بیجنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بېجنگ ښار
China Beijing.svg

بېجېنګ چې په چينايي ژبه (北京) لیکل کېږي او په انګلیسي يې پېکېنګ (Peking) هم بولي، د چین د ولسي جمهوریت پلازمېنه ده. دا ښار د نړۍ تر ټول  ګڼمېشتې پلازمېنه ده چې ۲۱ مېلیونه اوسېدونکي لري او شاوخوا ۱۶۴۱۰ کیلومتر مربع (۶۳۳۶ میله مربع) مساحت لري. بېجینګ د چین په شمالي برخه کې موقعیت لري، یوه شاروالي يې اداره کوي چې د ۱۶ ښاري، نیمه ښاري او کلیوالي ناحیو دولتي شورا يې مستقیم مدیریت په لاس کې لري. بېجینګ تر ډېره د هېبي ولایت سره پوله لري خو بیا يې په سوېل ختیځه برخه کې تیانجین ولایت پروت دی. دا درې واړه ولایتونه په ګډه یو ستر ښار او د چین د ملي پایتخت سیمه جوړوي.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

بېجینګ یو نړیوال ښار او د نړۍ یو له مخکښو کلتوري، ډپلوماسي، سیاسي، سوداګریز او اقتصادي، تعلیمي، ژبې او ساینس او ټکنالوژۍ له مرکزونو څخه دی. دا ستر ښار له شانګهای وروسته د چین دویم تر ټولو ستر ښاري نفوس لري او د یاد هېواد کلتوري، تعلیمي او سیاسي مرکز دی. دلته د چین ترټولو سترې دولتي کمپنۍ مرکزونه لري او یاد ښار نړۍ د فورچون ګلوبل ۵۰۰ (Fortune Global 500) یو ستر شمېر شرکتونو ته يې ځای ورکړی دی. د ټولو داراییو په لحاظ، بېجېنګ د نړۍ د مالي بنسټونو درلودونکی څلورم ترټولو ستر ښار دی. بېجنګ د "نړۍ د میلیاردرانو پلازمېنه" ده ځکه په دې ښار تر ټولو ډېر شمېر میلیاردران اوسېږي. همدا ډول، دا ښار د هېواد د ملي لویو لارو، چټکو لارو، رېل پټلیو او لوړ سرعت رېل شبکو یو ستر مرکز دی. له ۲۰۱۰ راهیسې، د مسافرینو د تګ راتګ له اړخه د بېجېنګ پلازمېنې نړیوال هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو بوخت (د آسیا تر ټولو بوخت) دویم هوايي ډګر دی. له ۲۰۱۶ راپديخوا د دې ښار مټرو شبکه د نړۍ تر ټولو بوخته او اوږده شبکه ده. د بېجینګ ډېکسېنګ نړیوال هوايي ډګر، په بېجینګ کې دویم نړیوال هوايي ډګر، په نړۍ کې د واحد جوړښت هوايي ډګر ټرمېنل تر ټولو ستر هغه دی. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ګډه د عصري او سنتی سبک معمارۍ درلودونکی بېجنیګ، د نړۍ یو تر ټولو زړو ښارونو څخه دی چې د درې زرو کلونو یو غني تاریخ لري. د چین وروستیو څلورو سترو لرغونو پلازمېنو څخه، بېجینګ له تېرو اتو پېړیو راهیسې د یاد هېواد پایتخت پاتې شوی دی، او د دویمې زریزې په ډېری موده کې د نړۍ تر ټولو ګڼمېشتی ښار و. د بېجینګ له دریېو اړخونو څخه غرونه راتاو دي او دا ښار د امپراطورۍ د اوسېدونکو لپاره په سټراټيژيکه بڼه جوړ او پراخ شوی دی، نو ځکه د امپراطورۍ د پلازمېنې لپاره يې زښته مناسب موقعیت درلود. دا ښار پخپلو شتمنو او سترو ځایونو، معبدونو، پارکونو، باغونو، زیارتونو، دیوالونو او دروازو پېژندل کېږي. پدې ښار کې د یونیسکو د نړیوال میراث اووه ځایونه شتون لري چې ټول يې مشهور سیاحتي موقعیتونه دي، لکه ممنوع ښار، د جنت یا آسمان معبد، د اوړي ماڼۍ، مینګ زیارت، ژوکودیان او د ستر دېوال او ستر کانال برخې. سېهي یوانز، د ښار د کورونو سنتي سبک، او د سېهي یوانز تر منځ نرۍ کوڅې سترې توریستي جاذبې او داسې ځایونه په بېجینګ ښار کې ډېر دي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د بېجېنګ ښار له ۹۱ پوهنتونونو څخه ډېری يې د آسیا-پاسیفیک او نړۍ له غوره پوهنتونو څخه ګڼل کېږي. د آسیا پاسیفیک او راپورته کېدونو هېوادونو له ډلې څخه، د سي۹ لیګ (C9 League universities) پوهنتونونو څخه دوه غوره يې په بېجېنګ کې دي (د شینهوا او پېکېنګ پوهنتونونه). د بېجینګ CBD د بېجنګ د اقتصادي پراختیا مرکز دی چې په دې سیمه کې یا ګڼې اسمان څکې ودانۍ بشپړې شوې یا يې کار روان دی. د بېجینګ ژونګوانکون سیمه د نړۍ د نړۍ د علمي او ټکنالوژيکي نوښتونو او همدا ډول کارمخکښۍ (entrepreneurship) یو مخکښ مرکز دی. له ۲۰۱۶م کال راهیسې، د طبیعت شاخص (Nature Index) لخوا بېجینګ د نړۍ د علمي څېړنو لرونکی تر ټولو ستر مرکز ګڼل شوی دی. دې ښار د ګڼو نړیوالو او ملي ورزشي سیالیو کوربه توب کړی دی، لکه د ۲۰۰۸م کال د اوړي المپیک او د ۲۰۰۸م کال د پارالمپیک لوبې. بېجېنګ لومړنی ښار دی چې هم يې د اوړي او هم يې د ژمي المپیک او هم پارالمپیک لوبو کوربه توب کړی دی. په بېجينګ کې ۱۷۵ بهرني سفارتونه او د ډېری سازمانونو مرکزونه دي، لکه د آسیا بنسټیزې پانګه اچونې بانک (AIIB)، د شانګهای د همکاریو سازمان، د ورېښمو لارې صندوق، د چین د علومو اکاډمي، د چین د انجنیرۍ اکاډمي، د چین د ټولنیزو علومو اکاډمي او د چین د سره صلیب ټولنه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د نوم اېښودنې لامل

