Permanently protected article

بانکوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
بنکاک
Bangkok
کرونگ ټپ ماها ناکون
(تائی لو: กรุงเทพมหานคร อมรรัตนโกสินทร์ มหินทรายุธยา มหาดิลกภพ นพรัตนราชธานีบูรีรมย์ อุดมราชนิเวศน์มหาสถาน อมรพิมานอวตารสถิต สักกะทัตติยวิษณุกรรมประสิทธิ์ د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د بنکاک Bangkok انځور
د بنکاک
Bangkok انځور

نقشه دتایلنډ او د بنکاک ولایت سيمه
نقشه دتایلنډ او د بنکاک ولایت سيمه

کورډېناټونه: ۱۳°۴۵′۰۰″شمال ۱۰۰°۳۱′۰۰″ختیځ / 13.75°شمال 100.51666666667°ختيځ / 13.75; 100.51666666667  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
ادارې وېش
هيواد کينډۍ:THA
ناحیه د ټايلنډ مرکز
پلازمینه د:
حکومت
 • والۍ آپیراک کوسایوټین
سیمه
 • ولايت ۱,۵۶۸٫۷۳۷ کلوميټر٢ (۶۰۵٫۶۹۳ میله  مربع)
 • التجمع الحضري ۷,۷۶۱٫۵۰ کلوميټر٢ (۲٬۹۹۶٫۷۳ میله  مربع)
لوړوالی 2 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د نفوس شميرنه (۲۰۱۱)
 • ولايت ۹,۸۰۰,۰۰۰
 • د نفوسو کثافت ۶٬۲۰۰/کلوميټر٢ (۱۶٬۰۰۰/ميله مربع)
 • مدن كبرى ۲۴,۹۰۰,۰۰۰
تسمية السكان بانګکوکيان بانګکوکر
آخر معلومات
وخت زون THA (ه.ن.و۷+)
10###  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمييز د زنګ کوډ ۶۶-۲
جيو کوډ 1609350
1609348  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
أيزو 3166 TH-10
خورلڼې ښارونه
جکارتا (۲۱ جنوري ۲۰۰۲–)[۲]
هانوی (۲۵ فبروري ۲۰۰۴–)[۳]
وینتیان (۲۴ مې ۲۰۰۴–)[۴]
واشنګټن ډي سي (۱۹ فبروري ۱۹۶۲–)[۵]
مانيلا (۲۴ جون ۱۹۹۷–)[۶]
بېجنګ (۲۶ مې ۱۹۹۳–)[۷]
بوډاپسټ (۲۰ فبروري ۱۹۹۷–)[۸]
بریزبن (۷ مې ۱۹۹۷–)[۹]
استانه (۱۱ جون ۲۰۰۴–)[۱۰]
سيول (۱۶ جون ۲۰۰۶–)[۱۱]
انقره (۲۱ مارچ ۲۰۱۲–)[۱۲]
شانګهای (۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۲–)[۱۳]
پنوم پن (۴ جنوري ۲۰۱۳–)[۱۴]
تهران (۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۲–)[۱۵]
ووهان (۲ سپټمبر ۲۰۱۳–)[۱۶]
مسکو (۱۹ جون ۱۹۹۷–)[۱۷]
تایپي (۲۰۱۰–)
استانبول (۲۰۰۹–)[۱۸]  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويونکي ژبي ټايلنډي
رسمي ويبپاڼه www.bma.go.th
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بانکوک (په ټايلنډي : กรุงเทพมหานคร، تلفظ: کرونگتِپ مهاناکُن) چې په رسمي توګه په ټایلنډي کې د کرونګ ټېپ ماها ناکون په نوم او په محاوره کې د کرونګ ټېپ په توګه پېژندل کېږي، د ټایلنډ هېواد پلازمېنه او ترټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی. دا ښار د ټایلنډ په مرکز کې د چائو فرایا سیند ۱۵۶۸.۷ کیلومټر مربع (۶۰۵.۷ مایل مربع) قبضه کوي او تر ۲۰۲۰م کاله پورې یې ۱۰.۵۳۹ میلیونه نفوس درلود، یعنې د ټول هېواد ۱۵.۳ سلنه. د ۲۰۱۰م کال په سرشمېرنه کې، د بانکوک ښاري سیمې په شاوخوا کې له ۱۴ میلیونو ډېرو (۲۲.۲ سلنه) کسانو ژوند کاوه چې بانکوک یې په ستر اصلي ښار بدل کړ چې د اندازې او ملي اقتصاد لپاره د ارزښت له مخې یې د ټایلنډ نور ښارونه کوچني کړل.

