پاکستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پاکستان (د پاکستان اسلامي جمهوریت) په جنوبي-منځنۍ اسیا کې یو هېواد دی چې څلور ولایتونه او دوه سیمې لري، په شمول د خیبر پښتونخوا، د پاکستان یوه پښتني سیمه.

د پاکستان اسلامي جمهوريت
اسلامی جمہوریۂ پاکستان
بيرغ نښان
د پاکستان
نخشه
موقعيت
پلازمېنهاسلام آباد
۳۳°۴۰′ شمال ۷۳°۱۰′ ختیځ / 33.667°شمال 73.167°ختيځ / 33.667; 73.167
لوی ښار کراچۍ
حکومت اسلامي فدرالي جمهوريت
جوړښت
 -  د اعلانېدو نېټه ۱۴ اگسټ ۱۹۴۷ 
 -  د پېژندلو نېټه ۱۴ اگسټ ۱۹۴۷ 
بشري پرمختيا (۲۰۰۱) ۰،۵۲۷ (n/a) (په منځنۍ کچه)
د وخت سيمه (UTC+۵:۰۰)
 -  اوړی (DST)  (UTC+۶:۰۰)
د انټرنټ مخکښ شپول .pk

رېښه[سمول]

د ژبې له پلوه په اردو او فارسي ژبه کې د پاکستان معنا ده «له پاکي برخمنه ځمکه» يا «هغه ځمکه چې پاک په کې زيات دي». په دې نوم کې «پاک» ته اشاره شوې چې په فارسي او پښتو کې «پاک او صفا» ته ويل کېږي. وروستاړی يې «ستان» له فارسي ژبې اخستل شوی او معنا يې ده «د اوسېدو ځای».[۱][۲][۳]

دا نوم په ۱۹۳۳ز کال کې د پاکستان د خوځښت د يوه فعال چودري رحمت علي له خوا جوړ شوی و، کوم چې هغه په يوه رساله کې خپور کړ«اوس يا کله هم نه»، نوموړي دا نوم په مخفف ډول کارولی و: «په پاکستان کې اوسېدونکي دېرش ميليونه وروڼه»، په دې نوم کې د برتانيې د حکومت پنځو شمالي سيمو ته اشاره شوې وه، چې هغه دا دي: پنجاب، افغانيه، کشمير، سیند او بلوچستان.[۴]

تاريخچه[سمول]

لومړي او منځني پړاوونه[سمول]

په سويلي اسيا کې ځينې لرغوني انساني تمدنونه، له هغو سيمو راپورته شوي چې په اوسني پاکستان کې دي. د دې سيمې تر ټولو لومړني اوسېدونکي سونيان وو چې په ښکته ډبرين پړاو کې يې ژوند کړی دی او د دوی ډبرين وسايل د پنجاب په سوان دره کې موندل شوي دي. د سیند سيمه، کومه چې د اوسني پاکستان ډېره سيمه په غېږ کې نيسي، د ګڼو پرله پسې لرغونو کلتورونو ځای و، په دې کلتورونو کې د نوي ډبرين پړاو مهرګړ او په هړپا او موهنجوداړو کې د برونز د عصر سیند درې مدنيته (۲۸۰۰ – ۱۸۰۰ له ميلاد مخکې) شامل دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

