Jump to content

مادرید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مادرید
کينډۍ:اسپانیایي
مادرید د ښار منځ
مادرید د ښار منځ
مادرید د ښار منځ

د اسپانیا په نقشه کې د مادرید ښار
د اسپانیا په نقشه کې د مادرید ښار
د اسپانیا په نقشه کې د مادرید ښار

Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۴۰°۲۳′ شمال ۳°۴۳′ لویدیځ / 40.383°شمال 3.717°لويديځ / 40.383; -3.717
بنسټ ایښودنه نهمه میلادی پیړۍ
اداري وېش
هیواد  Spain
خپلواکه سیمه 25px مادرید
ولایت 25px مادرید
پلازمینه د:
حکومت
 • ښاروال مانویلا کارمنا (کينډۍ:Polparty)
پراخوالی
 • لوی ښار ۶۰۵٫۷۷ کلوميټر٢ (۲۳۳٫۸۹ میله  مربع)
لوړوالی ۶۶۷ ميټره (۲٬۱۸۸ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۱)
 • لوی ښار ۳٬۲۶۵٬۰۳۸
 • د نفوسو کثافت ۵٬۴۰۰/کلوميټر٢ (۱۴٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۶٬۳۶۹٬۱۶۲
د گڼه گوڼې نوم Madrilenian, Madrilene

madrileño (m) madrileña (f) matritense

وروستي مالومات
وخت زون CET (ه.ن.و۱+)
 • د اوړي وخت CEST (ت.ع.م ۲+)
پُستی کوډ ۲۸۰۰۱–۲۸۰۸۰
سيمه ييز د زنګ کوډ ۹۱ (۳۴)+
جيو کوډ 6359304[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 ES-M
موټر پلېټ
د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي ژبه اسپانیایي
رسمي وېبپاڼه www.munimadrid.es
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مادرید د هسپانيې پلازمېنه او تر ټول ګڼمېشتی ښار دی چې شاوخوا ۳,۴ میلونه وګړي لري؛ خو په ټول مادرید کې بیا نږدې ۶,۷ میلیونه تنه ژوند کوي. دا د اروپايې اتحاديې تر ټولو دویم ستر ښار دی چې یواځې برلین ترې د ادارې محدودیتونو له امله مخکې دي. مادرید د اروپايې اتحاديې تر ټولو دویم ستر مساحت لرونکی پایتخت دی چې یواځې پاریس ترې وړاندې دی. د مادرید ښاروالي ۶۰۴,۳ کیلومترمربع (۲۳۳,۳ میله مربع) جغرافیوي سیمه تر پوښښ لاندې نیسي. [۳][۴][۵][۶][۷]

مادرید د مانزانریس سیند پر غاړه او د ایبیرین ټاپووزمې په مرکزي برخه کې پروت دی. د هسپانیې (له ۱۵۶۱م کال راهیسې تقریباً پرته له انقطاع) او د مادرید د شاوخوا خپل واکو ټولنو (له ۱۹۸۳ کال راهیسې) د پلازمېنې ښار په توګه، مادرید همدا ډول د هېواد سیاسي، اقتصادي او کلتوري مرکز دی. د خلق د ګوند څخه جوزې لویس مارتینېز-المېدا د مادرید ښاروال دی. [۸][۹]

