ايران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايران
جمهوری اسلامی ایران (پارسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نامه د
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
Damavand (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
خپلواک هېواد
اسلامي جمهوريت (۱۹۷۹ – )
هېواد[۲] (۰۶۷۸ "ق.م" – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د وګړو شمېر
  لړۍ...
۸۶٬۷۵۸٬۳۰۴[۳] — ۲۱٬۹۵۸٬۴۶۰[۴] — ۲۲٬۵۳۵٬۶۷۲[۴] — ۲۳٬۱۳۰٬۰۸۵[۴] — ۲۳٬۷۴۲٬۳۲۴[۴] — ۲۴٬۳۷۳٬۱۸۸[۴] — ۲۵٬۰۲۳٬۵۸۰[۴] — ۲۵٬۶۹۶٬۶۳۱[۴] — ۲۶٬۳۹۳٬۸۸۹[۴] — ۲۷٬۱۱۳٬۱۳۶[۴] — ۲۷٬۸۵۰٬۹۲۶[۴] — ۲۸٬۶۰۶٬۵۸۴[۴] — ۲۹٬۳۸۱٬۹۵۵[۴] — ۳۰٬۱۸۴٬۱۷۳[۴] — ۳۱٬۰۲۴٬۷۴۳[۴] — ۳۱٬۹۱۸٬۳۶۰[۴] — ۳۲٬۸۷۷٬۶۷۸[۴] — ۳۳٬۹۰۱٬۴۱۴[۴] — ۳۴٬۹۹۲٬۴۸۳[۴] — ۳۶٬۱۷۱٬۸۸۹[۴] — ۳۷٬۴۶۵٬۷۶۴[۴] — ۳۸٬۸۸۹٬۵۲۰[۴] — ۴۰٬۴۴۰٬۰۴۱[۴] — ۴۲٬۱۰۰٬۴۱۰[۴] — ۴۳٬۸۵۲٬۷۱۰[۴] — ۴۵٬۶۷۲٬۲۱۹[۴] — ۴۷٬۵۳۱٬۷۴۰[۴] — ۴۹٬۴۴۰٬۶۳۷[۴] — ۵۱٬۳۷۷٬۹۱۴[۴] — ۵۳٬۲۵۰٬۴۳۴[۴] — ۵۴٬۹۳۸٬۲۶۴[۴] — ۵۶٬۳۶۱٬۸۶۸[۴] — ۵۷٬۴۷۲٬۲۹۳[۴] — ۵۸٬۳۰۷٬۴۵۷[۴] — ۵۸٬۹۸۲٬۴۳۰[۴] — ۵۹٬۶۶۳٬۱۰۷[۴] — ۶۰٬۴۶۸٬۳۵۲[۴] — ۶۱٬۴۴۰٬۸۸۷[۴] — ۶۲٬۵۴۲٬۵۳۱[۴] — ۶۳٬۷۱۳٬۳۹۷[۴] — ۶۴٬۸۵۸٬۷۵۴[۴] — ۶۵٬۹۱۱٬۰۵۲[۴] — ۶۶٬۸۵۷٬۶۲۴[۴] — ۶۷٬۷۲۷٬۲۷۴[۴] — ۶۸٬۵۴۳٬۱۷۱[۴] — ۶۹٬۳۴۲٬۱۲۶[۴] — ۷۰٬۱۵۲٬۳۸۴[۴] — ۷۰٬۹۷۶٬۵۸۴[۴] — ۷۱٬۸۰۹٬۲۱۹[۴] — ۷۲٬۶۶۰٬۸۸۷[۴] — ۷۳٬۵۴۲٬۹۵۴[۴] — ۷۴٬۴۶۲٬۳۱۴[۴] — ۷۵٬۴۲۴٬۲۸۵[۴] — ۷۶٬۴۲۴٬۴۴۳[۴] — ۷۷٬۴۴۷٬۱۶۸[۴] — ۷۹٬۹۶۶٬۲۳۰ — ۸۴٬۹۲۳٬۳۱۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
قومي ډلې
وګړنوم
  لړۍ...
IranianPersianirániIrananoirananoLiränanإيرانيإيرانيةإيرانيونиранециранкаиранцыایرانیIranischאיראניאיראניתiranieniiranianiranianăইরানীiranieniranianoiranianairanianiiranianeiraniiraníniraninaایرونیایرانیiraninoiraniu[۶]irania[۶]iranio[۶]Iranienne[۷]Iranien[۷]IranerinIraneriranianairanianeiranianiiranianإيرانيإيرانيةإيرانيينإيرانيات ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
هېواد
ځایناستی د
اړين معلومات
مهمې پیښې
کچه او لوړوالۍ
د ځای کچه
۱٬۶۴۸٬۱۹۵ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور معلومات
د لیدونکو کلنی شمېر
۱٬۶۵۴٬۰۰۰ (۲۰۰۴) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۲°شمال ۵۳°ختیځ / 32°شمال 53°ختيځ / 32; 53 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

