امسټرډام

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امسټرډام
Amsterdam
(ولندیزی: Amsterdam د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دآمستردام شار عکس
دآمستردام شار عکس
دآمستردام شار عکس

Mokum, Venice of the North
شعار: Heldhaftig, Vastberaden, Barmhartig
آمستردام شار په هالند نخشه کی
آمستردام شار په هالند نخشه کی
آمستردام شار په هالند نخشه کی

Map
کورډېناټونه: ۵۲°۲۲′۲۲″شمال ۴°۵۳′۳۷″ختیځ / 52.372777777778°شمال 4.8936111111111°ختيځ / 52.372777777778; 4.8936111111111  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
د رامنځته کېدو نېټه ۱۳۰۰  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد هالنډ (۸ مې ۱۹۴۵–)[۲]
هالنډ (–۱۹ مې ۱۹۴۰)[۲]
فرانسه (۹ جولای ۱۸۱۰–۱۹ نومبر ۱۸۱۳)  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی
 • پراخوالی 219 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی -2 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 921468 (۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۲)[۳]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
وخت زون يو ټي سي ٠١:٠٠+ (معياري وخت)
مرکزي اروپا وخت زون (معياري وخت)
یوټی‌سی ۲:۰۰+ (د اوړي وخت)  د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوستخونې شمېره 1000–1098
1100–1109 (۱۰ جنوري ۲۰۱۴–)  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ 20  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 2759794[۴]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه (نېدرلنډي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د امستردام میدانی 1890 تر 1905 عیسویی کال

امسټرډام د هالنډ پلازمېنه او لوی ښار دی. دا ښار په (شمالي هالنډ) او د هالند (نېډېرلند) پر لوېدیځ کې د امستل د رود له غاړې پروت دی. په دیارلسمې پېړۍ کې د دغه رود په غاړو بندونه (په هالنډۍ - Dam) جوړ شول چې دې څخه د دغه ساحې نوم امسټرډام شو.

د امسټرډام نامتو د لیدوړ ځایونه Anne Frank Huis ،Van Gogh Museum ،Stedelijk Museum ،Hermitage Amsterdam ،Anne Frank House ،Amsterdam Museum ،Rijks Museum، سره څراغونه او د نشې (چرسو او ماریوانا) د څکولو کافیانې دي. چې دغه دوو د هالنډ دود د څه نړیوالو په سترگو کې راکښته کړی خو هالنډیان دې ته په نورموله سترگه گوري او بله برخه یې پر ویاړي. بر سېره پر دې امسټرډام دوه نړیوال پوهنتونه او ډېر شمېر خپلواکه انستیتوتنه چې غټ یې د امسټرډام د لوړو زده کړو ښوونځی دی؛ لري.

پېښلیک

دا پلندۍ (ولاړ اوبو او واښو) سیمه په ۱۰۰۰ زېږېدیز کې د امستلې (چې د امستل د سیند څخه اخیستل شوی ټکی دی) په نامه یادېده. له اوترېخته (دامسټرډام سهیل ته پروت ښار) بزگرو د امستلې په خوا د ځمکې څخه د کار اخیستل پیل کړل. چې تر اوبو لاندې پرته ځمکه هم وچه او کار ترنه واخیستل شي، دوی ابو ته بندونه جوړ کړل. دې سیمې وده وکړه تر څو چې په دیارلسمې پېړۍ کې د (ای) د رود او د (زاودر زې) چې د ودن سمندرگي یوه برخه وه په غاړه بندونه جوړ شول. وروسته امستېل رود څه سمبال او څه نور پسې وکندل شو چې د سوداگرۍ لوی بنسټ وگرځېد. د ښار لومړنی بندر چې (دمرک) د غټې لارې تر څنگ وو، جوړ شو. په کابو ۱۳۰۰ زېږېدیز کې امسټرډام په رسمي توگه لکه یو اروپايي او په پینځلسمه پېړۍ کې لکه یو د سوداگرۍ نړیوالو ښار وپېژندل شو. په ۱۵۷۰ زېږېدیز کې د امسټرډام وگړو شمېر تر ۳۰۰۰۰ لږ ول. په ۱۶۲۲ زېږېدیز کې دا شمېر تر ۱۰۰۰۰۰ او د اولسمې پېړۍ په پای کې تر ۲۰۰۰۰۰ واوښت. چې د هغه وخت د اروپا له غټو ښارونو سره لکه لندن او پاریس پرتله کېدای شوای. د دغه وگړیزه لویوالي سره ښار هم له پلان سره لوېده. د ویالو (کانالونو) پر غاړو کورونه، د سوداگرې ودانۍ او گدامونه جوړ شول چې د ښار په پرمختگ کې یې لوې ښیگڼې درلودې.

وگړشمېرنه

په ۱ د جنوري د ۲۰۱۲ کې امسټرډام ۷۹۰.۰۰۰ تنه وگړي درلودل. دا ښار یو گڼ ولسه ښار دی چې ۵۰،۵ پر سلو کې وگړي بهرني دي. دغه بهرني د ۱۷۷ ټبرو (ملیتونو) څخه راټول شوي دي.

ځمکپوهنه

امسټرډام په شمالي هالنډ کې پروت دی. دا ښار ۹۰ ټاپوگانې او ۱۵۳۹ پلونه لري. د دغه سیمې وچه ۲ متره د اوبو تر کچ لوړه ده او ۲۱۹،۳۳ کیلو متره مربع یې پراخوالی دی چې په یو متر مربع کې یې ۴۷۵۱ تنه ژوند کوي.

اقليم

امسټرډام سمندرۍ اوبو هوا لري چې شمالي سمندر سترې اغېزې پر کوي. د ژمي ساړه یې تر صفر درجې نه ټیټېږي او اوړی یې برابر تود او لنډ دی. په هوا کې یې لندبل گډ دی په دې وجه ډېر وخت ورېځ او اورښت لري. کله هم دا اورښت توند او تکړه شي نو بیا د ښار په چاپېریال کې د پمپونو په مرسته اوبه سمندر ته لېږدول کېږي.

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د امسټرډام اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  2. archINFORM location ID: https://www.archinform.net/ort/1292.htm — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۱۸
  3. Bevolkingsontwikkeling; regio per maand — د نشر نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۳ — خپرونکی: Statistics Netherlands
  4. پیوستون : 2759794  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported