کریستوفر کولومبس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کریستوفر کولومبس
(اطالوی: Cristoforo Colombo)
(Ligurian: Christoffa Corombo د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کریستوفر کولومبس
کریستوفر کولومبس

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاطینی: Christophorus Columbus د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴۵۱[۱][۲][۳][۴]
مړینه 20 مې 1506 (54–55 کاله)[۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۱۰]
ایټالیایي ژبه[۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر بطلمیوس  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسلیک
کریستوفر کولومبس
کریستوفر کولومبس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کریسټوفر کولمبس  د ۱۴۵۱ز کال د اګست ۲۵ مې او د اکتوبر ۳۱ مې تر منځ زېږیدلی او د ۱۵۰۶ز کال د مې میاشتې په ۲۰ مه نېټه ېې له دې نړۍ سترګې پټې کړي. نوموړی یو ایټالوی څېړونکی او بیړۍ چلوونکې و چې د اتلانتیک سمندر په اوږدو کې یې څلور سمندري سفرونه بشپړ کړل او په دی توګه یې په امریکا کې پراخې اروپایې سپړنې او استعمار ته لاره پرانیستله چې دا سفرونه ېې د هسپانیا د کاتولیکو پاچایانو له خوا تمویل کېدل.[۱۲]

ډېری پوهان په دې نظر دي چې کولمبس د جینوا په جمهوریت کې زېږیدلې. هغه په ​​ځوانۍ کې سمندر ته لاړ او په پراخه کچه یې تر شمال پورې د بریتانیا ټاپوګانو او تر سویل پورې چې اوس د ګانا په نامه یادیږې سفرونه وکړل. هغه د پرتګال له یو اشرافي میرمن فیلیپا مونیز پریسټریلو سره واده وکړاو څو کاله یې په لیزبون کې تیر کړه، خو وروسته یې معشوقه هم پیدا کړه. نوموړي له هرې ښځې نه یو زوی درلود. کولمبس یو خود اموخته فیلسوف، او په جغرافیه، ستورپوهنه او تاریخ کې ېې په پراخه کچه زده کړې کړې وې. د کولمبس د تلپاتې لابی کولو وروسته پاچایانو لکه کاتولیک پاچا، ملکه دویمه ایزابیلا او دویم فرډینانډ راضي شول چې لوېدیځ ته د هغه د سفرونو مسؤلیت په غاړه واخلي. کولمبس د ۱۴۹۲ز کال اګسټ میاشت کې کاستیل پریښود او د اکټوبر په ۱۲ نېټه د امریکا ځمکې ته ورسید. د هغه د کښته کیدو ځای بهاماس کې یو ټاپو و، چې اصلي اوسیدونکو یې د ګواناني په نامه یادوله. هغه وروسته له هغه ټاپوګانو نه لیدنه وکړه چې اوس د کیوبا او هسپانیولا په نامه پیژندل کیږي او اوسنې هایټي کې یې یوه مستعمره هم تاسیس کړه. کولمبس د ۱۴۹۳ز کال په لومړیو کې بیرته کاسټیل ته راستون شو، هغه یو شمیر نیول شوي بومي اوسیدونکي هم  له ځان سره راوستل او په دې سره د هغه د سمندري سفرونو خبر په ټوله اروپا کې خپور شو.

کولمبس امریکا ته درې نورسمندری سفرونه وکړل چې په ۱۴۹۳ز کال کې یې لاندې انټیلیس، په ۱۴۹۸ز کال کې ټرینیډاډ او د جنوبي امریکا شمالي ساحل او په ۱۵۰۲ز کال کې د مرکزي امریکا ختیځ ساحل وپلټه. د یوه استعماري والي په توګه، کولمبس د هغه وخت د معاصرانو له خوا په وحشت تورن شو او ډیر ژر له خپلې دندې ګوښه کړای شو. د کاستیل له ولیعهد او په امریکا کې د هغه د ګمارل شوي استعماري مدیرانو سره د کولمبس کړکیچنې اړیکې د هغه د نیولو او په ۱۵۰۰ز کال کې له هسپانیولا نه د لرې کولو لامل شو.[۱۳][۱۴][۱۵]

