ډیورنډ کرښه رسمي نه ده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډیورنډ رسمي کرښه نه ده ټول په دې پوهیږو چې له ۱۶مې پیړۍ را په دې خوا په لویدیځ، شمال او سویل کې دسترو امپراتوریو، چې ننی او پرونی افغانستان پکې پروت دی د پولو پر سر شخړې او جنجالونه درلودل. پر همدې بنسټ هڅه کوم چې په دغه کتاب کې ددغو پولو دتاریخ په اړه د هغو نویو اسنادو پر بنسټ بحث وکړم چې له نړیوالو ارشیفونو(خوندیزونو) تر لاسه شوي دي.Abdul hamid mobariz عبدالحميد مبارز دا هغه پوله ده چې د سلیمان غرونو په لمنو کې تیره شوې او د وخت د انګلیسانو لخوا ،چې پر هند واکمن وو، د پښتنو خاوره او ټاټوبی یې د هندوستان له نیمې وچې جلا کړی. دا کرغېړنه کرښه تر ننه پورې د ډیورنډ په نوم یادیږي او افغان پښتون ځمکه یې په درې برخو وویشله او دغه هیواد یې کمزوری کړ، خو دا کرښه تر اوسه هیڅ غاړې ته د منلو وړ نه ده او تل یې پرې د بطلان کرښه را کش کړې ده. ۱۰۰ کاله وړاندې لارډ کرزن چې د وخت یو مهم انګلیس چارواکی وو او په هند کې یې د برتانیې د وایسرای په توګه دنده تر سره کوله د اکسفورډ پوهنتون لخوا ور بللی شوی وو، چې په یوه کنفرانس کې برخه واخلي. لارډ کرزن د دغه کنفرانس لپاره د خپلې وینا موضوع، پولې یا سرحدونه وټاکل او په دې اړه یې توضیحات ور کړل. د ښاغلي کرزن څرګندونې لا اوس هم د ډیر اهمیت وړ دي، ځکه ،کله چې مونږ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ ، د ازادو قبایلو دبرخلیک، د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نګورنو قره باغ، د روسیې او ګورجستان(جورجیا) ترمنځ د ابقازیا او سویلي اوسیتیا او د هند او چین ترمنځ د پولو پر سر لانجې مطالعه کوویا څیړو، دا ټولې پولې د استعمار له مهال څخه راپاتې دي چې د هیوادونو ترمنځ یې اړیکې خرابې کړي دي. په دې ډله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو پر سر پاتې اختلاف ښيي، چې د افغانستان خاوره په دریو برخو ویشل شوې او له بریتانوي هند سره زمونږ پوله همغه اداري پوله یا سرحد دی چې پینډۍ ښار ته نژدې پرته ده.تر دې وروسته د ډیورنډ کرښې بیا افغانستان په ۲ برخو وویشه، چې یوه برخه یې ازاد قبایل او بله برخه یې ننی افغانستان شو. دغې کرښې د اراضۍ تجزیه یا ویشنه نه ده را منځ ته کړې، بلکې یوازې د سیاسي نفوذ په ډول یې دوه سیمې په ګوته کړي دي او دا کاریې ددې لپاره وکړچې د افغانستان امیر ونشي کولی په ازادو قبایلي سیمو کې خپل نفوذ پراخ کړی شي، ځکه چې دغه نفوذ په واقیعت کې په سیمه کې د بریتانوي هند نفوذ ته ګواښ پیښاوو. د افغانستان د امیر د نفوذ پراختیا په واقیعت کې د هند نیمې وچې ته یو ګواښ بلل کیده او د افغانستان ځواک یې زیاتاوو. که مونږ له میلاد څخه ۱۵ سوه کاله مخکې د اریایانو خوځښتونو او له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله وروسته د ترکي قبایلو، تحرکاتو ته ځیر شو، چې ترې وروسته د افغانستان په اړه د مغولو خوځښتونه پیل کیږي او د هند د مغولي دولت بنسټ ایښودونکی بابر ان کابل د هند دروازه ګڼي او له همدې لارې هند ته ور دننه کیږي او هلته خپله امپراتوري جوړوي،نو له همدې کبله له افغانستان سره خپله مینه نه شلوي او دغه هیواد له ځانه سره ساتي او توصیه کوي چې که مړ شو، نو په کابل کې دې خاورو ته وسپاري. هر امپراتور چې په هند ولکه ټینګوي او خپله واکمني پیلوي په دې کلک فکر کوي چې د شمال لویدیځ، یانې د افغانستان لخوا کوم بل امپراتور پرې یرغل ونه کړي، نو د همدې لپاره هڅې کوي چې پوله د هند له نیمې وچې لیرې راوړي او په دې توګه غواړي خپله هندي امپراتورۍ له بهرنیو یرغلونو خوندي وساتي. دغې موخې ته د رسیدو لپاره برتانويان اول د اکسوس (امو) سیند په غاړه د پولې جوړولو په فکر کې کیږي چې له منځني اسیا سره د اوسني افغانستان رسمي پوله ده. خوددې لپاره چې دغه سیمه د هند له نیمې وچې ډیره لیرې پرته ده او ددغې پولې او ترې بیرته سیمې امنیتي اداره او تنظیم د هند پر تخت ناستو امپراتورانو ته خورا ستونزمنه بریښي نو له دې پلانه لاس په سر کیږي.

