چنگېز خان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چنگېز خان
چنگېز خان
(unsupported language: ᠴᠢᠩᠭᠢᠰ ᠬᠠᠭᠠᠨ)
(unsupported language: ᠴᠢᠩᠭᠢᠰ ᠬᠠᠭᠠᠨ)
(unsupported language: Чингис хаан د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چنگېز خان
چنگېز خان

د شخص معلومات
زیږون نوم (unsupported language: ᠲᠡᠮᠦᠵᠢᠨ)
(unsupported language: Тэмүжин د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳۱ مې ۱۱۶۲
مړینه 18 اگسټ 1227 (65 کاله)[۱] او 25 اگسټ 1227 (65 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د مغولو امپراتوري  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د مغولو له خوا د خوارزمي سترواکۍ سوبه(فتحه)  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
چنگېز خان
چنگېز خان

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چنګیز خان(له ۱۱۵۸ کال نه د ۱۲۲۷ ز کال د اګست تر ۱۸مې پورې) چې د تمیوچين په نوم زېږېدلی، د مغولي سترواکۍ بنسټ اېښودنکی او د هغې لوی خان (سترواک) دی چې نوموړې سترواکي د هغه له مړینې وروسته په تاریخ کې تر ټولو لویه نېښتې سترواکي شوه. چنګیز خان د شمال ختیځې آسیا د کوچیانو قومونو په یوځای کولو سره واک ته ورسېد او کله چې وروسته د مغولیانو عمومي واکمن چنګیز خان اعلان شو، نوموړي د مغولیانو یرغلونه پیل کړل، چې په پایله کې یې د یوریشیا ډېره برخه تر واک لاندې راوسته، چې په لوېدیځ کې تر پولنډ او په سویل کې ترمصر پورې پراخه وه. د نوموړي لویې لښکر اېستنې د قره خیتای، خوارزمیانو او د لویدیځ ژیا او د جین د کورنیو پر وړاندې وې او د منځنیو پیړیو پر ګرجستان، کیوان روس او پر بلغاریا یې بریدونه ترسره کړل.  

په سیمه ییزو تاریخونو کې چنګیز خان او د هغه سترواکي وېروونکی شهرت لري. د منځنیو پیړیو ډېری تاریخ پوهان او عصري تاریخ لیکونکي د چنګیز خان فتوحات د بې سارې ورانۍ لامل ګڼي چې د لویو ډیموګرافیکي بدلونونو او د ډله ییزو وژنو او لوږې په پایله کې د نفوسو د سخت کمښت لامل شول. یو محافظه کار اټکل وایي چې: نږدې څلور ملیونه ملکي وګړو (په داسې حال کې چې نورې شمېرې وایی چې له څلوېښتو نه تر شپیتو ملیونو وګړو) د چنګیز خان د نظامي خوځښتونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. برعکس، د کوچو د پاچهۍ بودايي اویغور وګړو، چې په خپله خوښه یې د قره ختای سترواکۍ پرېښوده او د مغولیانو تابع شول، چنګیزخان ته د یو آزادي غوښتونکي په سترګه ګوري، خو چنګیز خان د مغولي سترواکۍ له لاري د دود، ټیکنالوژۍ او افکارو د لوی خپراوي لپاره د پخوانیو رنسانس سرچینو له خوا د مثبت ټکي او د درناوي وړ ګڼل کېږي. مغولي سترواکۍ د لوی خان د ژوند په پای کې د منځنۍ اسیا او چین ډېره برخه ونیوله. چنګیز خان د خپلو فوق العاده پوځي بریالیتوبونو له امله ډېری د ټولې زمانې د سترو فاتحانو له ډلې نه ګڼل کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷][۴][۸][۹]