په تېرو ۳۰۰۰ کلونو کې د بېجینګ ښار ګڼ نومونه لرلې دي. د بېجینګ نوم د "شمالي پلازمېنه" معني لري چې په چینايي کې 北 د شمال او 京 د پلازمېنې لپاره راځي. دا نوم په ۱۴۰۳م کال کې د مېنګ خاندان په دوران کې پدې ښار ځکه کېښودل شو چې د نانجینګ (سوېلي پلازمېنه) سره یې توپیر وشي. د بېجېنګ انګلیسي لیکل (Beijing) د چین حکومت د ۱۹۸۰مو کلونو له رسمي سندونو څخه اخیستل شوي او دا ټکی په ماندرین چینايي ژبه همدغه رقم تلفظ کېږي. پېکېنګ (Peking) ځکه ورته وايي چې په جنوبي بندري ښارګوټو کې د چین په بله لهجه دا ډول تلفظ کېږي او دا نوم هغه مهال دود شو چې اروپايي سوداګر او تبلیغیان هغې سیمې ته ولاړل. دا لهجه په منځني چین کې 京 د کجېنګ په توګه تلفط کېږي چې بیا وروسته شمالي لهجې او ورپسې عصري تلفظ داخلېږي. که څه هم نور پېکینګ دومره ډېر نه کارول کېږي، خو بیا هم د ښار ځینې زاړه ځایونه او تاسیسات په همدې نامه یادېږيو لکه د بېجینګ پلازمېنې نړیوال هوايي ډګر ته IATA کوډ PEK کارول کېږي، او د پېکېنګ پوهنتون تر اوسه خپل هغه پخوانی نوم لري. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په چینايي ژبه بېجینګ په یوه ټکي کې دا ډول په مخففاتو لیکل کېږي (京)، چې په ښار کې د ننه د ګاډو په لمبرپلېټونو کې کارول کېږي. د بېجینګ لپاره د لاتین الفبې مخفف "BJ" دی.[۳۳]

