اريايان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

دا ثابته شوېده چي اريائيان دوه زره او پنځه سوه ( ٢٥٠٠ ) کاله پخوا يو قوم و چې د ايران او نورو منځنۍ اسيايي سيمو څخه اوسني افغانستان،پاکستان اور هند سيمو ته راغلو . دې قوم ځان ته ارين ويل چي د ښو خويونو خاوندان اويا داصيلو وگړو مانا لري .د اريا ټکی د سنسکريت ژبې ټکی دی چې مانا يې عزت والا يا مشر ده . دوي چې کله د هند ځمکې ته ننوتل نو هغه وخت په هند کې دراوړ قوم اباد و، اريايانو دراوړيان د هند د ځني سيمو څخه وويستل او هغه دراوړيان بيا د هند جنوبي سيمو ته لاړل او نن هم د هند په جنوبي سيمو کې دا دراوړيان په بېلابېلو توکمونو کې موجود دي په کومو کې چې تامل،مليالم،کنړا او تيلگو له ټولو لوی توکمونه دي، اريايان د هند په شمالي برخو کې اباد شول، اريايان ښايسته خلک و او علم او فن يي هم لرلو ، د لومړنيو تم ځايونو په اړه يې لا ډاډمن مالومات نشته ، خو دا څرگنده شوېده چي افغانستان ته د سير دريا او اموسند له شمالي لوري را تير شوي او په بلخ کي يې د لومړي مدنيت بنسټ ايښۍ دۍ .

د لومړنيو اريائيانو په ټولنيز ژوند کي کورنۍ ډير ارزښت درلود . کورنۍ ته يې (کولا ) ويل چي تر اوسه هم دا نوم په کهول کي ليدل کيږي . دڅو کورنيو څخه يوه قبيله جوړېدل چي د هغې قبيلې رئېس ته يې (پتي) ويل دڅوقبيلوڅخه يو ټبر(قوم)جوړېدئ چي هغه ته يې ( وېسه)اويا ( گرامه ) ويل . د پاچا د اوسېدلو ځای ته يې ( پور ) وايه چي دا درې نومونه تر اوسه هم په شېر پور ، ويس او بگرام کي ليدل کيږي .

اريا ئيانو بلخ ته تر رسيدلو وړاندي کوچياني ژوند درلود . د هغو څيړنو له مخي چي په ١٩٣٩ ميلادي کال د سمرقند په تال برزو کي تر سره شوې ، د يوه اريا ئې پاچا انځور ( تصوير ) د يوه خاورين لوښي پر مخ ولېدل شو . د پوهانو په باور دا د اريا ئېانو د لرغوني پاچا گيومرث انځور دۍ . په ويدي سرودونو کي هم د کوچيانو همدا پاچاد گيومرث په نوم ياد شويدۍ . په ويدي متن کي د پاچا د يادوني څخه دا په ډاگه کيږي چي اريا ئيانو په کوچاني ژوند کي هم د پاچاهۍ نظام درلود .

اريا ئېانود خپلو اوسېدو سيمو ته (اريانا ويجه )يا ( اريانا ورشو ) ويل . هغه مهال چي اوسنۍ بلخ يا پخواني بُخِدي ته ورسېدل ، هلته يې ديوه نوي مدنيت بنسټ کښيښود . د بٌخدي لرغونۍ ښار يې دخپل لومړني پايتخت او اداري مرکزپه توگه وټاکه . د کوچاني ژوند تر څنگ يې په کرهڼه او بڼوالۍ لاس پوري کړ . د اوسېدلو لپاره يې ارت کورنه جوړ کړل . ښار يې جوړ کړ او دهغه ښار د ساتني لپاره يې پلن ديوالودنه او لوړ برجونه ودان کړل ، چي زياتي نښانې يې لا تر اوسه پاتي دي .

د څلور گونو ويدي ټولگي څخه دا په ډاگه کيږي چي اريائيان د پرمختللو او شاعرانه ادبياتو خاوندان وه . ټاکلي ټولنيزمناسبات اوکورنۍ اړيکي يې درلودل .داسي ځانگړي اوډله ايزاخلاقي اصول او مقامونه يې په خپلو کي درلودل چي د خپلو روحاني او مذهبي شخصيتونودرنښت به يې د هغو په پلي کولو سره پر ځای کاوه .

په بٌخدي ( بلخ ) کي د اريا ئې وگړو زياتوالي هغوۍ اړ کړل چي د لويديځ او سهيل ختيځ پر لور په ډله ايزه توگه د ليږد او مهاجرت لړۍ پيل کړي . د لويديځ پر لور لومړۍ پخواني پارس يا اوسني ايران او بيا د او سنۍ ترکيې او تر هغه وړاندوکرښوهم تير شول .هغه ډله اريا ئيان چي دسهيل ختيځ پرخوايې مخه وکړه ، هغوۍ بيا لومړۍ دلرغوني هندشمالي او بيا مرکزي سيموته ورسېدل

سرچنه[سمول]

سلام فرهنگي ټولنه له ويبپاڼه څخه