واشنګټن ډي سي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
واشنگټن ډي سي

واشنګټن ډي سي چې پخوانی نوم يې د کلمبیا سیمه (District of Columbia) و اوس تش واشنګټن یا یواځې ډي سي هم ورته وايي، د امریکا متحده آیالتونو پلازمېنه ده. دا ښار د پوتوماک سیند پر ختیځه تړانګه موقعیت لري چې د ویرجینا آیالت سره په سوېل لویدیځ او سوېل برخه کې پوله جوړوي، او پاتې برخې یې د مریلنډ ایالت سره سرحد لري. پر دې ښار يې د امریکا د لومړني ولسمشر او بنسټګر جورج واشنګټن نوم اېښی دی، او فډرال سیمې ته ځکه کلمبیا وايي چې دا د دې هېواد د ښځینه تجسم نوم دی. د امریکا د فډرال حکومت او ګڼو نړیوالو سازمانونو د مرکز په توګه، دا ښار د نړۍ یو مهم سیاسي پایتخت دی. د امریکا د ښارونو ترمنځ دا ښار هم ډېر سیلانیان لري، او یواځې په ۲۰۱۶م کال کې ۲۰ میلیونو خلکو لیدنه ورڅخه کړې ده. [۱][۲][۳][۴][۵]

د امریکا د اساسي قانون پر بنسټ دا فډرال سیمه د کانګرس د ځانګړي واک لاندې ده، نو ځکه دا سیمه نه د کوم ایالت برخه ده (او نه هم پخپله کوم ایالت دی). د ۱۷۹۰م کال د جولای په ۱۶مه نېټه د استوګنې قانون (Residence Act) لاسلیک شو چې له مخې يې د هېواد د ختیځ ساحل سره نږدې د پوټوماک سیند پر غاړه د هېواد پلازمېنه جوړېږي. په ۱۷۹۱م کال د ملي پلازمېنې په توګه د واشنګټن ښار بنسټ کېښودل شو، او کانګرس خپله لومړنۍ غونډه هلته په ۱۸۰۰م کال کې ترسره کړه. په ۱۸۰۱ کال کې، دا سیمه، چې وړاندې د مریلنډ او ویرجنیا برخه وه (په ګډون د جورج ټاون او الکساندریا د ورسپارلو)، د فډرال سیمه په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. په ۱۸۴۶م کال کې، کانګرس د ویرجنیا ایالت د الکساندریا برخه بېرته ورکړه؛ په ۱۸۷۱م کال کې، کانګرس د سیمې د پاتې برخه لپاره یو واحده ښاري اداره رامنځته کړه. د ۱۸۸۰یمو کلونو څخه راپدېخوا په ایالت د دې ښار د بدلولو لپاره هڅې روانې وې چې په وروستیو کې هم دې خوځښت ډېر پرمختګ درلود او  په کال ۲۰۲۱ کې د استازو جرګې داسې لایحه تصویب کړه چې له مخې يې دا ښار د یوه ایالت حیثیت غوره کوي.  [۶]

دا ښار په مربع ګانو وېشل شوی چې د کانګرس ودانۍ يې په منځ کې پرته ده او ۱۳۱ سیمې لري. د ۲۰۰۰م کال د سرشمېرنو له مخې، د دې ښار نفوس ۶۸۹۵۴۵ تنه و چې د امریکا شلم ګڼمېشتی ښار دی او د ویومېنګ او وېرمونټ په نامه د امریکا د ددو ایالتونو د ګډ نفوس څخه ډېر خلک پکې اوسېږي. د مریلنډ او ویرجنیا د اطرافو څخه واشنګټن ته د تلونکو راتلونکو خلکو نفوس چې ورډېر کړې، نو په واشنګټن کې د کاري ورځو پر مهال نفوس له یو میلیون څخه اوړي. واشنګټن (د مریلنډ، ویرجنیا او لوېديځې ویرجنیا د ځينو برخو په شمول) د امریکا شپږمه ستره مرکزي سیمه ده چې د ۲۰۱۹ کال د اټکل له مخې ۶,۳ میلیونه وګړي پکې اوسېږي. [۷][۸][۹]

د امریکا د فدرال حکومن درې قوې د دې سیمې په مرکز کې پرتې دي: کانګرس (مقننه)، ولسمشر (اجرایه) او ستره محکمه (قضایه). واشنګتن د ګڼو ملي یادڅلو او موزیمونو کوربه دی چې ډېری يې د نېنشل مال په شاوخوا سیمه کې موقعیت لري. پدې ښار کې ۱۱۷ بهرني سفارتونه او د ډېرو نړیوالو سازمانونو، سوداګریزو اتحادیو، غیرانتفاعي سازمانونو، لابي ډلو او د مسلکي انجمونو مرکزي دفترونو دی، لکه د نړیوال بانګ ګروپ، د پیسو نړیوال صندوق، د امریکايي ایالتونو سازمان، د امریکا د تقاعد شویو وګړو اتحادیه، نېشنل جیوګرافیک ټولنه، د بشري حقونو کمپاین، مالي نړیوال شرکت او د امریکا سور صلیب.

