اسلام اباد د پاکستان اسلامی جمهوریت پایتخت دی او د پاکستان په شمال لویدیز کښې پروت دی. مساحت یی ۹۰۷ کیلومتره مربع دی او ۲۳۵۰۰۰ نفوس لری. اسلام آباد د پاکستاني سیاست او د ثقافت مرکز دی. په اسلام آباد کښې د ولسمشر اداره، پارلمان، وزارات، نندارې،سینما، موزیمونه اتمی څیړنیز مرکز پروت دی.په کال 1998 کې ددې ښار آبادي 805,235 وه خو اوس لگولی شوې اندازې له مخې د دې ښار آبادي دوه مليونه ښودلی کيږي۔د آبادۍ له مخې دا د پاکستان نهم لوی ښار دی۔ په کال 1964 کې دا د پاکستان پايتخت ښار جوړ شوی دی ددې څخه مخکې کراچۍ د پاکستان پايتخت بللی کيدو۔
تاریخ
د پاکستان تر پیدایښت وروسته کراچی د هغه پایتخت وو مگر حکومت مجبور شو چه نوی پایتخت جوړ کړی. اسلام آباد په ۱۹۵۹ کال کښې د راولپندی ښار په نژدی تاسیس شو.
کينډۍ:اسلام آباد