Permanently protected article

تهران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
(فارسی: تهران د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د تهران انځور
د تهران انځور

د تاسيس نيټه ۲۰ مارچ ۱۷۹۴  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تهران

هيواد ايران  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پلازمینه د
کورډېناټونه: ۳۵°۴۲′۰۰″شمال ۵۱°۲۵′۰۰″ختیځ / 35.7°شمال 51.416666666667°ختيځ / 35.7; 51.416666666667  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه 686 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالي 1200 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس 8693706 (سرشمېرنه) (۲۰۱۶)[۳]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
خورلڼې ښارونه
رسمی ژبه پارسي  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوسټ کوډ
13ххх-15ххх  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټليفون کوډ 021  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ویب پاڼه د تاييدولو سرچينه (پارسي او انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 112931[۴]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تهران د ایران پلازمېنه او د تهران ولایت مرکز دی. د تهران په ښار کې ۸.۷ میلیونه وګړي ژوند کوي، خو په ټوله سره د تهران په ولایت کې بیا ۱۵ میلیونه وګړي اوسیږي. تهران په ټول ایران او لویدیځه اسیا کې یو له تر ټولو زیات وګړنیز ښار دی، چې له قاهرې وروسته په منځني ختیځ کې بیا دویم ستر میټروپولیټن سیمه ګڼل کېږي. د نړۍ په کچه د میټروپولیټن ښارونو په منځ کې په ۲۴ کتار کې راځي. دا ښار همداشان د پرمختګ او راتلونکو معمارویو له اړخه ډېر پېژندل شوی ښار دی، چې تر ټولو مهم یادګارونه یې د زاها حدید له خوا طراحي شوي د میلاد برج او د فرشته پاسارګاد هوټل دی. [۵][۶]

په کلاسیکه سیمه کې، چې ځینې برخې یې په اوسني تهران کې شاملي دي، یو وخت د ری ښار و، هغه ښار چې په منځنیو پیړیو کې د عرب، ترک او مغول تیریو له کبله ویجاړ شوی. د نن ورځې ری ښار هغه ښاري سیمه ده چې د تهران په میټروپولیټن سیمه کې شامل ده. [۷]

تهران په لومړي په ۱۷۸۶ز کال کې د قاجاریانو د سلسلې د پاچا، اقا محمد خان له خوا د ایران پلازمېنه وټاکل شو، د دې کار علت قفقاز سیمې ته د تهران نږدیوالی، چې وروسته بیا د قفقاز سیمه د ایران او روسانو په جګړو کې له ایران څخه بېله شوه. د ایران پلازمېنه د تاریخ په اوږدو کې څو ځلې بدلون موندلی ده، چې په دې ترڅ کې تهران د فارس ۳۲ مه پلازمېنه راځي. په دغه ښار کې په پراخه کچه ودانۍ په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې پیل شوه، چې په ۲۰مه پېړۍ کې تهران ته له ټول ایران څخه خلک را کډه شول. [۸]

تهران کې زیاتره تاریخي ځایونه شته، له هغې ډلې کولای شو د ګلستان، سعدآباد او نیاوران په نوم شاهانه مجتمع یادې کړو، چېرته چې د ایران وروستۍ دوه د پاچاهۍ سلسلې پکې مېشتې وي. په تهران مشهورې ودانۍ د ازادي برج، کوم چې په ۱۹۷۱ز کال کې د پهلوي سلسلې د محمد رضاشاه له خوا د ایران ۲۵۰۰ کلیزې په ویاړ جوړ شو او بل د میلاد برج چې په نړۍ کې شپږم تر ټولو ستر برج دی، چې په اصل کې د شاه له خوا یې پلان جوړ شوی و او په ۲۰۰۷ کال کې بشپړ شو او درېیم یې هم د طبیعت پل دی چې په ۲۰۱۴ز کال کې بشپړ شو.[۹]

زیاتره اوسیدونکي یې فارسي ژبې دي او نږدې ۹۹ سلنه یې په فارسي ژبه خبرې کوي، چې په تهران کې اوسیدونکې د نورو ژبو زیاتره اوسیدونکي هم په فارسي ژبه خبرې کوي. [۱۰][۱۱][۱۲]

تهران د (امام خمیني) په نوم یو نړیوال هوايي ډګر، (مهراباد) په نوم داخلي هوايي ډګر، د اورګاډي مرکزي سټیشن، چټک د ترانزیټ سیستم، تهران میترو، د بس ګاډو چټک ترانزیټي سیستم، برقي بسونه او د لویو لارو پراخه شبکه لري.

