د مغولو امپراتوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مغولو امپراتوري
1206 زېږديز–1368 زېږديز
Location of Их Монгол улс
پلازمینه قراقورم
ژبه(ی) مغولي ژبه
دین
دولت ټولواکمني
چنگېز خان چنگېز خان (لومړۍ)
قوبلاي خان (وروستی)
تاریخ
 - پیل 1206 زېږديز
 - پای 1368 زېږديز

د مغولو امپراتوري (په مغولي: Монголын Эзэнт Гүрэн, Mongolyn Ezent Güren; Их Монгол улс, Ikh Mongol Uls) د ۱۲۰۶ کال څخه تر ۱۳۶۸ کال پورې په آسيا او ختيځي اروپا کې د انسانانو په تاريخ کې تر ټولو ستره او قدرتمنده واکمنی وه. مساحت یی ۳۳ میلیونه کیلومتره مربع وو او په دی واکمنی کی تقريبا ۱۰۰ میلیونه ننه ژوند کول. د واکمني نفوس په ځانگړي ډول د مغولي، تورکي او تونقوزي قبیلو څخه جوړ شوي وو. د مغولو د امپراتوري بنسټ ایښودونکی تېموجن وو چې د مغولو قبيلې یی ټول کړ او په ۱۲۰۶ کال کې د چنگېز خان (د مغولو خانانو تر ټولو لوي واکمن) په توگه وټاکل شو. کله چې تېموجن چنگېز خان شو نو پر چین، مرکزي آسيا، ايران، قافقاز او اروپا باندي یی بريد وکړ. په ۱۲۴۱ کال کې د مغولو پوځ مجارستان ته ورسېده.مغولیانو غوښتل چی مصر (۱۲۶۰)، ویټنام، اندونيزيا او جاپان (۱۲۷۴ ، ۱۲۸۱) ونیو خو پوځ یی ماته وخوړله. کله چی په ۱۲۶۰ کال کې د چنگېز خان لمسی قوبلاي خان د ټولو مغولیانو واکمن شو. خو د جغتای خانات او د طلايي اورډا خانات د قوبلاي خان ټاکنه رد کړل او د قوبلاي خان تر مړينې وروسته په ۱۲۶۴ کال کی د مغولو ټول امپراطوري پای ته ورسېده او په څلورو خاناتو (چغتایي خانات، د ایلخانانو واکمني، یوآن خانات او د طلايي اورډا خانات) تقسیم شو.


دا هم وگورئ[سمول]