بوداپست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بوډاپسټ.

بوډاپسټ د هنگري د هیواد پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی. بوډاپسټ د هیواد فرهنگي، سیاسي، سوداگریز، صنعتي او د لیږد رالیږد د خدمت مرکز هم گڼل کیږي، چې په ۲۰۱۰ کال په دغه ښار کې د وگړو شمیر 1,721,556 تنو ته رسیده.

بوداپِست (په انګلیسي: Budapest) د هنګري پلازمېنه او تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښار دی. بوداپست د نفوس له پلوه، په اروپایي ټولنه کې نهم لوی ښار او د دانیوب سیند پر غاړه دوه‌یم لوی ښار دی؛ د ښار نفوس 1,752,286 اټکل شوی او مساحت یې کابو 525 کیلومتر مربع (203 مایل مربع) دی. بوداپِست چې هم یو ښار هم ولسوالۍ ده، د بوداپِست ښاري سیمې مرکز دی؛ د بوداپِست ښاري سیمې مساحت کابو 7,626 کیلومتر مربع (2,944 مایل مربع) او نفوس یې 3,303,786 دی، چې دا شمېر د هنګري 33 سلنه نفوس کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د بوداپست تاریخ هغه مهال پیل شو چې یوه لرغونې سلتي مېشته سیمه، د کوزې پانونیا پلازمېنې «د آکوینکوم رومي ښار» ته واوښته. هنګریان د نهمې پېړۍ په وروستیو کې دغې خاورې ته ورسېدل، خو نوموړې سیمه په ۱۲۴۱ او ۱۲۴۲ز کلونو کې د مغولو له‌خوا تالا شوه. بودا بیا ورغول شو او د پنځلسمې پېړۍ په رارسېدو سره د رنسانس انسان‌پالنې د فرهنګ مرکز وګرځېد. په ۱۶۸۶ز کال کې د بودا د بیا تصرف کېدو وروسته، دغه سیمه د غوړېدا یوه نوي پېر ته دننه شوه او د ۱۸۷۳ز کال د نومبر پر ۱۷مه د بودا، اوبودا او پېست په یوځای کېدو سره پست-بودا یو ټوله‌ییز او پراخ ښار شو او نوې پلازمېنې ته د «بوداپست» نوم ورکړل شو. بوداپست د اتریش-هنګري ټولواکمنۍ ګډه پلازمېنه هم وه، دغه ټولواکمنۍ یو ستر ځواک ؤ چې په ۱۹۱۸ز کال کې، وروسته له لومړۍ نړېوالې جګړې څخه ړنګ شو. دغه ښار د هنګري د ۱۸۴۸ز کال اوښتون، په ۱۹۴۵ز کې د بوداپست جګړې او همدا راز د هنګري د ۱۹۵۶ز کال اوښتون محراقي ټکی ؤ. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

بوداپست په سوداګرۍ، مالي، رسنۍ، هنر، موډ او فېشن، څېړنې، ټکنالوجي، ښوونې او روزنې او تفریحي برخو کې ډېر غښتلی دی او له‌دې امله یو «Beta+» نړیوال ښار ګڼل کېږي. د هنګري مالي مرکز، په ۲۰۱۴ز کال کې، په اروپا کې د چټک پراختیا موندونکي ښاري اقتصاد په دوه‌یم کتار کې راغی. بوداپست د اروپا د نوښت او ټکنالوجۍ د انسټیټوت مرکز، د اروپا د پولیسو کالج او د چین د پانګونې د ترویج ادارې لومړنی بهرنی دفتر دی. بوداپست، د اوتووش لوراند پوهنتون، کوروینوس پوهنتون، سملویس پوهنتون، د بوداپست وترنري طبي پوهنتون او د بوداپست د ټکنالوجۍ او اقتصاد پوهنتون په شمول سره، له ۴۰ زیات کالجونه او پوهنتونونه لري. د بوداپست له ښاري مترو (د بوداپست مترو) څخه په ورځ کې 1.27 میلیونه وګړي ګټه پورته کوي په داسې حال کې چې د بوداپست ترموای شبکه په ورځ کې 1.08 میلیونه سورلیو ته خدمات وړاندې کوي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د دانیوب سیند په اوږدو کې د بوداپست مرکزي سیمه د یونسکو نړیوال میراث په توګه ګڼل شوې ده او د هنګري پارلمان او د بودا کلا په شمول، د کلاسیکې مهندسۍ څوګونې سترې ودانۍ لري. د دې ترڅنګ، دغه ښار د نړۍ په کچه کابو ۸۰ جیوترمل چینې، د تودوخیزو اوبو تر ټولو ستر مغاره‌یي سیسټم، دوه‌یمه لویه کنیسه، او د پارلمان درېیمه ستره ودانۍ لري. بوداپست په کال کې کابو ۱۲ میلیونه نړیوال سیلانیان لري، چې په‌دې سره د اروپا یو ستر سیاحتي ښار ګڼل کېږي. د Big7Media له‌لورې «د اروپا د ۲۰۲۰ز کال تر ټولو غوره سیاحتي سیمو» د نوملړ په سر کې راغی. د «Which?» بنسټ له‌خوا د ورته اندټولونې په لړ کې هم، دغه ښار د اروپا د غورو ښارونو په درېیم کتار کې راغی.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

