پېليپين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له فلېپين نه مخ گرځېدلی)
بيرغ
د پېليپين
نخشه
موقعيت
پلازمېنهManila
۱۴°۳۵′ شمال ۱۲۱°۰′ ختیځ / 14.583°شمال 121.000°ختيځ / 14.583; 121.000
لوی ښار Quezon City
حکومت Unitary presidential constitutional republic
جوړښت
 -  Declared June 12 1898 
 -  Self-government March 24 1934 
 -  Recognized July 4 1946 
 -  Current constitution February 2 1987 
 -  اوبه (%) 0.61
د وګړو شمېر
 -  2007 estimate 88,706,3002 (12th)
 -  2000 census 76,504,077 
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2005 اټکل
 -  ټولټال $451 billion (25th)
 -  پر کس $4,923 (112th)
GDP (nominal) 2005 اټکل
 -  ټولټال $98.731 billion (51st)
 -  پر کس $1,168 (120th)
Gini (2000) 46.1 (high
بشري پرمختيا (2007) 0.763 (medium) (84th)
د وخت سيمه (UTC+8)
د انټرنټ مخکښ شپول .ph
پيل ګڼ 63

فلېپین په رسمي توګه د فلېپین ولسمشریزه ده چې پلازمینه یې د مانیلا ښار او رسمي ژبي یې انګلیسي او فلیپیني دي .

په رسمي ډول د فیلیپین جمهوریت (فلیپیني: (Republika ng Pilipinas په سویل ختیځه اسیا کې یو له ټاپوګانو جوړ هېواد دی. دا په لوېدیځ ارام سمندر کې پروت دی او شاوخوا 7,640 ټاپوګانې لري، چې په پراخه توګه له شمال نه تر سویل پورې تر دریو اصلي جغرافیایي وېشونو لاندې ډلبندي شوي دي: لوزون، ویسایاس، او منداناو. فیلیپین په لوېدیځ کې له لوېدیځ فیلیپین بحر، په ختیځ کې له فیلیپین بحر او په سویل لوېدیځ کې له سیلیبس بحر سره پوله لري او په شمال کې له تایوان، شمال ختیځ کې له  جاپان، په ختیځ او سویل ختیځ کې له پالو سره سمندري پوله لري. سویل ته یې اندونیزیا، سویل لوېدیځ ته یې مالیزیا، لوېدیځ ته یې ویتنام او شمال لوېدیځ ته یې چین موقعیت لري. فیلیپین 300,000 کیلومتر مربع (120,000میل مربع) مساحت لري او تر 2020ز کال پورې یې شاوخوا 109 میلیونه نفوس درلود او د نړۍ دیارلسم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. فیلیپین یو څو مليته دولت دی، چې د خپلو ټاپوګانو په اوږدو کې بېلابېل توکمونو او کلتورونو لري. مانیلا د هېواد پلازمېنه ده، په داسې حال کې چې تر ټولو لوی ښار یې کوزون ښار دی، دواړه د میټرو مانیلا په ښاري سیمه کې پراته دي.[۱]

نیګریټوس، د ټاپوګانو ځینې لومړني اوسېدونکي، د اسټرونیایي وګړو د پرله پسې څپو له خوا تعقیب شوي. د انیمیزم، هندویزم او د اسلام جزیره یي سلطنتونه یې؛ لکه راجهانتس او سلاطین د کیداتونس په نامه جوړ کړل. د فرډینانډ میګیلان راتګ، چې یو پرتګالی کشفونکی و، د هسپانیې لپاره یې د یوې بېړۍ مشري کوله؛ نو له دې سره یې د هسپانوي استعمار پیل په نښه کړ. په 1543ز کال کې، هسپانوي کشفونکي روی لوپز د ویلالوبوس د اسپانیا د دویم فیلیپ په ویاړ ټاپوګانو ته د لاس اسلاس فلپیناس نوم ورکړ. د مکسیکو له لارې د هسپانیا تصفیه، په 1565ز کال کې پیل شوه، فیلپین له 300 کلونو نه زیات د هسپانوي سترواکۍ برخه شو. په دې لړ کې، کاتولیکیزم برلاسی دین شو او مانیلا د لوېدیځ قطب پر سوداګریز مرکز بدل شو.

