ترکي خلک (ترکان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ترکان د مرکزي، ختيځې، شمالي او لويديځې اسيا، د اروپا د ځينو برخو او شمالي افريقا د توکميزو ډلو ټولګه ده چې په ترکي ژبو خبرې کوي.[۱][۲]

د ترکانو اصل او منشاء د ډېرو بحثونو موضوع ده. وروستي ژبني، جنيتيکي او لرغون پېژندنې شواهد ښيي چې لومړي ترکان په شمال ختيځ چين او پراخه شمال ختيځه اسيا کې د کرنيزو ټولنو زوزات دی، دوی له زېږد مخکې د درېيمې زريزې په وروستيو کې د منګوليا پر لور خوځېدلي، چېرته يې چې د کليوال ډول ژوند غوره کړی. له زېږد مخکې د لومړۍ زرېزې په لومړيو کې، دا خلک به سپرو کوچيانو بدل شول. له دې وروسته پېړيو کې داسې ښکاري چې د مرکزي اسيا د اوارو سيمو اوسېدونکي د ختيځې اسيا د لږکيو د تسلط له امله په چټکتيا سره ترکي شوي، څوک چې له منګوليا څخه راوتلي وو. د تاريخ په اوږدو کې ډيری په پراخه کچه مختلفې توکميزې ډلې د ژبې د بدلون، کلتور منلو، نېواک، سره ګډوډ کېدلو، منلو او عقيدوي بدلون په مټ د ترکي خلکو برخه ګرځېدلي دي. خو په بېلا بېلو کچو د ټاکلو ترکي خلکو ناژبنۍ ځانګړتياوې سره شريکې دي لکه کلتوري چلند، د يو شریک جنيتيکي ځای څخه نسب او تاریخي تجربې.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

اوسمهال په ترکي ژبه خبرې کوونکو تر ټولو څرګندو ډلو کې ترکان، اذربايجانيان، ازبکان، قزاقان، ترکمن، قرغز او يوغوريان شامل دي.

د نوم رېښې[سمول]

د ترک د اصطلاح لومړۍ پېژندل شوې يادونه يواځې په يوې ترکي ډلې کېده چې هغه «Göktürks» دی، دوی ته احتملاً له ۵۸۷ز کال څخه وروسته نه، د شپږمې پېړۍ د « Khüis Tolgoi/خويس تولګوی» په ډبرليک کې د « türüg ~ török» نوم هم اخستل شوی. د ۵۸۵ز کال کې د اشبارا قاغان له خوا د «ون» سترواک «سوی» ته په ليک کې هغه د «لوی ترک خان» په نوم مخاطب کړی دی. د بوګوت (۵۸۴)  او اورخون (۷۳۵ز) ډبرليکونو د Türküt, Türk او Türük ټکي کارولي دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له زېږد وروسته د لومړۍ پېړۍ په اوږدو کې «Pomponius Mela» د «ازوف» سيند په شمال کې « Turcae » ځنګلونو ته اشاره کوي او «Pliny the Elder» « Tyrcae » د همدې سيمې د خلکو په نوملړ کې شاملوي. خو انګريز لرغون پېژندونکی «اليس مينز» ادعا کړې چې « Tyrcae Τῦρκαι» د «Iyrcae Ἱύρκαι » لپاره «يوه غلطه سمونه ده» چې د هيرودت (تاريخونه IV. ۲۲) په وينا دا هغه خلک دي چې له «Thyssagetae» ورهاخوا يې ژوند کاوه او شونې ده چې د مجاريانو يوګوري نيکونه وي. په لرغون کې ځانګړو ډلو ته اشارې شوي د چا نومونه چې شونې ده د « Tür(ü)k» بهرنی متن وي، لکه توګارما، تورخا/توروشکا، توروکو او همداسې نور؛ خو د معلوماتو تشه هومره د پام وړ ده چې له اوسنيو ترکانو سره د دې لرغونو خلکو هېڅ راز تړون شونی نه دی.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په ټوليز ډول دا منل شوې چې « Türk » نوم د لرغوني ترکي کډوالې اصطلاح « Türük/Törük» څخه اخستل شوی چې معنا يې ده «پنځول شوی، زېږېدلی يا پياوړی»،  د Toru Haneda، Onogawa Hidemi او Geng Shimin په ګډون ځينې علماء باور لري چې Di, Dili, Dingling, Chile  او Tujue ټول لغات له ترکي ټکي « Türk» څخه مشتق شوی چې معنا يې ده «ځواکمن او پياوړی» او د جمعې حالت يې « Türküt» دی. که څه هم «ګرهارډ ډويرفر» په عموم کې د دې اند ملاتړ کوي چې د « türk » معنا ده پیاوړی، «جرارډ کلاسون» وايي چې « türk  ټکی هېڅکله هم د پياوړي په معنا نه دی کارول شوی او دا چې اصلاً türk  يو مشخص نوم و چې معنا يې ده «د بلوغ د اوج نقطه،( د مېوې، انسان او داسې نورو)، خو ډېر ځله د د يوې مېوې لپاره د يو صفت په توګه کارول شوی دی، هغه مېوه چې بشپړه رسېدلې وي؛ (يا انسان) د ژوند په پيل کې، ځوان او پياوړی». «ترک پېژندونکی» «پيټر بي. ګولډن» له دې سره موافقه کړې چې د Turk  ټکی په لرغونې ترکي ژبه کې رېښې لري. خو بيا هم د ديلي، دينګلينګ، شيلي، تله او تيله چې شونې ده د tegrek (احتمالاً د لاسي ګاډۍ په معنا وي) په معنا ليکل شوي، له Tujue سره د تړلو له هڅو سره موافق نه دی، چې معنا يې ده Türküt. چينايي کتاب ژو (اومه پېړې) د Turk  نوم د رېښو په اړه وړانديز کړی دی چې دا ټکی له «ساتندوی خولۍ» څخه اخستل شوی دی، تشریح ورکوي چې دا نوم د يو غر له بڼې څخه اخستل شوی دی، چېرته چې دوی په التيا غرونو کې کار کړی دی. د هنګری عالم «András Róna-Tas» (۱۹۹۱) يوې ختانا-ساکا ټکي ته اشاره کوي چې « tturakä» دی او معنا يې ده «پوښ» چې د معنا له اړخه د «خولۍ» له معنا سره همغاړی دی او همدا د دې عاميانه لغت پېژندنې لپاره يوه احتمالي سرچينه ده؛ خو ګولډن په دې باور دی چې دا اړيکه نورو معلوماتو ته اړتيا لري.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