د کولمبس لومړنی ژوند[سمول]

د کولمبس لومړنی ژوند ناڅرګند دی، خو پوهان په دې باور دي چې هغه د ۱۴۵۱ز کال د اګسټ د ۲۵ او ۳۱ اکټوبر ترمنځ د جینوا په جمهوریت کې زېږېدلی. د هغه پلار ډومینیکو کولمبو نومېده، چې  د وړۍ اوبدلو کارکوونکی و چې په جینوا او ساونا کې یې کار کاوه او د پنیر خرڅولو یو دکان یې هم درلود، چې ځوان کریسټوفر د مرستندویه په توګه ورسره کار کاوه. د هغه مور سوزانا فونټیناروسا نومېده. هغه درې وروڼه د بارتولومیو، جیواني پیلګرینو، او جیاکومو (د ډیاګو په نامه هم یادیده) په نوم درلودل او د بیانچینټا په نامه یې یوه خور هم درلوده. د هغه ورور بارتولومیو د ځوانۍ دوره  کې په لیزبون کې د کارتوګرافي ورکشاپ چلاوه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

داسې انګیرل کیږي چې د هغه مورنۍ ژبه د جینیس ژبه وه، که څه هم کولمبس ښایي هیڅکله په دې ژبه نه وي لیکلي. په خپله یوه لیکنه کې وايي چې په څوارلس کلنۍ کې سمندر ته تللې ده. په ۱۴۷۰ز کال کې، د کولمبو کورنۍ ساوونا ته لاړه. ځینې ​​عصري لیکوالان داسې استدلال کوي چې: هغه د جینوا نه و، بلکې د هسپانیا د اراګون سیمې یا د پرتګال  و. دا ډول فرضیې په عمومي توګه د ځینې نورو  پوهانو له خوا رد شوي دي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

له هغه ځایه چې کولمبس د لوړې هیلې خاوند و، بالاخره یې لاتیني، پرتګالي او کاستیلین ژبې زده کړې او د ستورپوهنې، جغرافیې او تاریخ په اړه یې په پراخه کچه زده کړې وکړې.[۲۵]

د کولمبس وروستې ژوند، ناروغۍ او مرګ[سمول]

کولمبس تل ادعا کوله چې، د غیر مذهبي خلکو اندونه د هغه د سپړنې یو له لاملونو نه و، خو هغه په ​​​​وروستیو کلونو کې په زیاتیدونکې توګه مذهبي شو. کولمبس د خپل زوی (ډیاګو) او د هغه د ملګري کارتوزیان راهب (ګاسپر ګوریسیو) په مرسته، د ژوند په ​​وروستیو کلونو کې دوه کتابونه ولیکل: چې لومړې یې د امتیازاتو کتاب (۱۵۰۲ز) وه، چې د هسپانوي پاچهې نه د انعامونو توضیح او مستند کولو په  اړه وه، چې هغه باور درلود چې هغه او د هغه وارثان یې مستحق دي. دویم یې د نبوتونو کتاب (۱۵۰۵ز) و، په کوم کې چې د بائبل له عبارتونو نه د هغه د لاسته راوړنو د ځای په ځای کولو لپاره کارول شوي. [۲۶][۲۷]