په 1896ز کال کې د فیلیپین انقلاب پیل شو، چې بیا د 1898ز کال په هسپانوي-امریکایي جګړې کې ښکېل شو. هسپانیې دا سیمه متحده ایالاتو ته وسپارله، په داسې حال کې چې د فیلیپین انقلابیانو د لومړي فیلیپین جمهوریت اعلان کړ. د فیلیپین – امریکایی جګړه د متحده ایالاتو له خوا د سیمې کنټرول په رامنځته کولو سره پای ته ورسېده، چې دوی د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د جاپاني ټاپوګانو تر برید پورې ساتلې وه. فیلیپین له ازادۍ وروسته، په 1946ز کال کې خپلواک شو. له هغه وخت راهیسې، واحد خپلواک دولت ډېری وختونه له ډیموکراسۍ سره ګډې وډې تجربه وکړې، چې د خلکو د ځواک انقلاب له خوا د دیکتاتورۍ ړنګول په کې شامل دي.

دا یو مخ پر ودې بازار او یو نوی صنعتي هېواد ګڼل کېږي، چې اقتصاد یې د کرنې پر بنسټ د خدماتو او تولیداتو پر بنسټ ولاړ دی. فیلیپین د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې، د اسیا - ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ فورم او د ختیځې اسیا سرمشریزې بنسټ اېښودونکی غړی دی. د الکاهل سمندر د اور په حلقه کې د یوه ټاپو هېواد په توګه د فیلیپین موقعیت او استوا ته یې د نږدیوالي له امله د زلزلې او طوفانونو له خطر سره مخ دی. دا هېواد بېلابېلې طبیعي زېرمې او د نړۍ په کچه د حیاتي تنوع له مخې لوړ دریځ لري.

ریښه پېژندنه[سمول]

هسپانوي کشفونکي روی لوپیز دی ولالوبوس په 1542ز کال کې د خپل سفر په لړ کې د استونیا له دویم شهزاده فیلیپ وروسته د لیټ او سمر ټاپوګانو نومونه «فیلپیناس» کېښودل. په نهایت کې د «لاس اسلاس فیلیپیناس» نوم د ټاپوګانو د هسپانوي ملکیتونو پوښلو لپاره کارول کېږي. مخکې له دې چې هسپانوي واکمنۍ رامینځته شي، د ټاپوګانو لپاره نور نومونه؛ لکه اسلاس ډیل پونینټ (د لوېدیځ ټاپوګان)، میګیلان او سان لازارو د هسپانویانو له خوا په سیمه کې د ټاپوګانو د راجع کولو لپاره هم کارول کېدل.[۲][۳][۴][۵][۶]

د فیلیپین د انقلاب په لړ کې، مالولوس کانګرس د فیلیپین جمهوریت د تاسیس اعلان وکړ. د هسپانیا – امریکا جګړې (۱۸۹۸ز کال) او د فیلیپین – امریکا له جګړې (۱۸۹۹ز–۱۹۰۲ز) نه تر د مشترک المنافع دورې (۱۹۳۵ز–۱۹۴۶ز) پورې، د امریکا استعماري چارواکو دغه هېواد د فیلیپین ټاپوګان په نامه ونوماوه، چې دغه نوم یې هسپانوي ژباړه وه. متحده ایالاتو له فیلیپین ټاپوګانو نه فیلیپین ته د هېواد د حوالې د بدلولو بهیر پیل کړ، په ځانګړې توګه، کله چې یې د فیلیپین د خپلواکۍ په قانون یا د جونز په قانون کې یادونه شوې وه. د فیلیپین جمهوریت بشپړ رسمي سرلیک، د راتلونکي خپلواک دولت په نوم د 1935ز کال په اساسي قانون کې شامل شو همدارنګه د اساسي قانون په ټولو راتلونکو تعدیلاتو کې یې هم یادونه شوې ده.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

تاریخ[سمول]

