احمد ولي کرزی

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
احمد ولی کرزی
احمدولی خان کرزی د کندهار د خلګو په مینځ کی
احمدولی خان کرزی د کندهار د خلګو په مینځ کی
احمدولی خان کرزی د کندهار د خلګو په مینځ کی

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۶۱
کرز، افغانستان
مړینه ۱۲ د جولای په ۲۰۱۱ کال
کندهار، افغانستان
کی ووژل سو
استوګنځای کندهار
هيواد غړيتوب  افغانستان
لقب احمدولی خان کرزی
مذهب اسلام
اولاد دوه زامن او درې لوڼې
پلار عبدالاحد کرزی  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
حامد کرزی
قيوم کرزي
محمود کرزي  د (P3373) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کندهار د ولايتي شورا رييس   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۰۰۵  – ۱۲ جولای ۲۰۱۱ 
 
حاجي سيد جان خاکرېزوال 
عملي ژوند
تعلیم شیکاګو
دنده سیاستوال
ځانګړي کړنې سياست  د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
یادښتونه دده د شهادت ورځ هر کال پر ١٢ جولای باندي لمانځل کېږي

احمد ولي کرزى (په انگرېزي: Ahmad Wali Karzai) د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د حامد کرزی ورور و، چې د ٢٠١١ز کال د جولاى په ١٢ مه په کندهار کې په خپل کور کې ووژل سو.

مخينه

احمد ولي کرزى په ١٣۴۱لمريز (۱۹۶۱) ز کال کي د د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په کرز سيمه کې وزېږېد. پلار يې عبدالاحد کرزى او نيکه يې خير محمد نومېده. کرز د کندهار هغه سيمه ده چې ښار ته نژدې پرته ده او د ولسمشر کرزي او د ده د کورنۍ پلرنى ټاټوبى دى.

احمد ولي کوچنى و، چې کابل ته کډه سول. د نوموړي څخه پنځه کوشنيان چې دوه يې زامن او درې يې لوڼې دي پاته سول.

زدکړې

احمد ولي کرزي خپلې زده کړې په کابل کې پيل کړې، د کابل په حبيبيې لېسه کې يې خپلې زده کړې پيل او بشپړې کړې. وروسته يې د کانکور ازموينه ورکړه چې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته بريالى سو، خو لوړې زده کړې يې نيمگړې پاتې سوې.

احمد ولي کرزى د اقتصاد پوهنځي د دويم کال محصل و، چې شوروي پر افغانستان يرغل وکړ او د نورو افغانانو په څېر کرزي هم د جهاد لار خپله کړه، وروسته پاکستان ته ستون سو او په کوټه کې يې استوګنه غوره کړه.

اولادونه

د احمد ولي کرزي څخه پنځه ماشومان او يوه ميرمن پاتې دي، چې په اولادونو كې يې دوه زامن او درې لوڼي دي.

سياسي فعاليت

احمد ولي کرزي په تېره او اوسنۍ دوره کې د کندهار د ولايتي شورا رئيس و. د يوه قومي مشر پر ځاى احمد ولي کرزى تر ډېره يوه سياسي بانفوذه څېره وه، چې يوشمېر مشران به په غونډو کې د ده په پلوۍ ګډون کاوه او ځينې پرېکړې به يې کولې.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ٢٠٠٨ز کال کې په يوه مقاله کې پر احمد ولي کرزي تور پورې کړ، چې د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري. دا مسئله نورو نړيوالو ورځپاڼو هم راپورته کړه او نوموړئ يې د قاچاق تر څنګ د دولت په مهمو چارو کې په لاسوهنې تورناوه. خو پخپله احمد ولي کرزي د نشه يي توکو دغه تورونه په کلکه رد کړل او ویلي يې وو:
زه د نشه يي توکو قاچاق وړونکی نه یم، نه وم او نه به یم. زه د غلطو سیاستونو قرباني سوی یم.
—احمد ولي کرزی

احمد ولي کرزي په همدې حال کې حج هم وکړ. نوموړی د ولسمشر حامد کرزي په ګډون شپږ وروڼه او یوه خور لري.

مړينه

احمد ولي کرزى د ٢٠١١ز کال د جولاى په ١٢مه په کندهار کې په خپل کور کې د خپل يوه کورني ساتونکي سردار محمد له لوري په ډزو ووژل سو. د احمد ولي کرزي تر وژنې وروسته د هغه کشر ورور شاه ولي کرزى د کندهار د ولايتي شورا د مشر په توگه وټاکل سو. نوموړي زيات وخت په امريکا کې تېر کړى او په سياسي برخه کې زياته تجربه نه درلودله. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپل کشر وژل سوي ورور احمد ولي کرزي د جنازې په مراسمو کې تر ګډون کولو وروسته پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهیر سره یوځای سي. ولسمشر کرزي وویل: " د خپل ورور احمد ولي کرزي وژل کېدل هم لکه د نورو افغانانو د وژل کېدو په څېر دردوونکي دي. خو پردې سربېره چې طالبانو زما ورور وواژه، یوځل بیا پر طالبانو غږ کوم، چې راسي او د سولې له بهیر سره یوځای سي." د احمد ولي کرزي د جنازې مراسم په کندهار ښار کې ترسره سول، خو مړی یې د کرز په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل سو.

اخځونه

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/07/110711_hh-obituary-ahmad-wali-karzai.shtml
  2. http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/07/110711_hh-ahmad-wali-karzai-killing.shtml
  3. http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/07/110711_hh-karzai-funeral.shtml