تاریخ

پخوانی تاریخ

د پېکېنګ په ښاروالۍ کې د پخوانیو انسانانو د اوسېدنې پل د فنګشان ولسوالۍ د ژوکودیان کلي سره نږدې د ښامار هډوکۍ غونډۍ (Dragon Bone Hill) په غارونو کې پسې اخیستي شو، ځکه هلته پېکېنګ انسانان اوسېدل. د هغو غارونو څخه د ۲۳۰۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰۰ کلونو پخواني انساني پاتې شوني (فوسیل) موندل شوي دي. ۲۷۰۰۰ کاله مخکې هم هلته انسانان اوسېدل. لرغون پېژندونکو د دې ښاروالۍ په سیمه کې په نوسنګي عصر کې هم د انسانانو د مېشتېدو نښې موندلې دي، چې یوه سیمه يې هم د پېګېنګ په مرکز کې وانګفوژینګ نومېږي.[۳۴]

په بېجینګ کې لومړنی دېوال لرونکی ښار ژیچېنګ نومېده چې د ژي د دولت پلازمېنه وه او ۱۰۴۵ کاله وړاندې له مېلاد څخه جوړ شوی و. په اوسني بېجینګ کې، ژېجینګ د ګوانګانمېن په سیمه کې موقعیت لري چې د ژي چېنګ ولسوالۍ په جنوب کې پرته ده. دا سیمه وروسته د یان د دولت لخوا فتحه شوه او هغه بیا پلازمېنه ترې جوړه کړه. [۳۵][۳۶]

پخوانی امپراطوري چین

له هغه وروسته چې لومړنۍ امپراطورۍ چین یو واحد هېواد کړ، ژي چېنګ د سیمې لپاره د دولت پلازمېنه شوه. [۳۷]

اقتصاد

جغرافیه

وګړي

صنعت

تاریخ

بېجینگ ۲۰۰۰ کالونه مخکې تاسیس شو. مگر په دی وخت کی دغه ښار د ټی ( Ji ) په نوم یادېده. د ټی ښار په ۱۲۱۵ کال کی د مغل اردو لخوا ونیول شو. دغه ښار په ۱۳۶۸ کال کی د یوآن د کورنۍ ( Yuan dynasty ) پلازمېنه شوه. په ۱۴۲۱ کال کې د مینگ د کورنۍ ( Ming dynasty ) پلازمېنه شوه. او په ۱۶۴۴ کال کی د لی چخېنگ ( Li Cheng ) اردو لخوا نیول شو. دغه ښار هم د چخینگ د کورنۍ ( Qing dynasty ) حکومت په وخت کی د چین پلازمېنه وه. بېجینگ په ۱۹۱۲ کال کې د چین د جمهوریت تر تاسیسولو وروسته پلازمېنه شوه. د جاپان پوځ په ۱۹۳۷ کال کې د چین پر جهوریت برید وکړ او بېجینگ یې ونیوه. په ۱۹۴۹ کال کې د ماو څی ټونگ ( Mao Zedong ) لخوا د چین ولسي جمهوریت اعلان وشو او بېجینگ یې پلازمېنه شوه.