په اوسني فیلیپین کې د لومړیو انسانانو د ژوند شواهد شته، چې 709,000 کاله مخکې یې هلته ژوند کاوه. له کالاو غار نه د هډوکو لږ شمېر په احتمالي توګه د یو نامعلوم هومو لوزونیسیس استازیتوب کوي، چې شاوخوا 50,000 نه تر 67,000 کاله وړاندې یې ژوند کاوه. د اوسني انسان تر ټولو پخواني پاتې شوني، چې په دغو ټاپوګانو کې موندل شوي د پالوان د تابوون غارونو پورې اړوندېږي، چې له 47,000 ± 11-10,000 کاله وړاندې مخینه لري. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لومړني اسټرونیایان شاوخوا 2200 مخکې له میلاده  فیلیپین ته ورسېدل ، له تایوان نه یې بتانیس ټاپو او شمالي لوزون مستقر کړل. له هغه ځایه، دوی د فیلیپین او سویل ختیځې اسیا نورو ټاپوګانو ته په چټکۍ سره خپاره شول. دا نفوس د موجوده نیګریټویانو سره یوځای شوی، چې په پایله کې یې اوسنۍ فلیپیني توکمیزې ډلې رامنځته شوې، چې د اسټرونیسیا او نیګریټو ډلو ترمنځ د جینیاتي ترکیب مختلف تناسب ښیي. جینیټیک لاسوندي د اسټرواسیاټیک، پاپوان او د سویلي اسیا د وګړو د کډوالۍ احتمال هم په ګوته کوي. د جیډ اثار موندل شوي، چې 2000 کاله مخکې له میلاده تاریخ لري، د لینګلینګ او جیډ توکي، چې په لوزون کې جوړ شوي، له تایوان نه د خامو موادو په کارولو سره پیدا شوي دي. په 1000 مخکې له میلاد کې، د ټاپوګانو اوسېدونکو په څلورو ډولو ټولنیزو ډلو وېشل شوي وو: ښکاري قبیلې، جنګیالۍ ټولنې، غره ییزه پلوټوکراسي او د بندرونو سلطنتونه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۱][۲۳][۲۴]

ډیموګرافیک[سمول]

د هېواد نفوس د نفوسو کمیسیون له خوا د 2018ز کال د ډسمبر تر 31مې پورې 107,190,081 اټکل شوی و، دا اټکل د 2015ز کال د وروستۍ نفوس سرشمېرنې پراساس د فیلیپین د احصایې ادارې له خوا ترسره شوی و. نفوس له 1990ز کال نه تر 2008ز کال پورې نږدې 28 میلیونه زیات شوی، چې په هغه وخت کې یې 45٪ وده درلوده. په فیلیپین کې لومړنۍ رسمي سرشمېرنه په ۱۸۷۷ز کال کې ترسره شوه او د نفوس شمېر یې ۵۵۶۷۶۸۵ و.[۲۵][۲۶][۲۷]

ژبې[سمول]

ایتنولوګ په فیلیپین کې د 186 جلا ژبو لیست وړاندې کوي، چې 182 یې ژوندۍ ژبې دي، په داسې حال کې چې 4 نورې یې هېڅ پېژندل شوي ګړودونه نه لري. زیاتره مورنۍ ژبې د مالیو پولینیشیایي ژبو د فیلیپیني څانګې برخه ده، چې پخپله د استرونیسیایي ژبې د کورنۍ یوه څانګه ده. پر دې سربېره، د هسپانوي پر بنسټ په ټولیز ډول د کریول بېلابېل ډولونه د چاواکانو په نوم شته دي. دلته ډېری فیلیپین نیګریټو ژبې هم شته، چې ځانګړي لغتونه لري او د اسټرونیسیا کلتور له اغېزو ژوندي پاتې دي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

فیلیپیني او انګلیسي د هېواد رسمي ژبې دي. فیلیپیني د ټاګالوګ یوه معیاري نسخه ده چې عموما په میټرو مانیلا کې ویل کېږي. فیلیپیني او انګلیسي دواړه په حکومت، زده  کړه، چاپ، نشراتي رسنیو او سوداګرۍ کې کارول کېږي، درېیمې ځایي ژبې  هم ډېری وخت په ورته مهال کې کارول کېږي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

دین[سمول]

فیلیپین یو سیکولر دولت دی چې د مذهب ازادي ساتي. عیسویت برلاسې عقیده ده، چې شاوخوا 89٪ نفوس یې لري. فیلیپین تر 2013ز کال پورې، د نړۍ درېیم لوی رومن کاتولیک نفوس درلود او په اسیا کې تر ټولو لوی مسیحی ملت و. د 2015ز کال د سرشمېرنې معلوماتو موندلې، چې شاوخوا 79.53٪ نفوس پر کاتولیکزم باور لري. شاوخوا 37٪ نفوس په منظمه توګه په عشا رباني مراسمو کې ګډون کوي. 29٪ کاتولیکان ځانونه ډېر مذهبي ګڼي. یوه خپلواکه کاتولیکه کلیسا، د فیلیپین خپلواکه کلیسا، شاوخوا 66,959 پیروان لري. پروټیسټان په ۲۰۱۵ز کال کې ۹.۱۳ سلنه نفوس درلود. د نفوس 2.64٪  برخه یې د Iglesia ni Cristo غړي دي. د فیلیپین د انجیل کلیسا د شورا پیروان د ټول نفوس 2.42٪ برخه جوړوي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

تاریخ[سمول]

کلتور[سمول]

اقتصاد[سمول]

جغرافیه[سمول]

