مانیلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مانيلا ښار د ۲۰۱۲ کال انځورونه

مانيلا (په ټاگالوگ: Maynila) د فلېپين هېواد پلازمېنه ده.

مانیلا (/məˈnɪlə/ mə-NIL-ə؛ اسپانیایي کې: [maˈnila]؛ فلیپیني کې: Maynila؛ تلفظ یې [majˈnilaʔ]) چې په رسمي توګه د مانیلا ښار (فلیپیني کې: Lungsodˈ ng Maynila؛ ځایي توګه [[luŋˈsod nɐŋ majˈnilaʔ]) ، د فلیپین هېواد پلازمېنه، او د هغه دوهم بانفوسه ښار دی. دا ډېر ښاري شوی ښار دی او په ۲۰۱۹م کال کې د نړۍ ترټولو ګڼ نفوسه ښار وو. دا په هېواد کې لومړنی منشور ښار وو چې د فلیپین کمیسیون ۱۸۳م قانون له لورې د ۱۹۰۱م کال د جولای په ۳۱مه په دې توګه وټاکل شو. د ۱۹۴۹م کال د جون په ۱۸مه د جمهوري ۴۰۹مې شمېرې قانون له تصویب، «د مانیلا ښار د منشور کېدو بیا کتنه» سره خودمختاره شو. مانیلا په نړۍ کې د نړیوالو ښارونو اصلي ټولنې د یوې برخې په توګه په پام کې نیول کېږي ځکه چې د هغه سوداګریزې شبکې لومړنۍ شبکې وې چې په ټول آرام سمندر کې پراخې شوې او د ګیلون سوداګرۍ له لارې یې آسیا له اسپانیایي امريکا سره ونښلوله. کله چې دا کار ترسره شو، د نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل وو چې د ځمکې شاوخوا حلقه کې بې وقفې سوداګریز مسیرونه جوړ شول. مانیلا له توکیو وروسته په نړۍ کې د طبیعي بلاګانو لخوا ډېر ځپل شوی دوهمه پلازمېنه ده؛ سربېره پر دې د سوېل ختیځې آسیا یو له ګڼ نفوسه او په چټکه توګه وده کوونکو ښارونو څخه دی.[۱][۲][۳][۴][۵]

د مانیلا اسپانیايي ښار د ۱۵۷۱م کال د جون په ۲۴مه د اسپانیايي فاتح میګل لوپز د لګازپي لخوا تاسیس شو. دا نېټه د دې ښار د تاسیس رسمي نېټې په توګه په پام کې نیول کېږي. په هرحال، له دې مخکې هم د Maynila په نوم یو پیاوړی ښارګوټی په دې سایټ کې شتون درلود چې قدامت یې ۱۲۵۸م کال ته رسېږي. د دې ښار نوم پخوانی دی چې د Manila اسپانیایي او انګلیسي نوم ترې اخیستل شوی. د بانکوسای په جګړه کې د دولت وروستني ځایي راجا، دریم سلیمان له ماتې وروسته، د Intramuros په نوم یو اسپانیایي ښار په مستقیم ډول د Maynila پخواني سایټ پر سر جوړ شو. مانیلا د دې هېواد د ډېری حاکمانو د واک مرکز وو او له سبو، ناګا او ایلولو سره په اسپانیایي ختیځ هند کې په فلپین کې د اسپانیايي سلطنت یو ښار وو. نن ورځ هم په دې ښار کې ډېرې تاریخي سیمې شتون لري چې ځینې یې په شپاړسمه پېړۍ کې جوړې شوې دي.

د «مانیلا» اصطلاح ټولې ښاري سیمې، لویې ښاري سیمې یا ځانګړي ښار ته د اشارې لپاره کارول کېږي. ښاري سیمه چې په رسمي ډول تعریف شوې ده، د مانیلا مټرو نومېږي، د فلپین «د پلازمېنې سیمه» کې، د کویزون ډېر لوی ښار او ماکاټي سوداګریزې مرکزي سیمه شامل دي. دا د هېواد ترټولو ګڼ نفوسه سیمه ده، د نړۍ یوه له ګڼ نفوسه سیمو څخه او د سوېل لویدیځې آسیا یو له شتمنو سیمو څخه ده. دې ښار په ۲۰۲۰م کال کې ۱۸۴۶۵۱۳ کسه نفوس درلود او یوه تاریخي سیمه ګڼل کېږي چې بیارغول شوې ده او له اداري محدودیتونو څخه ډېره ورهاخوا‌ پراخه شوې ده. مانیلا په هرکیلومتر مربع کې له ۷۱۲۶۳ کسه نفوس سره، د نړۍ ترټولو ګڼ نفوسه ښار دی.[۶]