کولمبس په ورستیو کلونو کې غوښتنه وکړه، چې هسپانوي ولیعهد دی، لکه څنګه چې د سانتافی په تړون کې ټاکل شوي و،  نوموړي ته د هغو شتمنیو او سوداګریزو توکو لسمه برخه ورکړي چې له هغو ځمکو نه چې د نوموړي د سفرونو په پایله کشف شوې، دي لاس ته راځي. خو د دی لپاره چې هغه له خپلې دندو ګوښه شوی و، هسپانوي ولیعهد دې تړون ته پابند پاتې نه شو او د هغه دا غوښتنې یې رد کړې. د کولمبس له مړینې وروسته، د نوموړي وارثانو له متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ نه د ګټې د یوې برخې لپاره او د نورو انعامونو لپاره له ولیعهد سره دعوه پیل کړه چې یادې دعوې د قانوني شخړو یوه اوږدې لړۍ ته لاره هواره کړه، چې د (کولمبیا دعوه) په نامه پیژندل کیږي. کولمبس په خپل ​​​​لومړي راستنیدونکي سفر کې، چې هغه وخت کې کولمبس ۴۱ کلن و، له یوې ناروغي سره چې داسې انګیرل کیده چې نقرس به وی اخته شو. په ورستیو کلونو کې کولمبس په انفلونز، د سترګو خونریزي، لنډمهاله ړوندتوب او د نقرص په ناروغیو اخته شو، چې ۱۴ کاله وروسته د  هغه د ​​مرګ لامل شو.[۲۸][۲۹]

د کولمبس د ژوند طرز او اعراضو ته په کتو ډاکټرنو داسې انګیرله چې هغه په نقرس ناروغۍ نه بلکې په ارټریټس ناروغۍ اخته و چې د کولمو د باکټریایی انتاناتو له امله رامنځته کیږي. روماتولوژیست او د داخلي درملو پروفیسور ډاکټر فرانک سی ارنټ لیکلې، چې داسې بریښي چې کولمبس په خپل سمندري سفرونو کې د ضعیفې حفظ الصحې او د خواړو د مسموم کیدوله امله پدې ناروغۍ اخته شوی وو. نوموړی د خپل څلورم سفر (او د ملکې ایزابیلا له مړینې ) نه سانلوکار ته د هغه له رسیدو وروسته،  ناروغ کولمبس  په ۱۵۰۵ز کال کې په سیویل کې میشت شو. خو بیا هم هغه په ​​کلکه د خپل شخصي امتیازاتو او د خپلې کورنۍ د دفاع لپاره هسپانوي پاچهۍ ته د عریضو دوام ورکړ. کولمبس د ۱۵۰۶ز کال د مارچ په میاشت کې په والادولید کې د فوکس جرمن سره د پاچا فرډینند د واده لپاره والادولید ښار ته لاړ او په خپلو غوښتنو یې ټینګار کاوه ،خو  په ۱۵۰۶ز کال د می په ۲۰ نېټه، د ۵۴ کلونو په عمر په والادولید کې مړ شو.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

لمانځنه[سمول]

د کولمبس شخصیت په پراخه کچه په متحده ایالاتو کې د استعمار په دوره کې له پامه غورځول شوې وه. د نوي نړۍ د ملتونو د بنسټ ایښودونکي شخصیت په توګه د کولمبس کارول د امریکا له انقلاب وروسته په چټکۍ سره خپور شو. په متحده ایالاتو کې، د کولمبس نوم فدرالي پلازمینې (د کولمبیا سیمه)، د متحده ایالاتو د دوو ایالتونو پلازمینې (اوهایو او سویلي کارولینا)، د کولمبیا سیند او د کولمبس نوم د نولسمې پیړۍ په پیل کې د کولمبیا نوي زیږیدلي جمهوریت ته هم ورکړل شو.[۳۸][۳۹]

په ۱۹۰۹ز کال کې، د کولمبس اولاده په هسپانیه کې د کولمبس کورنۍ کلیسا له هسپانیه نه د پنسلوانیا  بولسبرګ ته ولېږدوله، چیرې چې دا د خلکو له خوا لیدل کیدی شي. د امریکا په ډیرو هېوادونو او همدارنګه هسپانیا او ایټالیا کې د کولمبس راتګ امریکا ته په ۱۴۹۲ز کال د اکټوبر په ۱۲ نیټه د کولمبس د ورځ په توګه لمانځي.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچینې[سمول]