جغرافیه

توپوګرافي

بوداپست، چې په ستراتیژیکه توګه د کارپاتي حوزې په مرکز کې موقعیت لري، د یوه داسې لرغوني مسیر په اوږدو کې پروت دی چې د ترانس‌دانیوبیا غونډۍ او «لویه دښته» سره نښلوي. د سړک له‌لارې، د ویېنا سویل‌ختیځ په ۲۱۶ کیلومترۍ (۱۳۴ مایله)، د وارسا سویل په ۵۴۵ کیلومترۍ (۳۳۹ مایله)، د مسکو سویل‌لوېدیځ په ۱،۵۶۵ کیلومترۍ (۹۷۲ مایله)، د آتن شمال په ۱،۱۲۲ کیلومترۍ (۶۹۷مایله)، د میلان شمال‌ختیځ په ۷۸۸ کیلومترۍ (۴۹۰ مایله) او د پراګ سویل‌ختیځ په ۴۴۳ کیلومترۍ (۲۷۵ مایله) کې واقع شوی دی.[۴۰]

د بوداپست ۵۲۵ کیلومتر مربع (۲۰۳ مایل مربع) مساحت د هنګري په مرکزي برخه کې پروت دی، چې د پِست ښار د ګڼ‌شمېر استوګنځیو په واسطه احاطه شوی دی. پلازمېنه، د شمال-سویل او ختیځ-لوېدیځ په اوږدو کې په ترتیب سره ۲۵ او ۲۹ کیلومتره (۱۶ او ۱۸ مایله) غځېدلې ده. د دانیوب سیند له شمال څخه ښار ته بهېږي؛ وروسته بیا د اوبودا او مارګرېټ دوه ټاپوګانې احاطه کوي. درېیمه ټاپو «چپل» د بوداپست د دانیوب ټاپوګانو تر ټولو پراخه ټاپو ده، په داسې حال کې چې تر ټولو شمالي برخې یې د ښار په محدوده کې پرتې دي. د ښار د دوو برخو جلا کوونکي سیند تر ټولو لنډ سور په بوداپست کې ۲۳۰ متره (۷۵۵ فوټه) دی. پست د لویې دښتې په اوراه اراضي کې کې پروت دی، په داسې حال کې چې بودا ډېرې غونډۍ لري.[۴۱]

د دانیوب پلنې برخې تل په دغه ټکي کې پرتې وې، ځکه چې د سیند په منځ کې لږشمېر ټاپوګانو شتون درلود. نوموړی ښار څرګند توپوګرافیکي توپیرونه لري: بودا د لوېدیځې څنډې د سیند په جګو تراسونو او غونډیو کې واقع شوی، په داسې حال کې چې پست د سیند په مقابلې څنډه کې د شګو په اواره او بې‌بڼې دښته کې پروت دی. د پست اراضی په یوه کوچني میل سره ختیځ خوا ته لوړېږي، نو د ښار تر ټولو ختیځې برخې د بودا له کوچنیو غونډیو، په تېره بیا له ګېلېرت او کلا غونډیو سره په ورته ارتفاع کې پرتې دي.[۴۲][۴۳]

