مسکو
د ويکيپېډيا لخوا
مسكو (ماسكو) د روسيې د فدراسيون پلازمېنه ، د روسيې د مركزي فدرالي حوزې اداري او د ماسكو ولايت منځۍ ده . د وګړو د شمېر له پلوه د روسيې او اروپا تر ټولو لوى ښار دى . د ۲۰۰۹ ز كال د جولاى د مياشتې د لومړۍ نېټې د شمارنو له مخې ، په دغه ښار كې لس ميليونه پېنځه لكه اووه ويشت زره وګړي ژوند كوي . ماسكو د نړۍ د لسو تر ټولو لويو ښارونو په شمېر كې شامل دى .
نيوليک
- 1 جغرافيايي حالت
- 2 چاپېريال ساتنه
- 3 اوبه او هوا
- 4 ژوي
- 5 تاريخ
- 6 ماسكو د خانۍ يو مركز
- 7 د شوروي پېر ماسكو
- 8 د نامه بدلون
- 9 اوسنى ماسكو
- 10 ترانسپورتي ستونزې
- 11 د واك اورگانونه
- 12 د واك فدرالي اورگانونه
- 13 اداري وېش
- 14 رسمي سمبول
- 15 وگړي
- 16 توكميز(قومي)جوړښت
- 17 وټه(اقتصاد)
- 18 د بودجې برخه
- 19 صنعت
- 20 پرچونه سوداگري
- 21 ترانسپورت
- 22 هوايي ډگرونه
- 23 گړندى ترانسپورت
- 24 پوهنه
- 25 زده كړې
- 26 كولتور او هنر
- 27 ورزش
- 28 د ليدلو وړ ځايونه
- 29 رسنۍ
- 30 نور بېلابېل مالومات
- 31 اخځونه
جغرافيايي حالت[سمول]
موقیعت[سمول]
مسکو د مسکوا رود پر غاړه پروت دی کوم چی د ختیځی اوروپایی صحرا سره په مرکزی روسیه کی تر څه دپاسه ۵۰۰ کلو میټره پوری بهیږی.د مسکو ښار سور(بر) د لویدیځ څخه تر ختیڅ ۳۹،۷ کلو میټره (۲۴،۷میله)، او اوږدواله یی شمال څخه تر سهیله ۵۲،۷ کلو میټره (۳۲،۱میله) دی.