ايران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ایران نه مخ گرځېدلی)
بيرغ نښان
د ايران
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
تهران
۳۵°۴۰′ شمال ۵۱°۲۵′ ختیځ / 35.667°شمال 51.417°ختيځ / 35.667; 51.417
حکومت اسلامي جمهوريت
د وګړو شمېر
 -   estimate 68,017,860 (18th)
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2005 اټکل
 -  ټولټال $560,348,000,000 (19th)
 -  پر کس $8,065 (77th)
بشري پرمختيا (2006) 0.736 (medium) (99th)
د وخت سيمه (UTC+3.30)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC+3.30)
د انټرنټ مخکښ شپول .ir

ايران چې فارس هم بلل کېږي او رسمي نوم يې د ايران اسلامي جمهوريت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. په شمال لويديځ کې له ارمنستان او اذربايجان سره، په شمال کې د کسپين له سمندر سره، په شمال ختيځ کې له ترکمنستان سره، په ختيځ کې له افغانستان سره، په سويل ختيځ کې له پاکستان سره، په سويل کې د فارس له خليج او عمان له خليج سره او لويديځ لور ته د ترکيې او عراق سره ګډه پوله لري. د ۱۶۴۸۱۹۵ کيلو متره مربع (۶۳۶۳۷۲ ميل مربع) مساحت په لرلو سره، ايران په اسيا کې پنځم سترهېواد دی او په منځني ختيځ کې(له سعودي عربستان وروسته) دويم ستر هېواد دی. د پنځه اتيا ميليونه وګړو په لرلو سره، په نړۍ کې د نفوسو له پلوه اولسم هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې تهران دی.[۱][۲]

ايران د نړۍ د لرغونو تمدنونو یو کور دی، چې پيل يې له زېږد مخکې په څلورمه زريزه کې د عيلامي پاچايۍ له جوړېدو راهيسې شوی دی. ايران په لومړي ځل له زېږد مخکې په اوومه پېړۍ کې د ميديانو له خوا سره يو کړای شوی و، له زېږد مخکې په شپږمه پېړۍ کې يې ځمکه د پراختيا لوړې کچې ته ورسېده، کله چې ستر کوروش هخامنشي سترواکي جوړه کړه، کومه چې په تاريخ کې يوه له سترو سترواکيو نه وه، ايران د نړۍ د لومړي زبرځواک په توګه پېژندل کېږي. دا سترواکي له زېږد مخکې په څلورمه پېړۍ کې ستر سکندر ونيوله او په ګڼو هلنيستي ايالتونو ووېشل شوه. د ايرانيانو د يوه بغاوت په پايله کې له زېږد مخکې په درېيمه پېړۍ کې اشکاني سترواکي رامنځ ته شوه، له زېږد وروسته په درېيمه پېړۍ کې د همدې سترواکۍ ځای ساساني سترواکۍ ونيو او ساساني سترواکي د راتلونکو څلورو پېړيو لپاره د نړۍ يو ستر ځواک وګرځېد. عرب مسلمانانو په اوومه زېږديزه پېړۍ کې دا سترواکي ونيوله چې د ايران اسلامي کولو ته يې لاره پرانيسته. د پايلې په توګه ايران د اسلامي کلتور او زده کړو يو ستر مرکز وګرځېد، د ايران هنر، ادبيات، فلسفه او معماري په ټوله اسلامي نړۍ او د اسلام په زرين پير کې له اسلامي نړۍ بهر خپاره شول. په راتلونکو دوو پېړيو کې، له ترکي سلجوقيانو او مغولو له خوا د دې سيمې له نېواک مخکې د اصلي مسلمانو کورنيو د واکمنيو څو لړۍ راپورته شوې. په پنځلسمه پېړۍ کې، اصلي صفاريانو يو ځل بيا د متحده ايران او ملي هويت دولت جوړ کړ او هېواد يې په شيعه اسلام واړاوه. په اتلسمه پېړۍ کې د نادرافشار تر واکمنۍ لاندې، ايران يو ځل بيا په ستر نړيوال ځواک بدل شو، خو په نولسمه پېړۍ کې له روسيې سره د جګړو د يوې لړۍ په  پايله کې ايران د پام وړ ځمکې له لاسه ورکړې. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ايران د اساسي قانون د اوښتو شاهد و. له لويديځو شرکتونو نه د ايران د تيلو د مهيا کولو د ملي کولو هڅې په ۱۹۵۳ز کال کې انګليس-امريکايي اوښتون رامنځ ته کړ، پايله دا شوه چې د محمد رضا پهلوي په مشرۍ زياته استبدادي واکمني او په ايران کې د لويديځ د زيات سياسي نفوذ لامل وګرځېد. هغه په ۱۹۶۳ز کال کې د سمونونو يوه لړۍ پر لار واچوله. د ايران له انقلاب وروسته، په ۱۹۷۹ز کال کې روح الله خميني اوسنی اسلامي جمهوريت جوړ کړ او هغه د هېواد لومړی رهبر شو.   [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ايران حکومت يو اسلامي مذهبي حکومت دی چې د صدراتي دموکراسۍ عناصر په کې شامل دي او تر ټولو زيات واکونه يو «مشر استبدادي رهبر» ته ورکړل شوي دي، دا دنده په ۱۹۸۹ز کال کې د خميني له مړينې وروسته تر اوسه د علي خامنه اي سره ده. تر ډېره بريده د ايران حکومت مطلق العنان بلل کېږي، له بشري حقوقو او مدني آزادۍ نه د سرغړونې له امله تر پراخه نېوکو لاندې دی، په دې سرغړونو او محدوديتونو کې له تاوتريخوالي ډکو ګڼو لاريونونو ځپل، ناعادلانه ټاکنې او د مېرمنو او ماشومانو لپاره محدود حقوق ورکول شامل دي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ايران يو سيمه یيز او منځنی ځواک دی، له جيوپوليتيکي پلوه د اسيا په لويه وچه کې ستراتيژيک موقعيت لري. ايران د ملګرو ملتونو، ECO، اسلامي همکاريو سازمان او OPEC بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی. ايران د فوسيلي سون توکو سترې زېرمې لري –په دې کې د نړۍ دويم ستر طبيعي ګاز زېرمې او د نړۍ څلورم ستر ثابت شوي تېلو زېرمې شاملې دي. د دې هېواد شتمن کلتوري ميراث تر يو بريده د يونسکو د ۲۲  نړيوال ميراث په سيمو کې منعکس شوي دي. له تاريخي اړخه د يوه ګڼ میلیتي هېواد په توګه، ايران تکثيري ټولنه لري چې د ګڼو توکميزو، ژبو او ديني ډلو نه جوړه ده، سترې ډلې يې فارسي، اذري، کوردي، مازندراني او لريان دي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نوم

