د ډيورنډ کرښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
دغه سره کرښه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پرته ده د ډیورند د کرښې په نوم یادیږي, چې دغه کرښه د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال هېنري مورټېمر ډيورنډ لخوا په کال ۱۸۹۳ کې کې نومول شوې

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې هم نه خو هم د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې. د ډیورند کرښې تړون د ۱۸۹۳ز کال څخه راوروسته د بریتانوي هند د حکومت او د افغان امیر یانې امیر عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغیز د لرې کولو لپاره تر سره شو. چې بیا وروسته په هماغه وخت کې دا کرښه د هېنري مورټیمر ډیورنډ د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزات د مرستیال په نوم ونومول شوه. دغه په یوه پاڼه کې لیکل شوی تړون چې ۷ لنډې مادې یی درلودې د امیر عبدالرحمن خان او هېنري مورټېمر ډيورنډ لخوا لاسلیک شوه. چې د دې تړونلیک له شرطونو سره سم به د برتانوي هند حکومت هیڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له دغي ليکي نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې لاسوهنه ونه کړي، او امير به هيڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوا د برتانوي هند په لور پرتي دې لاسوهنه ونه کړي.[۱] د 1894 ز کال څخه راوروسته افغان-انگلیس په گډه د نښې ایښودنې سروې پیل کړه چې کابو ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده کرښه یې رانغاښتله ..[۲][۳] چې په پایله کې د ډیورنډ کرښې د سترې لوبې یو خپلواکه سیمه د انگلستان او روسيه په گټه رامنځ ته کړه.[۴]

د ډيورنډ کرښې د رسمي کېدو غوښتنې ته د ولسمشرانو ځوابونه

د پاکستان له خوا د يورنډ کرښې د رسمي کېدو  غوښتنه؛ د ظاهر شاه، داود خان، تره کي، امين، کارمل، ډاکټر نجيب، مجاهدينو او طالبانو ځوابونه.

ډيورنډ کرښه په ۱۸۹۳ز کال کې د افغانستان د وخت امير، امير عبدالرحمن خان او د بريتانوي هند استازي مورتیمر دیورند ترمنځ لاسليک شوه. د امير عبدالرحمن خان له حکومت وروسته د هغې زوی امير حبيب الله خان واک ته ورسېد او هغه تړونونه چې پلار يې له بريتانوي هند سره کړي وو، پر خپل ځای پرېښودل او ادامه يې ورکړه. 

کله چې په ۱۹۴۷ز کال کې پاکستان جوړ شو نو په افغانستان کې د محمد ظاهر شاه پاچاهي وه. د محمد ظاهر شاه په پاچاهۍ کې افغانستان لومړی هېواد وو چې ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان له غړېتوب سره مخالفت وښوود او د ډیورنډ کرښې مساله يې راپورته کړه. دلته د محمد ظاهره شاه، سردار محمد داود خان، نور محمد تره کي، حفيظ الله امين، ببرک کارمل، ډاکټر نجيب الله، مجاهدينو او طالبانو څخه د پاکستان هغه غوښتنې چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني او د هغه وخت افغان واکمنو د ځوابونو لنډيز ليکو. 


د محمد ظاهره شاه واکمني

د محمد ظاهره شاه په واکمنۍ کې پاکستان له افغانستانه د ډیورنډ کرښې د رسمي کېدو غوښتنه نه ده کړې، خو د محمد ظاهره شاه حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له غړېتوب سره په دې مخالفت ښوودلو، چې ياد نړيوال سازمان کې د پاکستان په غړېتوب سره به د افغانستان او بريتانوي هند ترمنځ پخواني تړونونه چې ډیورنډ کرښه هم په کې شامله وه ماتيږي. د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې د پښتونستان مساله راپورته شوه او د ډیورنډ کرښې  هغه غاړې خلکو ته د ټاکنې حق باندې ټېنګار کېدلو. 

د سردار محمد داود خان جمهوريت

سردار محمد داود د ډیورنډ کرښې چې په هغه وخت کې د پښتونستان مسالې په نوم يادېده ډېر جدي وو. داود خان له پاکستان سره توندې اړيکې درلودې او د پښتونستان مسالې پر سر نېږده وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پيل شي. سردار محمد داود خان د پښتونستان مسالې ته ډېر ارزښت ورکولو او په ټول توان يې هڅه کوله، چې د ډیورنډ کرښې هغه غاړې خاوره د لوی افغانستان برخه جوړه کړي. 