ايران چې فارس هم بلل کېږي او رسمي نوم يې د ايران اسلامي جمهوريت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. په شمال لويديځ کې له ارمنستان او اذربايجان سره، په شمال کې د کسپين له سمندر سره، په شمال ختيځ کې له ترکمنستان سره، په ختيځ کې له افغانستان سره، په سويل ختيځ کې له پاکستان سره، په سويل کې د فارس له خليج او عمان له خليج سره او لويديځ لور ته د ترکيې او عراق سره ګډه پوله لري. د ۱۶۴۸۱۹۵ کيلو متره مربع (۶۳۶۳۷۲ ميل مربع) مساحت په لرلو سره، ايران په اسيا کې پنځم سترهېواد دی او په منځني ختيځ کې(له سعودي عربستان وروسته) دويم ستر هېواد دی. د پنځه اتيا ميليونه وګړو په لرلو سره، په نړۍ کې د نفوسو له پلوه اولسم هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې تهران دی.[۲۰][۲۱]

د اوسني ايران اصلي ځمکه د افغانستان (( پخوانی اریانا))، اذربایجان، او خلیج پارس له ځمکو څخه جوړه سوې ده. پارس چي د پخواني افغانستان واکمني او پلازمینه یې بلخ ولایت وو د پارسي کلمې څخه اخیستل سوی لفظ دی. د اسلام تر راتګ وروسته کله چي پر دغه ځمکه عربانو یرغل پیل کړ نو یې د فارس نوم ورباندي کښېښود، ځکه په عربي ژبه کي د پ لفظ شتون نلري او عربانو یې په بدل کي د ف لفظ وکاراوه. عرب مسلمانانو په اوومه زېږديزه پېړۍ کې د پارس سترواکي ونيوله او د اوسني ايران اسلامي کولو ته يې لاره پرانيسته. د راشده خلافت او اموي واکمنۍ پر مهال ایران د عجمي عراق او خراسان یوه برخه وه او ترهغه وروسته په عباسي خلافت کي کله چي مسلمان خلیفه ګان له سیاسي پلوه ناتوانه سول د پارس سیمه د سلجوقیانو، افغانانو او نورو ترکي دولتونو تر واک لاندي راغله. په پنځلسمه پیړۍ کي د صفاریانو په نوم واکمني د متحده پارس دولت جوړ کړ او هېواد يې په شيعه اسلام واړاوه. په اتلسمه پېړۍ کې د نادرافشار له لوري د پارس شیعیزم ته پرلپسې چوپړ ترسره سو او غوښتل یې چي شاوخوا هیوادونه په ځانګړي ډول افغانستان تر خېټه لاندي کړي خو په دې کار کي ناکامه سو او څو ځله یې له افغانانو څخه شرموونګې ماته وخوړه عیني لکه څرنګه چي یې دصفویانو د واکمنی پر مهال له عثماني واکمنی څخه ماته کړې وه. په نولسمه پېړۍ کې له روسيې سره د جګړو د يوې لړۍ په  پايله کې پارس د پام وړ ځمکي له لاسه ورکړې. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ايران د اساسي قانون د اوښتو شاهد و او په ۱۳۳۵ کال کي یې خپل نوم له پارس څخه په ایران بدل کړ، ترڅو دافغانانو، ترکانو او نورو قومونو چي پر دوی یې له سلګونو راهیسي واکمني کړې وه ځان خپلواک وښیي. د لويديځو شرکتونو له لوري د ايران د تيلو د مهيا کولو او ملي کولو هڅې په ۱۹۵۳ز کال کې انګليس-امريکايي اوښتون رامنځ ته کړ، پايله یې دا سوه چې د محمد رضا پهلوي په مشرۍ زياته استبدادي واکمني او په ايران کې د لويديځ د زيات سياسي نفوذ لامل وګرځېد. رضا پهلوي په ۱۹۶۳ز کال کي د سمونونو يوه لړۍ پر لار واچوله. د ايران له انقلاب وروسته، په ۱۹۷۹ز کال کي روح الله خميني اوسنی اسلامي جمهوريت جوړ کړ او د هېواد لومړی مذهبي رهبر سو.   [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د ايران حکومت يو اسلامي مذهبي حکومت دی چې د صدراتي دموکراسۍ عناصر په کې شامل دي او تر ټولو زيات واکونه يو «مشر استبدادي رهبر» ته ورکړل شوي دي، دا دنده په ۱۹۸۹ز کال کې د خميني له مړينې وروسته تر اوسه د علي خامنه اي سره ده. تر ډېره بريده د ايران حکومت مطلق العنان بلل کېږي، له بشري حقوقو او مدني آزادۍ نه د سرغړونې له امله تر پراخه نېوکو لاندې دی، په دې سرغړونو او محدوديتونو کې له تاوتريخوالي ډکو ګڼو لاريونونو ځپل، ناعادلانه ټاکنې او د مېرمنو او ماشومانو لپاره محدود حقوق ورکول شامل دي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