د ايران ټکی نېغ په نېغه له منځنۍ فارسي ژبې، له « Ērān» نه اخستل شوی، په لومړي ځل د درېيمې پېړۍ په ډبرليک «نقش رستم» کې تاييد شوی، په ورته وخت کې اشکاني ډبرليک کې د اريان اصطلاح کارول شوې ده چې دا دواړه ډبرليکونه ايرانيانو ته اشاره کوي. د منځنۍ ايراني « ērān» او « aryān» ټکي د « ēr» (منځنۍ فارسي) او « ary» (اشکاني) ټکو يو ځای شوې بڼې ته مايل ښکاري، دا دواړه ټکي له پروتو-ايراني ژبې د « *arya» ټکي نه اخستل شوي (چې معنا يې ده: اريايي، يعنې له ايرانيانو نه)، دا ټکی له پروټو-هندو-اروپايي ټکي « *ar-yo» نه د را ايستل شوي په توګه منل شوی دی چې معنا يې ده «هغه څوک چې (په مهارت سره) راټوليږي». په ايراني ژبو کې، د توکم پر اساس پېژندګلوي د خپل ځان پېژندنې په توګه تاييد شوې، چې په لرغونو ډبرليکونو او اوستا په ادبياتو کې ځای ورکړل شوی دی، همدا راز په نورو ايراني توکميزو نومونو کې هم پاتې دی، لکه الان ايرون. د ايراني افسانو تر مخې، د دې هېواد نوم د ايراج له نوم نه اخستل شوی دی، ايراج يو افسانوي شاهزاده او پاچا و چې د خپل ورور له خوا وژل شوی و.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