ودايي پړاو (له میلاد مخکې ۱۵۰۰ – ۵۰۰) يو اندو-ارين کلتور بلل کېږي؛ په دې پړاو کې ويدايان، د هندويزم اړوند تر ټولو زړې سپېڅلې لیکنې جوړې شوې وې او وروسته همدا کلتور په دې سيمه کې ښه ثابت شو. ملتان د هندوانو يو مهم عبادتځای و. ويدي تمدن د Takṣaśilā - د اوسني پنجاب د ټيکسلا - د لرغوني ګندهارا ښار کې ښه وغوړېده، د کوم بنسټ چې له میلاد مخکې شا او خوا ۱۰۰۰ کې اېښودل شوی و. په دې سيمه کې لرغونو سترواکیو او سلطنتونو په پرله پسې ډول حکومت کړی: ايراني هخامنشي سترواکي (له میلاد مخکې شا او خوا ۵۱۹)، د ستر سکندر سترواکۍ له میلاد مخکې په ۳۲۶ کې او موري سترواکي، کومه چې د چندراګوپتا مايوريا تاسيس کړې وه او ستر اشوکا له میلاد مخکې تر ۱۸۵ پورې نوره هم پراخه کړه. د اندو-يوناني پاچهي چې باختري دمتريوس (له میلاد مخکې ۱۸۰-۱۶۵) کې تاسيس کړې وه، ګندهارا او پنجاب هم په کې شامل وو، دا پاچهي د مناندر (له میلاد مخکې ۱۶۵-۱۵۰) بشپړې پراختيا ته ورسېده او یونانو- بودايي کلتور يې په دې سيمه وغوړاوه. ټيکسلا په نړۍ کې تر ټولو پخوانی پوهنتون او د لوړو زده کړو مرکز درلود، کوم چې له ميلاد مخکې د پخواني ويدي پړاو په شپږمه پېړۍ کې جوړ شوي وو. دې ښوونځي ګڼ عبادتځايونه لرل، چې د خوب لپاره ستر ځايونه يا د تدريس سترې خونې يې نه درلودې او په دې ځايونو کې په انفرادي ډول ديني زده کړې ورکول کېدې. لرغونی پوهنتون، د ستر سکندر د ځواکونو له بريد وروسته مستند شوی، همدا راز په څلورمه او پنځمه زېږديزه پېړۍ کې د چينايي زیارت کوونکو له خوا ثبت شوی دی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د سیند رای واکمنې کورنۍ (۴۸۹ – ۶۳۲ز) د خپلې واکمنۍ په اوج کې په دې او ورڅېرمه سيمو حکومت کړی. د پالا واکمني تر ټولو وروستۍ بودايي سترواکي وه، چې د درمپالا او دواپالا تر مشرۍ لاندې په ټوله سويلي اسيا کې له اوسني بنګله ديش نه نیولې، بيا له شمالي هند او تر اوسني پاکستان پورې غځېدلې وه. [۲۰]

اسلامي بری(سوبه او فتحه)[سمول]

عرب فاتح محمد بن قاسم په ۷۱۱ز کال کې سیند ونيو. د پاکستان د حکومت رسمي نېټه لیکنه ادعا کوي چې، دا هغه وخت و چې د پاکستان بنسټ کېښودل شو؛ خو د پاکستان نظريه په نولسمه پېړۍ کې راورسېده. د منځنيو پېړيو لومړيو (۶۳۲-۱۲۱۹ز) کې په دې سيمه کې د اسلام سپېڅلی دین خپور شو. په دې موده کې، صوفي مبلغينو اسلام ته د ډېرو سيمه یيزو بودايانو او هندوانو په اړولو کې بنسټيز اغېز درلود. د ترکي او هندوشاهي واکمنيو له ماتېدو وروسته، چې له اوومې نه تر يوولسمې پېړۍ يې په کابل دره، ګندهارا (اوسنی خيبرپښتونخوا) او لوېديځ پنجاب حکومت کاوه، د غزنوي سترواکۍ (۹۷۵-۱۱۸۷ز)، غوري سلطنت او ډیلي سلطنت (۱۲۰۶-۱۵۲۷ز) په ګډون، په پرله پسې ډول ګڼو مسلمانو سترواکيو په دې سيمه واکمني کړې ده. د ډیلي سلطنت د وروستۍ لودهي واکمنۍ ځای بيا د مغولو سترواکۍ ونيو (۱۵۲۶-۱۸۵۷ز).[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تاریخ[سمول]

پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی . 68 کاله کېږي چې د پاکستان هېواد تاسيس شوی . د نن پاکستان د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا سره د افغان جهاد پر مهال اړیکې د پوځي دیکتاتور ضياالحق لخوا ټینگې شوې چې لمخې یې د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې یې نظام چلېږي. پاکستان په اسيا کې سوېل ختيځو هېوادونو کې راځي چې په ۱۹۴۷م زېږدي کې په ۱۴م د اگسټ يې د پاکستان نوم خپل کړ . انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی دی چې د ۱۹۷۳م زېږدي اساسي قانون لمخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دی . دغه څلور ایالتونه پدې توگه ول : د پنجاب ايالت ، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسنی پښتونخوا ده ، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت . د هېواد پلازمېنه اسلام آباد نومېږي او کراچۍ ، لاهور ، فیصل آباد او راولپنډۍ يې نور صنعتي او نامتو لوی ښارونه دي . په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او 3 شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته. د 1947 نه وړاندې پاکستان،هند او بنگله دېش يو هېواد و چې د (برصغیر هند) يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د انگرېزانو واکمني وه۔

هېوادنۍ وټه[سمول]

پينځوس سلنه نفوس په کرهڼه بوخت دي چې ډېری وگړي يې کرونده گر دي او تر ډېره مالوچ، جوار، غنم، وریجې او داسې نورې کرکېلې کري. د طبعي زېرمو لخوا پاکستان سکاره، مس، غاز، وسپنه لري. په پاکستان کې دروند صنعت د حکومت لخوا څارل کېږی.

