سیول
سیول Seoul | |
---|---|
서울시 Seul |
|
Seoul Special City 서울특별시 |
|
• هانګول | 서울특별시 |
• هانجا | Script error: The function "Lang" does not exist. |
• Revised Romanization | Seoul Teukbyeolsi |
• McCune–Reischauer | Sŏul T'ŭkpyŏlsi |
Clockwise from top: Namdaemun, Myeongdong Cathedral, Cheongyecheon, Gyeongbokgung Geunjeongjeon, 63 Building, N Seoul Tower
| |
Map of South Korea with Seoul highlighted
| |
کورډېناټونه: ۳۷°۳۴′شمال ۱۲۶°۵۹′ختیځ / 37.56°شمال 126.99°ختيځ [۱] | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۶ جون ۱۳۹۵ |
نومول شوی په | پلازمېنه |
اداري وېش | |
هیواد | South Korea[۲] |
Region | Seoul National Capital Area |
پلازمینه د: | |
Districts | کينډۍ:قائمة مخفية |
حکومت | |
• ډول | Seoul Metropolitan Government Mayor–Council |
• ښاروال | پارک ون-سون (کينډۍ:Polparty) |
• Council | Seoul Metropolitan Council |
• National Representation - National Assembly | کينډۍ:Composition bar 16.3% (total seats) کينډۍ:Composition bar19.4% (constituency seats) ليسټ
|
پراخوالی[۳] | |
• ښار | ۶۰۵٫۲۱ کلوميټر٢ (۲۳۳٫۶۷ میله مربع) |
لوړوالی | ۳۸ ميټره (۱۲۵ فوټ) |
نفوس شمېرنه (2016[۵]) | |
• ښار | ۱۰,۲۹۰,۰۰۰[۴] |
• ستره ښاري سيمه | ۲۵٬۶۰۰٬۰۰۰ |
• Demonym | 서울 사람 (Seoul saram), 서울시민 (Seoul-simin), Seoulite |
• Dialect | Gyeonggi |
وروستي مالومات | |
وخت زون | نړيوال همغږی وخت + 09:00 |
رسمي ژبه | کوريايي ژبه |
جيو کوډ | 1835848 |
آی اېس او 3166 | KR-11[۶] |
خورلڼې ښارونه | سان فرانسسکو [۷]، قاهره ، جاکارتا ، نوي دهلي ، تایپي ، انقره ، تهران ، بوګوتا ، توکيو ، مسکو ، سیدنی ، بېجنګ ، اولان باتور ، هانوی ، وارسا ، استانه ، آتن ، واشنګټن ډي سي [۸]، بانګکوک ، تیرانا ، ساو پاولو [۹]، ډېلي ، بوئنوس آيرز ، مکسیکو ښار ، رايو ډي جينېرو ، پاريس ، روم ، نيويارک ، هونولولو [۱۰]، کيېف [۱۱]
|
آلوتونګه | کوریایي زاغه |
رنګ | سور رنګ سیول[۱۲] |
ګل | زیړ یاس |
سرچیني | د سیول سرچیني (سیول هانګانګ او سیول نامسان)[۱۳] |
د بخت نښان | Haechi |
شعار | "I·SEOUL·U "[۱۴] ( "د اسیا روح په معنی") |
ترانه | "S.E.O.U.L." (اجرا سوپر جونیور او ګرلز جنریشن) |
ونه | تاریخي |
GDP(Metro) | US$ 779.3 billion[۱۵] |
GDP per capita(Metro) | US$ 35,782[۱۶][۱۷] |
رسمي وېبپاڼه | seoul.go.kr |
سمول |
سیول د سویلي کوریا پلازمېنه او د دې هېواد تر ټولو ستر میتروپولیتن ښار دی. د ۲۰۲۰ کال د احصائیو له مخې، د سیول ښار ۹.