د مادرید ښاري تراکم په اروپايي اتحادیه کې تر ټولو ستر دویم کورنی ناخالص تولید لري او پر سیاست، تعلیم، ساعت تیرۍ، ژوندچاپېریال، رسنیو، فېشن، ساینس، کلتور او هنرونو يې اغېز د دې لامل شوی چې دا ښار د دنیا د یو له سترو نړیوالو ښارونو حیثیت ولري. د اقتصادي تولیداتو، د ژوندانه د لوړو معیارونو او بازار د کچې له امله، مادرید د ایبرین ټاپووزمې او سوېلي اروپا ستر مالي مرکز او مخکښ اقتصادي ښار دی. په دې ښار کې ګڼې سترې هسپانوي کمپني خپل مرکزونه لري، لګه، ټلیفونیکا (Telefónica)، ایبیریا (Iberia)، BBVA او FCC. پدې ښار کې د هېواد ټول بانکی فعالیتونه ترسره کېږي او د هسپانوي ژبې دا ښار تر ټولو ډېرې وېبپاڼې تولیدوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ماډریډ کې د ملګرو ملتونو د نړیوال ګرځندوی سازمان (UNWTO)، د ایبېرو-امریکايي عمومي سکرتریت (SEGIB)، د ایبیرو-امریکايي ایالتونه (OEI) او د عامه منافعو د څارنې بورډ (PIOB) مرکزي دفترونه شتون لري. پدې ښار کې همدارنګه د هسپانوي ژبې تر ټولو ستر نړیوال تنظیموونکی او دودونکي هم موجود دي: د هسپانوي ژبې د اکاډمیو د انجمن کمېټه، د هسپانوي ژبې شاهي اکاډمي (RAE)، Instituto Cervantes او د بېړنۍ هسپانوۍ ژبې بنسټ (Fundéu BBVA). ماډریډ دغه برنامې هم تنظیم کړې دي: FITUR، ARCO، SIMO TCI او د ماډریډ د فېشن اونۍ. په ماډریډ کې په نړیواله کچه مشهور د فوټبال دوه کلبونه هم دي، ریال مادرید او اتلېتیکو مادرید. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

که څه هم په ماډریډ کې زیربناوې عصري بڼه لري، خو په کوڅو او ګاونډ کې يې لاهم تاریخ لیدل کېږي او احساسېږي. دا ځایونه يې د لیدلو وړتیا لري: پلازا مېور (Plaza Mayor)، د مادرید شاهي ماڼۍ، شاهي تیاتر او د ۱۸۵۰م کال بیارغول شول اوپېرا هاوس، Buen Retiro پارک، چې په ۱۶۳۱ کې يې بنسټ اېښودل شوی؛ د ۱۹مې پېړۍ د ملي کتابتون ودانۍ (په ۱۷۱۲ کې يې بنسټ اېښودل شوی دی) چې ځینې تاریخي هسپانوي ارشیفونه هم لري؛ ګڼ ملي موزیمونه او د هنر طلايي مثلث (Golden Triangle of Art)، چې په Paseo del Prado سیمه کې موقعیت لري او له دریو هنري موزیمونو څخه جوړ شوی دی: د پراډو موزیم، د رېنا سوفیا موزیم، د عصري هنر موزیم، او د تېسېن-بورنېمیسزا موزیم، چې د دوو نورو موزیمونو تکمېلونکی دی. د سیبیلیس ماڼۍ او چینه د ښار یوه له تلپاتې سمبولونو څخه دي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د نوم اېښودنې لامل[سمول]

د مادرید د ځای د نومونې د سرچینې پر سر بېلابېلې نظريې موجودې دي چې ټولې يې له تاریخ سره یو ځای د فونیټکي تکامل د بشپړې توضېح له امله ستونزې لري)، پدې مانا چې:[۲۵]

  • د سلتیک سرچینه (مادرید – ماګېتوریتوم؛ د -ریتو له رېښې سره چې د ګودر په مانا ده).[۲۶]
  • د عربي مجرا (د اوبو مجرا) یا مجریک د چینې په مانا.[۲۷]
  • د لاتین سرچینې د مضطرب (Mozarabic) تلفظ چې د اوبو د مجرا په مانا ده. [۲۶]

تاریخ[سمول]

د مادرید کیسه ماقبل التاریخ ته ورګرځي او پدې سیمو کې د لرغون پېژندنې پاتې شوني شته دي: د Celtic Carpetani استوکنځي، رومان ویلاګانې، د سانتا ماریا دې لا المودېنا د کلیسا سره نږدې د ویسیګوت پاچاهي ماڼۍ او د کاسا دې کمپو، تېوان او ویکالوارو سره نږدې د ویسیګوت هدیرې. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

منځنۍ پېړۍ[سمول]

د مادرید د مسلمانانو دېوال یوه برخه. د ټولو دېوالو د نوملړ لپاره، وګورئ: د مادرید دیوالونه