له ۱۹۷۳م کال راهیسې دا سیمه د یوه منتخب ښاروال او د شورا د ۱۳ غړو لخوا اداره کېږي. کانګرس د ښار عام و تام صلاحیت لري او کولای شي ځايي قوانین له منځه یوسي. د ډي سي اوسېدونکي د استازو جرګې ته یو پلاوی هم ټاکي خو په سنا کې د دې سیمې استازی نشته. د دې سیمې رایه ورکوونکي د امریکا د اساسي قانون د درویشتم تعدیل سره سم چې په کال ۱۹۶۱ کې قانوني شو، د ولسمشرۍ د ټاکوونکو شورا درې غړي غوره کوي.

تاریخ

کله د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې اروپایانو له دې سیمې څخه لیدنه کوله نو دلته د پوټوماک سیند پر غاړه ځمکو کې د الګونکویان ژبې د پیسکاتاوې خلکو (چې کونوی هم ورته وایي) ګڼې قبیلې اوسېدلې. د ناکوتکتانک په نامه یوه ډله (یا لکه چې کاتولیک مبلغین يې ناکوستاینز بولي) په ننۍ کلمبیا سیمه کې د اناکوستیا سیند شاوخوا اوسېدله. د اروپايي استعمارګرانو او ګاونډیو قبیلو تر منځ شخړو د پیسکاتاوې خلک کډه کولو ته مجبور کړل چې ځینې يې په ۱۶۹۹ کال کې د مریلنډ له پاینټ آف راکس سره نږدې مېشته شول. [۱۰]

د هغه په ۴۳م فډرالیست کې چې په جنوری ۲۳، ۱۷۸۸ نېټه خپور شو، جېمز مډېسن استدلال کوي چې فډرال حکومت د خپل ځان ساتلو او خوندیتابه لپاره د پلازمېنې مسولې ادارې ته اړتیا لري. پنځه کاله وړاندې، د هغو سرتېرو یوه باڼد چې معاشونه يې نه وو اخیستی، د کانګرس ودانۍ محاصره کړه، پداسې حال کې چې نورو غړو يې په فلادلفیا کې غونډه درلوده. د ۱۸۷۳م کال د پنسلوانیا دا سرپورته کولو پېښه د دې لامل شوه چې ملي حکومت باید د خپل امنیت په پار پر هېڅ ایالت تکیه ونه کړي. [۱۱][۱۲]

د اساسي قانون د لومړۍ مادې اتمه فقره د سیمې ادارې ته (چې ټوله ۱۰ میله مربع نه کېږي) دا اجازه ورکوي چې د مشخصو ایالتونو لخوا د ځمکو سپارلو او د کانګرس لخوا د منلو په صورت کې، دا سیمه د امریکا د حکومت مرکز جوړېږي. له دې سره سره، اساسي قانون د پلازمېنې د جوړېدو ځای مشخص کړی نه دی. د ۱۷۹۰م کال په پخلاینه کې، مډېسن، الکسانډر همېلټن او توماس جیفرسن هوکړه وکړه چې فډرال حکومت به د انقلابي جګړو څخه پاتې شوي پورونه پرې کوي خو په بدل کې به يې په جنوبي امریکا ایالتونو کې یوه نوې ملي پلازمېنه جوړوي.[۱۳][۱۴]

بنسټ

په جولای ۹، ۱۷۹۰ نېټه، کانګرس د اوسېدو قانون تصویب کړ چې له مخې يې په پوټوماک سیند د ملي پلازمېنې جوړول ومنل شول. د پلازمېنې کره ځای د ولسمشر جورج واشنګټن لخوا ټاکل کېده ځکه همدا دغه لایحه د جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه لاسلیک کړه او په قانون بدله شوه. د مریلنډ او ویرجنیا ایالتونو لخوا په هبه شوې ځمکه کې فډرال سیمه په مربع بڼه جوړه شوه چې هر لوري يې ۱۰ میله (۱۶ کیلومټره) اندازه درلوده او په ټوله کې ۱۰۰ میله مربع کېدله. [۱۵]

په دې قلمرو کې له وړاندې شته دوه استوګن ځایونه شامل شول: د ماریلنډد د جورج ټاون بندر چې په ۱۷۵۱م کال کې جوړ شو او د ویرجنیا د الکساندریې بندري ښار چې په ۱۷۴۹م کال کې جوړ شو. د ۱۷۹۱ او ۱۷۹۲ په بهیر کې، د انډریو ایلیکاټ په مشرۍ یو ټیم چې د الېکاټ د وروڼو جوزیف او بنجامین او افریقايي-امریکايي ستورپېژندونکي بنجامین بنېکېر پکې و، د دې فډرال سیمې د پولو سروې وکړه او په هر میل کې سرحدي ډبرې کېښودې. اوس هم ډېری هغه ډبرې شتون لري. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