له تاريخي اړخه، لویديځ ايران ته فارس وايي، د يوناني تاريخ پوهانو د لیکنو له امله چې عمدتاً ټول ايران ته د « Persís» نوم اخلي او معنا يې ده «د فارسيانو ځمکه»، په داسې حال کې چې پرسيس د لرغوني ايران يو ولايت و چې اوسمهال د فارس په نوم پېژندل کېږي. د يونانيانو تر ټولو پراخه بهرنۍ اړيکې له فارسيانو سره وې، دا اصطلاح ان له يوناني-فارسي  جګړو (له زېږد مخکې ۴۹۹-۴۴۹) ډېر وروسته هم کارېده.[۳۰][۳۱]

په ۱۹۳۵ز کال کې، کله چې نوروز د ۱۹۳۵ز کال د مارچ مياشتې له يووېشتمې نېټې سره برابر شو، رضا شاه پر دې مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې، ايران ته خپل اصلي نوم ايران وکاروي او دا نوم د همدې کال د مارچ مياشتې له دوه وېشتمې نېټې نافذ شو. د نوم له بدلون سره د مخالفت له امله دا پریکړه په ۱۹۵۹ز کال کې لغوه شوه، د ايرانيکا دايرة المعارف سموونکي پروفيسر احسان يارشاطر د دې لپاره مبارزه وکړه چې ايران او فارس د يو بل پر ځای وکارول شي. اوسمهال دواړه ايران او فارس په کلتوري برخو کې کارول کېږي، په داسې حال کې چې ايران نوم په رسمي دولتي جوړښتونو کې په خپل ځای پاتې دی.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ايران ټکي تاریخي او کلتوري کارول تر اوسني دولت پورې محدود نه دي. د ايران کلتوري او ژبنۍ حوزې قلمرو ته د «لوی ايران» (ايران زمين يا ايران بزرګ) اصطلاح کارول کېږي. پر اوسني ايران سربېره، په دې کې د قفقاز، اناتولي، بين النهرين، افغانستان او مرکزي اسيا ځينې برخې هم شاملې دي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

تلفظ

په فارسي کې د ايران تلفظ په [ʔiːˈɾɒːn] ډول کېږي. د ټولګټو شريک انګليسي تلفظ يې په اکسفورډ انګليسي قاموس کې په /ɪˈrɑːn/ او  /ɪˈræn/ ډول شوی، په داسې حال کې چې د ميريام ويبسټر د قاموس په څېر امريکايي انګليسي قاموسونه يې تلفظ په دې ډول کوي چې: /ɪˈrɑːn, -ˈræn, aɪˈræn/، د Random House Webster's Unabridged قاموس د ايران تلفظ په /ɪˈræn, ɪˈrɑːn, aɪˈræn/ ډول ليکلی دی. کمبريج قاموس يې د بریتانوي انګليسۍ لهجې تلفظ په  /ɪˈrɑːn/ ډول او امريکايي لهجې انګليسي تلفظ په  /ɪˈræn/ ډول کړی دی. په ورته توګه، په ګلاسکو کې د Collins انګليسي قاموس بيا هم انګريزي انګليسي او امريکايي انګليسي تفلظونه وړاندې کړي دي. له امريکا غږ نه د تلفظ لارښود کې هم د ايران د نوم تلفظ په /ɪˈrɑːn/ دې ډول شوی دی.[۴۱][۴۲][۴۳]

قومونه

[۴۴] ايران لکه افغانستان بيلابيل توکمونه لري ، د ايران توکمونه په لاندې ډول دي؛

فارس(پارسیان): ٪۶۸

ترکان: ٪۱۶

کوردان: ٪۹

بلوچان: ٪۲

عربان: ٪۲

ترکمانان: ٪۲

نور قومونه: ٪۱

نوم

تاريخ

آرنۍ ليکنه: د ايران تاريخ

اساسي تشکيلاتواو دندو ته کتنه

جمهور ريئس

دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ گڼل کيږی . جمهور ريئس د څلورو کالو لپاره د ټولټاکنو د لاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترگو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانگړۍ ارگان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د ( شورای نگهبان ) لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی .

حکومت

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی


پیرانشهر د ایران د تمدن پاڼی دی [۴۵] [۴۶] [۴۷] [۴۸]

پارلمان

دايران د پارلمان ( مجلس ) ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلگو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارگان په توگه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارگان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ گڼل کيږی چی دشورای نگهبان لخوا دتائيد وړ وگرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نگهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې .

شورای خبره گان ( دپوهانو جرگه )

ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرگه ٨٦ غړې لری چی دخلگو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نگهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داگړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی

شورای نگهبان ( دڅارنی جرگه )

داجرگه دهيواد ترټولو اغيزمن ارگان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ( ٦ تنه ) يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په گوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنگه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی .

دهيوادستر روحانی مشر

لکه څنگه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرگی لخوا په دنده گمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرگی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځگړيتوب شورا گمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی گمارل شوی

حکومت او سياست

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی

جغرافيه

آرنۍ ليکنه: د ايران جغرافيه

اقليم

ولايتونه

۱. تهران
۲. قم
۳. د مرکزی ولایت
۴. قزوین
۵. د گیلان ولایت
۶. د اردبیل ولایت
۷. د زنجان ولایت
۸. د ختیځي آذربایجان ولایت
۹. د لویدیځي آذربایجان ولایت
۱۰. کردستان
۱۱. همدان
۱۲. کرمانشاه
۱۳. د ایلام ولایت
۱۴. لرستان
۱۵. خوزستان
۱۶. چهارمحال و بختیاری
۱۷. کهگیلویه و بویراحمد
۱۸. د بوشهر ولایت
۱۹. د فارس ولایت
۲۰. هرمزگان
۲۱. سیستان و بلوچستان
۲۲. کرمان
۲۳. یزد
۲۴. اصفهان
۲۵. سمنان ولايت
۲۶. مازندران
۲۷. گلستان
۲۸. شمالي خراسان
۲۹. رضوي خراسان
۳۰. سهېلي خراسان
۳۱. البرز ولايت
Numbered map of provinces