بانکوک خپلې ریښې د آیوټایا په سلطنت کې د کوچني سوداګریز پوسټ په توګه پنځه لسمې پېړۍ ته رسوي، چې په پایله کې یې وده وکړه او ټونبوري په ۱۷۶۸م کال کې او راټاناکوسین په ۱۷۸۲م کال کې، د دوه پلازمېنو ښارونو په سایټ بدل شو. بانکوک د سیام د مډرن کولو مرکز وو، چې وروسته د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې کله چې دا هېواد د لوېدیځ فشارونو سره مخ شو، ټایلنډ ته یې نوم بدل کړ. دې ښار د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د ټایلنډ سیاسي مبارزاتو په مرکز کې قرار درلود، ځکه چې دې هېواد مطلقه سلطنت لغوه کړ، اساسي قانون یې ومانه او د ګڼو کودتاګانو او څو پاڅونونو څخه تېر شو. دا ښار چې په ۱۹۷۲م کال کې د بانکوک ښاري مدیریت لاندې د ځانګړې اداري سیمې په توګه پرځای شوه، له ۱۹۶۰ تر ۱۹۸۰مې لسیزې په اوږدو کې یې په چټکۍ سره وده وکړه او اوس د ټایلنډ پر سیاست، اقتصاد، زده کړې، رسنیو او مډرنې ټولنې باندې د پام وړ اغیزه لري.

په ۱۹۸۰مه او ۱۹۹۰مه لسیزو کې د آسیایي پانګې اچونې رونق د دې لامل شو چې ډېری څو ملیتي شرکتونه خپل مرکزي سیمه‌ییز دفترونه په بانکوک کې ځای پرځای کړي. دا ښار اوس په مالي او سوداګریزو چارو کې یو سیمه ییز ځواک دی. دا ښار د ټرانسپورټ او صحي پاملرنو نړیوال مرکز او د هنر، موډ او تفریح لپاره د یوه مرکز په توګه څرګند شوی دی. دا ښار د سړک سر ژوند، کلتوري نښانو او همدارنګه هغه سیمې چې سره څراغونه لري، له امله نامتو دی. لویه ماڼۍ او بودایي معبدونه لکه Wat Arunand Wat Pho د نورو ګرځندویه جاذبو لکه د خاوسان او پاټ پونګ په سړکونو کې د شپني ژوند په تضاد کې قرار لري. بانکوک د نړۍ یو له غوره ګرځندویي ښارونو څخه دی او په دوامداره توګه په څو نړیوالو درجه بندیو کې د نړۍ په کچه ترټولو ډېر لیدل شوي ښار په توګه معرفي شوی دی.

د بانکوک چټکه وده له کوچنۍ ښاري پلان جوړونې سره د ښاري نامناسب چاپېریال او ناکافي زېربناوو لامل شوې ده. د لویو لارو پراخې شبکې سربېره، د سړکونو نامناسبه شبکه او د شخصي موټرونو ډېره کارونه د اوږدمهاله او معلول ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوې ده چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د هوا د شدیدې ککړتیا لامل شوه. له هغه وخته دا ښار د دې ستونزې د حل په موخه عمومي ټرانسپورټ ته مخه کړې ده، اته ښاري رېل پټلۍ یې په لار اچولي دي او د عامه ټرانسپورټ نورې لارې جوړوي، خو لا هم ګڼه ګوڼه یوه جدي مسله ده. دا ښار د اوږدمهاله چاپېریالي ګواښونو، لکه د اقلیمي بدلون له کبله د سیندونو د اوبو کچې زیاتوالي، سره مخ دی.