د بودا غونډۍ تر ډېره د آهک او دولومیت له ډبرو څخه رامنځ‌ته شوې دي، او د اوبو په واسطه رامنځ‌ته شوې مغارې لري، چې تر ټولو مشهوره یې د پالولګي مغاره (له ۷،۲۰۰ متره یا ۲۳،۶۰۰ فوټه مجموعي اوږدوالي سره) او د سزیم‌لوهیګي مغاره (له ۲،۲۰۰ متره یا ۷،۲۰۰ فوټه اوږدوالي سره) ده. غونډۍ د تریاس په دوره کې رامنځ‌ته شوې دي. د بوداپست تر ټولو لوړه غونډۍ «جانوس» ده چې د سمندر له سطحې څخه ۵۲۵ متره (۱،۷۲۹ فوټه) ارتفاع لري. تر ټولو ټیټه برخه د دانیوب سیند تل دی چې د سمندر له سطحې څخه یې ارتفاع ۹۶ مترو (۳۱۵ فوټه) ته رسېږي. بوداپست ډېرې شنې سیمې هم لري، چې د ۵۲۵ کیلومتر مربع (۲۰۳ مایل مربع) مساحت له جملې څخه ۸۳ کیلومتر مربع (۳۲ مایل مربع) یې شنې سیمې، باغونه او ځنګلونه دي. د بودا غونډیو ځنګلونه د چاپېریال له اړخه په ښه توګه ساتل کېږي.[۴۴][۴۵]

د ترافیک له پلوه، نوموړی ښار مرکزي اهمیت لري، ځکه چې د اروپا ډېري لویې او د اورګاډو لارې بوداپست ته رسېږي. دانیوب د اوبو یوه مهمه لار ګڼل کېږي او دغه سیند د کارپاتي حوزې په مرکز کې د سوداګریزو لارو په تقاطع کې واقع شوی دی. بوداپست یو له درېیو پلازمېنو څخه دی چې د تودو اوبو چینې لري (دوه نور د آیسلنډ ریکیاویک او د بلغاریا صوفیه ښارونه دي). کابو ۱۲۵ چینې په ورځ کې څه ناڅه ۷۰ میلیونه لیتره (۱۵ میلیونه امپریال ګالنونه؛ ۱۸ میلیونه د امریکا ګالنونه) تودې اوبه ورکوي، چې تودوخه یې تر 58°C پورې رسېږي.ویل کېږي چې دغه اوبه د زیاتو منرالي موادو د درلودو له‌امله، درملي اغېزې لري. [۴۶][۴۷]