اقتصاد

آرنۍ ليکنه: د ايران اقتصاد

توکميزې ډلې

لويې ژبې

مذهب

لوی ښارونه

سرچینې

  1. لیکوال: پوهنمل حاجی محمد نوزادی.
  1. A. Fishman, Joshua (2010). Handbook of Language and Ethnic Identity: Disciplinary and Regional Perspectives (Volume 1). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 266. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537492-6. " "Iran" and "Persia" are synonymous" The former has always been used by the Iranian speaking peoples themselves, while the latter has served as the international name of the country in various languages الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Iran Population (2021) - Worldometer". www.worldometers.info (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Whatley, Christopher (2001). Bought and Sold for English Gold: The Union of 1707. Tuckwell Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lowell Barrington (2012). Comparative Politics: Structures and Choices, 2nd ed.tr: Structures and Choices. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-111-34193-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Encyclopædia Britannica "Encyclopædia Britannica Encyclopedia Article: Media ancient region, Iran". Britannica.com.  
  6. David Sacks; Oswyn Murray; Lisa R. Brody; Oswyn Murray; Lisa R. Brody (2005). Encyclopedia of the ancient Greek world. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 256 (at the right portion of the page). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5722-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. David Sacks; Oswyn Murray; Lisa R. Brody; Oswyn Murray; Lisa R. Brody (2005). Encyclopedia of the ancient Greek world. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 256 (at the right portion of the page). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5722-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Andrew J. Newman (2006). Safavid Iran: Rebirth of a Persian Empire. I.B. Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86064-667-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Savory, R. M. "Safavids". Encyclopaedia of Islam (2nd).  
  10. Axworthy, Michael (2006). The Sword of Persia: Nader Shah, from Tribal Warrior to Conquering Tyrant. I.B. Tauris. د کتاب پاڼي xv, 284. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85772-193-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Fisher او نور 1991، صص. 329–330.
  12. Dowling, Timothy C. (2014). Russia at War: From the Mongol Conquest to Afghanistan, Chechnya, and Beyond. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 728–730. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-948-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cordesman, Anthony H. (1999). Iran's Military Forces in Transition: Conventional Threats and Weapons of Mass Destruction. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-96529-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Iran". Encyclopædia Britannica. (2012). Encyclopædia Britannica. 
  15. Graham, Robert (1980). Iran: The Illusion of Power. London: St. Martin's Press. د کتاب پاڼي 19, 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-43588-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران (په فارسی ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "2018 will go down in history as a year of shame for Iran". www.amnesty.org (په انګلیسي ژبه کي). 24 January 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Nasrin Sotoudeh sentenced to 33 years and 148 lashes in Iran". www.amnesty.org (په انګلیسي ژبه کي). 11 March 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Women's Rights in Iran". Human Rights Watch (په انګلیسي ژبه کي). 28 October 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Iran". freedomhouse.org. 30 January 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Iran's Strategy in the Strait of Hormuz". The Diplomat. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Iran's president: New oil field found with over 50B barrels". AP NEWS. 2019-11-10. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "World Heritage List". UNESCO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Iran". The World Factbook. Central Intelligence Agency (United States). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. MacKenzie, David Niel (1998). "Ērān, Ērānšahr". Encyclopedia Iranica 8. Costa Mesa: Mazda. 
  26. Schmitt, Rüdiger (1987), "Aryans", Encyclopedia Iranica, New York: Routledge & Kegan Paul, د کتاب پاڼي 684–687 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Laroche. 1957. Proto-Iranian *arya- descends from Proto-Indo-European (PIE) کينډۍ:PIE, a yo-adjective to a root کينډۍ:PIE "to assemble skillfully", present in Greek harma "chariot", Greek aristos, (as in "aristocracy"), Latin ars "art", etc.
  28. Bailey, Harold Walter (1987). "Arya". Encyclopedia Iranica 2. New York: Routledge & Kegan Paul. 681–683. 
  29. Shapour Shahbazi, Alireza. "IRAJ". Encyclopædia Iranica website. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Persia, Encyclopædia Britannica, "The term Persia was used for centuries ... [because] use of the name was gradually extended by the ancient Greeks and other peoples to apply to the whole Iranian plateau."
  31. Wilson, Arnold (2012). "The Middle Ages: Fars". The Persian Gulf (RLE Iran A). Routledge. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-84105-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "This day in history, March 21: Social media website Twitter established with the sending of the first 'tweet' by co-founder Jack Dorsey". chicagotribune.com. Associated Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 1 January 1935 باندې). Persia Changes Its Name; To Be 'Iran' From Mar. 22.
  34. "PERSIA changed to IRAN • Renaming Persia • why & when?". 9 January 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Persia or Iran, a brief history". Art-arena.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Richard N. Frye (20 October 2007). interview by Asieh Namdar. CNN. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. I spent all my life working in Iran, and as you know I don't mean Iran of today, I mean Greater Iran, the Iran which in the past, extended all the way from China to borders of Hungary and from other Mongolia to Mesopotamia الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Christoph Marcinkowski (2010). Shi'ite Identities: Community and Culture in Changing Social Contexts. LIT Verlag Münster. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-643-80049-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. The 'historical lands of Iran' – 'Greater Iran' – were always known in the Persian language as Irānshahr or Irānzamīn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Frye, Richard Nelson (October 1962). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Reitzenstein and Qumrân Revisited by an Iranian"]. The Harvard Theological Review 55 (4): 261–268. doi:10.1017/S0017816000007926. "I use the term Iran in an historical context [...] Persia would be used for the modern state, more or less equivalent to "western Iran". I use the term "Greater Iran" to mean what I suspect most Classicists and ancient historians really mean by their use of Persia – that which was within the political boundaries of States ruled by Iranians.". 
  39. Richard Frye (2012). Persia (RLE Iran A). Routledge. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-84154-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. This 'greater Iran' included and still includes part of the Caucasus Mountains, Central Asia, Afghanistan, and Iraq; for Kurds, Baluchis, Afghans, Tajiks, Ossetes, and other smaller groups are Iranians الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Richard Frye (2012). Persia (RLE Iran A). Routledge. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-84154-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. This 'greater Iran' included and still includes part of the Caucasus Mountains, Central Asia, Afghanistan, and Iraq; for Kurds, Baluchis, Afghans, Tajiks, Ossetes, and other smaller groups are Iranians الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Iran". Oxford Dictionaries. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Iran". Merriam-Webster. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "How do you say Iran?". Voice of America. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. https://persiadigest.com/Piranshahrs-8000-year-old-artifacts-unearthed
  46. https://nation.com.pk/08-Jan-2019/8-000-years-old-artifacts-unearthed-in-iran
  47. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. https://newspakistan.tv/8000-years-old-artifacts-unearthed-in-iran/