پاریس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پاريس

پاریس د فرانسې پلازمېنه اوله ګڼه ګوڼې نه ډک ښار دی. په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د  یوه اټکل  له مخې، په ۱۰۵ کیلومتره مربع(۴۱مایل مربع) مساحت کې ټول نفوس ۲٬۱۷۵٬۶۰۱کسان ښودل شوی دی. پاریس له ۱۷مې پېړۍ نه، د اروپا د علم او هنر، خوړو، سوداګري، دیپلوماسي او مالي یو مهم مرکز و. د پاریس ښار، د سیمه ییز حکومت مرکز اود فرانسې د دویم لویي د اوسېدو ځای ځایګی( مقر) و او په هغه وخت کې یې ټول نفوس ۱۲٬۱۷۴٬۸۸۰ دومره شمېرل شوی دی. تر ۲۰۱۷ز کال پورې د فرانسې د نفوسو په سلو کې ۱۸، په ۲۰۱۷ز کال کې د پاریس سیمې ناخالص کورنی تولید ۷۰۹ میلیارده و، چې د اروپا ۸۰۸ مليارده ډالرکېدل. له نړیوالې نظرسنجۍ سره سم، په ۲۰۱۸ز کال کې د اقتصادي اطلاعاتو واحد د ژوند لګښت، پاریس له سنګاپور وروسته او له زوریخ، هنکانګ، اسلو او ژنو نه لو، په نړۍ کې د دنیا دویم قېمت بیه ښار و. یوې بلې سرچینې ، په ۲۰۱۸ز کال کې، پاریس له هنکانګ او سنګاپور نه هم ډېر مهم او قېمت بیه ډلبندي کړی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

پاریس د اوسپنې پټلۍ یوه لویه لار او د لېږد رالېږد یو مرکز لري، چې د دوو نړیوالو هوایي ډګرونو له خوا یې چارې سنبالېږي: پاریس ـ د مارشال دوګل( د اروپا دویم هوایي ډګر دی ) د پاریس ښار د اورلي او موټر وې سیستم  لري. د پاریس موټر وې، چې په ۱۹۰۰ز کال کې پرانستل شوه، هره ورځ ۵.۲۳ میلیونه مسافرو ته خدمت کوي. دغه مترو د مسکو له مترو وروسته د اروپا د میترو دویم سیستم دی. Gare du Nord، په نړۍ کې د اوسپنې پټلۍ له ګڼه ګوڼې نه ډک څلرو ېشتم تم ځای دی. په بهر کې له جاپان نه هم ډېر ځلېدلی دی او په ۲۰۱۵ ز کال کې یې۲۶۲میلیونه مسافر لرل. پاریس په ځانګړې توګه، په موزیمونو او د سیل وړ ودانیو سره پېژندل شوی دی. د لوور موزیم په ۲۰۲۰ز کال کې۲،۶۷۷،۴۰۵ کسه سیلانیان لرل. د  COVID-1 ویروس له امله، د موزیمونو له اوږده تعطیل سره سره، د نړۍ یو داسې موزیم و، چې ډېر سیلانیان یې لرل. د اورسي موزیم، د مورموتان موزیم او د اورانژري موزیم، د فرانسې د امپرسیونیستی هنري ټولګو له امله، د ډېرې پاملرنې وړ وو. د پمپېدو مرکز د موډرن( معاصر)هنر موزیم، په اروپا کې د معاصر او موډرن هنر تر ټولو لویه ټولګه ده. د رودن موزیم او د پیکاسو موزیم، د پاریس د دوو نامتو اوسېدونکو آثار نندارې ته وړاندې کړل. د ښار په مرکز د رودسن  په اوږدو کې تاریخي سیمه، له ۱۹۹۱ز کال نه را په دې خوا د یونسکو له لوري د نړیوال میراث په توګه ډلبندي شوې ده . د هغه ځای نامتو د لیدو وړ ځایونه په Île de la Cité کې د پاریس د نوتردام جامع کلیسا چې اوس له اورلګېدنې نه وروسته( د ۲۰۱۹ز کال د اپریل ۱۵)د بیا رغاونې لپاره تړل شوې ده. د سیل نور په زړه پورې ځایونو کې د گوتیک سنت شاپل کلیسا ده. همدارنګه، په Île de la Citéکې د ایفل برج دی، چې په ۱۸۸۹ز کې د پاریس د نړیوال نندارتون لپاره جوړ شوی دی. په ۱۹۹۰ز کال کې، د پاریس د نړیوال نندارتون لپاره ستره ماڼۍ او پتي ماڼۍ جوړې شوې دي. په شپاړسو لیزو کې د مونمارتر غونډۍ، په هنري تاریخ او د (ساکر کوئور)کلیسا سره.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