ددغو امپراتورانو دویم غوراوی د هندوکش غرونه وي، چې د هند له نیمې وچې ډیر زیات واټن نه لري او د دوی لپاره یو مهم دیوار او خنډ جوړېدای شي. دغه کرښه اوسنی افغانستان په ۲ برخو ویشي، ځکه چې هندوکش د افغانستان د کابل، غزني او کندهار د ښارونو په امتداد کې پروت دی او داسې غرونه او سیمې لري چې په ډیرې اسانۍ سره د یوه مهم سنګر په توګه ترې ګټه پورته کیدی شي.

اودریم انتخاب همغه د سلیمان د غرونو په لمنو کې اداري سرحد دی، چې ډیلي ته تر ټولو نژدې پروت دی. په دغه کتاب کې هڅه شوې چې د افغانستان لپاره د پولې غوراوی تحلیل او تجزیه شي. که هندوکش سرحدي کرښه شوې وای نو د ازادو قبایلو اداره چې دخپل ژوند خاص ډول او سیستم یې در لود او په داسې غرونو کې اوسیدل چې هر یو یې یوه پوله کیدی شوای چې تیریدل ترې خورا سخت ، ډیر زیات تلفات او لګښتونه یې در لودل ،نوانګریزانوته پخوانیو هڅو ته په کتو سخته و بریښیده . دوی چې په هند کې یې خپله امپراتوري جوړه کړې وه وپتیله چې داځل له هندوکش لیرې کرښه رامنځ ته کړي ، ځکه دوی اول ځل په ۱۸۳۹ او دوهم ځل په ۱۸۷۸ م کال کې هڅه وکړه چې د هندوکش په غرونو کې د بریتانوي هند د خوندیتوب لپاره پوله را منځ ته کړي، خو دواړه ځلې بریالي نشول او په دریم ځل دوی هڅه وکړه چې د ډیورنډ کرښه دوی د سیاسي نفوذ د جلا والي لپاره رامنځ ته کړي او افغانستان یې په دغه ویش سره په یوه جلا برخه کې وساته چې افغانستان خپلواک پاته شي او د روسيې امپراتوری او د هغو ازادو قبایلو تر منځ یو حایل یا دیوال وي چې د افغانستان له بدنه(وجوده) د یوې ازادې سیمې په توګه جلاشوې وه او په حقیقت کې دا سیمه یانې ازاد قبایل بیا د افغانستان او برتانوي هند تر منځ دیوال وي او په حقیقت کې دواړه (افغانستان او ازاد قبایل )د برتانوي هند او روسیې د امپراتوری ترمنځ دوی ته دوه مهم دیوالونه وي او برتانیه ،د هند په اداري سرحد کې چې د سلیمان د غرونو په لمن کې پروت دی د روسیې له نیغ برید وړاندې دوه مهم سنګرونه په لاس کې ولري . د برتانویانو موخه داوه چې که پر هند برید کیږي ، نو لومړی په دغو ۲ سیمو کې ښه خسته او له پښووغورځول شي . په همدې بنسټ موږ ګورو چې دوی هم د هندوستان لپاره یو خوندي سرحد تر لاسه کړو او له بل پلوه دوی د پښتنو له اداره کولو چې له خپل دودیز سیستم پرته یې بل هیڅ ډول اداره نه منله ځان خلاص کړ.

دا داسې مهال وو چې انګریزانو په هند کې خپل پرمختګ او روسیانو په منځنۍ اسیا کې خپل پرمختګ ته په دوام ورکولو سره یوه خورا خطرناکه سیاسي لوبه پیل کړې وه او د ۱۸ مې او ۱۹ مې میلادي پیړۍ په اوږدو کې یې دوام وکړ او په ۲۰ مې او ۲۱ مې پیړۍ کې دغې لوبې نوی رنګ او ډول خپل کړ، په نویو، نويو اهدافو او نويو لوبغاړو نوې لوبه له سره پیل شوه چې تر نن ورځې پورې دوا م لري . په دغه کتاب کې دا مسایل د امریکا د مشهور تاریخ لیکونکي لویس دوپري (Louis Duppre) له نظره هم تحلیل شوي . هغه وايي د ډیورنډ کرښې د یوه قوم کرنیزه ځمکه دوه ځایه کړې او د یوه پلار د یوه ځوی ځمکه د کرښې یوې او د بل ځوی ځمکه د کرښې بله غاړه راغلې چې دا کرښه له همدې کبله هم مردوده ده ،ځکه چې دغه ډول خلک پرې ازاد اوړي را اوړي.