له خپلو پوځي لاسته راوړنو هاخوا، چنګیز خان مغولي سترواکۍ  ته په نورو برخو کې هم پرمختګ ورکړ. نوموړي پریکړه وکړه چې د اویغورلیکدود( رسم الخط)  د سترواکۍ د لیکلنیز سیستم په توګه ومنل شي. هغه د مغولیانو په سترواکۍ کې منصب د وړتیا پر بنسټ عملي کړ او دیني زغم یې وهڅاوه.  د شمال ختیځې آسیا کوچي قومونه یې متحد کړل. اوسنی منګولیا نوموړۍ د دې هېواد  بنسټ ایښودونکی بولي. هغه تر یوه همغږي سیاسي چاپیریال لاندې د ورېښمو د لارې د راوستلو له امله هم ستایل کېږي. دې کار د شمال ختیځې اسیا، د مسلمانانو سویل لویدیځې اسیا او عیسوي اروپا ترمنځ یو څه اسانه اړیکې او سوداګري را منځ ته کړه، چې د درې واړو سیمو دودیز لیدلوري یې پراخ کړل.[۱۰][۱۱]

نوم او سپلېنګ

د Secret History (پټ تاریخ) پر بنسټ: تیموچین د تاتار مشر تیموچین اوګي د نوم له امله نومول شوی چې د هغه پلار هغه مهال نیولی و. د پاول پېلیوت له قوله: د تیموچین نوم  د ترکي-مغول تمیورسین سره سمون لري چې د پښ(آهنګر) په معنا دی. په هغه ځای کې داسې دود شتون درلود چې چنګیز خان یې د آهنګر په توګه ګاڼه، که څه هم بې بنسټه ښکاري، خو د دیارلسمې پېړې په نیمه کې یې شهرت پیدا کړ. [۱۲]

د وړیار لقب چنګیز خان ښایي د د ترکي تنګیز نه اخیستل شوی وي، چې د سمندر په معنا دی، چې په تحت الفظي توګه "د سمندري واکمن" دی او په سبمولیک ډول د "نړیوال واکمن" په توګه تعبیر شوی دی. چنګیز خان په مختلفو ژبو کې په بېلابېلو بڼو لیکل کېږي، لکه په منګولیایې کې: Chinggis Khaan، په انګلیسي کې: Chinghiz, Chinghis, Chingiz، په چینایي کې: 成吉思汗، په پینین کې: Chéngjísī Hán ، په ترکي کې: Cengiz Han, Çingiz Xan, Chingizxon, Shın'g'ısxan, Çingiz Han Çıñğız Xan, Şıñğıs xan, Çiñğiz Xaan, Çiñğizhan,، په روسي کې: Чингисхан (Čingiskhan) or Чингиз-хан (Čingiz-khan), او داسې نور. تیموچین په ساده چینایي کې: 铁木真 او په دودیزه چینایي کې: 鐵木眞 او په پینین کې: Tiěmùzhēn لیکل کېږي. [۱۳][۱۴]

کله چې قوبلای خان په ۱۲۷۱ ز کال کې د یوان د کورنۍ بنسټ کېښود، هغه خپل نیکه اړ کړ چې چنګیز خان په رسمي سندونو کې ولیکي او هغه ته یې د معبد نوم تایزو (په چینایي کې:  太祖)، او له مرګ وروسته نوم سترواک شینګوا (په چینایي کې: 聖武皇帝) نوم ورکړ. کلوګ خان وروسته د چنګیز خان لقب د سترواک فاتیان قیون شینګوا (چینایي: 法天啟運聖武皇帝) ته پراخ کړ. له دې امله چنګیز خان ته په چینایي تاریخ کې د یوان تایزو (د یوان سترواک تایزو چینایي: 元太祖)  هم ویل کېږي.

پخوانی ژوند

زېږون او نسب

چنګیز خان ښایي په ۱۱۶۲ ز کال کې د بورخان خلدون غره و د اونون او کرلین سیند ته نږدې په  دیلیون بولدوګ او اوسنۍ شمالي منګولیا کې اوسنۍ پلازمېنې اولانباتار ته نږدې زیږېدلی وي. د مغولیانو پټ تاریخ بیانوي چې: تموچین د زېږون په وخت کې په خپل لاس کې د وینې ټوټه نیولې وه، چې دا یوه دودیزه نښه ده چې د هغه برخلیک د یوه لوی مشر په توګه ټاکل شوی و.  