پاریس په ۲۰۲۰ز کال کې ۱۲.۶میلیونه سیلانیان لرل. دغه لیدونکي په۲۰۱۹ ز کال کې، په سلو کې ۷۳سلنه، د COVID-19 ویروس په سبب لږ شوي دي.  د بهرنیو سیلانیانو شمېر، په سلو کې ۸۰.۷ سلنه کم شوی دی. موزیمونه په ۲۰۲۱ز کال کې بېرته پرانستل شول، یوازې په سیلانیانو باندې د ماسک اغوستل او د ټولنیز واټن ساتنه جبري شوي وو.[۱۳]

د پاریس د سن جرمن(Saint-Germain ) فوټبال کلپ او د راګبي اتحادیې کلپ(the rugby union club) په پاریس کې دي. د نړیوال جام لپاره، په ۱۹۹۸ز کال کې د ۸۰۰۰۰څوکیو په لرلو سره لوبغالی جوړ شوی دی. دا لوبغالی د پاریس د شمال په سنت دنیس

کې ودان شوی دی. پاریس د فرانسې په ګرند سلم کې د آزادو تینس لوبو مېلمه پال و او د( Roland Garros) د سیمې په سره خاوره کې یې کلنی تورنمنت تر سره شو. دغه ښار، په ۱۹۰۰ز او ۱۹۲۴ز کلونو کې د المپیک لوبو مېلمه پال و. په ۲۰۲۴ز کال کې د المپیک د دوبنیو لوبو مېلمه پال و.په ۱۹۳۸ز او ۱۹۹۸ز کلونو کې د فوټبال نړیوال جام، په ۲۰۰۷ز کال کې د راګبي نړیوال جام او همدا شان، د یوفا د ۱۹۶۰، ۱۹۸۴ او د ۲۰۱۶ز کلونو کې د اروپا د اتلولۍ لوبې په دغه ښار کې تر سره شوې دي. د جولای په هره میاشت کې د پاریس په شانزلیزه واټ کې د فرانسې د توردو بایسکل سواري لوبې تر سره شوې دي.

ایتیمولوژي

لرغونی اپیدوم چې د پاریس د عصري ښار اړوند ده، د لومړي ځل لپاره، له ميلاد مخکې د لومړۍ پېړۍ په منځ کې، د ژولیوس سزار له خوا د  Luteciam Parisiorum ("Lutetia of the Parisii")په نامه ونومول شو او وروسته له میلاد نه په پنځمه پېړۍ کې د پاریسیون په نامه یاد شو. پاریس په ۱۲۶۵ز کال کې د روم دورې په اوږدو کې، معمولاً په لاتین کې د Lutetia یا Lutecia او په یوناني کې د Leukotekía په نامه سره پېژندل کېده. د سلتیک(موږک) lukotرېښه لري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د پاریس نوم، د هغه د لومړنیو اوسېدونکو پارسیانو له خوا( په ګالي ژبه Parisioi)) چې د ډبرې عصر یوه ګالي قبیله وه او د روم له دورې نه اخستل شوی دی). د ګالي قومیت معنا، تر بحث لاندې ده. د خاویر دلمارو په وینا: ښايي چې د سلتیک pario- 'cauldron') ) رېښه ولري. آلفرد هولدرله پریف ولزی سره د هغه پرتلنه ترسره کړه. ("ارباب، فرمانده") دغه نوم د جوړوونکو یا فرمان ورکوونکو په معنا تفسیر کړ، چې د پروتو-سلتی بڼې دواړه احتماله لري او دا نوم په kwar-is-ioسره بېرته رغول شوی دی. ورپسې پیر-ایو لمبرت  دا وړاندیز وکړ چې، پاریس Parisioi) ) د نیزه یي خلکو په نامه معنا کړي، د carr لومړني عنصر(پخوانۍ ایرلنډي) نیزې په یو ځای کېدو سره چې له*kwa –sā نه مشتق شوې ده(اخیستل شوې ده).[۱۸][۱۹]