  1. (په July 28, 2021 باندې). Komisyon sa Wikang Filipino reverts to use of 'Pilipinas', does away with 'Filipinas'. The Philippine Star.
  2. Spate, Oskar H.K. (1979). "Chapter 4. Magellan's Successors: Loaysa to Urdaneta. Two failures: Grijalva and Villalobos". The Spanish Lake – The Pacific since Magellan, Volume I. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7099-0049-8. د اصلي آرشيف څخه پر August 5, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Friis, Herman Ralph, المحرر (1967). The Pacific Basin: A History of Its Geographical Exploration. American Geographical Society. د کتاب پاڼې 369. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Galang, Zoilo M., المحرر (1957). Encyclopedia of the Philippines, Volume 15 (الطبعة 3rd). E. Floro. د کتاب پاڼې 46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tarling, Nicholas (1999). The Cambridge History of Southeast Asia – Volume One, Part Two – From c. 1500 to c. 1800. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-66370-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Scott 1994، ص. 6.
  7. Constantino, R (1975). The Philippines: a Past Revisited. Quezon City: Tala Pub. Services. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Jones Law of 1916". Official Gazette of the Philippines. August 29, 1916. د اصلي آرشيف څخه پر August 8, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), "The provisions of this Act and the name “The Philippines” as used in this Act shall apply to and include the Philippine Islands"
  9. Quezon, Manuel, III (March 28, 2005). "The Philippines are or is?". Manuel L. Quezon III: The Daily Dose. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "1973 Constitution of the Republic of the Philippines". Official Gazette of the Philippines. January 17, 1973. د اصلي آرشيف څخه پر June 25, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The Constitution of the Republic of the Philippines". Official Gazette of the Philippines. February 11, 1987. د اصلي آرشيف څخه پر January 5, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ingicco, T.; van den Bergh, G.D.; Jago-on, C.; Bahain, J.-J.; Chacón, M.G.; Amano, N.; Forestier, H.; King, C. et al. (May 1, 2018). "Earliest known hominin activity in the Philippines by 709 thousand years ago". Nature 557 (7704): 233–237. doi:10.1038/s41586-018-0072-8. PMID 29720661. Bibcode2018Natur.557..233I. https://ro.uow.edu.au/cgi/viewcontent.cgi?article=6441&context=smhpapers. 
  13. (په April 10, 2019 باندې). New species of ancient human discovered in the Philippines. National Geographic.
  14. (په April 10, 2019 باندې). New human species found in Philippines. BBC News.
  15. Détroit, Florent; Dizon, Eusebio; Falguères, Christophe; Hameau, Sébastien; Ronquillo, Wilfredo; Sémah, François (2004). "Upper Pleistocene Homo sapiens from the Tabon cave (Palawan, The Philippines): description and dating of new discoveries". Human Palaeontology and Prehistory 3 (2004): 705–712. doi:10.1016/j.crpv.2004.06.004. http://fdetroit.free.fr/IMG/pdf/Detroit_etal_04_Tabon2.pdf. 
  16. Jett, Stephen C. (2017). Ancient Ocean Crossings: Reconsidering the Case for Contacts with the Pre-Columbian Americas. University of Alabama Press. د کتاب پاڼي 168–171. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8173-1939-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Chambers, Geoff (2013). "Genetics and the Origins of the Polynesians". eLS. John Wiley & Sons, Inc. doi:10.1002/9780470015902.a0020808.pub2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-01617-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Mijares, Armand Salvador B. (2006). "The Early Austronesian Migration To Luzon: Perspectives From The Peñablanca Cave Sites". Bulletin of the Indo-Pacific Prehistory Association (26): 72–78. Archived from the original on July 7, 2014. https://web.archive.org/web/20140707050814/http://ejournal.anu.edu.au/index.php/bippa/article/viewFile/10/9. Retrieved May 26, 2022. 
  19. Lipson, Mark; Loh, Po-Ru; Patterson, Nick; Moorjani, Priya; Ko, Ying-Chin; Stoneking, Mark; Berger, Bonnie; Reich, David (2014). "Reconstructing Austronesian population history in Island Southeast Asia". Nature Communications 5 (1): 4689. doi:10.1038/ncomms5689. PMID 25137359. PMC 4143916. Bibcode2014NatCo...5E4689L. https://www.biorxiv.org/content/biorxiv/early/2014/05/27/005603.full.pdf. 
  20. Larena, Maximilian; Sanchez-Quinto, Federico; Sjödin, Per; McKenna, James; Ebeo, Carlo; Reyes, Rebecca; Casel, Ophelia; Huang, Jin-Yuan et al. (2021-03-30). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Multiple migrations to the Philippines during the last 50,000 years"] (in en). Proceedings of the National Academy of Sciences 118 (13): e2026132118. doi:10.1073/pnas.2026132118. ISSN 0027-8424. PMID 33753512. 
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Scott 1984، ص. 17.