د هوا د ککړتیا او زلزلو له کبله نورو سیمو ته د ایران د پلازمېنې لېږد، تر اوسه پورې نه دی تصویب شوی. په ۲۰۱۶ز کال کې د Mercer له خوا د نړۍ له ۲۳۰ ښارونو څخه تر سره شوې سروې، تهران د ژوند کولو د کیفیت له اړخه په ۲۰۳ کتار کې راوست. په ۲۰۱۶ز کال کې د نړیوالو مقاصدو د ښارونو د شاخص له مخې، تهران په غوره لسو هغو هېوادونو کې راځي چېرته چې زیات شمېر ور مات دي. [۱۳][۱۴]

د تهران د ښار شورا په ۲۰۱۶ کال کې د اکټوبر ۶مه د تهران د ورځې په نوم ونوموله، کوم چې په ۱۹۰۷ کال کې په همدې ورځ تهران د ایران رسمي پلازمېنه اعلام شوه. [۱۵]

ریښه پېژندنه

د تهران د نوم په اړه ګڼ شمېر نظرونه شته.

ایرانی ژب پوه، احمد کسرايي د «شمیران-تهران» په نوم یوه مقاله کې ویلي چې تهران او کهران د «ګرم ځای» او شمیران د «ساړه ځای» په معنا ده.  هغه ښارونه د ورته مختاړې او وروستاړې سره ګڼلي او د همدې کلیمو توري یې د لرغوني ایران په ژبو کې څېړلې او بیا دې پایلې ته رسیدلی چې تهران او کهران د ایراني ژبو په بېلابېلو کورنیو کې ورته معنا ورکوي، ځکه چې په دغو ژبو کې د «ت» او «ک» توري ورته معنا لري. هغه همدا راز په خپله مقاله کې شواهد وړاندې کوي چې هغه ښارونه کوم چې د «شمیران» په نوم وو هغه ساړه او هغه چې د د «تهران» یا «کهران» په نوم وو هغه ډېر ګرم و. هغه د ایران د لرغونو ژبو تاریخ ته په نه کتو سره لکه «تیرګان» تیوري او د «طهران» تیوري، نورې نظریې په پام کې نیولي دي. [۱۶]

بله نظریه دا ده چې «تهران» له تیران/تیرګان څخه را اخیستل شوی ده، «د تیر مسکن»، د زردشتي د هرمیس معادل. د تیران یو لرغون پارتین ښار د مهران په نوم یو ګاونډی درلود (مهران یعنې د مهر/میترا مسکن، د زردشتیانو د خدای لمر). دا دواړه ښارونه د ری د ستر ښار په څنډو کې دوه کلي وو. مهران او ری لا اوس هم د تهران په میتروپولیټن سیمه کې د اوسیدو سیمې دي، چې د تهران سویلي سیمې جوړوي.

د تهران د ښار رسمي وېبپاڼه وايي چې «تهران» فارسي کلیمه ده چې له «ته» یعنې د «بیخ یا پای» او «ران» یعنې «غر» په معنا ده – چې په اصطلاحي ډول ورته د غره بیخ ویل کېږي. دې ته په کتو سره وینو چې تهران د البرز غرونو په لمنه کې پرته دی او دا نظر تر یوه برېده پورې مناسب ښکاري.[۱۷]