په مادرید کې د جوړو شویو استوګنځایونو د شتون اړوند لومړنی تاریخ سند د مسلمانانو عصر ته رسېږي. د ۹مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، د قرطبې لومړي امیرمحمد د منزانارېس سیند سره نږدې پر یوه ټوټه ځمکه یو کلا جوړه کړه. دا کلا یوه له هغو کلاګانو څخه وه چې د الااندلس او د لېون او کاستیل د پاچاهیو د پولو تر مینځ پدې هدف جوړېدې چې تولیدو د مسیحي ښکېلاک څخه خوندي وساتي او همدا ډول دا چاره د مسلمانانو د هجومي بریدونو د پیل ټکی و. د ۱۱مې پېړۍ په لومړیو کې د قرطبې د خلافت د تجزیې څخه وروسته، مادرید د تولیدو (طلیطله) له طایفې سره یوځای شو. [۳۴][۳۵]

په ۱۰۷۹م کال کې د طلیطله طایفې د فتحو د پراخو جګړو په ترڅ کې، په ۱۰۸۳م کال کې مادرید د لیون او کاستیل د شپږم الفانسو لخوا ونیول شو، ځکه ده غوښتل چې دغه ښارګوټی د تولیدو ښار پر ضد د یوې هجومي اډې په توګه وکاروي، چې بیا يې یاد ښار په ۱۰۸۵ کې فتح کړ. د فتحې وروسته، مسیحیانو د ښار مرکز اشغال کړ او مسلمانان او یهودیان يې اطراف ته کډه کړل. مادرید، چې د الکالا (تر ۱۱۱۸ کال پورې د مسلمانانو په واک کې و) نږدې پروت دی، تر یوه وخته سرحدي سیمه پاتې شوه او څو ځله پرې د المرابطون د دورې پر مهال د لوټ او غلامانو نیولو په موخه برید شو او په ۱۱۱۰ کې يې دیوالونه ړنګ کړای شول. د اووم الفونسو په سلطنت کې، په ۱۱۲۳ م کال دا ښار (له پاچاهۍ سره تړلی) ویلا دې رېئالېنګو وبلل شو. د ۱۱۲۳م کال د اوتورګامېئېنتو منشو د مادرید او سیګوویا تر منځ د لومړي ځل لپاره واضح محدودې رامنځته کړې، چې نومونه يې وو پوئېرتو دې اېل بېروئېکو او پوئېرتو دې لوزویا. له ۱۱۸۸ څخه راپدېخوا، مادرید د یوه ښار حقونه ترلاسه کړل او د کاستیل په دربارونو کې يې استازولي درلوده. په ۱۲۰۲م کال کې، اتم الفونسو مادرید ته د خپلې ښاري شورا د تنظیم په موخه لومړی منشور ورکړ، چې بیا په ۱۲۲۲م کال کې د درېیم فردیناند له لوري پراخ شو. د ۱۳۴۶م کال د جنورۍ میاشتې په ۶مه نېټه، د دې ښارګوټي د ادارې سیسټم د یوولسم الفونسو لخوا یوې دوولس کسیزې شورا ته واړول شو. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د ۱۳مې پېړۍ له نیمايي څخه د ۱۴مې پېړۍ تر پایه پورې، د مادرید شورا د ریال دې منزانارېس قلمرو د کنټرول په موخه د سیګوویا شورا سره سیالي وکړه. دا ځواکمن ښارګوټی د سیرا دې ګوادارراما غرونو لړۍ په شمال کې پروت و، د نفوس د بیاځلي ډېرولو وړتیا يې درلوده او اقتصاد يې پر کرکیله ولاړ و. خو د مادرید ښارګوټی په کرنه کې کمزوری و او د نفوس د بیاځلي ډېرولو (repopulation) لږ وړتیا يې درلوده. د سیپولیدا د زوال څخه وروسته، د همدې غرونو په لړۍ کې شمال ته پرته یوه بله شورا، سیګوویا د ګوادارراما غرونو د سوېل یو ستر لوبغاړی شو، چې د لوزویا او مانزانارېس سیندونو په اوږدو کې يې د مادرید د شمال په لوري او د ګوادارراما سیند په اوږدو د لویدیځ په لوري پراختیا ومونده. [۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 6359304  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. https://www.madrid.es/UnidadWeb/Contenidos/EspecialInformativo/RelacInternac/RRII/MemoActivInter/Ficheros/ambitos%20proyeccion%20internacional.pdf — د نشر نېټه: ۳ جنوري ۲۰۱۹
  3. "Cifras oficiales de población resultantes de la revisión del Padrón municipal a 1 de enero". Instituto Nacional de Estadística. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "World Urban Areas: Population & Density" (PDF). Demographia. لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Major Agglomerations of the World". Population Statistics and Maps. 1 January 2019. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. United Nations Department of Economic and Social Affairs World Urbanization Prospects (2007 revision), (United Nations, 2008), Table A.12. Data for 2007.
  7. "Member of the Governing Council. Delegate for Economy, Employment and Citizen Involvement" (PDF). مخونه 6. لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Madrid". Encyclopædia Britannica. 