دا نوی فډرال ښار د جورج ټاون ختیځ لوري ته د پوټوماک پر شمالي تړانګه جوړ شو. د ۱۷۹۱م کال د سپټمبر په نهمه نېټه، درېیو کمېشرانو د هغې پلازمېنې د جوړولو څخه څارنه کوله چې نوم يې د ولسمشر واشنګټن په درناوی، د واشنګټن ښار اېښودل شوی و. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې

  1. "Introduction: Where Oh Where Should the Capital Be?". WHHA (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في July 4, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Washington, D.C. History F.A.Q." The Historical Society of Washington, D.C. (په انګلیسي ژبه کي). May 27, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر September 10, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Broder, David S. (February 18, 1990). "Nation's Capital in Eclipse as Pride and Power Slip Away". The Washington Post. مؤرشف من الأصل في August 10, 2015. د لاسرسي‌نېټه October 18, 2010. In the days of the Truman Doctrine, the Marshall Plan and the creation of NATO, [Clark Clifford] said, we saved the world, and Washington became the capital of the world. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The 10 most-visited cities in the US this year". Insider. مؤرشف من الأصل في March 7, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 6, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cooper, Rebecca (May 9, 2017). "D.C. breaks another domestic tourism record". www.bizjournals.com. Washington Business Journal. مؤرشف من الأصل في June 16, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2021-04-22 باندې). House Approves D.C. Statehood, but Senate Obstacles Remain. The New York Times.
  7. "Washington-Arlington-Alexandria, DC-VA-MD-WV". U.S. Census Bureau. U.S. Department of Commerce. مؤرشف من الأصل في April 19, 2012. د لاسرسي‌نېټه April 12, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Journal, Matt Vasilogambros, National (2013-12-30). "D.C. Has More People Than Wyoming and Vermont, Still Not a State". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 18, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Metropolitan and Micropolitan Statistical Areas Population Totals and Components of Change: 2010–2019". United States Census Bureau, Population Division. April 2019. مؤرشف من الأصل في June 16, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Humphrey, Robert Lee; Chambers, Mary Elizabeth (1977). Ancient Washington: American Indian Cultures of the Potomac Valley. George Washington University. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781888028041. مؤرشف من الأصل في January 26, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 6, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Crew, Harvey W.; Webb, William Bensing; Wooldridge, John (1892). "IV. Washington Becomes The Capital". Centennial History of the City of Washington, D.C. Dayton, OH: United Brethren Publishing House. د کتاب پاڼې 66. مؤرشف من الأصل في November 18, 2016. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Madison, James. "The Federalist No. 43". The Independent Journal. Library of Congress. د اصلي آرشيف څخه پر August 23, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 5, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Constitution of the United States". National Archives and Records Administration. مؤرشف من الأصل في August 23, 2011. د لاسرسي‌نېټه July 22, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Crew, Harvey W.; Webb, William Bensing; Wooldridge, John (1892). Centennial History of the City of Washington, D.C. Dayton, OH: United Brethren Publishing House. د کتاب پاڼې 124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Crew, Harvey W.; Webb, William Bensing; Wooldridge, John (1892). Centennial History of the City of Washington, D.C. Dayton, OH: United Brethren Publishing House. د کتاب پاڼي 89–92. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Georgetown Historic District". National Park Service. مؤرشف من الأصل في July 2, 2008. د لاسرسي‌نېټه July 5, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Alexandria's History". Alexandria Historical Society. د اصلي آرشيف څخه پر April 4, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bordewich, Fergus M. (2008). Washington: the making of the American capital. HarperCollins. د کتاب پاڼي 76–80. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-084238-3. مؤرشف من الأصل في September 5, 2015. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Boundary Stones of the District of Columbia". BoundaryStones.org. مؤرشف من الأصل في December 27, 2014. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The Senate Moves to Washington". United States Senate. February 14, 2006. مؤرشف من الأصل في July 5, 2017. د لاسرسي‌نېټه July 11, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Tom (July 24, 2013). "Why Is Washington, D.C. Called the District of Columbia?". Ghosts of DC (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 20, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 20, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Crew, Harvey W.; Webb, William Bensing; Wooldridge, John (1892). Centennial History of the City of Washington, D.C. Dayton, OH: United Brethren Publishing House. د کتاب پاڼې 101. مؤرشف من الأصل في January 26, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 1, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Get to Know D.C." Historical Society of Washington, D.C. د اصلي آرشيف څخه پر September 18, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 11, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)