  1. National Library of Wales Authority ID: https://archives.library.wales/index.php/columbus-christopher-1451-1506-poetry — subject named as: Christopher Columbus
  2. Runeberg author ID: https://runeberg.org/authors/columchr.html — subject named as: Christofer Columbus
  3. subject named as: Christoph Columbus — SELIBR ID: https://libris.kb.se/auth/182090
  4. Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/4665/cristobal-colon — subject named as: Cristóbal Colón — سرليک: Diccionario biográfico español — خپرونکی: Real Academia de la Historia
  5. Encyclopædia Britannica — د نشر نېټه: ۲۲ فبروري ۲۰۱۵
  6. د ټولټال کار کتنه په: http://www.larousse.fr/encyclopedie/ — د نشر نېټه: ۲۲ فبروري ۲۰۱۵ — سرليک: Encyclopédie Larousse en ligne
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119304566 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nc838c — subject named as: Christopher Columbus
  9. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nc838c — subject named as: Christopher Columbus
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119304566 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/33409635
  12. "Columbus". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  13. Schuman, Howard; Schwartz, Barry; D'Arcy, Hannah (2005). "Elite Revisionists and Popular Beliefs: Christopher Columbus, Hero or Villain?". The Public Opinion Quarterly 69 (1): 2–29. doi:10.1093/poq/nfi001. ISSN 0033-362X. https://www.jstor.org/stable/3521601. 
  14. "Christopher Columbus - Legacy | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 2017-10-09 باندې). The Invention of Christopher Columbus, American Hero.
  16. Edwards, J. (2014). Ferdinand and Isabella (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-89345-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. King, Ross (2021). The Bookseller of Florence: The Story of the Manuscripts That Illuminated the Renaissance (په انګلیسي ژبه کي). Atlantic Monthly Press. د کتاب پاڼې 264. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8021-5853-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bergreen 2011، ص. 56.
  19. Phillips, Jr او Phillips 1992، ص. 91.
  20. Galante, John Starosta (2022). On the Other Shore: The Atlantic Worlds of Italians in South America During the Great War (په انګلیسي ژبه کي). U of Nebraska Press. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4962-2958-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Consulta ligure, Vocabolario delle parlate liguri, Sage, 1982, کينډۍ:ISBN
  22. Sánchez, Joseph P.; Gurulé, Jerry L.; Broughton, William H. (1990). Bibliografia Colombina, 1492-1990: Books, Articles and Other Publications on the Life and Times of Christopher Columbus (په انګلیسي ژبه کي). National Park Service, Spanish Colonial Research Center. د کتاب پاڼې ix. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bedini, Silvio A. (2016). Bedini, Silvio A. (المحرر). The Christopher Columbus Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب پاڼې viii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-12573-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Phillips, Jr او Phillips 1992، ص. 96.
  25. (په October 2009 باندې). Columbus' Confusion About the New World. Smithsonian Magazine.
  26. Rivera, Luis N.; Pagán, Luis Rivera (1992). A Violent Evangelism: The Political and Religious Conquest of the Americas (په انګلیسي ژبه کي). Westminster John Knox Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-25367-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Watts, Pauline Moffitt (1985). "Prophecy and Discovery: On the Spiritual Origins of Christopher Columbus's "Enterprise of the Indies".". The American Historical Review 90 (1): 92. doi:10.2307/1860749. ISSN 0002-8762. https://www.jstor.org/stable/1860749. 
  28. McDonald, Mark P. (2005). Ferdinand Columbus: Renaissance Collector (1488-1539) (په انګلیسي ژبه کي). British Museum Press. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7141-2644-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. González Sánchez, Carlos Alberto (2006). "Capitulations of Santa Fe". In Kaufman, Will; Francis, John Michael (المحررون). Iberia and the Americas: Culture, Politics, and History: a Multidisciplinary Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 175–176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-421-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Christopher Columbus Suffered From a Fatal Form of Arthritis" (Press release). University of Maryland School of Medicine. 6 May 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جنوري ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Hoenig, Leonard J. (1 February 1992). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Arthritis of Christopher Columbus"]. Archives of Internal Medicine 152 (2): 274–277. doi:10.1001/archinte.1992.00400140028008. PMID 1472175. 
