Jump to content

بوګوتا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بوګوتا
Bogotá, D.C.
د بوګوتا جامع کلیسا
د بوګوتا انځور

شعار: بوګوتا
موقعیت په کلمبیا کې
موقعیت په کلمبیا کې

Lua error in Module:Mapframe at line 385: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:ISO 3166/data/CO' not found.}} ۴°۳۵′۵۳″ شمال ۷۴°۴′۳۳″ لویدیځ / 4.59806°شمال 74.07583°لويديځ / 4.59806; -74.07583
جوړښت ۶ جون ۱۵۳۸
بنسټګر ګنسالو خیمنه د کویه‌زادا
اداري وېش
هیواد کينډۍ:COL
سیمه -
برخه 22px د پلازمینه برخه
پلازمینه د:
حکومت
 • ښاروال کلارا لوپز اوبرګون
پراخوالی
 • ښار ۱٬۵۸۷ کلوميټر٢ (۶۱۳ میله  مربع)
لوړوالی ۲۶۴۰ ميټره (۸٬۶۶۰ فوټ)
نفوس شمېرنه
 • ښار ۷٬۴۳۴٬۴۵۳
 • ترتيب څه کم
 • د نفوسو کثافت ۴٬۷۰۰/کلوميټر٢ (۱۲٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۹٬۶۰۰٬۰۰۰
د گڼه گوڼې نوم Bogotano
وروستي مالومات
وخت زون Eastern Time Zone (ه.ن.و۵-)
رسمي ژبه اسپانيايي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
11  ويکيډاټا کې (P281) ځانګړنې بدلې کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ ويکيډاټا کې (P473) ځانګړنې بدلې کړئ
جيو کوډ 3688689[۱]  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ
آی اېس او 3166 CO-DC  ويکيډاټا کې (P300) ځانګړنې بدلې کړئ
موټر پلېټ
BOG  ويکيډاټا کې (P395) ځانګړنې بدلې کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه City Official Site
Mayor Official Site
Bogotá Tourism
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

بوګوتا (Bogotá) (/ˌboʊɡəˈtɑː/، همدار راز برتانوي: /ˌbɒɡ-/، امريکايي: /ˈboʊɡətɑː/، او هسپانوي تلفظ: [boɣoˈta]) په رسمي ډول بوګوتا “Bogota, Distrito Capital” ده، چې لنډيز يې بوګوتا ډي سي “Bogota D.C.” دی او پخوا د هسپانوي دورې او ۱۹۹۱ او ۲۰۰۰ کالونو تر منځ د “Santa Fe de Bogota” (هسپانوي: ، يعنې «د بوګوتا سپېڅلې عقيده») په نوم پېژندل کېده. دا ښار د کولمبيا پلازمېنه او د نړۍ له لويو ښارونو څخه دی. دا ښار د پلازمېنې سيمې “Capital District” او همدا راز د کنډينامارکا “Cundinamarca” د شا او خوا څانګې (که څه هم برخه يې نه دی) د پلازمېنې په توګه اداره کېږي. بوګوتا د کولمبيا د څانګو په توګه په ورته اداري دريځ سره د لومړي ترتيب سيمه ييز شته والی دی يا هستي ده. دا ښار د هېواد سياسي، اقتصادي، اداري او صنعتي مرکز دی.[۲][۳][۴][۵]

