلای سو چې هغه په سياست کې د ډېر پخوا څخه ښکېل دی. کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو کرزی هند ته ولاړ او د طالبانو د پرزېدو پورې هماغلته پاتې سو. نوموړي په هند کې د ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٣ پورې د شېملې په هماچال پوهنتون کې د سياسي ساينسونو په څانگه کې خپلې زده کړې وکړې او د لېسانس لاسوند يې ترلاسه کړ، بيا دی خپل کاري ژوند ته ننوت او د مجاهدينو مالي ملاتړ يې هم کاوه. کله چې روسان د افغانستان څخه ووتل نو دی د برهان الدين رباني په جوړ سوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزير د مرستيال په توگه دنده لرله. همدا رنگه ېې د صبغت الله مجددي ، پير سيد احمد گيلاني او عبدالرب رسول سياف سره کورنۍ اړيکې درلودې . ښاغلی کرزی متحل دی او زينت کرزۍ يې د مېرمنې نوم دی، زينت کرزۍ ډاکټره ده او په کال ١٩٩٨زېږديز کې يې د حامد کرزي سره واده کړی. د کرزی په کورنۍ کې د جنورۍ په ٢٥ مه د ٢٠٠٧ م زېږيز کال يو ځوی پېدا سو چې د ميرويس کرزي په نامه ېې ونوماوه. وروسته یې يوه لور هم وزېږېده چې نوم یې پرې ملاله ايښې ده . کرزي او طالبانکله چي په ٩٠ مه مېلادي لسيزه کښي د افغانستان پر سياسي ډگر طالبان راڅرگند سوه، نو کرزي د هغوی په پلويانو کښي و. خو کرزي دطالبانو سره خپلي اړيکي د طالبانو د پاکستاني اړيکو پربنسټ وشلولې. کله چي طالبانو په ١٩٩٦ يم مېلادي کال کښي برهان الدين رباني د واکه وغورځاوه نو کرزي ته يي وړانديز وکړ چي په ملگرو ملتونو کښي د افغانستان سفير سي. خو کرزي د طالبانو وړانديز ونه مانه. په ١٩٩٧ يم مېلادي کال کې کرزی و امريکا ته ولاړ چيري چي د ده نوره کورنۍ ځای پرځای وه. په امريکا کښي ښاغلي کرزي خپلي هڅي پېل کړي چي د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه بېرته واک تر لاسه کړي. د کرزي پلار احدکرزی د پاکستان په کوټه ښار کښي د١٩٩٩يم مېلادي کال دجولای پر ۱۴ د څو وسله والو لخوا ووژل سو. د دغه وژني پړه پر طالبانو واچول سوه او همدا و چي حامد کرزي د بدل په توگه د طالبانو د واگه اچولو اراده وکړه. د امريکايانواو شمالي ټلوالې ملگرتيا![]() په ٢٠٠١ کال کې د ١١ د سپتمبر د ټروريستي پېښې نه وروسته، کرزی د ځينو هغو مجاهدينو سره چې د شمالي ټلوالې پلويان وه، يوځای د طالبانو په مخالفت کې ودرېده او د امريکا د متحده آیالتونو د بشپړې ملکارۍ په مرسته د طالبانو د پرځولو لپاره افغانستان ته راغی او د يوې نوې حکومت په جوړولو يې لاس پورې کړ[سرچينه پکارده].
د ٢٠٠۴ کال د هېوادمشرۍ ټاکنې![]() حامد کرزی ٩ د اکتوبر، ٢٠٠٤ کال د افغانستان د هېوادمشرۍ ټاکنو کې د خپلواک کانديد په توگه ځان کانديد کړی وه. د ملي ملاتړ د نشتوالي سره سره هغه د ٣٤ ولايتونو نه د ٢١ ولايتونو رايې وگټلې، او خپل ٢٢ سيالانو ته يې ماته ورکړه. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی هېوادمشر دی چې په هېواد کې د ډيموکراټيکو ټولټاکنو نه وروسته د افغانستان هېوادمشر وټاکل سو. کله چې حامد کرزی ته لا د افغانستان د هېوادمشرۍ دنده نه وه ور په غاړه، خو د ډېرو خلکو په مېنځ کې منل سوۍ څېره وه، او د هغه د پلويانو لخوا ډېر ستايل کېده او په دغه موخه چې وروسته د اوږدې مودې جنگ نه دا يواځينی کس دی چې په کورنيو جنگونو کې نه وه ښکېل او د افغانستان د هېوادمشری لپاره يوه نېک فال وه. د هېوادمشر کېدو بل لامل يې د امريکا د متحده آيالاتو هېوادمشر بوش د ادارې لخوا دده ملاتړ هم دی. دا د يوې مياشتې لنډمهاله ټاکنه کې دده د سيالانو په پرتله دده لږ سياسي تبليغ، که څه هم چې د امنيتي ترينگلتياو وېره هم وه خو ټاکنې دده په گټه پرته د کومې ستونزې پای ته ورسېدې. وروسته له دې چې دا ښکاره سوه چې په ټولټاکنو کې کارېدونکی رنگ بېرته پاکېدلی سي او په همدې توگه رايه اچوونکو کې د درغلۍ شونتيا هم سته، نو دغه ناندريزه بحث تود سو او د ځينو لخوا دا يوه ناکامه ټولټاکنه وگڼل سوه. خو د ملگرو ملتونو د ټولټاکنې خپلواک کمسيون څېړنې نه وروسته دا خبره جوته سوه چې د ٨.