سرچينې

  1. کينډۍ:Cite LPD
  2. کينډۍ:Cite EPD
  3. کينډۍ:Cite RDPCE
  4. کينډۍ:Cite magazine
  5. Taşan-Kok, Tuna (2004). Budapest, Istanbul and Warsaw: Institutional and spatial change. Eburon Uitgeverij. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-5972-041-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Meer, Dr Jan van der; Carvalho, Dr Luis; Berg, Professor Leo van den (28 May 2014). Cities as Engines of Sustainable Competitiveness: European Urban Policy in Practice. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4724-2704-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Török, András "Budapest". Encarta.  
  8. "About Budapest Transport Association". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "About Budapest Transport Association". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "telep lista" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "telep lista" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Aquincum". Encyclopædia Britannica. (2008). 
  11. Sugar, Peter F.; Péter Hanák; Tibor Frank (1990). "Hungary before the Hungarian Conquest". A History of Hungary. Indiana University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-20867-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Budapest". Travel Channel. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite EB1911
  14. Drake, Miriam A. (2003). "Eastern Europe, England and Spain". Encyclopedia of Library and Information Science. CRC Press. 2498. ISBN 0-8247-2080-6. 
  15. Casmir, Fred L. (1995). "Hungarian culture in communication". Communication in Eastern Europe: The Role of History, Culture, and media in contemporary conflicts. Lawrence Erlbaum Associates. د کتاب پاڼې 122. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8058-1625-9. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  16. Nagy, Balázs; Rady, Martyn; Szende, Katalin; Vadas, András (2016). Medieval Buda in Context. Leiden, Boston: Brill. OCLC 1030542604. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004307674. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Molnar, A Concise History of Hungary, Chronology pp. 15
  18. Molnar, A Concise History of Hungary, Chronology pp. 15.
  19. Alexander Watson, Ring of Steel: Germany and Austria-Hungary at War, 1914–1918 (2014). pp 536–40.: In the capital cities of Vienna and Budapest, the leftist and liberal movements and opposition parties strengthened and supported the separatism of ethnic minorities.
  20. UN General Assembly Special Committee on the Problem of Hungary (1957) "Chapter II.C, para 58 (p. 20)" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (1.47 MB)
  21. John Lukacs (1994). Budapest 1900: A Historical Portrait of a City and Its Culture. Grove Press. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8021-3250-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Hungary: Emerging Economic Power In Central And Eastern Europe". Thomas White International. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Global Financial Centres Index 21" (PDF). Long Finance. March 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ جون ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Budapest Europe's Second Fastest-Developing Urban Economy, Study Reveals – The study examines the development of the world's 300 largest urban economies, ranking them according to the pace of development". Brookings Institution. 23 January 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 18 June 2008 باندې). EU nations pick Budapest for technology institute. The Sydney Morning Herald.
  27. European Union Document Nos. 2013/0812 (COD), ENFOPOL 395 CODEC 2773 PARLNAT 307
  28. "Budapesten nyílik az első kínai befektetési támaszpont külföldön" [First Chinese investment base abroad opens in Budapest]. Heti Világgazdaság (په مجارستانی ژبه کي). 26 May 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Academic Ranking of World Universities 2015". ShanghaiRanking Consultancy. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "CWUR 2015 – World University Rankings". Center for World University Rankings. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Electric Railway Society (2003). https://books.google.com/books?id=9DdeAAAAIAAJ&redir_esc=y. Doppler Press. p. 61. Retrieved 29 August 2012.
  32. Mátyás Jangel (September 2010). "Közszolgáltatási szerződés, utasjogok, a szolgáltatástervezés és ellenőrzés folyamata a kötöttpályás helyi- és elővárosi közforgalmú közlekedésben" [Public service contract, passenger rights, service planning and monitoring process of local and suburban public transport rail] (په مجارستانی ژبه کي). BKV Zrt. Közlekedési Igazgatóság [Directorate of Public Office. Transport]. د کتاب پاڼي 10 (and 3). د اصلي (pdf) آرشيف څخه پر ۲۸ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Metro usage per day – Line 1: 120,000; Line 2: 405,000; Line 3: 630,000. (Line 4 began operations in 2014, with a 110,000 ridership estimated by Centre for Budapest Transport (BKK) based on the latest year.)
  33. "World Heritage Committee Inscribes 9 New Sites on the World Heritage List". Unesco World Heritage Centre. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Hungary's, Budapest's and Balaton's Guide: Budapest's spas: Gellért, Király, Rác, Ru..'l'; l;lldas, Széchenyi, Lukács". Guideviaggi.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Big underground thermal lake unveiled in Budapest, Hungary". Tvnz.co.nz. 19 November 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "The Parliament of Hungary is the world's third largest Parliament building". visitbudapest.travel. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Euromonitor International's top city destinations ranking". Euromonitor. 13 February 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Thorn, Elizabeth (30 September 2019). "The 7 Hottest European Destinations For 2020". Big 7 Travel. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Best City Breaks in Europe". Which?. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Budapest". Google Maps. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Török, András "Budapest". Encarta.  
  42. "General information – Geography". Budapest.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Péter, Laszlo (21 November 2013). "Budapest". Encyclopædia Britannica.  
  44. "Protected Landscape Area of Buda". Duna-Ipoly National Park Directorate. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Geography of Budapest". Budapest Tourist Info. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "General information – Geography". Budapest.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Geography of Budapest". Budapest Pocket Guide. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)