ايران يو سيمه یيز او منځنی ځواک دی، له جيوپوليتيکي پلوه د اسيا په لويه وچه کې ستراتيژيک موقعيت لري. ايران د ملګرو ملتونو، ECO، اسلامي همکاريو سازمان او OPEC بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی. ايران د فوسيلي سون توکو سترې زېرمې لري –په دې کې د نړۍ دويم ستر طبيعي ګاز زېرمې او د نړۍ څلورم ستر ثابت شوي تېلو زېرمې شاملې دي. ايران تکثيري ټولنه لري چې د ګڼو توکميزو، ژبو او ديني ډلو نه جوړه ده خو پارسی قوم یې (( دلته مراد پارسي ژبي قومونه دي )) پر نورو قومونو ظلم کوي اود واک چاري یې تر ډیره پخپلو لاسونو کي نیولي دي. سترې ډلې يې فارسي، اذري، کوردي، مازندراني او لريان دي.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

نوم

د ايران ټکی نېغ په نېغه له منځنۍ فارسي ژبې، له « Ērān» نه اخستل شوی، په لومړي ځل د درېيمې پېړۍ په ډبرليک «نقش رستم» کې تاييد شوی، په ورته وخت کې اشکاني ډبرليک کې د اريان اصطلاح کارول شوې ده چې دا دواړه ډبرليکونه ايرانيانو ته اشاره کوي. د منځنۍ ايراني « ērān» او « aryān» ټکي د « ēr» (منځنۍ فارسي) او « ary» (اشکاني) ټکو يو ځای شوې بڼې ته مايل ښکاري، دا دواړه ټکي له پروتو-ايراني ژبې د « *arya» ټکي نه اخستل شوي (چې معنا يې ده: اريايي، يعنې له ايرانيانو نه)، دا ټکی له پروټو-هندو-اروپايي ټکي « *ar-yo» نه د را ايستل شوي په توګه منل شوی دی چې معنا يې ده «هغه څوک چې (په مهارت سره) راټوليږي». په ايراني ژبو کې، د توکم پر اساس پېژندګلوي د خپل ځان پېژندنې په توګه تاييد شوې، چې په لرغونو ډبرليکونو او اوستا په ادبياتو کې ځای ورکړل شوی دی، همدا راز په نورو ايراني توکميزو نومونو کې هم پاتې دی، لکه الان ايرون. د ايراني افسانو تر مخې، د دې هېواد نوم د ايراج له نوم نه اخستل شوی دی، ايراج يو افسانوي شاهزاده او پاچا و چې د خپل ورور له خوا وژل شوی و.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

له تاريخي اړخه، لویديځ ايران ته فارس وايي، د يوناني تاريخ پوهانو د لیکنو له امله چې عمدتاً ټول ايران ته د « Persís» نوم اخلي او معنا يې ده «د فارسيانو ځمکه»، په داسې حال کې چې پرسيس د لرغوني ايران يو ولايت و چې اوسمهال د فارس په نوم پېژندل کېږي. د يونانيانو تر ټولو پراخه بهرنۍ اړيکې له فارسيانو سره وې، دا اصطلاح ان له يوناني-فارسي  جګړو (له زېږد مخکې ۴۹۹-۴۴۹) ډېر وروسته هم کارېده.[۴۹][۵۰]