  9. Moreno-Fernández 2020، م. 44.
  10. "Global city GDP rankings 2008–2025". Pricewaterhouse Coopers. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Globalization and World Cities (GaWC) Study Group and Network, Loughborough University. "The World According to GaWC 2010". لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Global Power City Index 2009" (PDF). لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Global Financial Centers Index". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Worldwide Centers of Commerce Index" (PDF). لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Global Power City Index" (PDF). لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Moreno-Fernández 2020، م. 45.
  17. "FITUR". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Arte Contemporaneo en España – ARCOmadrid". Ifema.es. لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "SIMO EDUCACIÓN – Learning Technology Exhibition – Home". www.ifema.es. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Cibeles Madrid Fashion Week". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Arquitectura. Edificios de los Museos Estatales". Mcu.es. 25 January 2012. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په 11 August 2006 باندې). Geography of Madrid. Easy expat
  23. "Plaza de Cibeles | Spain.info in english". Spain.info. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Madrid's Palacio de Cibeles Renovated Into Jaw-Dropping CentroCentro Cultural Center | Inhabitat – Sustainable Design Innovation, Eco Architecture, Green Building". Inhabitat. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Pérez Orozco, Santiago (2007). "El origen del topónimo Madrid" (PDF). Anales del Instituto de Estudios Madrileños. Madrid: Consejo Superior de Investigaciones Científicas. XLVII: 701–703. ISSN 0584-6374. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Pérez Orozco 2007، م. 701.
  27. https://ddd.uab.cat/pub/tfg/2016/tfg_45415/TFG_2015-16_FTI_Khayat.pdf
  28. (په 13 June 2006 باندې). Los primeros madrileños llegaron hace 500.000 años.
  29. "La prehistoria de Madrid". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ فبروري ۲۰۱۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Ocupaciones achelenses en el valle del Jarama (Arganda, Madrid);Santonja, Manuel; López Martínez, Nieves y Pérez-González, Alfredo;1980;Diputación provincial de Madrid;ISBN 84-500-3554-6
  31. "Las villas romanas de Madrid. Madrid en época romana" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. El Madrid antiguo en época romana;Fernández Palacios, Fernando;Estudios de Prehistoria y Arqueología Madrileñas;Number 13; year 2004
  33. (په 21 June 2013 باندې). Hallado un taller paleolítico de más de 200.000 años en Vicálvaro.
  34. "Madrid Islámico". Nova.es. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۱۹۹۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. It was recorded in the 15th century by the Arab geographer al-Himyari, who wrote in his "The Book of the Fragrant Garden" (Kitab al-Rawd al-Mitar) about the history of the city. He describes: "Madrid, remarkable city of Al-Andalus, which was built by Amir Muhammad ibn Abd ar-Rahman..."
  36. Suárez Fernández 2001، م. 137.
  37. Cerrillo Torquemada 2009، م. 245.
  38. Cestero Mancera، Molina Martos او Paredes García 2015، م. 18.
  39. Bahamonde Magro او Otero Carvajal 1989، م. 9.
  40. Bahamonde Magro او Otero Carvajal 1989، مم. 11–12.