Jump to content

مارکو پولو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارکو پولو
Marco Polo (اېټاليايي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۵ سپټمبر ۱۲۵۴[۲] — ۱۲۵۴ (Gregorian)[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۸ جنوري ۱۳۲۴[۱][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
  لړۍ...
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اړين مالومات
مهمې پېښې

مارکو پولو (پیدایښت 1254_ مړینه 1324) په اوسنۍ ایټالیا کي د وینس ښار اړوند یو سوداګر او لیکوال وو، چي له 1271 څخه تر 1295 پوري یې د اسیا بېلابیلو هیوادونو ته سفرونه ترسره کړل. د نوموړي سفرونه د مارکو پولو سفرونه په نوم یو اثر کي لیکل سوي او راټول سوي دي. هغه کتاب کوم چي د ختیځي نړۍ د هغه وخت مهم کلتوري اړخونه او داخلي کړه وړه بیانوي. په دې کلتورونو کي د منگول امپراتورۍ، د چین د یوان سلطنت شتمنۍ، اروپایانو ته د چین، افغانستان، جاپان، فارس او هند په اړه لوی معلومات راغونډ سوي دي. [۱۱]

د تاریخونو پر بنسټ په وینس کي زېږېدلي مارکو پولو د خپل پلار او تره نیکولو او مافیو څخه سوداګریز تجارت زده کړ، او تر یادي زدکړي وروسته یې د آسیا له لاري سفر پیل او د مغولي واکمن قبلای خان سره یې ولیدل. قبلای خان مارکو پولو د خپل بهرني سفیر په توګه ټولي امپراتورۍ او سویل ختیځي آسیا ته په ډیرو ډیپلوماتیکو ماموریتونو کي واستاوه، او د اوسني برما، هند، اندونیزیا، سریلانکا او ویتنام هیوادونو څخه یې لیدنه وکړه. [۱۲] [۱۳] د خپل سفر د یوې اړیني برخي په توګه مارکو پولو چین هیواد ته هم سفر وکړ، او هلته یې په 17 کاله تېرولو سره ډیری داسي شیان ولیدل چي اروپایانو ته پخوا معلوم نه وه. د 1291 په شاوخوا کي مارکوپولو د منګول شهزادګۍ کوکوچین سره فارس ته ولاړ او د بېلابیلو ځایونو تر لیدو وروسته په 1293 کي هلته ورسېدل. په فارس کي ترڅه وخت تېرولو وروسته مارکو پولو قسطنطنیه او بیا وینس ته سفر وکړ، او له 24 کلونو وروسته بیرته کور ته راستون سو. [۱۴] د نوموړي د رسېدو پر وخت وینس د جینوا سره په جګړه کې ښکیل وو، او مارکو پولو د خپل هیواد په استازیتوب سمدستي په جګړه کي ګډون وکړ، چي له امله یې د جینیانو لخوا ژوندئ ونیول سو. د بند په وخت کي مارکو پولو روستیچیلو دا پیسا ته د خپل سفر کیسې لکه د مخکي په څېر د یو سفر په ډول ولیکلې. په 1299 کي له بند څخه تر ایله کېدو وروسته هغه بیرته سوداګري پیل او د واده کولو ترڅنګ د درو ماشومانو خاوند سو. مارکو پولو په 1324 کي مړ او په وینس کې د سان لورینزو په کلیسا کي خاورو ته وسپارل سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  2. ذکر کېدنه: Larousse Encyclopedia online. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: Concise Literary Encyclopedia. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11920191p. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  5. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118595563. Retrieved: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ذکر کېدنه: Enciclopedia Treccani. Treccani's Enciclopedia Italiana ID: marco-polo. Publisher: Institute of the Italian Encyclopaedia. اثر ژبه: اېټاليايي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۲۹. ليکوال: various authors.
  7. ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn19990005385. Retrieved: ۲۷ جولای ۲۰۲۳.
  8. CONOR.SI ID: 10650979. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  9. "The Fine Art Archive". بياځلي په ۱ اپرېل ۲۰۲۱.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  10. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  11. . 1965. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  12. Rongguang Zhao, Gangliu Wang, Aimee Yiran Wang. A History Of Food Culture In China. p. 94.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  13. Christopher Kleinhenz. Routledge Revivals: Medieval Italy (2004): An Encyclopedia – Volume II, Volume 2. p. 923.
  14. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named WorldAtlas