د خلق ديموکراتيک ګوند؛ د نور محمد تره کي واکمني

د ۱۹۷۸ز کال د سپټمبر مياشتې په نهمه نېټه د پاکستان ولسمشر ضيا الحق افغانستان ته په رسمي سفر راغی. نوموړي له نور محمد تره کي وغوښتل چې ډيورنډ په رسميت وپېژني. نور محمد تره کي د ضيا الحق غوښتنه رد کړه او ورته يې وويل، چې ډيورنډ کرښه يو استعماري او يوه په زور منل شوې کرښه ده چې هېڅکله افغان ولس ته د منلو وړ نه ده. نور محمد تره کي ضيا الحق ته وويل چې د پاکستان او هندوستان د وېش پر مهال، پښتنو او بلوڅانو د ټاکنې او انتخاب حق ورنه کړل شو او افغانستان ډیورنډ کرښه په رسميت نه پېژني. ضياالحق هغه وخت پوه شو چې پر خلق ديموکراتيک ګوند نه شي منلی چې ډیورنډ کرښه په رسميت وپېژني. 

د حفيظ الله امين واکمني

حيفظ الله امين يو پښتون پاله ولسمشر وو. نوموړي ته د پښتونستان مساله او په افغانستان کې قومي جوړښتونه د ارزښت وړ مساله وه. د نوموړي په وخت کې پاکستان د ډیورنډ کرښې په رسميت پېژندو غوښتنه نه ده کړېو خو په خپله حيفظ الله امين له دې سرسه سخت مخالف وو چې ډيورنډ په رسميت وپېژني. 

ببرک کارمل

د خلق ديموکراتيک ګوند د پرچم اړخ دغه ولسمشر د ډیورنډ کرښې رسميت پېژندو سره سخت مخالفت درلود. ببرک کارمل ډیورنډ کرښه د انګلېسي استعمار په پايله کې پر يو افغان وجود د وېش خنجر بللو. د هغه وخت پرچم په نوم ورځپاڼې د ببرک کارمل له خولې لېکلي وو، چې د افغانستان حکومت د ډیورنډ کرښې هغه غاړې تنو او بلوڅانو څخه ملاتړ کړي، ترڅو دوی خپل برخليک په خپله وټاکي او هېڅکله د افغانستان حکومت د ډیورنډ تپيل شوې کرښه د يوې رسمي کرښې په ډول په رسميت نه پېژني. 

ډاکټر نجيب الله

که څه هم د ډاکټر نجيب الله او ضيا الحق ترمنځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ داسې تړون شوی وو چې د يو او بل په خاروه کې به لاسوهنه نه کوي، خو پاکستان دغه تړون پلی نه کړی. ډاکټر نجيیب الله هم د افغانستان د هغه ولسمشرانو له ډلې وو چې د ډیورنډ کرښې رسميت پېژندو سره يې مخالفت درلود. د يو شمېر افغانانو باور دا دی چې ډاکټر نجيب الله پاکستان په دې پار ووژلو، چې د ډیورنډ کرښې رسميت پېژندو غوښتنې سره يې سخت مخالفت درلود.   

د مجاهدينو واکمني

د مجاهدينو حکومت پر مهال د ډيورنډ کرښې مساله يوه هېره شوې مساله وه. 

د طالبانو واکمني

د طالبانو واکمني پر مهال پاکستان درې ځلې له دوی غوښتنه وکړه چې ډیورنډ کرښې  کرښه په رسميت وپېژني. 

لومړی ځل: ملا عبدالرزاق د طالبانو کورنيو چارو وزير وو او پاکستان ورڅخه وغوښتل چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژنئ؛ 

دويم ځل: بلې ځلې د پاکستان کورنيو چارو وزير معین الدین حیدر کابل ته په رسمي سفر راغی او طالبانو يې وغوښتل چې ډيورنډ په رسميت وپېژنئ؛ 

درېيم ځل: هغه مهال چې پرويز مشرف د پاکستان واک په لاس کې درلود، نو له طالبانو مشرانو يې غوښتنه وکړه چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني. 

د طالبانو اسلامي امارت پر مهال د پاکستان له خوا د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندو غوښتنې په کلکه رد شوې دي او هېڅکله يې دغه کرښه په رسميت نه ده پېژندلې


دا هم وګورئ

سرچینې

  1. Smith, Cynthia (August 2004). "A Selection of Historical Maps of Afghanistan - The Durand Line". United States: Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The total length of the boundary which had been delimitated and demarcated between March 1894 and May 1896, amounted to 800 miles." The long stretch from the Kabul River to China, including the Wakhan Corridor, was declared demarcated by virtue of its continuous, distinct watershed ridgeline, leaving only the section near the Khyber Pass which was finally demarcated in 1921: BRIG.-GEN. Sir Percy Sykes, K.C.I.E., C.B., C.M.G., GOLD MEDALIST OF THE ROYAL GEOGRAPHICAL SOCIETY. "A HISTORY OF AFGHANISTAN VOL. II". MACMILLAN & CO. LTD, 1940, LONDON. د کتاب پاڼي 182–188, 200–208. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. An adjustment to the demarcation was made at Arandu in the early 1930's: Hay, Maj. W. R. (October 1933). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Demarcation of the Indo-Afghan Boundary in the Vicinity of Arandu"]. Geographic Journal LXXXII (4). 
  4. Hasan, Khalid (February 1, 2004). "'Durand Line Treaty has not lapsed'". Pakistan: Daily Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)