په چينايي سرچينو کې په ترکي ژبه خبرې کوونکي لومړي د پېژندلو وړ خلک ګکون او سينلي دي چې په سويلي سايبيريا کې مېشت وو. نور لومړي خلک چې «ډينګلينګ» يې بولي هم له ترکانو مخکې بلل کېږي، يا د بديل په توګه له «تونګوسيک» خلکو، یا Na-Dené  او  Yeniseianخلکو سره تړل شوی دي. د منځنيو پېړيو اروپايي حالات ليکونکو د ايروايشيا د اوارو سيمو بېلا بېل ترکان د  ساکانو د «هويت-پېژندنې» لاندې داخل کړي دي. د ۴۰۰ز کال او شپاړسمې پېړۍ تر منځ، بيزانسي سرچينې د دولسو جلا جلا ترکي خلکو لپاره د (Skuthai) نوم کاروي.

په اوسنۍ ترکي ژبه کې چې د ترکيې په جمهوريت کې کار ځينې اخستل کېږي، د «ترکانو» او «ترکي خلکو» تر منځ په ساده ژبه کې توپير شته: د  Türk  ټکی په ځانګړي ډول په ترکي ژبه خبرې کوونکو خلکو ته کارول کېږي (په ترکي د خبرې کولو په برخه کې هماغه ترکي ژبه بلل کېږي)، په داسې حال کې چې ترکي «Türki» اصطلاح عموماً د اوسني ترکي جمهوريت خلکو ته اشاره کوي (Türki Cumhuriyetler يا  Türk Cumhuriyetleri). په هر حال، د دې اصطلاح سم استعمال پر ژبنۍ ډلبندۍ ولاړ دی تر څو له هر ډول سياسي معنا څخه ډډه وشي. په لنډ ډول، Türki  ټکی هم د ترک لپاره کارول کېږي او هم د ترکي لپاره.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

ژبه[سمول]

وېش[سمول]

