وېنيس
ونیز یا ونیزیا د ایټالیا په شمال ختیځ کې یو ښار او د وینیټو سیمې مرکز دی. دا ښار له ۱۲۶ ټاپوګانو څخه جوړ دی کوم چې د ازادو اوبو او کانالونو په مټ سره بېل دی. د دې ښار ځینې برخې د ۴۷۲ پلونو په مټ سره نښلول شوي دي. دغه ټاپوګان د ونیزي په لږ ژورو اوبو کې، د پو او پياو سیندونو تر منځ را اېسار خلیج (وچ کلک د برنټا او سیله تر منځ) پروت دی. په ۲۰۲۰ کال کې، شاوخوا ۲۵۸۶۸۵ خلکو په ستر وینز یا Comune di Venezia کې مېشت و، چې له دې شمېر څخه شاوخوا ۵۱۰۰۰ خلکو د ونیز د تاریخي ښار په ټاپو (centro storico) او پاتې یې په اصلي خاوره (terraferma) کې ژوند کاوه. د پاډوا او ټریویزو له ښارونو سره یو ځای، ونیز د پاډوا-ټریویزو مټروپولیټین (PATREVE) سیمه کې پروت دی چې په غه سیمه کې ۲.۶ میلیونه وګړي ژوند کوي. [۱][۲]
د دې ښار نوم د لرغوني وینیټي له خلکو څخه را اخیستل شوی دی چې په دغه سیمه کې له میلاد څخه ۱۰ پېړۍ وړاندې مېشت و. دا ښار له تاریخي اړخه د څه باندې یوې زریزې لپاره یعنې له ۸۱۰ څخه ۱۷۹۷ کال پورې د ونیز د جمهوریت پلازمېنه وه. دا ښار په منځنۍ پېړیو او رنسانس دوره کې یو ستر مالي او سمندري ځواک او د صلیبي جګړو او د لپانټو د جګړې یوه سمه او همداشان له ۱۳مې تر ۱۷مې پېړۍ پورې یو مهم سوداګریز مرکز و په تېره بیا د ورېښمو، غلو، درملو او د معاصر عصر اړوند هنرونو په برخه کې. د ونیز ښاري دولت لومړنی ریښتینی نړیوال مالي مرکز و چې په ۹مه پېړۍ کې رادبره شو او په ۱۴مه پېړۍ کې پر یوه مهم مرکز باندې بدل شو. په دغه وخت کې ونیز د خپل تاریخ په اوږدو کې تر ټولو ډېر بډایه مرکز و. د پېړیو لپاره ونیز ادریاټیک سمندر په اوږدو او د ایټالیا په نیمه ټاپو کې پراخې ځمکې درلودي، چې پر معمارۍ او کلتور یې د پام وړ اغېز ښندلی چې تر اوسه پورې د لیدلو وړ دي. د ګڼو مورخینو له قوله د ونیز د وسلې جوړولو کارخونه د بشر په تاریخ کې تر ټولو لومړنۍ کارخونه ده او دا د ونیز د سمندري ځواک اډه وه. د ونیز حاکمیت په ۱۷۹۷ کال کې د ناپلیون په لاس پای ته ورسېد. له هغه وروسته دا ښار په ۱۸۶۶ کال کې د ایټالیا د پاچاهي یوه برخه شوه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
ونیز د "La Dominante"، "La Serenissima"، «د اډریاټیک ملکه»، «د اوبو ښار»، «د نقابونو ښار»، «د پلونو ښار»، «شناور ښار» او «د کانالونو ښار» په نوم سره پېژندل کېږي. لاګون او په لاګون ښار کې دننه تاریخي برخې په ۱۹۸۷ کال کې د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث سیمې په توګه وپېژندل شوي، چې ټولټال ۷۰۱۷۶.۴ هکټاره (۱۷۳۴۱۰ جربیه) مساحت لري. دې حقیقت ته په کتو سره چې ونیز او د هغه لاګون سیمه د هغوی د ایکالوژي او کلتوري میراث د ساتنې له اړخه له ثابت ګواښ سره مخ دي او د ونیز د یونیسکو لیست تل د یونیسکو تر دایمي څېړنې لاندې وي. د ونیز ځینې برخې د چاپېریال، معماري او هنري اثارو د ښایست له مخې مشهورې دي. ونیز د ګڼو هنري خوځښتونو له امله، په تېره بیا د رنسانس په دوره کې پېژندل شوی ښار دی او د موسیقي د الاتو او اوپرا موسیقي په تاریخ کې یې مهم رول لوبولی دی. دا ښار د باروک د کمپوزراو ټوماس البینوني او انټونیو ویوالډي د زوکړې ځای دی.[۱۲][۱۳][۱۴]