یو انګریز وتلی سیاستوال فریزر ټایټلر وايي، د اتنولوژۍ ، ستراتیژۍ او جغرافیايي اړخه د ازادو قبایلو سیمې په پاکستان پورې هیڅ اړه نه لري، ځکه چې ان د بریتانوي واکمنۍ پرمهال هغوی هم دغه سیمې د (ازادو قبایلو) په نوم په وار وار یادې کړي دي. په دغه کتاب کې لیدل کیږي، وروسته له دې چې د ډیورنډ کرښه وکښل شوه، ډیرو بریتانوي شخصیتونو په روښانه ډول وویل چې دا کرښه کومه نړیواله پوله نه ده، بلکې یو فاصله ( بیلونکې) کرښه ده چې د نفوذ لاندې سیمې یې تعین کړي. ځینې کسان فکر کوي چې که ډیورنډ رسمي پوله نه وي نو سرحد چیرته دی؟ هغه لویه لاره چې له پیښور څخه پیل کیږي او تورخم ته را رسیږي د افغانستان او پیښور ترمنځ لویه لاره ده او ددغې لارې دواړو خواوو ته ازادې سیمې پرتې دي چې نه د بریتانیې او نه هم د پاکستان تر واک لاندې دي، او تورخم د افغانستان او ازادو سیمو ترمنځ بندر یا پوله ده. افغانستان د یوه بحري بندر د لرلو لپاره په وار وار خپلې غوښتنې مطرح کړي چې په ډېرو اسنادو کې هم را غلي او مونږ به په دغه کتاب کې هم پرې بحث وکړو چې دغه مسله په څه ډول ده .

یو شمیر لیکوالان چې په پرلپسې ډول د پاکستان له ګټو څخه دفاع کوي، په خپلو استدلالونو کې ادعا کوي چې د افغانستان په پرتله په پاکستان کې د پښتنو شمېر زیات دی او که کومه ټول پوښتنه(ریفرینډم) وشي نو د افغانستان پښتانه به د پاکستان پښتنو ته لوبه بایلي، خو اصلي خبره داده چې د قبایلو پښتانه یا اوسیدونکي د پاکستان اوسیدونکي نه دي، بلکې یوازې پیښور او د څو ډیرو(ولسوالیو) لکه ډیره اسماعیل خان سیمې د ډیورنډ تر کرښې مخکې د وخت د انګریزانو لخوا په زور د بریتانوي هند برخه ګرځول شوې چې دا هم یوه استعماري پریکړه وه، چې هیڅکله هم مشروعیت نه لري. نو بنآ که قبایل له افغانستان او پاکستان څخه بهر حساب کړای شي، چې همداسې ده، نو هغه مهال به دوی ټول په یوه ټول پوښتنه کې د افغانستان په ګټه رايې ورکړي او پاکستان به لوبه بایللې وي. خو دا یوه حقوقي مسله ده چې په ټولپوښتنه نشي حل کیدای، بلکې د یوې نړیوالې داسې محکمې لخوا د حل وړ ده چې حقوقي او تاریخي معیارونه په پام کې ونیسي.

په ۱۹۴۹ او ۱۹۵۰ موکلونو کې په کابل کې د برتانیې سفیر سر ډانیل لاسال له کابل څخه خپل بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي وو: «که نړیوالې محکمې ته د ډیورنډ لانجه وړاندې شي، نو پاکستان به بایلونکی وي». زه لیکوال (حمید مبارز)چې یو ډیموکرات یم په دې اړه هر ډول مخالف او موافق نظریات منم، ولې که په دغو نظریاتو کې ژبني او نژادي تمایلات موجود وو هغه مې له پامه غورځولي او ضعیف مې بللي، خو کله چې زما یو افغان ورور د نژادي او ژبنیو تربګنیو له کبله د خپل هیواد ګټې کوم بل هیواد، هغه هم د ګاونډي پاکستان په څیر هیواد ته په ډالۍ کې ورکوي، خواشینی کیږم او وایم، چې په افغانستان کې ژوند کوي، د افغانستان هوا تنفس کوي، ددغه هیواد له هر ډول امتیازونو ګټه پورته کوي، په دغه هیواد کې یې مشرتوب او سرداري خوښیږي او هر یو یې وکالت او ریاست جمهوري ته ځان کاندیدوي او له هغه په کم څه قناعت هم نه کوي بیا هم د پاکستان په ګټو ستونی شلوي دا نو بیا د تاسف وړ خبره ده.

لیکوال عبدالحمید مبارز ژباړه: عبدالمالک عاصم