سرچينې

د بيجينګ اړوند


  1. کينډۍ:Lexico
  2. Wells, John (3 April 2008). Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd). Pearson Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. China Postal Album: Showing the Postal Establishments and Postal Routes in Each Province (الطبعة 1st), Shanghai, China: Directorate General of Posts, 1907 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Peking", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.)
  5. "Beijing Municipal Bureau of Statistics and NBS Survey Office in Beijing" (په انګلیسي ژبه کي). Beijing Municipal Bureau of Statistics. 23 جنوري 2019. مؤرشف من الأصل في 23 جنوري 2019. د لاسرسي‌نېټه 24 جنوري 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Figures based on 2006 statistics published in 2007 National Statistical Yearbook of China and available online at 2006年中国乡村人口数 中国人口与发展研究中心 (archive). Retrieved 21 April 2009.
  7. "Basic Information". Beijing Municipal Bureau of Statistics. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Beijing". The Columbia Encyclopedia (6th). (2008). 
  9. . Top 100 Banks in the World.
  10. "Beijing has most Fortune 500 global HQs". Beijing Municipal People's Government. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. . Beijing is 'Billionaire Capital of the World'.
  12. (په 25 February 2016 باندې). Beijing is new 'billionaire capital'. BBC News.
  13. "Year to date Passenger Traffic". Airports Council International. 23 June 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 15 April 2019 باندې). What does the world's largest single-building airport terminal look like?. BBC
  15. Taylor, Alan. "Photos: The World's Largest Airport-Terminal Building - The Atlantic". www.theatlantic.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Peking (Beijing)". Encyclopædia Britannica (Macropædia, 15th) 25. 
  17. "Top Ten Cities Through History". things made unthinkable. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Beijing". World Book Encyclopedia. (2008). 
  19. 走进北京七大世界文化遗产 – 千龙网. qianlong.com (په چينايي ژبه کي). 18 August 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. 2015年北京市高校名单(共91所). gaokao.com. 22 May 2015. مؤرشف من الأصل في ۳۰ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Top 10 institutions in Beijing". www.natureindex.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "US News Best Global Universities in Beijing". US News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Asia University Rankings". Times Higher Education (THE) (په انګلیسي ژبه کي). 28 May 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Emerging Economies". Times Higher Education (THE) (په انګلیسي ژبه کي). 22 January 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jia, Hepeng (19 September 2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Beijing, the seat of science capital"] (in en). Nature 585 (7826): S52–S54. doi:10.1038/d41586-020-02577-x. Bibcode2020Natur.585S..52J. 
  26. jknotts (25 September 2020). "Beijing Defends its Title as World's Top City for Scientific Research". www.thebeijinger.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Beijing and Zhangjiakou launch joint bid to host 2022 Winter Olympic Games". insidethegames.biz. مؤرشف من الأصل في ۰۵ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "IOC awards 2022 Winter Olympics to Beijing". The Washington Post. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Hucker, Charles O. (1958). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Governmental Organization of the Ming Dynasty"]. Harvard Journal of Asiatic Studies 21: 1–66. doi:10.2307/2718619. 
  30. Lane Harris (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A 'Lasting Boon to All': A Note on the Postal Romanization of Place Names, 1896–1949"]. Twentieth Century China 34 (1): 96–109. doi:10.1353/tcc.0.0007. 
  31. Baxter, Wm. H. & Sagart, Laurent. Baxter–Sagart Old Chinese Reconstruction. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (1.93 MB), p. 63. 2011. Retrieved 11 October 2011.
  32. Coblin, W. South. "A Brief History of Mandarin". Journal of the American Oriental Society 120, no. 4 (2000): 537–552. doi:10.2307/606615. کينډۍ:Jstor.
  33. Standardization Administration of China (SAC). "GB/T-2260: Codes for the administrative divisions of the People's Republic of China" (Microsoft Word). Archived 5 March 2004 at the Wayback Machine..
  34. "The Peking Man World Heritage Site at Zhoukoudian". مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Haw, Stephen. Beijing: A Concise History. Routledge, 2007. p. 136.
  36. "Beijing's History". China Internet Information Center. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مې ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Grousset, Rene (1970). The Empire of the Steppes. Rutgers University Press. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-1304-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)