  22. Ness, Immanuel (2014), The Global Prehistory of Human Migration, John Wiley & Sons, د کتاب پاڼې 289, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-97059-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hsiao-Chun, Hung (December 11, 2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ancient jades map 3,000 years of prehistoric exchange in Southeast Asia"]. Proc Natl Acad Sci U S A 104 (50): 19745–19750. doi:10.1073/pnas.0707304104. PMID 18048347. 
  24. Legarda, Benito Jr. (2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cultural Landmarks and their Interactions with Economic Factors in the Second Millennium in the Philippines"]. Kinaadman (Wisdom) A Journal of the Southern Philippines 23: 40. 
  25. . 107 MILLION FILIPINOS BY END-2018. POPCOM
  26. Republic of the Philippines. National Statistical Coordination Board. Population of the Philippines Census Years 1799 to 2007 Archived July 4, 2012, at the Wayback Machine.. Retrieved December 11, 2009.
  27. CO2 Emissions from Fuel Combustion Population 1971–2008 (pdf Archived January 6, 2012, at the Wayback Machine. page 86); page 86 of the pdf, IEA (OECD/ World Bank) (original population ref OECD/ World Bank e.g. in IEA Key World Energy Statistics 2010 page 57) (archived from the original Archived October 12, 2009, at the Wayback Machine. on October 12, 2009)
  28. Lewis, M. Paul, Gary F. Simons, and Charles D. Fennig (eds.). (2015)Ethnologue: Languages of the World (18th ed.). Dallas, Tex.: SIL International. Retrieved April 13, 2015.
  29. Dyen, Isidore (1965). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Lexicostatistical Classification of the Austronesian Languages"]. International Journal of American Linguistics, Memoir 19: 38–46. doi:10.1002/(SICI)1098-2345(1997)42:3<167::AID-AJP1>3.0.CO;2-V. 
  30. Spanish creole: Quilis, Antonio (1996), La lengua española en Filipinas (PDF), Cervantes virtual, د کتاب پاڼي 54, 55 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Reid, Lawrence A. 1994. "Possible Non-Austronesian Lexical Elements in Philippine Negrito Languages". In Oceanic Linguistics, Vol. 33, No. 1 (Jun. 1994), pp. 37–72.
  32. Joselito Guianan Chan; Managing Partner. "1987 Constitution of the Republic of the Philippines, Article XIV, Section 7". Chan Robles & Associates Law Firm. د لاسرسي‌نېټه May 4, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Takacs, Sarolta (2015). The Modern World: Civilizations of Africa, Civilizations of Europe, Civilizations of the Americas, Civilizations of the Middle East and Southwest Asia, Civilizations of Asia and the Pacific. Routledge. د کتاب پاڼې 659. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-45572-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Brown, Michael Edward; Ganguly, Sumit (2003). Fighting Words: Language Policy and Ethnic Relations in Asia. MIT Press. د کتاب پاڼي 323–325. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-52333-2. د لاسرسي‌نېټه August 4, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Stewart, Miranda (2012). The Spanish Language Today. Routledge. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-76548-5. د لاسرسي‌نېټه July 26, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Spanish language in Philippines". د اصلي آرشيف څخه پر January 28, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Rodríguez-Ponga, Rafael. "New Prospects for the Spanish Language in the Philippines". د اصلي آرشيف څخه پر April 2, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په August 3, 2019 باندې). BME eyes to boost Islamic studies in BARMM. Philippine News Agency.
  39. "2013 International Religious Freedom Report". United States Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights and Labor. July 28, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "International Religious Freedom Report for 2014". United States Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights and Labor. 2014. د لاسرسي‌نېټه July 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "The Global Catholic Population". Pew Research Center's Religion & Public Life Project. February 13, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Philippine Statistics Authority (June 2017). "TABLE 8 Total Population by Religious Affiliation and Sex: 2015". 2015 Census of Population, Report No. 2 – Demographic and Socioeconomic Characteristics Philippines (PDF). Census Facts and Figures. د کتاب پاڼې 63. ISSN 0117-1453. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 29, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په August 11, 2013 باندې). Filipino Catholic population expanding, say Church officials. Inquirer.net.
  44. "Table: Christian Population as Percentages of Total Population by Country". Pew Research. December 19, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Philippine Church National Summary". philchal.org. د اصلي آرشيف څخه پر October 10, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)