په ۱۹۳۵ز کال کې، کله چې نوروز د ۱۹۳۵ز کال د مارچ مياشتې له يووېشتمې نېټې سره برابر شو، رضا شاه پر دې مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې، ايران ته خپل اصلي نوم ايران وکاروي او دا نوم د همدې کال د مارچ مياشتې له دوه وېشتمې نېټې نافذ شو. د نوم له بدلون سره د مخالفت له امله دا پریکړه په ۱۹۵۹ز کال کې لغوه شوه، د ايرانيکا دايرة المعارف سموونکي پروفيسر احسان يارشاطر د دې لپاره مبارزه وکړه چې ايران او فارس د يو بل پر ځای وکارول شي. اوسمهال دواړه ايران او فارس په کلتوري برخو کې کارول کېږي، په داسې حال کې چې ايران نوم په رسمي دولتي جوړښتونو کې په خپل ځای پاتې دی.[۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

د ايران ټکي تاریخي او کلتوري کارول تر اوسني دولت پورې محدود نه دي. د ايران کلتوري او ژبنۍ حوزې قلمرو ته د «لوی ايران» (ايران زمين يا ايران بزرګ) اصطلاح کارول کېږي. پر اوسني ايران سربېره، په دې کې د قفقاز، اناتولي، بين النهرين، افغانستان او مرکزي اسيا ځينې برخې هم شاملې دي.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

تلفظ

په فارسي کې د ايران تلفظ په [ʔiːˈɾɒːn] ډول کېږي. د ټولګټو شريک انګليسي تلفظ يې په اکسفورډ انګليسي قاموس کې په /ɪˈrɑːn/ او  /ɪˈræn/ ډول شوی، په داسې حال کې چې د ميريام ويبسټر د قاموس په څېر امريکايي انګليسي قاموسونه يې تلفظ په دې ډول کوي چې: /ɪˈrɑːn, -ˈræn, aɪˈræn/، د Random House Webster's Unabridged قاموس د ايران تلفظ په /ɪˈræn, ɪˈrɑːn, aɪˈræn/ ډول ليکلی دی. کمبريج قاموس يې د بریتانوي انګليسۍ لهجې تلفظ په  /ɪˈrɑːn/ ډول او امريکايي لهجې انګليسي تلفظ په  /ɪˈræn/ ډول کړی دی. په ورته توګه، په ګلاسکو کې د Collins انګليسي قاموس بيا هم انګريزي انګليسي او امريکايي انګليسي تفلظونه وړاندې کړي دي. له امريکا غږ نه د تلفظ لارښود کې هم د ايران د نوم تلفظ په /ɪˈrɑːn/ دې ډول شوی دی.[۶۰][۶۱][۶۲]