سیاست (واگ)[سمول]

واگیزه غونډال یې انگرېزي پارلماني دی.د پاکستان حکومتي نظام جمهوري پارليماني دی چې وزيراعظم د هيواد د حکومت مشر بلل کيږي۔پاکستان دوه لاسبري دولتي ادارې لري ، يو يې قومي اسمبلي (قامي جرگه) ده او بله يې سينيټ (سنا) نومېږي ۔د پاکستان پارلماني غونډال له افغانستان څخه توپیر لري ځکه چې افغان دولتي غونډال کې هېوادمشر د ولس او حکومت مشر وي خو پاکستاني دولتي غونډال کې وزيراعظم (لومړی وزير) د حکومت او ولس مشر وي .

تاریخ او ایداري ویش[سمول]

د "پاکستان" نوم (IPA: /paːkɪst̪aːn/) په فارسي ژبه کې "پاک ستان" چې د دوه ستاینومونو تړنگنوم دی مانا يې (پاکه خاوره)راوځي. دا نوم د چوهدري رحمت علي لخوا په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره په يوې رسالې کې چې د اوس او يا هېڅکله تر سرليک لاندې نومېده خپور شو.

د پاکستان نوم د پنځ ايالتونو د نوم نه هم اخيستي شوي:پ پنجاب ، ا افغانيه (خېبر پښتونخوا) ،ک کشمير،س سند، تان بلوچستان۔

د پاکستان ايالتونه او سیمې

شمار صوبه/سيمه انگریزې نوم سرښار آبادی (ټول پاکستان کې پرسنټيج)[۲۵] رقبه (کلومیټر²)[۲۵] کثافت د آبادۍ
(خلک پر يو کلومیټر² کې)
نقشہ
1 بلوچستان Balochistan کويټه 4.8% 39.3% 18.9
2 خیبر پښتونخوا Khyber Pakhtunkhwa پېښور 12.9% 8.5% 238.1
3 پنجاب Punjab لاهور 53.7% 23.3% 358.5
4 سند Sindh کراچۍ 22.2% 16.0% 216
5 وفاقی دارالحکومت Islamabad Capital Territory اسلام آباد 0.6% 0.1% 888.8
6 قبائلی سيمې Federally Administered Tribal Areas پشاور 2.3% 3.1% 116.7
7 آزاد کشمیر Azad Kashmir مظفر آباد 2.2%[۲۶] 1.5%[۲۶] 223.6
8 گلگت بلتستان Gilgit–Baltistan گلگت 1.3% 8.2% 24.8
پاکستان Pakistan اسلام آباد 182,000,000 881,889 226.6/مربع کلومیټر