کلاسیکه دوره

تهران له تاریخي اړخه د ماد یا مادیا د سیمې په شمال لویدیځ ایران کې پروت ولایت دی. د مادیا د سترواکۍ په مهال، د نننۍ ورځې د تهران یوه برخه د مادیا د ستر ښار یعنې ری یو کلی و. د اوستا په ویدویدات کې ری د اوهرمزد له خوا د ۱۲ سپیڅلي ځای په توګه یاد شوی دی. په زړو فارسي لیکنو کې، ری د یوه ولایت په توګه راښکاره شوی (بستون ۲، ۱۰-۱۸). له ری څخه لومړي داریوش د خپل پلار، هیسټاسپس ته مرستندونه ځواک ور ولیږد کوم چې په پارت کې د بلواګرو د ځپلو په حال کې و (بستون ۳، ۱-۱۰). ځینې فارسي لیکنې ری د زردشت د زوکړې ښار را پېژني، که څه هم معاصر تاریخ لیکونکي د زردشت د زوکړې ځای خراسان بولي. [۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې

  1.   د (P982) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د تهران اړوند په ميوزك برينز کي". MusicBrainz area ID. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  2.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د تهران اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  3. https://citypopulation.de/en/iran/cities/
  4. پیوستون : 112931  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  5. SI ee List of metropolitan areas in Asia.
  6. "The world's largest cities and urban areas in 2006". City Mayors. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Erdösy, George. (1995). The Indo-Aryans of ancient South Asia: Language, material culture and ethnicity. Walter de Gruyter. د کتاب پاڼې 165. Possible western place names are the following: Raya-, which is also the ancient name of Median Raga in the Achaemenid inscriptions (Darius, Bisotun 2.13: a land in Media called Raga) and modern Rey south of Tehran الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Tehran (Iran) : Introduction – Britannica Online Encyclopedia". Encyclopædia Britannica. 
  9. "Tabiat Pedestrian Bridge / Diba Tensile Architecture". ArchDaily. November 17, 2014. مؤرشف من الأصل في September 23, 2015. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "چنددرصد تهرانی‌ها در تهران به دنیا آمده‌اند؟". tabnak.ir (په فارسی ژبه کي). November 3, 2010. مؤرشف من الأصل في February 27, 2012. د لاسرسي‌نېټه December 18, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Abbasi-Shavazi, Mohammad Jalal; McDonald, Peter; Hosseini-Chavoshi, Meimanat. (September 30, 2009). "Region of Residence". The Fertility Transition in Iran: Revolution and Reproduction. Springer. د کتاب پاڼي 100–101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  12. Schuppe, Mareike. (2008). Coping with Growth in Tehran: Strategies of Development Regulation. GRIN Verlag. د کتاب پاڼې 13. Besides Persian, there are Azari, Armenian, and Jewish communities in Tehran. The vast majority of Tehran's residents are Persian-speaking (98.3%). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Barbaglia, Pamela. (په March 29, 2016 باندې). Iranian expats hard to woo as Western firms seek a foothold in Iran. Reuters.
  14. Erenhouse, Ryan. (September 22, 2016). "Bangkok Takes Title in 2016 Mastercard Global Destinations Cities Index". MasterCard's newsroom. مؤرشف من الأصل في April 28, 2017. د لاسرسي‌نېټه June 12, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Citizens of Capital Mark Tehran Day on October 6". 2018-10-06. مؤرشف من الأصل في ۰۶ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Yahya, Zoka (1978). Karvand of Kasravi. Tehran: Franklin. د کتاب پاڼي 273–283. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Behrooz, Samira; Karampour, Katayoun. (November 15, 2008). "A Research on Adaptation of Historic Urban Landscapes". د اصلي آرشيف څخه پر July 24, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 18, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  18. Sarkhosh Curtis, Vesta; Stewart, Sarah. (2005), Birth of the Persian Empire, I.B. Tauris, د کتاب پاڼې 37 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  19. Minorsky, Vladimir; Bosworth, Clifford Edmund. "Al-Rayy". Encyclopaedia of Islam: New Edition 8. 471–473. 
  20. "Tehrān - History". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)