اروپا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
اروپا
Europe orthographic Caucasus Urals boundary.svg
سيمه ۱۰،۱۸۰،۰۰۰ کيلو متر مبع
هېوادونه ۵۰ (د هېوادونو لړليک)
ژبې د ژبو لړليک
وخت سيمې UTC to UTC+6
د انټرنټ مخکښ شپول .eu (اروپايي اتحاديه)
ستر ښارونه د اروپایي پلازمینو نوملړ

اروپا يوه وچه ځمکه ده چې د ايروايشيا د برخې يا په جلا توګه د يوې لويې وچې په توګه پېژندل کېږی، په بشپړ ډول په نيمه شمالي کره او ډېره برخه يې په نيمه ختيځه کره کې پرته ده. اروپا د ايروايشا د لويې وچې د وچې ځمکې له ډېرې لويديځې برخې د ټاپووزمې څخه جوړه شوې، د اروپا د لويې وچې وچه برخه افريقايي-ايروايشيا لويه وچه له اسيا او افريقا سره نښلوي، شمال لور ته يې شمالي کنګل اقيانوس، لويديځ لور ته يې اتلانتيک سمندر، سويل لور ته يې د مديترانې بحيره او ختيځ ته يې اسيا پرته ده. اروپا په عمومي توګه د اورال غرونو د بهانده اوبو، اورال سمندر، کسپين بحيري، لوی قفقاز، تورسمندرګي او د ترکيې د تنګيو اوبو لارو په وسیله له اسيا څخه جلا شوې. که څه هم دا پوله تر ډېره بريده د ځمکو له لارې ده، د اروپا پراخه فزيکي شتون او د تاريخ او دودونو اندازې ته په کتنې سره، د نړۍ په ځينو برخو کې اروپا د يوې جلا لويې وچې په توګه پېژندل شوې ده.[۱][۲]

د اروپا مساحت نږدې ۱۰.۱۸ ميليونه کيلومتره دی (۳.۹۳ ميليونه ميل مربع) چې دا د ځمکې د سطحې دوه سلنه کېږي (۶.۸٪ د ټولې ځمکې)، په دې توګه اروپا دویمه کوچنۍ لويه وچه ده (چې اووه لويې وچې په نظر کې ونيول شي). له سياسي پلوه، اروپا په پنځوسو خپلواکو هېوادونو وېشل شوې، روسيه يې تر ټولو لوی او زيات نفوس درلودونکی دی، روسيه د اروپا لويې وچې نهه دېرش سلنه برخه ځمکه او پنځلس سلنه نفوس جوړوي. په ۲۰۸۱ز کال کې اروپا نږدې اووه سوه او شپږ څلوېشت ميليونه نفوس درلود (د ټولې نړۍ د نفوس نږدې لس سلنه). د اروپا اقليم تر ډېره بريده د تودو اتلانتيکو جيريانونو څخه اغېزمن شوی، له همدې امله د دې لويې وچې ژمي او دوبي په ډېرو سيمو کې تر يو بريده تاوده وي، ان د عرض البلد په کرښو هم چېرې چې د اسيا او امريکا اقليم سوړ وي. له سمندر نه په لرې سيمو کې موسمي توپيرونه، د سمندر غاړو ته په نژدې پرتو سيمو کې د زياتې پاملرنې مرکز دی. 

اروپايي رواج د لويديځ تمدن جرړې دي چې رېښې يې لرغوني يونان او لرغوني روم ته رسېږي. په ۴۷۶ز کال کې د لویديځې رومي سترواکۍ له نړېدو او ورپسې د کډوالۍ پړاو د اروپايي لرغوني تاريخ پای او د منځنيو پېړيو پيل بلل کېږي. انسان پاله رنسانس، لوڅاوو، هنر او علم نوې عصر رامنځ ته کړ. د کشف له پړاو څخه چې هسپانيې او پرتګال پيل کړی و، اروپا په نړيوالو چارو کې بنسټيز اغېز لرلی دی. د شپاړسمې او شلمې پېړۍ په منځ موده کې، اروپايي ځواکونو په بېلا بېلو وختونو کې امريکاګانې، نږدې ټوله افريقا، اوقيانوسيه او د اسيا ډېرې برخې ونيولې. [۳][۴]