تاریخ

د بانکوک ښار تاریخ لږ تر لږه د پنځه لسمې پېړۍ لومړیو ته ورګرځي، کله چې د آیوټایا حکومت تر اغیز لاندې د چائو فرایا سیند په لوېدیځه څنډه کې پروت یو کلی وو. د سیند څنډه کې د هغه د سټراټېژیک موقعیت له امله، د دې ښار ارزښت ورو ورو زیات شو. بانکوک په لومړیو کې د سیند دوه خوا ته کلاوو په منځ کې د یوه ګمرکي بندر په توګه کار کاوه او په ۱۶۸۸م کال کې د محاصرې ځای وو چې په ترڅ کې یې فرانسویان له سیام څخه ووتل. په ۱۷۶۷م کال کې د برماییانو په لاس د آیوتایا له سقوط وروسته، نوی واک ته رسېدلي پاچا تاکسین خپله پلازمېنه په دې ښار کې جوړه کړه، چې د تونبوري سلطنت په پایګاه بدل شو. په ۱۷۸۲م کال کې، پاچا پوتایوټفا چولالوک (لومړی راما) د تاکسین ځای ناستی شو، او پلازمېنه یې په ختیځ بانک کې د راټاناکوسین ټاپو ته ولېږداوه او له همدې کبله یې د راټاناکوسین سلطنت جوړ کړ.  د ښار ستون د ۱۷۸۲م کال د اپرېل په ۲۱مه جوړ شو چې د پلازمینې په توګه د بانکوک د ټاکل کېدو تاریخ په توګه په پام کې نیول کېږي.[۱۹][۲۰]

د نولسمې پېړۍ له لومړیو تر منځه د بانکوک اقتصاد د نړیوالې سوداګرۍ، په لومړي کې له چین سره، وروسته بیا د لوېدیځو سوداګرو له بېرته راتګ سره ورو ورو وده وکړه. بانکوک د پلازمېنې په توګه، د سیام د مډرن کولو مرکز وو ځکه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د لوېدیځو ځواکونو له فشار سره مخ شو. د مونګکوت (څلورم راما، ۱۸۵۱ – ۶۸) او چولالانګکورن (پنځم راما، ۱۸۶۸ – ۱۹۱۰) پاچایانو د سلطنت په دوره کې په ښار کې د بخار ماشین، چاپ ماشین، رېل ګاډي ټرانسپورټ او خدماتي زېربناوو جوړول او همدارنګه رسمي زده‌کړه او صحي خدمات ولیدل شول. په ۱۹۳۲م کال کې د مطلقه سلطلنت لغوه کېدوه سره، بانکوک د نظامي او سیاسي اشرافو ترمنځ د ځواک جګړې په مرکزي صحنه بدل شو.[۲۱]

له هغه ځایه چې په دوهمه نړیواله جګړه کې ټایلنډ له جاپان سره یوځای شو، بانکوک د متحدینو بمباران سره مخ شو، خو له جګړې وروسته دوره کې د متحده ایالتونو له مرستې او د دولت لخوا ملاتړ شویو پانګه اچونو په پایله کې یې په چټکۍ سره وده وکړه. د متحده ایالتونو د څېړنې او نظامي ودې په توګه د بانکوک رول، د هغه ګرځندویه صنعت پیاوړی کړ او همدارنګه هغه یې د جنسي توریزم منزل په توګه تثبیت کړ. ښاري غیرمتناسبه وده د عاید نابرابري او له کلیوالو سیمو څخه بانکوک ته د مهاجرات زیاتوالي لامل شوه؛ په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د دې ښار نفوس له ۱.۸ میلیونو څخه ۳ میلیونو ته لوړ شو.[۲۱]