۹ میلیونه وګړي لري، چې د سیول د پلازمېنې د سیمې او شاوخوا د انچیون میتروپولټن او ګینوګي ولایت سیمې په ځان کې رانغاړي. دا ښار د یوه نړیوال ښار په توګه ګڼل کېږي، چې د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د څېړنې شبکې (GaWC) له خوا د یوه الفا ښار په توګه ډلبندي شوی دی. سیول له توکیو، نیویارک ښار او لاس انجلیس نه وروسته په ۲۰۱۴ ز کال کې د د متروپولییتن ستر اقتصاد لرونکو ښارونو په لړ کې په څلورم ځای کې راغلی و. نړیوال سیلانیان معمولاً سیول ته د انچیون د نړیوال هوايي ډګر نه د AREX له لارې ورځي، کوم چې د نهو پرله پسې کلونو لپاره د هوايي ډګرونو د نړیوالې شورا له خوا (۲۰۰۵-۲۰۱۳) د غوره هوايي ډګر په توګه ډلبندي شوی و. په ۲۰۱۵ ز کال کې، دا ښار په اسیا کې د ژوند کولو له اړخه یو له ډېرو ممتازو ښارونو وګڼل شو او همداشان د Arcadis له خوا په نړیواله توګه د ژوند د کیفیت له مخې دویم ستر ښار وپیژندل شو، چې په دې ښار کې د سړي سر ناخالص تولید شاوخوا ۴۰۰۰۰ امریکايي ډالر دي. سیول د ۲۰۰۲ کال د فیفا د نړیوال کپ لپاره یو له دوو رسمي کوربه ښارونو څخه و چې سویلي کوریا او جاپان په ګډه سره د هغو کوربه توب وکړ.[۱۸][۲][۱۹]
په ګنګنم او د ډیجیټل رسنۍ ښار کې د سترو تکنالوژيکي شرکتونو د مرکزونو په لرلو سره، د سیول سیمه د فورچون ګلوبل ۵۰۰ کمپنیو له منځه د ۱۵ سترو او مشهورو کمپنیو لکه سامسونګ، ایل جي او هیونډای کور دی. د نړیوال ځواک لرونکي ښار د شاخص او د نړیوالو مالي مرکزونو د شاخص له مخې دا ښار په اوم مقام کې راځي، چې د نړیوالو کنفرانسونو د کوربه توب له مخې د نړۍ په چارو کې یو له مخکښو متنفذینو ښارونو څخه ګڼل کېږي. د سیول ښار د ۱۹۸۶ کال د اسیايي لوبو، د ۱۹۸۸ کال د دوبني المپیک او د ۲۰۱۰ کال د G20 Seoul summit کوربه و.[۲۰][۲۱][۲۲]
سیول د بېلابېلو کوریايي حکومتونو پلازمېنه وه، له هغې ډلې د بیکجي، جوسیون، کوریايي سترواکي، ګوریو (د دویمې پلازمېنې په توګه) او اوسمهال د سویلي کوریا. په ستراتیژيکي توګه دا ښار د هان سیند پر غاړه پروت دی. د سیول تاریخ ۲۰۰۰ کاله وړاندې ته ورګرځي، کله چې له میلاد نه وړاندې په ۱۸ کال کې د بیکجي خلکو له خوا جوړ شو، بیکجي د کوریا یو له دریو پاچاهیو څخه ده. دا ښار بیا وروسته د جوسیون د سلسلې له خوا د کوریا د پلازمېنې په توګه پسې پراخ شو. سیول د غرونو او غونډیو په مټ را محاصره شوی ښار دی، چې د بوخان غر د دې ښار په شمالي څنډه کې پروت دی. د سیول په ښار کې د یونیسکو پنځه نړیوال میراث لرونکي سایټونه شته چې دا دي: د چانډویک ماڼۍ، د هواسیونګ کلا، د جونګمیو زیارت، نمهانسانسیونګ او د جوسیون سلسلې شاهي قبرونه. په دې وروستیو کې، سیول د عصري معمارۍ او ودانیزو چارو په برخه کې خورا مخکښ پاته شوی، چې په دې لړ کې کولای شو د N Seoul Tower، 63 Building، Lotte World Tower، Dongdaemun Design Plaza، Lotte World، Trade Tower، COEX او IFC Seoul نومونه واخلو. سیول په ۲۰۱۰ ز کال کې د نړۍ د طراحي پلازمېنه هم ونومول شوه. سیول همداشان د K-pop او Korean wave د زوکړې ځای هم دی.[۲۳]
ایتمولوژي
دا ښار په پخوا زمانو کې د Wiryeseong، Hanyang، Hanseong او Keijō یا Gyeongseong په نوم هم یادیده. کله چې کوریا د جاپان له خوا ونیول شوه، نو جاپاني چارواکو Hanseong (漢城) په Keijō (京城) بدل کړ، تر څو له hanja '漢' سره ګډ نشي، چې په لرغونې کوریايي ژبه کې د Han (한) کلیمه د «ستر» معنی ورکوي او همداشان په چینايي ژبه کې د هان د سلسلې خلکو ته منسوب کېږي، خو په جاپاني ژبه کې دا بیا د «چین» یوه اصطلاح ګڼل کېږي.[۲۴]