د اولسمې پېړۍ له پای څخه د نولسمې پېړۍ تر لومړۍ نيمايي پورې د روښانتيا زمانې، فرانسوي اوښتون او د ناپيليون جګړو د دې لويې وچې د کلتور، سياست او اقتصاد بڼه جوړه کړه. د اتلسمې پېړۍ په پای کې په لويه بریتانيا کې پيل شوي صنعتي انقلاب په لويديځه اروپا او په پايله کې په ټوله نړۍ  کې بنسټيز اقتصادي، کلتوري او ټولنيز بدلونونه رامنځته کړل. دواړه نړيوالې جګړې تر ډېره بريده په اروپا کې پېښې شوې او د شلمې پېړۍ په منځ کې يې په نړيوالو چارو کې د لويديځې اروپا له واکمنۍ سره مرسته وکړه، ځکه چې شوروي اتحاد او متحده ايالات په دې موده کې پياوړي شول. د سړې جګړې په اوږدو کې اروپا په لويديځ کې د ناټو او په ختيځ کې د وارسا تړون تر منځ د اوسپنې د ديوال په منځ کې وېشل شوې وه، چې د ۱۹۸۹ز کال اوښتون رامنځ ته شو، د برلين ديوال ونړېد او شوروي اتحاد وشیندل شو.[۵]

په ۱۹۴۹ز کال کې اروپايي شورا په دې موخه رامنځ ته شوه چې، اروپا د ګډو موخو د تر لاسه کولو او په راتلونکي کې د جګړو د مخنيوي په موخه سره متحده کړي. په دې شورا کې د ځینو نورو اروپايي هېوادونو په يو ځای کېدو سره اروپايي اتحاديه رامنځ ته شوه، کومه چې د کانفډريشن او فيډريشن تر منځ يوه جلا سياسي هسته(مرکزیت)  ده. اروپايي اتحادیه، په لويديځه اروپا کې جوړه شوې، خو په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته لویديځ لور ته هم غځېدلې ده. د اروپايي اتحاديې د ډېرو هيوادونو دودپيسه چې يورو ده، په اروپايي هېوادونو کې ډېره عامه کارول کېږي، همدا راز د اروپايي اتحادیې د شينکن سيمې پولې او د دې اتحاديې د ډېرو غړو هېوادونو او هغو هېوادونو چې د دې اتحاديې غړي نه دي، تر منځ کډوالي له منځه وړې ده. يو داسې سياسي خوځښت هم شته چې، په يو فدراسيون د اروپايي اتحاديې د بدلولو پلوي کوي، کوم فدراسيون چې به د دې لويې وچې ډېره برخه په ځان کې راونغاړي.[۶]

نوم

په لرغونو اروپايي افسانو کې اروپا يوه فنيقي شهزادګۍ وه. يو نظر دا دی چې:  د هغې نوم له لرغونو یوناني عناصرو څخه را ايستل شوی و، چې معنا يې ده «پراخه»، يا له هغه يوناني ټکي څخه اخستل شوی، چې معنا يې وه «سترګې، مخ، بڼه»، په همدې بنسټ، د اروپا (Eurṓpē) د جوړښت معنا به وي «پراخ کتل» يا «پراخ اړخ». براډ په خپله بيا اباد شوي پروټو-انډو اروپايي کیسو او د هغې لپاره ځانګړې شوي شاعرۍ کې د همدې ځمکې ستاينه کوي. روبرټ بيکس بل ډول نظر لري او د دې نوم لپاره له اندو-اروپايي څخه مخکې اصل شتون پلوی دی او څرګندوي چې، له يورو څخه د دې نوم را ايستل له اروپا څخه جلا يو بل نوم ورکوي. بيکس د اروپا اړوند نومونه، د لرغوني يونان او په لرغونې مقدونيه کې د «يوروپوس» په څېر نومونو لرونکو سيمو کې پيدا کړي دي..[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

