زړه نابری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زړه نابری (په انگرېزي: Heart Failure) چې د بندېدونکی زړه نابری (Congestive Heart Failure) په نامه هم يادېږي د زړه هغه بې وسي ده چې نشي کولی د وينې پمپولو دنده په سمه توگه سر ته ورسوي او وينه د بدن د اړتياوو له مخې په بدن کې وڅرخوي.[۱][۲][۳] زړه نابری د يو شمېر نښو نښانو سبب گرځي چې په دغو کې ساه لنډي، د پښو پړسوب او د ورزش نازغمل دي. د زړه دا حالت د اېکوکارډيوگرافي او د وينې د آزمېښتونو په مرسته پېژندل کېږي. د دغې ناروغۍ درملنه د ژوندتوگې له بدلونونو، لکه د سېگرېټ څښل بندول، آسانه تمرينونه او د ساه اخيستنې بېلابېل لارې، په خوړو کې د مالگې کمښت او غذايي بدلونونه شامل دي. د دې تر څنگ يو شمېر درمل هم ناروغ ته ورکول کېږي. کله نا کله دا ناروغي د يو شمېر نصبېدونکو آلو په مرسته لکه پېسمېکر يا د زړه د بطنونو مرستيالې آلې او يا هم د زړه پيوندولو په مرسته د درملنې وړ وي.

د زړه نابري عام سببونه مايوکارډيل انفارکشن او د زړه اسکېميکې ناروغۍ نور ډولونه، د وينې لوړ خج، د زړه د والونو ناروغۍ او د زړه عضلاتي اعتلالونه دي.[۴]

زړه نابری يوه عامه، بې وسه کوونکې، گرانبيه او مرگونې ناروغي ده.[۴] په پرمختللو هېوادونو کې نژدې 2% وگړي له زړه نابري کړېږي، خو په هغو کسانو کې چې عمر يې له ۶۵ کالو پورته دی، زړه نابری پکې له 6–10% ډېر دی.[۴][۵]

سرچينې