قومونه

[۶۳] ايران لکه افغانستان بيلابيل توکمونه لري ، د ايران توکمونه په لاندې ډول دي؛

فارس(پارسیان): ٪۶۸

ترکان: ٪۱۶

کوردان: ٪۹

بلوچان: ٪۲

عربان: ٪۲

ترکمانان: ٪۲

نور قومونه: ٪۱

نوم

تاريخ

د اوسني ایران تاریخ له 1335 هجري سپوږمیز کال څخه هغه وخت راپیلیږي کله چي ددغه هیواد شاهي واکمني د افغانستان او نورو هیوادونو په اجازه د لرغوني پارس نوم ایران ته واړاوه. د پهلوي کورنۍ ترمخه ددغه هیواد تاریخ تر ډېره پوري د نورو قومونو او واکمنیو اړوند دی او پر دغه سیمه باندي په بېلابیلو وختونو کي ترکان، افغانان، عرب او نور خلک واکمن سوي دي. د لرغوني پارس (( پخواني افغانستان یا اریانا )) واکمني چي مرکز یې بلخ ولایت وو اوسنی ایران یې یوه برخه بلل کېده او ترهغه وروسته هخامنشیانو، ساسانیانو او نورو کورنیو وخت پر وخت دلته واکمني کړې ده. د ساسانیانو تر واکمني وروسته کله چي دغه سیمه عربانو لاندي کړه اوسنی ایران د عجمي عراق په نوم د اسلامي واکمنۍ یوه برخه وه چي څه برخه یې د پخواني افغانستان یا خراسان اړوند کېدل. ورپسې دغه هیواد دعباسي خلافت، ترک سلجوقيانو ، صفاریانو صفویانو او نورو هیوادونو ترلاس لاندي سیمه وه. دصفوي واکمنۍ تر ناتوانه کېدو وروسته پارس د افغان هوتکیانو تر لاس لاندي راغلی او ورپسې افشاري کورنی ورباندي واکمنه سول. د نادرشاه افشار د مړیني سره سم افغانان د پارس د لویي برخي څښتنان سول او اصفهان یو له هغه ښارونو وو چي په رسمي ډول د افغانستان اړوند بلل کېدی خو د احمدشاه بابا مړینه او په سیمه کي د انګریزانو نفوذ ددې باعث وګرځېدی چي اصفهان او د پارس لویدیځي سیمي بیرته د یو نوي هیواد په توګه راڅرګند او بغاوت وکړي او ددې لپاره چي خپل تاریخ له افغانانو او نورو څخه خپلواک وښیي د ایران پهلوي واکمنۍ په وروسته کي د پارس نوم ایران ته تبدیل کړ.

اساسي تشکيلاتواو دندو ته کتنه

جمهور ريئس

دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ گڼل کيږی . جمهور ريئس د څلورو کالو لپاره د ټولټاکنو د لاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترگو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانگړۍ ارگان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د ( شورای نگهبان ) لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی .

حکومت

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی


پیرانشهر د ایران د تمدن پاڼی دی [۶۴] [۶۵] [۶۶] [۶۷]

پارلمان

دايران د پارلمان ( مجلس ) ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلگو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارگان په توگه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارگان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ گڼل کيږی چی دشورای نگهبان لخوا دتائيد وړ وگرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نگهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې .

شورای خبره گان ( دپوهانو جرگه )

ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرگه ٨٦ غړې لری چی دخلگو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نگهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داگړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی

شورای نگهبان ( دڅارنی جرگه )

داجرگه دهيواد ترټولو اغيزمن ارگان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ( ٦ تنه ) يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په گوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنگه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی .

دهيوادستر روحانی مشر

لکه څنگه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرگی لخوا په دنده گمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرگی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځگړيتوب شورا گمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی گمارل شوی

حکومت او سياست

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی

جغرافيه

آرنۍ ليکنه: د ايران جغرافيه

اقليم

ولايتونه

۱. تهران
۲. قم
۳. د مرکزی ولایت
۴. قزوین
۵. د گیلان ولایت
۶. د اردبیل ولایت
۷. د زنجان ولایت
۸. د ختیځي آذربایجان ولایت
۹. د لویدیځي آذربایجان ولایت
۱۰. کردستان
۱۱. همدان
۱۲. کرمانشاه
۱۳. د ایلام ولایت
۱۴. لرستان
۱۵. خوزستان
۱۶. چهارمحال و بختیاری
۱۷. کهگیلویه و بویراحمد
۱۸. د بوشهر ولایت
۱۹. د فارس ولایت
۲۰. هرمزگان
۲۱. سیستان و بلوچستان
۲۲. کرمان
۲۳. یزد
۲۴. اصفهان
۲۵. سمنان ولايت
۲۶. مازندران
۲۷. گلستان
۲۸. شمالي خراسان
۲۹. رضوي خراسان
۳۰. سهېلي خراسان
۳۱. البرز ولايت
Numbered map of provinces

