Jump to content

سيستان او بلوچستان ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سیستان او بلوچستان
د سیستان و بلوچستان ولایت


پلازمینه زاهدان
مساخت ۱۸۱،۷۸۵
د نفوس شمېر ۲،۴۰۵،۷۴۲
رسمي ژبه فارسی
بلوڅي
دین اسلام
مذهب سني
سيستان و بلوچستان


پلازمينه زاهدان
مساحت/ځمکه 181,785 کيلوميټر2 (70,188 مربع ميل)
د نفوس شمېر 2,410,076
ولسوالو شمېر 8
رسمي ژبه فارسي

(بلوڅي غير رسمي)


دین اسلام زياتره سني

سيستان و بلوچستان (په انگرېزي کې: Sistan and Baluchestan) د ایران د ولایتونو څخه یو ولایت دی . مساحت یې 181,785 کيلوميټر2 (70,188 مربع ميل) کیلومتره مربع ده او تقریبا 2,410,076 نفوس لري. د سيستان و بلوچستان د ولایت پلازمينه د زاهدان ښار دی. په دې ولايت کې که د گڼې گوڼې خبره وکړی شي نو 12.6 تنه په يو مربع کيلوميټر کې (33 تنه په يو مربع ميل کې) اوسيږي.په دې ولايت کې ټول 8 ولسوالۍ (کومو ته چې په سيمه ايزه توگه شهرستان ويلی کېږي) دي.

سیستان و بلوچستان (په پارسی: استان سیستان و بلوچستان) د ایران د ولاتونو څخه یو لوی ولایت دی چی د ایران په ختیځ کی پروت دی. مساحت یی ۱۸۱،۷۸۵ کیلومتره مربع ده. د سیستان و بلوچستان ولایت په ختیځ کی له پاکستان سره، په شمال ختیځ کی افغانستان سره، په شمال کی د جنوبی خراسان له ولایت سره او په لویدیځ کی د کرمان او هرمزکان له ولایتونو سره گډې پولې لری. مرکز یی د زاهدان ښار دی.

پر بلوڅانو تشدد

د سیمه ییزو او نړیوالو راپورونو پر بنسټ بلوڅان په ايران کي د خپلو انساني حقوقو څخه محروم دي.

لکه:

• لویه سلنه بلوڅان سره ددې چي ایرانۍ پېژندګلوي لري، خو بیا هم ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.

• بلوڅان د ایران په حکومتي دندو, نظامي دندو او زدکړیزو چارو کي هيڅ د ونډې اخيستنې حق نه لري. په دې مانا چي هلته دوی د مورنۍ ژبي له زدکړي په بشپړ ډول محروم دي، او زدکړي یوازي په فارسي ژبه ورکول کيږي. ځکه خو کله چي دوی حکومتي چارو ته دننه کیږي باید له فارسي پېژندګلوۍ سره داخل سي.

• د ايران حکومت د بلوڅانو په نسل وژنه، اعدام او پر هغوی باندي په بندیزونو لګولو کي ځانګړی نوم لري، چي له امله یې په سیمه کي د بلوڅانو یو پاڅون د جیش العدل په نامه پیل سوی دی، او ډېر کله ایراني ځواکونه تر برید لاندي نیسي.

نور ولولئ