په ۲۱مه پېړۍ کې، ونیز یو له مشهورو ګرځندوی ښارونو څخه دی، چې ستر کلتوري مرکزونه لري او زیاتره د نړۍ یو له ښکلو ښارونو څخه پاته شوی دی. دا ښار د ټایمز مجلې له خوا د اروپا یو له تر ټولو رومانټیکو ښارونو څخه پېژندل شوی دی او د نیویارک ټایمز له خوا بیا «پرته له شکه د انسان په لاس جوړ شوی تر ټولو ښایسته» ښار لقب یې ګټلی دی. که څه هم دا ښار له یو لړ ننګوونو سره مخ دی له هغې ډلې د ګرځندویانو په زیات شمېر سره راتګ، د هوا ککړتیا، د خلکو ګڼه ګوڼه او ودانیو ته نږدې د چټکو کښتیو چلول.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
تاریخ
[سمول]مخینه
[سمول]که څه هم د ونیز د جوړولو یا بنسټ اېښودلو په اړه هېڅ راز موجود تاریخي اسناد نشته، خو دودیزو او شته شواهدو ګڼ شمېر مورخین د نظر دې اتفاق ته رسولې دي چې د ونیز اصلي اوسېدونکي د رومي نږدې ښارونو لکه پاټویم (پډوا)، اکویلیا، تاوریزیوم (ټریویزو)، التینوم او کانکورډیا (پورتوګورارو) کډوال او همداشان د بې دفاع سیمو خلک و چې د ژرمانیک او هان خلکو له بریالیو بریدونو څخه را تښتیدلي وو. د دغې ادعا ملاتړ د هغو اسنادو له مخې هم کېږي چې په اصطلاح «رسولي کورنۍ» هغه دولس کورنۍ چې د ونیز بنسټ یې کېښود او خپل لومړنی دوج یې وټاکه، چې په زیاترو مواردو کې هغوی خپل نسب رومي کورنیو ته رسوي. ځینو وروستیو رومي سرچینو دا په ډاګه کړې ده چې د لاګون په اوبو کې کب نیوونکو ژوند کاوه، چې هغوی ته به یې اینکولای لاکونای (د لاګون اوسېدونکي) ویل. د دې ښار لومړنی بنسټ له هغه وخت څخه را هیسې پېژندل شوی چې لومړۍ کلیسا دلته جوړه شوه او هغه د سان جاکومو کلیسا وه چې د ریالټو په ټاپو (ریوالټو «لوړ ساحل») کې جوړه شوه. ویل کېږي چې دا کلیسا د ۴۲۱ کال د مارچ په ۲۵مه د غرمې پر مهال ودانه شوه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
له ۱۶۶-۱۶۸ میلادي کال پورې، کواډي او مارکوماني په دغه سیمه کې اصلي رومي ښار، نننی اودرزو ویجاړ کړ. د رومي ایټالیا دغه برخه بیا د پنځمې پېړۍ په لومړیو کې د ویزیګوټانو له خوا ونیول شو او بیا ۵۰ کاله وروسته د اټیلا په مشرۍ د هان خلکو له ونیول شو. د ایټالیا د شمال نیمه ټاپو ته وروستۍ او تلپاتې مهاجرت په ۵۶۸ کال کې د لومبارډیانو مهاجرت و چې یوازې ځینې ساحلي سیمې یعنې نننۍ ونټو او له هغې ډلې ونیز یې د ختیځ روم سترواکۍ ته ور پرېښودل. د رومي/بیزانس قلمرو د اګزارش راونا په توګه سمبال شو چې له هغه ځایه به دا بندر اداره کېده او په قسطنطیه کې مېشت سترواک له خوا د ټاکل شوي نایب السطنه (اګزارک) له خوا څارل کېده. راونا او ونیز یوازې د سمندري لارو په مټ له یوه بل سره نښتي و او د ونیزیانو په ګوښه کېدو سره، مخ پر زیاتیدونکي خودمختاري تر لاسه شوه. په ونیز کې د مالاموککو او تورچلو په نوم نوي بندرونه جوړ شول. tribuni maiores د لاګون په ټاپوګانو کې لومړنۍ حاکمه کمېټه جوړه کړه چې قدامت یې ۵۶۸ میلادي کال ته رسیږي.
سرچينې
[سمول]- ↑ "The Bridges of Venice". ArcGIS StoryMaps (in American English). 19 June 2023. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 November 2023. بياځلي په 6 November 2023.
- ↑ "Patreve, l'attuale governance non-funziona" [Patreve, the current governance doesn't work] (PDF) (in ایټالوي). Venice International University. 6 March 2011. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 25 December 2023. بياځلي په 6 October 2016.