بوګوتا د ۱۵۳۸ ز کال د اګسټ پر ۶ نېټه د هسپانوي فاتح ګونزالو جيمينيز ډي کيوساډا “Gonzalo Jimenez de Quesada” له لورې د “Altiplano” د بومي اوسېدونکو د “Muisca” سيمې د نيولو په موخه انديس “Andes” ته له يو سخت جنګي ماموريت څخه وروسته د ګرانادا د نوې پاچاهۍ “New Kingdom of Granada” د پلازمېنې په توګه رامنځته شو. سانټافي “Santafe” (له ۱۵۴۰ ز کال څخه وروسته د ښار نوم و) د ګراناډا نوې پاچاهۍ (چې په ۱۵۵۰ ز کې جوړه شوه) د “Spanish Royal Audiencia” د حکومت څوکۍ شوه او له ۱۷۱۷ ز کال څخه وروسته د “New Granada” د سلطنت نيابت پلازمېنه و. د ۱۸۱۹ ز کال د اګسټ پر ۷ نېټه د بوياکا له جګړې “Battle of Boyaca” څخه وروسته بوګوتا د ګران کولمبيا “Gran Colombia” د خپلواک ملت پلازمېنه شوه. سيمون بوليوار “Simon Blivar” هغه څوک و، چې د “Muisca” وګړو د درنښت او د هسپانوي پاچاهۍ پر وړاندې د خپلواکۍ د قانون په توګه يې دا ښار بوګوتا ونوماوه. په همدې دليل له هسپانوي سترواکۍ څخه او د ننۍ کولمبيا د جوړښت پر مهال د نوې ګرانادا “New Granada” د سلطنت نيابت د خپلواکۍ له راهيسې، بوګوتا د سيمې د پلازمېنې په توګه پاتې شوی دی.[۶]

دا ښار د کولمبيا په مرکز کې پر يوې لوړې سطحې باندې پروت دی، چې د بوګوتا هوارې ځمکې په نوم پېژندل کېږي، د “Altiplano Cundiboyacense” برخه ده، چې د انديس په ختيځ کورډيليرا “Eastern Cordillera” کې پرته ده. بوګوتا په سويلي امريکا کې او له کيتو (Quito) او لاپاز “La Paz” څخه وروسته د سمندر د سطحې له پاسه د ۲۶۴۰ مترو (۸۶۶۰ فوټ) په اوسط د نړۍ درېيمه لوړه پلازمېنه ده. بوګوتا چې په ۲۰ سيمو باندې وېشل شوی دی، ۱۵۸۷ کېلو متر مربع (۶۱۳ ميل مربع) سيمه او يو څه سوړ اقليم لري، چې د کار په اوږدو کې ثابت دی.

دا ښار د کولمبيا حکومت د اجرائيه څانګې (د ولسمشر د دفتر)، د مقننه څانګې (د کولمبيا د کانګرس) او قضائيه څانګې (د عدالت سترې محکمې، د اساسي قانون محکمې، د دولت د شورا او قضائيه قوې د سترې [لوړې] محکمې) د مرکزي دفترونو ټاټوبی دی. بوګوتا د خپلې اقتصادي پياوړتيا او تر څنګ يې مالي پوخوالي له امله خپل راښکون يا په زړه پورې والی د نړيوالو شرکتونو او انساني پانګې د غوره والي پر وړاندې ثابت ساتي. دا ښار د کولمبيا مالي او سوداګريز مرکز يا زړه دی، چې د هېواد د بل هر ښار په پرتله زيات سوداګريز فعاليت لري. دا ښار په کولمبيا او انډين “Andean” طبيعي سيمه کې د اصلي مالي بازار کوربه توب کوي او لاتيني امريکا او کولمبيا ته د راتلونکونکې نوې باندنۍ سيده يا مستقيمې پانګونې پروژو مخکښ منزل دی. بوګوتا د هېواد په کچه تر ټولو لوړ نومي ناخالص کورنی توليد لري، چې د هېواد ټول ناخالص کورني توليد نږدې څلورمه برخه (۲۴،۷ سلنه) پوره کوي.[۷][۸][۹]