ترکي ژبې له دېرشو ژبو څخه د ژبو يوه کورنۍ جوړوي، په دې ژبه له ختيځې اروپا او مديترانې څخه تر سايبيريا او لويديځ چېن او په ټول منځني ختيځ کې خبرې کېږي. د نږدې يو سل اويا ميیليونه خلکو اصلي ژبه ترکي ده، نور شل ميليونه خلک په ترکي ژبه د دوی د دويمې ژبې په توګه خبرې کوي. هغه ترکي ژبه چې تر ټولو زياتې خبرې پرې کېږي، فصيحه ترکي يا اناتوليايي ترکي ده چې په دې ژبه خبرط کوونکي د ټولې ترکي ژبې د خبرې کوونکو شا اوخوا څلوېښت سلنه جوړوي. د دوی ټولو له يو په درې څخه زيات يې په توکميز لحاظ د ترکيې ترکان دي، چې په عموم ډول په ترکيه او په سويلي او ختيځې اروپا او لويديځه اسيا کې د پخواني عثماني تسلط لاندې سيمو کې ژوند کوي؛ همدا راز په لويديځه اروپا، استراليا او امريکا کې هم د کډوالۍ له کبله مېشت دي. پاتې ترکي خلک په مرکزي اسيا، روسيه، قفقاز، چين او شمالي عراق کې پراته دي. [۴۷][۴۸]

به دوديز ډول د ترکي ژبې د کورنۍ په اړه باور کېږي چې د التايي ژبې د کورنۍ يوه برخه ده.[۴۹]

سرچینې[سمول]