اقتصاد

آرنۍ ليکنه: د ايران اقتصاد

توکميزې ډلې

لويې ژبې

مذهب

لوی ښارونه

سرچینې

  1. لیکوال: پوهنمل حاجی محمد نوزادی.
  1. "peakbagger.com". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date= (مساعدة)
  2. Stated in: Mo'in Encyclopedic Dictionary. ليکوال: Mohammad Moin. Publisher: Amir Kabir Publishers. د خپرولو نیټه: ۱۹۷۲.
  3. Reference URL: https://www.cia.gov/the-world-factbook/countries/iran/#people-and-society.
  4. ۴٫۰۰ ۴٫۰۱ ۴٫۰۲ ۴٫۰۳ ۴٫۰۴ ۴٫۰۵ ۴٫۰۶ ۴٫۰۷ ۴٫۰۸ ۴٫۰۹ ۴٫۱۰ ۴٫۱۱ ۴٫۱۲ ۴٫۱۳ ۴٫۱۴ ۴٫۱۵ ۴٫۱۶ ۴٫۱۷ ۴٫۱۸ ۴٫۱۹ ۴٫۲۰ ۴٫۲۱ ۴٫۲۲ ۴٫۲۳ ۴٫۲۴ ۴٫۲۵ ۴٫۲۶ ۴٫۲۷ ۴٫۲۸ ۴٫۲۹ ۴٫۳۰ ۴٫۳۱ ۴٫۳۲ ۴٫۳۳ ۴٫۳۴ ۴٫۳۵ ۴٫۳۶ ۴٫۳۷ ۴٫۳۸ ۴٫۳۹ ۴٫۴۰ ۴٫۴۱ ۴٫۴۲ ۴٫۴۳ ۴٫۴۴ ۴٫۴۵ ۴٫۴۶ ۴٫۴۷ ۴٫۴۸ ۴٫۴۹ ۴٫۵۰ ۴٫۵۱ ۴٫۵۲ ۴٫۵۳ Stated in: World Bank Open Data. Publisher: نړیوال بانک.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ ۵٫۴ ۵٫۵ ۵٫۶ ۵٫۷ Stated in: The World Factbook. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۷. Publisher: Central Intelligence Agency. د اثر ژبه يا نوم: انګليسي ژبه. ليکوال: Central Intelligence Agency. ISSN: 0277-1527.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Reference URL: http://www.academiadelallingua.com/diccionariu/index.php?cod=29580.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Reference URL: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  8. Reference URL: https://www.oic-oci.org/states/?lan=en. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲.
  9. Reference URL: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  10. Reference URL: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Asia-South-Pacific/IRAN. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  11. Reference URL: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  12. Reference URL: https://www.opcw.org/about-us/member-states/iran-islamic-republic. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  13. Reference URL: https://www.iho.int/srv1/index.php?option=com_wrapper&view=wrapper&Itemid=452&lang=en. Publisher: International Hydrographic Organization. Retrieved: ۸ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  14. Reference URL: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
  15. Reference URL: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  16. Reference URL: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=150. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  17. Reference URL: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  18. Reference URL: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
  19. Reference URL: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 9. Supports qualifier: پيل نېټه.
  20. A. Fishman, Joshua (2010). Handbook of Language and Ethnic Identity: Disciplinary and Regional Perspectives (Volume 1). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 266. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537492-6. " "Iran" and "Persia" are synonymous" The former has always been used by the Iranian speaking peoples themselves, while the latter has served as the international name of the country in various languages الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Whatley, Christopher (2001). Bought and Sold for English Gold: The Union of 1707. Tuckwell Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lowell Barrington (2012). Comparative Politics: Structures and Choices, 2nd ed.tr: Structures and Choices. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-111-34193-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Encyclopædia Britannica "Encyclopædia Britannica Encyclopedia Article: Media ancient region, Iran". Britannica.com.  
  25. David Sacks; Oswyn Murray; Lisa R. Brody; Oswyn Murray; Lisa R. Brody (2005). Encyclopedia of the ancient Greek world. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 256 (at the right portion of the page). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5722-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. David Sacks; Oswyn Murray; Lisa R. Brody; Oswyn Murray; Lisa R. Brody (2005). Encyclopedia of the ancient Greek world. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 256 (at the right portion of the page). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5722-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Andrew J. Newman (2006). Safavid Iran: Rebirth of a Persian Empire. I.B. Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86064-667-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Savory, R. M. "Safavids". Encyclopaedia of Islam (2nd).  
  29. Axworthy, Michael (2006). The Sword of Persia: Nader Shah, from Tribal Warrior to Conquering Tyrant. I.B. Tauris. د کتاب پاڼي xv, 284. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85772-193-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Fisher او نور 1991، مم. 329–330.
  31. Dowling, Timothy C. (2014). Russia at War: From the Mongol Conquest to Afghanistan, Chechnya, and Beyond. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 728–730. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-948-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Cordesman, Anthony H. (1999). Iran's Military Forces in Transition: Conventional Threats and Weapons of Mass Destruction. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-96529-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Iran". Encyclopædia Britannica. (2012). Encyclopædia Britannica. 