هغه د خپل پلار یسوګي د دویمې ښځې هویلون لومړی زوی و، چې د خاماګ مغول په ټولنه کې د کې د کیاد مشر و او د کرایټ قبیلې د توغرل ملګری و.[۱۵]

د یسوخي قبیله بورجیګین وه او هویلون د چنګیرخان د قبیلې د اولخونت له فرعي نسب نه و. دوی د نورو قومونو په څېر کوچیان وو. د تیموچین غوره شالید، هغه ته لاره هواره کړه چې له نورو مغول قبیلو نه مرسته وغواړي او په پای کې یې یوځای کړي.[۱۶][۱۷][۱۸]

چنګیزخان د پلار له اړخه د قابل خان، امباغي او هاتلو خان سره نسب لري، چې دوی د خاماګ مغول د ټولنې مشري کوله او د بوندوچار منخاګ (۹۰۰ ز کال) زامن وو. کله چې په ۱۱۶۱ ز کال کې د جورچین جین کورنۍ خپل ملاتړ له مغولو نه تاتاریانو ته بدل کړ، هغوی قابل خان له منځه یووړ. [۱۹][۲۰]

د چنګیز خان پلار، یسوګي (د کیات بورجیګین قبیلې مشر او د امباغای او هاتلوخان له خوا د خوشال خان، امباغی او هوتولا خان وراره) د مغولیانو د کورنۍ د مشر په توګه راڅرګند شو. دا درېځ، د تایی چیود قبیلې له خوا له مخالف سره مخامخ شو، چې د امباغی مستقیم نسل و. کله چې تاتاریان له ۱۱۶۱ ز کال نه وروسته ډېر ځواکمن شول، جین له تاتارانو نه خپل ملاتړ کرایتانو ته بدل کړ.  [۲۱][۲۲][۲۳]

مخينه

زوكړه

د اونون سيند, منگوليا, هغه ځاى چې تيموجېن پكې وزېږېد او رالوى شو.

په هغه وخت كې د ليكدود د كمښت له امله د تيموجن (چنگېزخان) د زېږېدنې او كوشنيتوب په اړه څه كره مالومات په لاس كې نشته، مگر كومې سرچينې چې دده د ژوند په اړه يوڅه مالومات وړاندې كوي، هغوي هم پرې چندانې باوري نه ول.






سرچینې

  1. Encyclopædia Britannica — موضوع: Genghis Khan
  2. Большая российская энциклопедия — موضوع: Чингисхан — ورځپاڼه: 34 — پاڼه: 592 — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — منښتلیک: works protected by copyrights
  3. Ian Jeffries (2007). Mongolia: a guide to economic and political developments. Taylor & Francis. pp. 5–7. کينډۍ:ISBN.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Lane 2004، صص. 29–41.
  5. Diana Lary (2012). Chinese Migrations: The Movement of People, Goods, and Ideas over Four Millennia. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780742567658. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Andrews, Evan. "10 Things You May Not Know About Genghis Khan". History Channel. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Twentieth Century Atlas - Historical Body Count". necrometrics.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Weatherford, Jack (October 25, 2016). Genghis Khan and the Quest for God: How the World's Greatest Conqueror Gave Us Religious Freedom. Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7352-2116-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Weatherford 2005، ص. کينډۍ:Pn.
  10. "Genghis Khan". North Georgia College and State University. د اصلي آرشيف څخه پر March 6, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 26, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Mongol empire – The Golden Horde". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه April 10, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Denis Sinor (1997). Studies in Medieval Inner Asia. د کتاب پاڼې 248. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ЧИНГИСХА́Н Archived 2022-06-20 at the Wayback Machine. — Big Russian Encyclopedia, 2010
  14. Cartwright, Mark (16 September 2019). "Definition:Genghis Khan". World History Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Morgan 1986، ص. 58.
  16. Guida Myrl Jackson-Laufer, Guida M. Jackson, Encyclopedia of traditional epics, p. 527
  17. Kahn, Paul (adaptor) (1998). Secret History of the Mongols: The Origin of Chingis Khan (expanded edition): An Adaptation of the Yüan chʾao pi shih, Based Primarily on the English Translation by Francis Woodman Cleaves. Boston: Cheng & Tsui Co. د کتاب پاڼې 192. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88727-299-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Columbia University، ص. 3.
  19. Derenko او نور 2007، ص. 5.
  20. Ratchnevsky 1991، صص. 9–10.
  21. ЧИНГИСХА́Н Archived 2022-06-20 at the Wayback Machine. — Big Russian Encyclopedia, 2010
  22. Lee 2016، صص. 4-6.
  23. Derenko او نور 2007، ص. 2.