له دویمې نړیوالې جګړې او د کوریا له ازادۍ را وروسته، دې ښار خپل نننی نوم واخیست، چې په کوریايي ژبه کې د «پلازمېنې ښار» معنی ورکوي، چې ګومان کېږي له یوه لرغوني لغت، Seorabeol څخه را اخیستل شوی چې په اصل کې Gyeongju ته اشاره کوي یعنې د Silla پلازمېنه. لرغونی Gyeongju نوم هم په اسنادو کې په چینايي سټایل سره په Geumseong پېژندل کېده (چې په لغوي اصطلاح سره 金城 «د سرو زرو کلا یا ښار» یا «اوسپنیزه کلا یا ښار» هم یادیده، خو دا تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې ایا په کوریايي سټایل سره د Seorabeol نوم د Geumseong په څېر ورته معنی ورکوي که نه.[۲۵]
په کوریا کې د نورو ځایونو د نومونو برخلاف، «سیول» هېڅ راز هنجا (هغه چینايي توري چې په کوریايي ژبه کې کارول کېږي) نه لري. د ۲۰۰۵ کال د جنوري په ۱۸مه، د سیول حکومت خپل رسمي نوم په چینايي تورو کې له تاریخي Hancheng (ساده شوي چینايي ژبې: 汉城 څخه دودیزې چینايي ژبې: 漢城؛ pinyin: Hànchéng) نه Shou'er (ساده شوي چینايي ژبې: 首尔؛ دودیزې چینايي ژبې: 首爾؛ pinyin: Shǒu'ěr) ته واړاوه.[۲۶][۲۷][۲۸]
تاریخچه
د هان سیند په سیمه کې مېشتیدنه، چېرې چې د نن ورځې سیول موقعیت لري له میلاد نه ۴۰۰۰ کاله وړاندې پیل شوه.[۲۹]
سیول د لومړي ځل لپاره د Wiryeseong په توګه د بایکجي د پلازمېنې (کوم چې له میلاد نه ۱۸ کاله وړاندې تاسیس شوی) په توګه د مډرن سیول د سیمې په شمال ختیځه برخه کې ثبت شوی. په دغه سیمه کې د هغه وخت ګڼ شمېر د ښار دیوالونه لا اوس هم پاتې دي. Pungnaptoseong، هغه خټین دیوال کوم چې د سیول په سویل ختیځ کې جوړ شوی، ګومان کېږي چې هغه د Wiryeseong په اصلي سایټ کې موقعیت لري. دا چې دریو سرو پاچاهیو د همدې ستراتیژيکې سیمې لپاره سیالي کړې وه، نو د دې سیمې کنټرول له بایکجي نه Goguryeo ته په پنځمه پېړۍ کې ورسېد او بیا له Goguryeo نه Silla ته په شپږمه پېړۍ کې ورسېد.[۳۰][۳۱][۲۹]
په یوولسمه پېړۍ کې کله چې Goryeo د متحدې سیلا ځایناستی شو، نو په سیول کې یې دوبنۍ ماڼۍ جوړه کړه، کوم چې ورته د «سویلي پلازمینې» نوم هم ورته کارول کېږي. له همدې وخت نه راهیسې سیول کې پراخه مېشتیدنه پیل شوه. کله چې جوسیون د ګوریو پر ځای راغی، نو پلازمېنه هم سیول ته یوړل شوه (چې د Hanyang یا Hanseong په نوم هم پېژندل کېده)، چې د همدې سلسلې تر پایه پورې په همدې نو یادیده. د Gyeongbok ماڼۍ، کومه چې په ۱۴مه پېړۍ کې جوړه شوې، تر ۱۵۹۲ ز کال پورې یې د اوسېدنې د شاهي کور په توګه کاریده. یوه بله ستره ماڼۍ، Changdeokgung په ۱۴۰۵ ز کال کې جوړه شوه، چې له ۱۶۱۱ تر ۱۸۷۲ ز کال پورې یې د شاهي ماڼۍ په توګه کار ورکاوه. کله چې جوسیون په ۱۸۹۷ ز کال کې خپل نوم په کوریايي سترواکۍ باندې واړاوه، نو Hwangseong هم سیول له سره طراحي کړ.[۳۲]