  32. Arnett, F.; Merrill, C.; Albardaner, Francesc; Mackowiak, P. (September 2006). "A Mariner with Crippling Arthritis and Bleeding Eyes.". The American Journal of the Medical Sciences 332 (3): 125. doi:10.1097/00000441-200609000-00005. PMID 16969141. https://www.semanticscholar.org/paper/A-mariner-with-crippling-arthritis-and-bleeding-Arnett-Merrill/6cfc613378f92f277853f49d9bd5983917232f2c. 
  33. "Christopher Columbus Suffered From a Fatal Form of Arthritis" (Press release). University of Maryland School of Medicine. 6 May 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جنوري ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Tarver, H. Micheal; Slape, Emily (2016). Tarver, H. Micheal; Slape, Emily (المحررون). The Spanish Empire: A Historical Encyclopedia [2 volumes]: A Historical Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 143. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61069-422-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Scott, Ian C.; Galloway, James B.; Scott, David L. (2015). Inflammatory Arthritis in Clinical Practice (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4471-6648-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 25 February 2007 باندې). Esclarecen causas de muerte de Cristóbal Colón. El Universal.
  37. Ritchlin, Christopher T.; FitzGerald, Oliver (2007). Psoriatic and Reactive Arthritis: A Companion to Rheumatology (په انګلیسي ژبه کي). Elsevier Health Sciences. د کتاب پاڼې 132. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-323-03622-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. West, Delno (April 1992). "Christopher Columbus and His Enterprise to the Indies: Scholarship of the Last Quarter Century". The William and Mary Quarterly 49 (2): 254–277. doi:10.2307/2947272. ISSN 0043-5597. https://www.jstor.org/stable/pdf/2947272. "Christopher Columbus did not discover a new world, nor did he ever set foot on the North American continent. Rather, he established continuous contact between two continents, each with major populations. But he became a national hero for the United States, and, as such, he has frequently been placed on the same level with George Washington and Abraham Lincoln by Americans who prefer mythology to facts. Early in our history, he became a unifying symbol to the struggling English colonies when Puritan preachers began to use his life as an exemplum of the developing American spirit. On the eve of the American Revolution, poems, songs, sermons, and polemic essays in which Columbus was idealized as the discoverer of a new land for a new people flowed from New England. Such veneration culminated in a movement to name the nation "Columbia."". 
  39. Bercovitch, Sacvan (2014). The Rites of Assent: Transformations in the Symbolic Construction of America (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-79619-0. Thinking back in spring 1692 to "the antiquities of New England," Cotton Mather came upon a crucial connection, as he saw it, between the voyage of Columbus two centuries before and the Puritans' Great Migration. Considered together, the founding of the Massachusetts Bay Colony and the landing at San Salvador held the key to a great design. To begin with, Columbus's voyage was one of three shaping events of the modern age, all of which occurred in rapid succession at the turn of the sixteenth century: (1) "the Resurrection of Literature",... (2) the discovery of America, ... and (3) the Protestant Reformation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Bushman, Claudia L. (1992). America Discovers Columbus: How an Italian Explorer Became an American Hero (په انګلیسي ژبه کي). University Press of New England. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87451-576-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Bartosik-Vélez, Elise (2014). "The Incorporation of Columbus into the Story of Western Empire". The Legacy of Christopher Columbus in the Americas. New Nations and a Transatlantic Discourse of Empire (PDF). Nashville: Vanderbilt University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8265-1953-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 9 October 2017 باندې). The Invention of Christopher Columbus, American Hero. The Nation.
  43. Stanford, Jack A.; Hauer, F. Richard; Gregory, Stanley V.; Snyder, Eric B. (2011). "Columbia River Basin". In Benke, Arthur C.; Cushing, Colbert E. (المحررون). Rivers of North America (په انګلیسي ژبه کي). Elsevier. د کتاب پاڼې 501. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-045418-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Dewey, Donald (2007). The Art of Ill Will: The Story of American Political Cartoons (په انګلیسي ژبه کي). NYU Press. د کتاب پاڼي 12–13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-1985-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)