د ايل ډوراډو نړيوال هوايي ډګر “El Dorado International Airport” په نوم د ښار هوايي ډګر د “El Dorado” د کيسو په نوم نومول شوی دی، چې په لاتيني امريکا کې د تر ټولو لويې کچې (حجم) مالونو وسيله او د خلکو د ګڼې له مخې درېيم هوايي ډګر دی. بوګوتا د هېواد په کچه د خورا زيات شمېر پوهنتونونو او څېړنيزو مرکزونو ټاټوبی او د زياتو نندارځايونو، کتابخانو او موزيمونو په درلودلو سره يو مهم کلتوري مرکز دی. دا ښار د ښارونو د ۲۰۱۴ ز کال د نړيوال لړيال يا شاخص له مخې ۵۲ ځای درلود او په ۲۰۲۰ ز کال کې د “GaWC” له لورې د “Beta +” ډول نړيوال ښار وګڼل شو.[۱۰][۱۱][۱۲]

نوم

[سمول]

د بوګوتا نوم د فرانسوي ژبې د “Chibcha Bacata” (يا Muyquyta) له تلفظ سره سمون کوي، چې د فونزا “Funza” او کوتا “Cota” معاصرو ښارګوټو تر منځ پرتو ګاونډ يا نږدې استوګنځايونو نوم و. د “Muyquyta” ويي د معنا په اړه بېلابېل نظرونه دي، چې خورا منل شوی يې دا دی، چې ياد ويی په “Chibcah” ژبه کې «د دېوال په واسطه د کرنيزې ځمکې د راچاپېرولو» معنا لري. يوه بله نامتو ژباړه استدلال کوي، چې ياد ويی «د انديس د مېرمن» معنا لري. سربېره پر دې د انديس “Andes” ويی په ايمارا “Aymara” ژبه کې د «ځلېدونکي غر» معنا لري، چې په دې ډول د بوګوتا بشپړه لغوي معنا «د ځلېدونکي غر مېرمن» کېږي، مګر په ياد ولرئ چې که څه هم د “Muisca” وګړو ژبه چېبچا “Chibcha” وه، ايمارا نه وه. ځيني نور وړانديز کوي چې باکاتا “Bacata” د “Muisca” د ډول ډول يا ګڼو مشرانو “cacique” نوم و، چې سيمې ته د سپانياردانو “Spaniards” له رارسېدلو څخه مخکې يې پرې واکمني وکړه. جيمينيز ډي کيوسادا “Jimenez de Quesada” دې سيمې ته «زموږ د هيلې مېرمن» نوم ورکړ، مګر هسپانوي پاچاهۍ په ۱۵۴۰ ز کال کې هغه مهال “Santafe” (سپېڅلې عقيده) ونوموله، چې د ښار په توګه ټاکل شوې وه. د “Muisca” په نوم د سيمې اصلي اوسېدونکو ياد ځای تايبزاکا “Thybzaca” يا لرغونی ښارګوټی “Old Town” ونوماوه، چې ښار په اصل کې د همدې ځای له پاسه رامنځته شوی و.[۱۳][۱۴][۱۵]

تاريخچه

[سمول]