په اصل کې پر دې ښار باندې د سترو ګړدو ډبرو نه جوړ شوی دیوال را ګرځیدلی و تر څو له وحشي ځناورو، غلو او بریدونو نه د وګړو امنیت خوندي وساتل شي. خو دا ښار له همدې دیوالونو نه هم پراخ شو او دا دیوالونه نور زیاتره له منځه ولاړل (پرته له هغه دیوال نه چې د Bugaksan له غره سره ولاړ دی کوم چې د ښار په شمالي برخه کې موقعیت لري) د زاړه دیوال دروازې هم د سیول ښار ته نږدې ولاړې دي چې مشهورې یې د Sungnyemun او Heunginjimun په نومونو دي. د جوسیون سلسلې په لړ کې، دا دروازې هره ورځ پرانیستل کېدي او بېرته تړل کېدي چې پر سر به یې ستر زنګونه هم و. په ۱۹مه پېړۍ کې، له سلګونو کلونو بېلتون نه وروسته، سیول خپلې دروازې د بهرنیانو پر وړاندې پرانیستلې او پر عصري توب یې پیل وکړ. په ختیځه اسیا کې سیول لومړنی ښار و چې په شاهي ماڼۍ کې یې برېښنا درلوده، کوم چې د Edison Illuminating Company کمپنۍ له خوا جوړ شوی و او یوه لسیزه وروسته بیا په سیول کې د سړک غاړې ګروپونه هم جوړ شول.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سرچينې
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Before 1972, Seoul was the "de jure" capital of the Democratic People's Republic of Korea (North Korea) as stated in Article 103 Archived 2016-09-14 at the Wayback Machine. of the 1948 constitution.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedseoul1
- ↑ http://rcps.egov.go.kr:8081/jsp/stat/ppl_stat_jf.jsp?mode=LSD&mid=sec&sid1=101&oid=448&aid=0000162831
- ↑ "آرشیف کاپي". Archived from the original on 2014-11-29. نه اخيستل شوی 2019-06-03.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ پیوستون : aa03e165-4c73-4959-91c0-a99f9fa8ecab — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
- ↑ https://oewd.org/san-francisco-sister-cities
- ↑ https://os.dc.gov/sites/default/files/dc/sites/os/publication/attachments/OS_DC_Seoul_Agreement_2006.pdf — د نشر نېټه: ۱۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ http://legislacao.prefeitura.sp.gov.br/leis/lei-14471-de-10-de-julho-de-2007
- ↑ https://www4.honolulu.gov/docushare/dsweb/Get/Document-114365/102%20(1973).pdf
- ↑ https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
- ↑ "Color".
- ↑ "Seoul's symbols". Seoul Metropolitan Government. Archived from the original on 2016-08-19. نه اخيستل شوی 2016-08-03.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ - 논란 겪은 ‘I·SEOUL·U’ 서울 공식브랜드로 확정
- ↑ "wearetop10.com Top 10 Wealthiest Cities of the World by GDP". Archived from the original on 2016-12-20. نه اخيستل شوی 2019-06-03.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Global city GDP 2014". Brookings Institution. نه اخيستل شوی 18 November 2014.
- ↑ This includes Incheon and Gyeonggi Province
- ↑ 신행정수도의건설을위한특별조치법위헌확인. Constitutional Court of Korea. Archived from the original on 13 September 2018. نه اخيستل شوی 10 October 2020.