  34. Graham, Robert (1980). Iran: The Illusion of Power. London: St. Martin's Press. د کتاب پاڼي 19, 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-43588-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  39. "Iran". freedomhouse.org. 30 January 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Iran's Strategy in the Strait of Hormuz". The Diplomat. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Iran's president: New oil field found with over 50B barrels". AP NEWS. 2019-11-10. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "World Heritage List". UNESCO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Iran". The World Factbook. Central Intelligence Agency (United States). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. MacKenzie, David Niel (1998). "Ērān, Ērānšahr". Encyclopedia Iranica 8. Costa Mesa: Mazda. 
  45. Schmitt, Rüdiger (1987), "Aryans", Encyclopedia Iranica, New York: Routledge & Kegan Paul, د کتاب پاڼي 684–687 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Laroche. 1957. Proto-Iranian *arya- descends from Proto-Indo-European (PIE) کينډۍ:PIE, a yo-adjective to a root کينډۍ:PIE "to assemble skillfully", present in Greek harma "chariot", Greek aristos, (as in "aristocracy"), Latin ars "art", etc.
  47. Bailey, Harold Walter (1987). "Arya". Encyclopedia Iranica 2. New York: Routledge & Kegan Paul. 681–683. 
  48. Shapour Shahbazi, Alireza. "IRAJ". Encyclopædia Iranica website. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Persia, Encyclopædia Britannica, "The term Persia was used for centuries ... [because] use of the name was gradually extended by the ancient Greeks and other peoples to apply to the whole Iranian plateau."
  50. Wilson, Arnold (2012). "The Middle Ages: Fars". The Persian Gulf (RLE Iran A). Routledge. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-84105-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "This day in history, March 21: Social media website Twitter established with the sending of the first 'tweet' by co-founder Jack Dorsey". chicagotribune.com. Associated Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. (په 1 January 1935 باندې). Persia Changes Its Name; To Be 'Iran' From Mar. 22.
  53. "PERSIA changed to IRAN • Renaming Persia • why & when?". 9 January 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Persia or Iran, a brief history". Art-arena.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Richard N. Frye (20 October 2007). interview by Asieh Namdar. CNN. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. I spent all my life working in Iran, and as you know I don't mean Iran of today, I mean Greater Iran, the Iran which in the past, extended all the way from China to borders of Hungary and from other Mongolia to Mesopotamia الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. Christoph Marcinkowski (2010). Shi'ite Identities: Community and Culture in Changing Social Contexts. LIT Verlag Münster. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-643-80049-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. The 'historical lands of Iran' – 'Greater Iran' – were always known in the Persian language as Irānshahr or Irānzamīn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Frye, Richard Nelson (October 1962). "Reitzenstein and Qumrân Revisited by an Iranian". The Harvard Theological Review. 55 (4): 261–268. doi:10.1017/S0017816000007926. JSTOR 1508723. I use the term Iran in an historical context [...] Persia would be used for the modern state, more or less equivalent to "western Iran". I use the term "Greater Iran" to mean what I suspect most Classicists and ancient historians really mean by their use of Persia – that which was within the political boundaries of States ruled by Iranians. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. Richard Frye (2012). Persia (RLE Iran A). Routledge. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-84154-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. This 'greater Iran' included and still includes part of the Caucasus Mountains, Central Asia, Afghanistan, and Iraq; for Kurds, Baluchis, Afghans, Tajiks, Ossetes, and other smaller groups are Iranians الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. Richard Frye (2012). Persia (RLE Iran A). Routledge. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-84154-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۳. This 'greater Iran' included and still includes part of the Caucasus Mountains, Central Asia, Afghanistan, and Iraq; for Kurds, Baluchis, Afghans, Tajiks, Ossetes, and other smaller groups are Iranians الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. "Iran". Oxford Dictionaries. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. "Iran". Merriam-Webster. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. "How do you say Iran?". Voice of America. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. https://persiadigest.com/Piranshahrs-8000-year-old-artifacts-unearthed
  65. https://nation.com.pk/08-Jan-2019/8-000-years-old-artifacts-unearthed-in-iran
  66. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. https://newspakistan.tv/8000-years-old-artifacts-unearthed-in-iran/