داسې هڅې هم شوې دي چې، يورپ نوم د لويديځ لپاره د سامي اصطلاح سره وتړي، چې دا به يا «اکاډين اريبو» وي چې معنا يې ده «لاندې تلل، غروب» (لکه چې د لمر د غروب په اړه ويل کېږی) يا به فينقي اريب (ereb) وي چې معنا يې ده ماښام يا لويديځ، کوم چې په عربۍ کې «مغرب» ويل کېږي او په عبري ژبه کې بيا (ma'arav) دی. مارټين ليچفيلډ ويست وايي چې: «د غږ پېژندنې له نظره، د اروپا نوم او هر ډول سامي ټکي تر منځ اړيکې ډېرې کمزورې دي»، په داسې حال کې چې، بيکس له سامي ژبو سره اړيکې لرل ناشوني بولي.[۱۲][۱۳]

د نړۍ په ډېرو مهمو ژبو کې دې لويې وچې ته له « Eurṓpē» يا « Europa» څخه را ايستل شوی ټکی کاروي، د بېلګې په ډول: چينايان، د اروپا لويې وچې ته د Ōuzhōu نوم کاروي، دا د (Ōuluóbā zhōu) کلیمې لنډيز د ی او د (zhōu) معنا ده، لويه وچه. چينايي ته ورته لفظ په جاپاني ژبه کې هم کارېږي، چې هغه (Ōshū) دی، په جاپاني ژبه کې اروپايي اتحاديې ته (Ōshū Rengō) وايي؛ د دې تر څنګ «کاتاکانا يوروپا» تر ډېره بريده په ترکي ژبه کې عام کارېږي. په ځينو ترکي ژبو کې د (Avrupa ) او (Evropa) رسمي نومونو تر څنګ، د پارسي اصل اصطلاح «فرنګستان» هم په عمومي توګه ډېرو اروپايي سيمو ته کارېږي، چې معنا يې ده (د فرنګانو ځمکه). [۱۴]

پېژندنه

اوسنی پېژند( تعريف)

د يوې جغرافيايي اصطلاح په توګه د اروپا دودیزتعريف، د نولسمې پېړۍ له نيمايي څخه کارول کېږي. له شمال، لويديځ او سويل څخه له اروپا زياتې اوبه راچاپېرې دي، د اروپا ختيځ او شمال ختيځ ته په عمومي توګه د اورال غرونه، د اورال سيند او د کسپين بحيره ده، سويل ختيځ کې يې د قفقاز غرونه، تور سمندرګی او د اوبو بهېدو لارې دي، چې تور سمندرګی د مديترانې له بحېرې سره نښلوي.[۱۵]

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Европа
  2. http://ru.wikipedia.org/wiki/Европа_(мифология)
  3. http://ru.wikipedia.org/wiki/Зевс

سرچينې


  1. "Europe". Encyclopædia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB) "Europe" (pp. 68–69); "Asia" (pp. 90–91): "A commonly accepted division between Asia and Europe ... is formed by the Ural Mountains, Ural River, Caspian Sea, Caucasus Mountains, and the Black Sea with its outlets, the Bosporus and Dardanelles."
  3. Lewis & Wigen 1997, p. 226
  4. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  5. National Geographic, 534.
  6. "The European union—a federation or a confederation?" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  8. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  9. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  10. "Europe - Origin and meaning of the name Europe by Online Etymology Dictionary". www.etymonline.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Beekes, Robert (2004). "Kadmos and Europa, and the Phoenicians". Kadmos 43 (1): 168–69. doi:10.1515/kadm.43.1.167. https://www.robertbeekes.nl/wp-content/uploads/2019/08/b118.pdf. 
  12. "Europe" in the Online Etymology Dictionary.
  13. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB).
  14. Davidson, Roderic H. (1960). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Where is the Middle East?"]. Foreign Affairs 38 (4): 665–675. doi:10.2307/20029452. 
  15. Microsoft Encarta Online Encyclopaedia 2007 "Europe"..