- ↑ "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. Archived from the original on 24 August 2020. نه اخيستل شوی 26 August 2020.
- ↑ "Tech capitals of the world". The Age. Melbourne. 2009-06-15. Archived from the original on 12 September 2009. نه اخيستل شوی 2013-08-07.
- ↑ "Samsung Electronics". Fortune. Archived from the original on 24 October 2014. نه اخيستل شوی 24 October 2014.
- ↑ Union of International Associations (UIA) International Meetings Statistics for the Year 2011 Archived 3 July 2014 at the Wayback Machine.. Joel Fischer.
- ↑ "Lists: Republic of Korea". UNESCO. Archived from the original on 25 December 2019. نه اخيستل شوی 26 December 2019.
- ↑ "Seoul". Encyclopædia Britannica. (6 November 2019). “The city was popularly called Seoul in Korean during both the Chosŏn (Yi) dynasty (1392–1910) and the period of Japanese rule (1910–45), although the official names in those periods were Hansŏng (Hanseong) and Kyŏngsŏng (Gyeongseong), respectively.”
- ↑ Kim, Dong Hoon (22 March 2017). Eclipsed Cinema: The Film Culture of Colonial Korea. ISBN 9781474421829.
- ↑ "Yahoo holiday travel guide". Uk.holidaysguide.yahoo.com. Archived from the original on January 7, 2007.
- ↑ Characters, Good. "Chinese Naming Crisis Danger Opportunity Summer 2006 – Good Characters". goodcharacters.com. Archived from the original on 30 September 2018. نه اخيستل شوی 2018-11-18.
- ↑ 서울특별시표기 首爾로...중국, 곧 정식 사용키로 :: 네이버 뉴스 (په کوريايي). News.naver.com. 2005-10-23. Archived from the original on 25 January 2016. نه اخيستل شوی 2012-02-10.
- ↑ ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ "Seoul". Encyclopædia Britannica.
- ↑ "Pungnap-toseong (Earthen Ramparts)". Seoul Metropolitan Government. Archived from the original on 2014-02-22. نه اخيستل شوی 2014-02-07.
- ↑ Tennant (12 November 2012). History Of Korea. ISBN 9781136166983. Archived from the original on 10 October 2020.
- ↑ "Seoul". Encyclopædia Britannica.
- ↑ "Bugaksan Mountain". Korea Tourism Organization. Archived from the original on 22 February 2014. نه اخيستل شوی 2014-02-07.
- ↑ "Seoul City Wall". UNESCO. Archived from the original on 31 December 2019. نه اخيستل شوی 2014-02-07.
- ↑ "Bosingak Belfry". Korea Tourism Organization. Archived from the original on 22 February 2014. نه اخيستل شوی 2014-02-07.
- ↑ Nam Moon Hyon. "Early History of Electrical Engineering in Korea: Edison and First Electric Lighting in the Kingdom of Corea" (PDF). Promoting the History of EE Jan 23–26, 2000. Institute of Electrical and Electronics Engineers. Archived (PDF) from the original on 22 February 2014. نه اخيستل شوی 2014-02-07.
- ↑ Kyung Moon Hwang (2010). A History of Korea. Palgrave Macmillan. p. 142. ISBN 9780230364523. Archived from the original on 25 January 2016. نه اخيستل شوی 9 November 2015.
- Pages with script errors
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- د انځور خرابه اندازه
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P571
- د خاصيت کارولو پاڼې P138
- د خاصيت کارولو پاڼې P1376
- د خاصيت کارولو پاڼې P421
- د خاصيت کارولو پاڼې P37
- جيو کوډونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P300
- په ويکيډاټا کې خورلڼې ښارونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- هغه مخونه چې کينډۍ:استوګنيزه سيمه مالومات کاروي د نامعلومو دلیلونو سره
- د سوېلي کوريا ښارونه
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- جغرافيه ويکي ډېټا
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- د خاصيت کارولو پاڼې P982
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- بهرنيو ژبو لرونکي سرليکونه
- ژبه لرونکي سرچينې کوريايي
- نخشه لرونکي مخونه