- ↑ Harper, Douglas (10 October 2017). "Venice | Etymology of the name Venice by etymonline". Online Etymology Dictionary. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 February 2024. بياځلي په 1 March 2024.
- ↑ Charnock, Richard Stephen (1859). Local Etymology: A derivative dictionary of geographical names. London: Houlston and Wright. p. 288. LCCN 08032183. OCLC 4696115.
Pepin, as king of Italy, granted some territory along the banks of the Adige, and Rivo Alto (Rialto), united with neighbouring islands, took the name of Venetiæ, from the province of Venetia, the territory of the ancient Veneti, of which these islands formed a dependency.
- ↑ Klotz, Justin (11 October 1998). "Venetian Music of the Renaissance". Vanderbilt University. خوندي شوی له the original on 14 June 2009. بياځلي په 22 April 2010.
- ↑ Coispeau, Olivier (10 August 2016). Finance Masters: A brief history of international financial centers in the last millennium (in انګليسي). World Scientific. ISBN 9789813108844.
- ↑ Vladisavljevic, Anja (19 February 2020). "Giovanni Vale: Venice's Legacy Still Shapes the Balkans". Balkan Insight (in American English). بياځلي په 24 June 2022.
- ↑ River, Charles (2019). The Republic of Venice: The History of the Venetian Empire and Its Influence Across the Mediterranean (in انګليسي). Independently Published.
- ↑ Vladisavljevic, Anja (19 February 2020). "Giovanni Vale: Venice's Legacy Still Shapes the Balkans". Balkan Insight (in American English). بياځلي په 24 June 2022.
- ↑ River, Charles (2019). The Republic of Venice: The History of the Venetian Empire and Its Influence Across the Mediterranean (in انګليسي). Independently Published.
- ↑ "History of Venice – Present, past and future of Venice". www.introducingvenice.com (in انګليسي). بياځلي په 24 June 2022.
- ↑ "Venice and its Lagoon". UNESCO World Heritage Centre. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 February 2024. بياځلي په 28 February 2024.
- ↑ "Decision 44 COM 7B.50 Venice and its Lagoon (Italy) (C 394)". UNESCO. بياځلي په 5 March 2023.
- ↑ Chambers, David (1992). Venice: A documentary history. England: Oxford. p. 78. ISBN 0-8020-8424-9.
- ↑ "Top 10 most Beautiful Cities in the World 2017". The Mesh News. 28 July 2016. خوندي شوی له the original on 27 March 2019. بياځلي په 30 March 2017.
- ↑ "Top 10 most Beautiful Cities in the World 2018". worldchacha.com. 2 September 2018. خوندي شوی له the original on 9 November 2019. بياځلي په 5 January 2019.
- ↑ Bleach, Stephen; Schofield, Brian; Crump, Vincent (17 June 2007). "Europe's most romantic city breaks". The Times. London. خوندي شوی له the original on 29 June 2011. بياځلي په 27 May 2010.
- ↑ Barzini, Luigi (30 May 1982). "The Most Beautiful and Wonderful City In The World". The New York Times.
- ↑ Worrall, Simon (16 October 2016). "Tourists could destroy Venice – If floods don't first". National Geographic (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 18 October 2016. بياځلي په 3 September 2017.
- ↑ Buckley, Jonathan (2 November 2016). "When will Venice sink? You asked Google – Here's the answer". The Guardian. بياځلي په 3 September 2017.
- ↑ "Venice just banned mega cruise ships from sailing through the city". The Independent. UK. 8 November 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 August 2022.
- ↑ Zeno, Apostolo (1847). Compendio della storia Veneta di Apostolo Zeno continuata fino alla caduta della repubblica [Compendium of the Venetian history of Apostolo Zeno which continued until the fall of the republic] (in ایټالوي). Bonvecchiato. p. 9.
Imperciocchè nascendo i principati
[Because principalities are born] - ↑ Bosio, Le origini di Venezia
- ↑ Barbaro, Marco. L'Origine e discendenza delle famiglie patrizie.
- ↑ Cappellari Vivaro, Girolamo Alessandro (1740). Il Campidoglio veneto.
- ↑ Zeno, Compendio 1847:10.
- ↑ Trudy Ring; Robert M. Salkin; Sharon La Boda (1 January 1996). International Dictionary of Historic Places: Southern Europe. Taylor & Francis. p. 745. ISBN 978-1-884964-02-2. بياځلي په 24 March 2011.
- ↑ Burckhardt, Jacob (1990). The civilization of the Renaissance in Italy. London, England: Penguin Books. ISBN 0-14-044534-X. OCLC 23255316.