مانیلا د مانیلا خلیج په ختیځ ساحل کې، د لوزون ټاپو کې واقع شوی دی. د پاسیګ سیند د دې ښار له منځه تېرېږي او هغه په شمالي او سوېلي دوه برخو باندې ویشي. دې ښار کې ۱۶ اداري سیمې شاملې دي او د فلیپین کانګرس کې د استازیتوب په موخه د ښار د غړو ټاکنې لپاره په شپږو سیاسي ناحیو ویشل شوی دی. په ۲۰۱۸م کال کې، د نړیوال کېدو او نړیوالو ښارونو څېړنیزې شبکې، مانیلا د نړیوالې «الفا» ښار په توګه معرفي کړ او د نړۍ په کچه د اقتصادي کړنو له نظره یې اووم ځای خپل کړ او په سیمه کې یې (د هند له دهلي څخه وروسته) دوهم ځای خپل کړ، په داسې حال کې چې د نړیوالو مالي مرکزونو شاخص له مخې مانیلا په نړۍ کې ۷۹م ځای خپل کړ.[۷][۸][۹]

ریښه پېژنونه

Maynilà، د دې ښار فلیپینی نوم، د may-nilà له عبارت څخه چې «هلته چې نیل پیدا کېږي» معنا ورکوي څخه اخیستل شوی دی. نیلا د سانسکرېټ ویي nīla (नील) څخه مشتق شوی چې نیل – او د تمدید په صورت کې څو ډوله بوټو ته اشاره کوي له کومو چې کولی شو دا طبیعي رنګ ترې راوباسو. د Maynilà نوم په لوړ ګومان د نیل بوټو له امله ایښودل شوی چې د ښارګوټي شاوخوا سیمه کې ښه وده کوي، نه په دې دلیل چې هلته د نیلي رنګ سوداګرۍ کېده نو ځکه به ښارګوټي ته دا نوم ورکړل شوی وي: د نیلي رنګ استخراج یوازې په اته لسمه پېړۍ کې د دې سیمې په مهم اقتصادي فعالیت بدل شو، څو سوه کاله وروسته له هغه چې د ماینیلا استوګنځی جوړ شو او نوم پرې کېښودل شو.[۱۰][۱۱]

Maynilà بلآخره هسپانوي ژبې ته واوښته چې اوس ورته Manila ویل کېږي.[۱۲]

مای – نیلاد (May-nilad)

د ریښه پېژنونې یوه زړه، ناسمه او اوس رد شوې نظریه پر دې باور ده چې د دې ښار نوم د May-nilad («هلته چې نیلاد پیدا کېږي» په معنا) څخه اخیستل شوی دی. د دې ناسمې ریښه پېژنونې دوه نسخې شتون لري. یو له ناسمو دود شوو تصوراتو څخه دا دی چې د نیلاد کلمه د اوبو سنبل (Eichhornia crassipes) ته اشاره لري چې د پاسیګ سیند سواحلو کې وده کوي. که څه هم، دا ډول بوټی نوی له سوېلي آمریکا څخه فلیپین ته د ننه شوی دی، او له همدې کبله نشي کولی د مانیل پخواني نوم سرچېنه ووسي. [۱۳]

بله ناسمه ریښه پېژنونه چې د دې موضوع مشاهدې څخه لاس ته راغلې دا ده چې په تاګالوګ کې، nilád یا nilá بوټي ته ورته ونې ( Scyphiphora hydrophyllacea؛ پخوا Ixora manila Blanco) ته اشاره لري چې د حرا دلدلانو کې یا هغو ته نږدې وده کوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

په هرحال، ژبنی تحلیل څرګندوي چې د Maynilà ویی هیڅ نه ښکاري چې له دې اصطلاح څخه جوړ شوی وي. امکان نلري چې تاګالوګ ځایي ویاندان د /d/ وروستنی حرف په نیلاډ کې په پشپړه توګه لرې کړي ترڅو د Maynilà اوسنۍ بڼې ته ورسېږي. د بېلګې په توګه، Bacoor په هماغه نږدې ځای کې لا هم د تاګالوګ پخواني ویيbakoód  («لوړه پرته ځمکه») ساتلی دی، ان په پخواني اسپانیایي تفسیرونو کې د دې سیمې نوم (د Vacol، Bacor) په توګه راغلی. سربېره پر دې، تاریخ لیکونکو آمبت اوکامپو او جوزف بامګارتنر څرګنده کړې ده چې په هر لومړني سند کې د دې سیمې نوم د Maynilà په توګه له وروستني /d/ حرف څخه پرته لیکل شوی دی. دا مستندونه په قاطع ډول ښکاروي چې د مای – نیلاډ ریښه پېژنونه جعلي ده.[۱۷][۱۸][۱۹]