  1. Encyclopedia Britannica. Turkic peoples. "Turkic peoples, any of various peoples whose members speak languages belonging to the Turkic subfamily..."
  2. Yunusbayev et al. 2015, p. 1. "The Turkic peoples represent a diverse collection of ethnic groups defined by the Turkic languages."
  3. Robbeets 2020.
  4. Damgaard et al. 2018, pp. 4–5. "These results suggest that Turkic cultural customs were imposed by an East Asian minority elite onto central steppe nomad populations... The wide distribution of the Turkic languages from Northwest China, Mongolia and Siberia in the east to Turkey and Bulgaria in the west implies large-scale migrations out of the homeland in Mongolia.
  5. Lee & Kuang 2017, p. 197. "Both Chinese histories and modern dna studies indicate that the early and medieval Turkic peoples were made up of heterogeneous populations. The Turkicisation of central and western Eurasia was not the product of migrations involving a homogeneous entity, but that of language diffusion."
  6. Uchiyama et al. 2020.
  7. Li et al. 2020.
  8. Nelson et al. 2020.
  9. Robbeets 2017، صص. 216-218.
  10. Yunusbayev et al. 2015، صص. 1-2.
  11. Kultegin's Memorial Complex, TÜRIK BITIG Orkhon inscriptions
  12. Tonyukuk's Memorial Complex, TÜRIK BITIG Bain Tsokto inscriptions
  13. Golden, Peter B. (August 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Ethnogonic Tales of the Türks"]. The Medieval History Journal 21 (2): 291–327. doi:10.1177/0971945818775373. 
  14. Golden, Peter Benjamin (2011). "Ethnogenesis in the tribal zone: The Shaping of the Turks". Studies on the peoples and cultures of the Eurasian steppes. Bucureşti: Ed. Acad. Române. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-973-1871-96-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lee, Joo-Yup (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Historical Meaning of the Term Turk and the Nature of the Turkic Identity of the Chinggisid and Timurid Elites in Post-Mongol Central Asia"]. Central Asiatic Journal 59 (1–2): 103–108. 
  16. Maue, Dieter. The Khüis Tolgoi inscription – signs and sounds. https://www.academia.edu/34589694. Retrieved 4 November 2018. 
  17. Vovin, Alexander. Interpretation of the Hüis Tolgoi Inscription. https://www.academia.edu/34550816. Retrieved 4 November 2018. 
  18. Vivin, Alexander (2019). "A Sketch of the Earliest Mongolic Language: the Brāhmī Bugut and Khüis Tolgoi Inscriptions". International Journal of Eurasian Linguistics 1 (1): 162–197. doi:10.1163/25898833-12340008. https://www.academia.edu/39716045. 
  19. West, Barbara A. (19 May 2010). Encyclopedia of the Peoples of Asia and Oceania, p. 826. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-1913-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "新亞研究所 – 典籍資料庫". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Moriyasu & Ochir 1999, p. 123
  22. Pliny, Natural History – Harvard University Press, vol. II (Libri III-VII); reprinted 1961, p. 351
  23. Pomponius Mela's Description of the World, Pomponius Mela, University of Michigan Press, 1998, p. 67
  24. Prof. Dr. Ercümend Kuran, Türk Adı ve Türklük Kavramı, Türk Kültürü Dergisi, Yıl, XV, S. 174, Nisan 1977. s. 18–20.
  25. کينډۍ:Cite EB1911
  26. Peter B. Golden, Introduction to the History of the Turkic People, p. 12: "... source (Herod.IV.22) and other authors of antiquity, Togarma of the Old Testament, Turukha/Turuska of Indic sources, Turukku of Assyrian..."
  27. German Archaeological Institute. Department Teheran, Archaeologische Mitteilungen aus Iran, Vol. 19, Dietrich Reimer, 1986, p. 90
  28. (Bŭlgarska akademii︠a︡ na naukite. Otdelenie za ezikoznanie/ izkustvoznanie/ literatura, Linguistique balkanique, Vol. 27–28, 1984, p. 17
  29. "Türk" in Turkish Etymological Dictionary, Sevan Nişanyan.
  30. Faruk Suümer, Oghuzes (Turkmens): History, Tribal organization, Sagas, Turkish World Research Foundation, 1992, p. 16)
  31. American Heritage Dictionary (2000). "The American Heritage Dictionary of the English Language: Fourth Edition – "Turk"". bartleby.com. Retrieved 7 December 2006.
  32. T. Allsen, P. B. Golden, R. K. Kovalev, and A. P. Martinez (2012), ARCHIVUM EURASIAEMEDII AEV, p. 85
  33. Clauson, G. An Etymological Dictionary of Pre-13th Century Turkish (1972). p. 542-543
  34. Golden, Peter B. "Some Thoughts on the Origins of the Turks and the Shaping of the Turkic Peoples". (2006) In: Contact and Exchange in the Ancient World. Ed. Victor H. Mair. University of Hawai'i Press. p. 143: "Subsequently, "Türk" would find a suitable Turkic etymology, being conflated with the word türk, which means one in the prime of youth, powerful, mighty (Rona-Tas 1991,10–13)."
  35. Golden, Peter B. (1992), An Introduction to the History of the Turkic Peoples, p. 93-95
  36. Sinor, Cambridge History of Early Inner Asia, Page 295
  37. Golden, Peter B.. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Türks and Iranians: Aspects of Türk and Khazaro-Iranian Interaction"]. Turcologica (105): 25. 
  38. The Peoples of the Steppe Frontier in Early Chinese Sources, Edwin G. Pulleyblank, page 35
  39. Studies on the Peoples and Cultures of the Eurasian Steppes, Peter B. Golden, page 27, https://www.academia.edu/9609971/Studies_on_the_Peoples_and_Cultures_of_the_Eurasian_Steppes
  40. Xin Tangshu vol. 219 "Shiwei" txt: "室韋, 契丹别種, 東胡之北邊, 蓋丁零苗裔也" translation by Xu (2005:176) "The Shiwei, who were a collateral branch of the Khitan inhabited the northern boundary of the Donghu, were probably the descendants of the Dingling ... Their language was the same as that of the Mohe."
  41. Xu Elina-Qian, Historical Development of the Pre-Dynastic Khitan, University of Helsinki, 2005. p. 176. quote: "The Mohe were descendants of the Sushen and ancestors of the Jurchen, and identified as Tungus speakers."
  42. Hyun Jin Kim: The Huns, Rome and the Birth of Europe. Cambridge University Press, 2013. pp.175-176.
  43. Peter B. Golden: "Some Thoughts on the Origins of the Turks and the Shaping of the Turkic Peoples in Contact and Exchange in the Ancient World. Ed. Victor H. Mair. University of Hawaii Press, 2006. p. 140
  44. Lee & Kuang (2017) "A Comparative Analysis of Chinese Historical Sources and Y-DNA Studies with Regard to the Early and Medieval Turkic Peoples", Inner Asia 19. p. 200-201, 205, 209 of 197-239
  45. Werner, Heinrich Zur jenissejisch-indianischen Urverwandtschaft. Harrassowitz Verlag. 2004 abstract
  46. G. Moravcsik, Byzantinoturcica II, p. 236–39
  47. Turkic Language family tree entries provide the information on the Turkic-speaking populations and regions.
  48. Katzner, Kenneth (March 2002). Languages of the World, Third Edition. Routledge, an imprint of Taylor & Francis Books Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-25004-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Turkic peoples, Encyclopædia Britannica, Online Academic Edition, 2008