په ۱۹۷۳م کال کې له ویټنام څخه د متحده ایالتونو د ځواکونو له وتلو وروسته، جاپاني شرکتونه د پانګې اچونې مشرانو په توګه وټاکل شول او د صادرات محوره تولید پراختیا د بانکوک د مالي بازار د ودې لامل شوه. د ښار چټکې ودې په ۱۹۸۰مه لسیزه او د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې دوام وموند، تر هغه چې په ۱۹۹۷م کال کې د آسیا مالي ناورین سره سم ودرېد. تر هغه وخته ډېری مسایل عمومي او ټولنیز څرګند شوي وو، له هغې جملې څخه په زېربناوو باندې فشار چې د ښار نوم بدي ټرافیک کې ورته اشاره شوې ده. د هېواد سیاسي صحنې په توګه د بانکوک رول لا هم د خلکو اعتراضاتو په ټولګو کې لیدل کېږي لکه، په ۱۹۷۳ او ۱۹۷۶م کلونو کې د زده‌کوونکو پاڅون، په ۱۹۹۲م کال کې نظامي ضد لاریونونه، او له ۲۰۰۶م کال راهیسې سړکونو کې مکرر لاریونونه چې په هغه کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۳ پورې پخواني لومړي وزیر تاکسین شیناواتر په ملاتړ او ضد لاریونونه او په ۲۰۲۰م کال کې د زده‌کوونکو تر مشرۍ لاندې یو نوی خوځښت شامل دي.[۲۱][۲۲]

د ښار اداره په لومړي ځل د پاچا چولالانګکورن لخوا په ۱۹۰۶م کال کې د Monthon Krung Thep Phra Maha Nakhon (มณฑลกรุงเทพพระมหานคร) په توګه ملي فرعي ویش جوړونې سره رسمي شوه. په ۱۹۱۵م کال کې، ماهون په څو ولایتونو ووېشل شو، چې اداري سرحدونو یې له هغه وخته راهیسې ډېر بدلون موندلی دی. ښار په اوسنۍ بڼه په ۱۹۷۲م کال کې د بانکوک لوی ښار ادارې (BMA) له جوړېدو سره، په تېر کال کې د چائو فرایا د ختیځ بانک په سیمه کې د فراناخون ولایت او په لوېدیځ کې د تونبوري ولایت ادغام کېدو وروسته، جوړ شو.[۲۳]

سرچينې

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د بانکوک اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  2. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=44
  3. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=37
  4. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=45
  5. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=30
  6. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=36
  7. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=31
  8. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=34
  9. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=35
  10. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=38
  11. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=41
  12. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=49
  13. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=100
  14. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=101
  15. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=103
  16. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=106
  17. http://iad.bangkok.go.th/en/showsister_cities?id=32
  18. https://www.ibb.istanbul/icerik/kardes-sehirler
  19. Chandrashtitya, Tipawan; Matungka, Chiraporn. ประวัติเมืองธนบุรี [History of Thonburi City]. Arts & Cultural Office (په تائی لو ژبه کي). Dhonburi Rajabhat University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Committee for the Rattanakosin Bicentennial Celebration (1982). จดหมายเหตุการอนุรักษ์กรุงรัตนโกสินทร์ [Rattanakosin City conservation archives]. Department of Fine Arts. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Reproduced in "กว่าจะมาเป็นกรุงเทพฯ" [The path to become Bangkok]. BMA Data Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ Baker & Pongpaichit 2005, pp. 37–41, 45, 52–71, 149–150, 162, 199–204.
  22. (په 2020-10-14 باندې). As Motorcade Rolls By, Thai Royal Family Glimpses the People's Discontent. The New York Times.
  23. Committee for the Rattanakosin Bicentennial Celebration (1982). จดหมายเหตุการอนุรักษ์กรุงรัตนโกสินทร์ [Rattanakosin City conservation archives]. Department of Fine Arts. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Reproduced in "กว่าจะมาเป็นกรุงเทพฯ" [The path to become Bangkok]. BMA Data Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)