هم وګوره[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. Raverty, Henry George. A Dictionary of Pashto. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hayyim, Sulayman, "ستان", New Persian-English Dictionary, 2, Tehran: Librairie imprimerie Béroukhim, د کتاب پاڼې 30 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) |quote= ستان (p. V2-0030) ستان (۲) Suffix meaning 'a place abounding in'. Ex. گلستان a flower or rose-garden. Syn. زار See گازار Note. This suffix is pronounced stan or setan after a vowel, as in بوستان boostan, a garden, and هندوستان hendoostan, India; and estan after a consonant. Ex. گلستان golestan, and ترکستان torkestan. However, for poetic license, after a consonant also, it may be pronounced setan. Ex. گلستان golsetan
  3. Steingass, Francis Joseph, "ستان", A Comprehensive Persian-English Dictionary, د کتاب پاڼې 655, stān (after a vowel), istān (after a consonant), Place where anything abounds, as ḵẖurmāstān, A palm-grove, gulistān, A flower-garden, &c. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Choudhary Rahmat Ali (28 January 1933). "Now or never: Are we to live or perish for ever?". Columbia University. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Petraglia, Michael D.; Allchin, Bridget (2007), "Human evolution and culture change in the Indian subcontinent", in Michael Petraglia, Bridget Allchin, The Evolution and History of Human Populations in South Asia: Inter-disciplinary Studies in Archaeology, Biological Anthropology, Linguistics and Genetics, Springer, کينډۍ:ISBN
  6. Parth R. Chauhan. "An Overview of the Siwalik Acheulian & Reconsidering Its Chronological Relationship with the Soanian[[:کينډۍ:Snd]] A Theoretical Perspective". Sheffield Graduate Journal of Archaeology. University of Sheffield. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  7. Vipul Singh (2008). The Pearson Indian History Manual for the UPSC Civil Services Preliminary Examination. Dorling Kindesley, licensees of Pearson Education India. د کتاب پاڼي 3–4, 15, 88–90, 152, 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-317-1753-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wright 2010:Quote: "The Indus civilization is one of three in the 'Ancient East' that, along with Mesopotamia and Pharonic Egypt, was a cradle of early civilization in the Old World (Childe 1950). Mesopotamia and Egypt were longer lived, but coexisted with Indus civilization during its florescence between 2600 and 1900 B.C. Of the three, the Indus was the most expansive, extending from today's northeast Afghanistan to Pakistan and India."
  9. Feuerstein, Georg; Subhash Kak; David Frawley (1995). In search of the cradle of civilization: new light on ancient India. Wheaton, IL: Quest Books. د کتاب پاڼې 147. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8356-0720-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)- Yasmeen Niaz Mohiuddin, Pakistan: a Global Studies Handbook. ABC-CLIO publishers, 2006, کينډۍ:ISBN - "Archaeologists confirm Indian civilization is 2000 years older than previously believed". globalpost.com. 16 November 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) - Jennings, Justin (2016). Killing Civilization: A Reassessment of Early Urbanism and Its Consequences. UNM Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8263-5661-1 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Robert Arnett (2006). India Unveiled. Atman Press. د کتاب پاڼي 180–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9652900-4-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)- Meghan A. Porter. "Mohenjo-Daro". Minnesota State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Marian Rengel (2004). Pakistan: a primary source cultural guide. New York: The Rosen Publishing Group Inc. د کتاب پاڼي 58–59, 100–102. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8239-4001-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)- "Rigveda". Encyclopædia Britannica. 
  12. Sarina Singh; Lindsay Brow; Paul Clammer; Rodney Cocks; John Mock (2008). Pakistan & the Karakoram Highway. Lonely Planet. د کتاب پاڼي 60, 128, 376. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74104-542-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Vipul Singh (2008). The Pearson Indian History Manual for the UPSC Civil Services Preliminary Examination. Dorling Kindesley, licensees of Pearson Education India. د کتاب پاڼي 3–4, 15, 88–90, 152, 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-317-1753-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. David W. del Testa, المحرر (2001). Government Leaders, Military Rulers, and Political Activists. Westport, CN: The Oryx Press. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57356-153-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ahmad Hasan Dani. "Guide to Historic Taxila". The National Fund for Cultural Heritage. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "History of Education", Encyclopædia Britannica, 2007.
  17. Scharfe, Hartmut; Bronkhorst, Johannes; Spuler, Bertold; Altenmüller, Hartwig (2002). Handbuch Der Orientalistik: India. Education in ancient India. د کتاب پاڼې 141. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-12556-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Joseph Needham (1994). A selection from the writings of Joseph Needham. McFarland & Co. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89950-903-7. When the men of Alexander the Great came to Taxila in India in the fourth century BCE they found a university there the like of which had not been seen in Greece, a university which taught the three Vedas and the eighteen accomplishments and was still existing when the Chinese pilgrim Fa-Hsien went there about CE 400. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)- Hermann Kulke; Dietmar Rothermund (2004). A History of India. Routledge. د کتاب پاڼې 157. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-32919-4. In the early centuries the centre of Buddhist scholarship was the University of Taxila. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) - Balakrishnan Muniapan; Junaid M. Shaikh (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lessons in corporate governance from Kautilya's Arthashastra in ancient India"]. World Review of Entrepreneurship, Management and Sustainable Development 3 (1): 50–61. doi:10.1504/WREMSD.2007.012130.  - Radha Kumud Mookerji (1951) [reprint 1989]. Ancient Indian Education: Brahmanical and Buddhist (الطبعة 2nd). Motilal Banarsidass. د کتاب پاڼي 478–479. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-208-0423-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Allchin او Allchin 1988، ص. 314.
  20. Andre Wink (1996). Al Hind the Making of the Indo Islamic World. Brill. د کتاب پاڼې 152. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-09249-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "History in Chronological Order". Ministry of Information and Broadcasting, Government of Pakistan. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Paracha, Nadeem F. "Why some in Pakistan want to replace Jinnah as the founder of the country with an 8th century Arab". Scroll.in. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)- "Figuring Qasim: How Pakistan was won". Dawn. 19 July 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) - "The first Pakistani?". Dawn. 12 April 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) - "Muhammad Bin Qasim: Predator or preacher?". Dawn. 8 April 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Saigol, Rubina (2014). "What is the most blatant lie taught through Pakistan textbooks?". Dawn. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)- Rafi, Shazia (2015). "A case for Gandhara". Dawn. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lapidus, Ira Marvin (2002). A history of Islamic societies. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 382–384. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-77933-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ "Area, Population, Density and Urban/Rural Proportion by Administrative Units". Population Census Organization, Government of Pakistan. 1998. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ "Population features". Government of Azad Kashmir. 1998. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)