پاریس زیاتره د رڼاښار La Ville Lumière)) په نامه نومول شوی دی او دا کار د روښانتیا( روشنګري) په دوران کې د هغه د اصلي رول له امله شوی دی او هم د کلیمې په رښتینې معنا سره، په دې دلیل سره ، چې پاریس د اروپا له لومړنیو ښارونو څخه و چې په واټونو کې به یې د غازو له رڼا نه ګټه پورته کوله. په لوړه کچه په تاریخي ځایونو او ماڼیو کې. په ۱۸۲۹ز کال کې په  Carrousel، Rue de Rivoli او Place Vendome کې د غازو څراغونه ولګېدل. په ۱۸۵۷ز کال کې لوی بلډینګونه روښانه شول. په ۱۸۶۰ لسیزه کې، د پاریس واټونه او سړکونه، په ۵۶۰۰۰غازي لامپ څراغونو سره رڼا شول. د نولسمې پېړۍ په پای کې، پاریس د فرانسویانو په ولسي ژبه کې په [panam]) in French slang سره هم پېژندل شوی دی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې او ياداښتونه.

  1. "Populations légales 2018: Commune de Paris (75056)". INSEE. 28 December 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Comparateur de territoire: Région d'Île-de-France (11)". INSEE. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Regional GDP per capita in EU" (Press release). Eurostat. 28 February 2018. مؤرشف من الأصل في ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Economist Intelligence Unit Worldwide Cost of Living Survey, 2018, cited in the Daily Telegraph, 16 March 2018 Archived 30 March 2019 at the Wayback Machine.
  5. Singapour, Hong Kong, Paris : le trio des villes les plus chères du monde Archived 27 March 2019 at the Wayback Machine., International mail.com. 20 March 2019.
  6. Annabel Fenwick Elliott, SENIOR CONTENT EDITOR. "Revealed: The world's most expensive (and cheapest) cities for 2018". The Telegraph (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . List: The world's 20 busiest airports (2017). USA Today.
  8. (په 2018-04-09 باندې). ACI reveals the world's busiest passenger and cargo airports. Airport World.
  9. "Métro2030". RATP (Paris metro operator). د اصلي آرشيف څخه پر 21 دسمبر 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه 25 سيپټمبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 6 February 2013 باندې). The 51 busiest train stations in the world – all but 6 located in Japan. Japan Today.
  11. "Le Parisien", 8 January 2021, "Covid-19 - la frequentation du Musée du Louvre s'est effondrée de 72 percent en 2020"
  12. "Paris, Banks of the Seine". UNESCO World Heritage Centre. United Nations Educational, Scientific, and Cultural Organization. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Le tourisme à Paris - Chiffres clés 2020 (édition 2021)", Official Website of the Paris Convention and Visitor Bureau, retrieved September 10, 2021
  14. Falileyev 2010, s.v. Parisii and Lutetia.
  15. Delamarre 2003، ص. 211.
  16. Lambert 1994، ص. 38.
  17. Nègre 1990، ص. 155.
  18. Delamarre 2003، ص. 247.
  19. Busse 2006، ص. 199.
  20. Dottin 1920، ص. 535.
  21. Leclanche 1998، ص. 55.
  22. Du Camp 1875، ص. 596.
  23. Robertson 2010، ص. 37.