په اصل کې، د نوم اصلي سرچینې په توګه د نیلاد غلطه پېژندنه په لوړ ګومان په ۱۸۸۷م کال کې د ترینیډاډ پارډو د ټاورا له مقالې څخه سرچینه نیولې، چې په هغه کې هغه په غلطۍ سره د nila له ویي څخه Indigofera tinctorial (رښتیني نیل) او Ixora manila (چې په تاګالوګ کې اصلاً نیلاډ ده) ته د اشارې لپاره کارولې دي. د شلمې پېړۍ لومړنۍ لیکنې، لکه د جولیو ناکپیل او د بلېر او رابرټسون، په سادګۍ سره دا ادعا تکرار کړې. نن ورځ، دا ناسمه ریښه پېژندنه کله کله په ادبیاتو کې د تکرار له لارې او کله هم په عمومي کارونې سره دوام مومي. د دې ناسمې ریښه پېژنونې نامتو کارونې بېلګې په توګه د یوه ځایي شرکت نوم، چې د مای نیلاډ اوبو خدمتونو په توګه نومول شوی یاد کړو، او همدارنګه د مانیلا ښار تالار ته نږدې د لوګوسنیلاډ (د نیلاډ سړک په معنا) زیر زمیني یادونه هم کولی شو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې

  1. (په October 7, 2018 باندې). Manila—the world's most densely-populated cit. Philippine Daily Inquirer.
  2. "Annual Audit Report: City of Manila" (PDF). Commission on Audit. 2014. د اصلي آرشيف څخه پر November 4, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Frank, Andre G. (1998). ReOrient: Global Economy in the Asian Age. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼي 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520214743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په March 27, 2014 باندې). Metro Manila is world's second riskiest capital to live in–poll. Philippine Daily Inquirer.
  5. "Global Metro Monitor". Brookings Institution. January 22, 2015. د لاسرسي‌نېټه April 12, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "GRDP Tables 2015 (as of July 2016)". Philippine Statistics Authority. د لاسرسي‌نېټه April 12, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Brookings – Global Metro Monitor 2018". www.brookings.edu. November 30, 2001. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Global Financial Centres Index 27" (PDF). Long Finance. March 2020. د لاسرسي‌نېټه April 5, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "GaWC – The World According to GaWC 2018". www.lboro.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه February 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Baumgartner, Joseph (March 1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Manila – Maynilad or Maynila?"]. Philippine Quarterly of Culture and Society 3 (1): 52–54. 
  11. Chamberlain, Alexander F. (1901). "Philippine Studies: V. The Origin of the Name Manila". The American Antiquarian and Oriental Journal 23 (5): 33. https://books.google.com/books?id=x1Y4AQAAMAAJ. 
  12. Thomas, Hugh (August 11, 2015). World Without End: Spain, Philip II, and the First Global Empire (په انګلیسي ژبه کي). Random House Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-9812-2. د لاسرسي‌نېټه March 28, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Baumgartner, Joseph (March 1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Manila – Maynilad or Maynila?"]. Philippine Quarterly of Culture and Society 3 (1): 52–54. 
  14. Baumgartner, Joseph (March 1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Manila – Maynilad or Maynila?"]. Philippine Quarterly of Culture and Society 3 (1): 52–54. 
  15. "Ixora manila Blanco". World Marine Species Database. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Merrill, Elmer Drew (1903). A Dictionary of the Plant Names of the Philippine Islands. Manila: Bureau of Public Printing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Aloma Monte de los Santos (1994). Parish of Santo Niño de Molino – Bacoor, Cavite – 1984–1994: The Making of a Parish. Parish of Santo Niño de Molino. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ambeth Ocampo (June 25, 2008), Looking Back: Pre-Spanish Manila, Philippine Daily Inquirer, د اصلي آرشيف څخه پر June 28, 2008 باندې, د لاسرسي‌نېټه August 21, 2018 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ocampo, Ambeth R. (1990). Looking Back, Volume 1. Anvil Publishing Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789712700583. د لاسرسي‌نېټه August 21, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Chamberlain, Alexander F. (1901). "Philippine Studies: V. The Origin of the Name Manila". The American Antiquarian and Oriental Journal 23 (5): 33. https://books.google.com/books?id=x1Y4AQAAMAAJ. 
  21. Baumgartner, Joseph (March 1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Manila – Maynilad or Maynila?"]. Philippine Quarterly of Culture and Society 3 (1): 52–54. 
  22. Blair and Robertson, The Philippine Islands, 1493–1898, Vol. VIII, p. 96-141. The Arthur H. Clarke Company.; Census of the Philippines, 1903
  23. Ocampo, Ambeth R. (1990). Looking Back, Volume 1. Anvil Publishing Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789712700583. د لاسرسي‌نېټه August 21, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Nakpil, Julio. "A Suggestion to the Tagalistas to Elucidate the Origin of the Name of the Capital City of the Philippines: Manila. Which of these Three Terms or Names Is the More Accurate: Maynilad, Manilad, or Manila?". August 26, 1940.
  25. Velasquez-Ty, Catalina; García, Tomas; Maceda, Antonio J. (1955). Your Country and Mine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ambeth Ocampo (June 25, 2008), Looking Back: Pre-Spanish Manila, Philippine Daily Inquirer, د اصلي آرشيف څخه پر June 28, 2008 باندې, د لاسرسي‌نېټه August 21, 2018 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)