استنبول
استانبول د تورکيې تر ټولو لوی ښار او د همدې هېواد يواهم وټه ييز ، کولتوري او تاريخي منځی دی. دغه ښار چې ۱۳.۹ ميليونه وگړي لري د ځايي سيمې او اروپا يو گڼ مېشته او لوی ښار گڼل کېږي ، همدا رنگه په يو ښار کې د وگړو د شمېر د مېشتېدنې له پلوه په ټوله نړۍ کې دوهم لوی ښار بلل شوی . د استانبود ټولو سيموهواره ۵.۳۴۳ مربع کيلومتره (۲.۰۶۳ مربع ميل) سره برابر دی . استانبول د آسيا او اروپا د دوه لويو وچو په منځ کې د پل په څېر پروت ښار دی . د همدې لويو وچو تر منځ استانبول پخپله دبوسفورس رود لخوا په دوه برخو وېشل شوی چې دغه رود د تورکيې سوهېل لوېديځې خواته د تورسيند او مرمرې سيند په لور بهېږي . د استانبول تاريخي ځايونه او سوداگريزه څانگه د دغه ښار په اروپايي برخه کې ځای پر ځای دی. همدا راز د دغه ښار درېمه برخه وگړي په اسيايي برخې کې ژوند کوي.
آبادي
اسنبول کې آبادي (د خلکو شمېر) ډير په تيزۍ سره دي۔د دې اندازه تاسې د دې لښتيال څخه لگولي شئ:
| کال | آبادی (خلکو شمېر) | |
|---|---|---|
| 330ء | 40،000 | |
| 440ء | 400،000 | |
| 530ء | 550,000 | |
| 545ء | 350,000 | |
| 715ء | 300,000 | |
| 950ء | 400,000 | |
| 1200ء | 150,000 | |
| 1453ء | 36,000 | |
| 1477ء | 75,000 | |
| 1566ء | 600,000 | |
| 1817ء | 500,000 | |
| 1860ء | 715,000 | |
| 1885ء | 873,570 | |
| 1890ء | 874,000 | |
| 1897ء | 1,059,000 | |
| 1901ء | 942,900 | |
| 1914ء | 909,978 | |
| اکتوبر 1927ء | 680,857 | |
| اکتوبر 1935ء | 741,148 | |
| اکتوبر 1940ء | 793,949 | |
| اکتوبر 1945ء | 860,558 | |
| اکتوبر 1950ء | 983,041 | |
| اکتوبر 1955ء | 1,268,771 | |
| اکتوبر 1960ء | 1,466,535 | |
| اکتوبر 1965ء | 1,742,978 | |
| اکتوبر 1970ء | 2,132,407 | |
| اکتوبر 1975ء | 2,547,364 | |
| اکتوبر 1980ء | 2,772,708 | |
| اکتوبر 1985ء | 5,475,982 | |
| اکتوبر 1990ء | 6,620,241 | |
| نومبر 1997ء | 8,260,438 | |
| اکتوبر 2000ء | 8,803,468 | |
| جنوری 2005ء | 9,797,536 | |
| جنوری 2006ء | 10,034,830 |