د معاصرې بوګوتا سيمه کې په لومړي ځل د بومي وګړو هغه ډلې استوګن شوې، چې د چيبچا “Chibcha” له نورو ژبو سره د تړاو پر بنسټ سويل ته کډه شوې وې. د بوګوتا هواره ځمکه په سويلي برخه کې د چيبچا ويونکې ډلې استوګنځای و، چې په کولمبيا کې له نيکاراګوا څخه تر انديس پورې ژوند کوي (شته). د “Muisca” له لورې جوړ شوی مدنيت په امريکا کې له غوره مدنيتونو څخه و او “Muisca” وګړي هغه وخت د “Altiplano Cundiboyacense” (د کنډينامارا او بوياکا معاصرې څانګې او د سانټېنډر کوچنۍ برخې) په درو او حاصلخېزه لوړو ځمکو او شا او خوا سيمو کې مېشت شول. د “Muisca Confederation” نوم د ګڼو يا ډول ډول مشرانو (caciques) هغې ناتړلې برابري غوښتونکې ټولنې ته ورکړل شوی دی، چې له زيات نه زيات ۱۰۰ بوهيوس “bohios” په کوچنيو استوګنځايونو کې يې ژوند وکړ. د وګړو د کرنې او مالګې پر بنسټ ټولنه د سرو زرو کار، سوداګرۍ او موميايي کولو کې بډايه وه. د ميوسکا “Muisca” مذهب له ګڼو خدايانو څخه جوړ و، چې زياتره د لمر او د هغه د مېرمنې يعنې سپوږمۍ، “Chia”، د باران خدای “Chibchacum”، د رنګين کمان “Cuchavira” غوندې خدايانو او د ودانۍ او خوښۍ خدای “Nencatacoa” او د هوښيارۍ خدای “Bochica” په درلودلو سره يې په طبيعي ښکارندو پورې تړاو درلود. د دوی د سپوږمۍ او لمريزې ګډه جنتري يا کليزه چې د “Duquesne” د کار پر بنسټ د مانويل ايزکيرډو “Manuel Izquierdo” له لورې وژباړل شوه، د کالونو درې بېلابېلې ټولګې يې وڅارلې يا راونغاړلې، چې ستوريز او عيسوي مياشتې په کې وړاندې شوې وې. د دوی ستورپوهنيزه پوهه د بوګوتا شمال ته د “Villa de Leyva” څخه د باندې په “El Infiernito” لرغونې ستورپوهنيزه سيمه کې د “Muisca” د معمارۍ په يو له محدودو نامتو څلو کې وړاندې شوې ده.

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 3688689  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. "Bogotá". انګليسي ژبې امريکايي ميراث قاموس (پنځم ed.). هارپېرکولينز. نه اخيستل شوی 30 May 2019.
  3. "Bogotá". Collins English Dictionary. HarperCollins. Archived from the original on 30 May 2019. نه اخيستل شوی 30 May 2019.
  4. "Bogotá" Archived 30 May 2019 at the Wayback Machine. (US) and کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  5. "Organización del Distrito Capital" (په اسپانيايي). bogota.gov.co. Archived from the original on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 5 January 2016.
  6. "Ni Santa Fe ni Bacatá: estos fueron los primeros nombres de Bogotá". RCN Radio (په اسپانيايي). 6 August 2018. نه اخيستل شوی 10 September 2019.
  7. "Hot spots: Benchmarking global city competitiveness" (PDF). The Economist Intelligence Unit. Archived (PDF) from the original on 16 May 2017. نه اخيستل شوی 5 January 2016.
  8. Harvard University (2011). The Talent Issue. Harvard Business Review.
  9. "IBM destaca a Bogotá como la ciudad con mayor número de proyectos de inversión extranjera en Latinoamérica" (په اسپانيايي). IBM-Plant Location International (IBM-PLI). Archived from the original on 5 January 2016. نه اخيستل شوی 5 January 2016.
  10. "El Dorado International Airport". eldorado.aero. Archived from the original on 25 February 2016. نه اخيستل شوی 9 September 2016.
  11. "2014 Global Cities Index and Emerging Cities Outlook". atkearney.com. Archived from the original on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 5 January 2016.
  12. "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. Archived from the original on 6 October 2020. نه اخيستل شوی 31 August 2020.
  13. "Historia de Bogotá | Archivo de Bogotá". archivobogota.secretariageneral.gov.co. Archived from the original on 31 July 2019. نه اخيستل شوی 10 September 2019.
  14. "¿Cuál es el origen del nombre de "Bogotá"?". National Geographic en Español (په اسپانيايي). 13 August 2018. Archived from the original on 20 March 2019. نه اخيستل شوی 10 September 2019.
  15. Blanco Barros, Jose Agustin. "Historia de Bogotá" (PDF). Sociedad Geográfica de Colombia Academia de Ciencias Geográficas. Archived (PDF) from the original on 9 March 2017. نه اخيستل شوی 10 September 2019.