١ ميليونه رايو نه ٤.٣ ميليونه رايې سمې دي او په دغو رايو کې ښاغلي کرزي ٪ ٤، ٥٥ رايې گټلي او په همدې توگه د نومبر په ٣ مه نېټه ښاغلی کرزی د ټولټاکنو گټيالی اعلان سو. کرزي په رسمي توگه په ٧ د ډېسمبر، ٢٠٠٤ کال کې د افغانستان د هېوادمشرۍ لواړه په کابل کې د رسمي لمانځنو په بدرگه ترسره کړه. ډېرو خلکو دا لمانځنه په سمبوليک ډول ډېره اهمه وگڼله او د يو دړې وړې ملت لپاره يې يو ښه نوی پېل وگاڼه. پدې لمانځنو کې تر ټولو اهم مېلمانه د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه په گډون د افغانستان دوه پخواني هېوادمشران، صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني سره سره د امريکا د متحده آيالاتو د هېوادمشر مرستيال ډېک چېني هم گډون کړی وه. د افغانستان ولسمشروروسته له دې چې حامد کرزی په ډيموکراټيکو ټولټاکنو کې بريالی سو، نو ډېر خلگ په دې گومان وه چې دی به د خپلې کابينې نه د شمالي ټلوالې پخواني ټوپک سالاران گوښه کوي، او کرزی به د يو سخت اصلاح پال دريز خپلوي. خو دې ته ناورته کرزي دا ثابته کړې چې دی ډېر له پام او احتياط نه کار اخيستی د څه شي تمه چې نه کېده او د خپل سوداگرۍ وزير چې تر ټولو ډېر سمون پال او اصلاح پال وه د دندې نه گوښه کړ. سره له دې چې ډېر بهرنيان او ماهرين پدې خبره ټينگ دي چې افغانستان ورو ورو د ثبات او سولې پرمخ روان دی، خو د پارلماني ټاکنو دمخه ځينې طالبان په بېلابېلو سيمو کې تاوتريخوالی راوستلی وه. اوسمهال د افغاني پوځ ٢٨ لېواگانې د جنگي عملياتو جوگه سوي، او ډېر لا په تمرينونو بوخت دي. د افغانستان اقتصاد هم د کلونو کلونو راپدېخوا په چټکۍ سره مخ په ودې ده او حکومتي عايدات هم په ډېرېدو دي، خو افغانستان لا تر اوسه پورې په بشپړه توگه پرخپلو پښو نه ده ولاړ او د نړېوالو مرستو ته اړتيا لري. د ٢٠٠٢ کال د سېپتمبر په ٥ مه، کله چې حامد کرزی د کندهار په دوره تللی وه نو په ده باندې د وژلو ناکامه هڅه وسوه. يوه ټوپکوال چې پوځي کالي يې په ځان وه په ښاغلي کرزي يې ډزې وکړې چې له امله يې د کندهار والي ټپي سو، خو د امريکايي ځانگړي سرتېري لخوا هماغه ټوپکوال وويشتل سو. پدې پېښه کې د ټوپکوال سره سره د هېوادمشر يو ساتندوی او د نندارچيانو نه يو نندارچي چې په ټوپکوال يې بريد وکړ هم ومړ کله چې د حامد کرزي ساتندويانو ورباندې ډزې وکړې. د کرزي د وژلو دوهمه هڅه هغه مهال شنډه سوه کله چې نوموړی د سېپتمبر په ١٦ نېټه ٢٠٠٤ کال کې په يوه چورلکه کې د گردېز لوري ته د يوه نوي ښوونځي پرانيستلو ته روان سوی وه او دده په چورلکه د توغندي بريد وسو.
نور مالومات![]()
و.[۴] داسې وييل کېږي چې په ٩ د ډېسمبر، ٢٠٠١ کال کې په يوې فرانسوي ورځپاڼې لې مونډې کې د لومړي ځل لپاره دا خبر راڅرگند سوی وي. همدا خبره د کرسچيان ساينس مونېټر هم کړې ده [۵].
د کرزي ځينې کړني١. د ميليونونو زده کوونکو ښوونځيو ته تګ
سرچینې
باندنۍ تړنې
|
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P26
- د خاصيت کارولو پاڼې P22
- د خاصيت کارولو پاڼې P3373
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P166
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- هغه ليکنې د کومو په ځني کرښو کې چې سرچينه نه وي وکړي شوي
- ټاکلې ليکنې
- ویکي وراشه
- د ۱۹۵۷ کال زېږېدنې
- د افغانستان هېوادمشران
- هېوادمشر
- اوسيني ملي لارښودان
- ژوندي خلک
- افغان سياستپوهان
- افغان جنگسالاران
- د شمالي ټلوالې غړي
- کندهاریان