اسپانیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اسپانيا نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د اسپانیا پاچا شاهي
Reino de España
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
مادرید
 -  ولسمشر د اسپانیا شپږم فلیپ  

هسپانیا چې رسمي نوم يې د هسپانيې پاچهي ده، په سويل لوېدیځه اروپا کې پروت هېواد دی، ځينې برخې يې د مديترانې په سمندرګي، د اتلانتيک سمندر په ساحلونو او د جبل الطارق په تنګي کې دي. د اروپا په لويه وچه کې د هسپانيې ځمکه د ايبري په ټاپوزمه کې پرته ده،په باندينوځمکو کې يې باليريک ټاپوګان چې د مديترانې بحيره کې پراته دي، ګڼ کوچني ټاپوګان چې په البوران سمندر کې دي او کاناري ټاپوګان چې په اتلانتيک سمندرکې موقعيت لري شامل دي. له جبل الطارق ور هاخوا د افريقا سيوتا، مليلا او پينون ډي ويلز سيمې هم د هسپانيې په قلمرو کې شاملې دي. د دې هېواد مرکزي سيمې په سويل کې د بریتانيې د باندنۍ برخې جبل الطارق سره پوله لري، سويل او ختيځ ته يې د مديترانې بحيره پرته ده، شمال ته يې فرانسه، انډورا او بيسکای ابنا پراته دي او لوېدیځ ته يې پرتګال او اتلانتيک سمندرموقعيت لري.[۱][۲]

د ۵۰۵۹۹۰ کيلو متر مربع (۱۹۵۳۶۰ميل مربع) مساحت په لرلو سره هسپانيه په سويلي اروپا کې ترټولو ستر هېواد دی، په لوېدیځه اروپايي اتحاديه کې دويم ستر هېواد دی او په ټوله اروپايي لويه وچه کې څلورم ستر هېواد دی. د اووه څلويښت اعشاريه څلور ميلیونه نفوسو په لرلو سره هسپانيه په اروپا کې د وګړو د شمېر له پلوه شپږم ستر هېواد دی او په اروپايي ټولنه کې څلورم ستر پرنفوسه هېواد دی. د هسپانيې پلازمېنه او ستر ښار مادريد دی، په  نورو سترو ښاري سيمو کې يې بارسيلونا، والنسيا، سويا، سارګوسا، مالګا، مورسيا، پالما ډي مايورکا، لاس پالماس ډي ګرن کاناريا او بيلبايو شاملې دي.

له تشرېحي پلوه عصري انسان په لومړي ځل نژدې ۴۲۰۰۰ کاله مخکې ايبري ټاپووزمې ته رسېدلی و. هغه لومړی کلتور او خلک چې په هسپانوي ځمکه کې يې وده وکړه، له رومي خلکو څخه د مخکې خلکو و،لکه: لرغوني ايبيريان، سلتيان، سلتيبريان، واسکونيان او توردتانيان. وروسته بهرنيو د مديتراني خلکو، لکه: فنيقيانو او لرغونو يونانيانو په دې سيمه کې ساحلي مستعمرې جوړې کړې او کاتاجنيانو د لنډې مودې لپاره د مديترانې په هسپانوي څنډو کې ځينې برخې ونيولې. له میلاد مخکې له ۲۱۸ کال راهيسې، د امپورياس ښار په نيولو سره، د روميانو له خوا د هسپانيې نیواک پيل شو او له اتلانتيک کورنوس پرته، دوی د اوسنۍ هسپانيې ډېره خاوره ونيوله. روميانو له میلاد مخکې په ۲۰۶ کال کې کارتاجنيان له ايبيري ټاپووزمې څخه وايستل او دا سيمه يې په دوو اداري ولايتونو ووېشله، يوې برخې ته يې « Hispania Ulterio» نوم ورکړ او بلې برخې ته يې « Hispania Citerior» نوم ورکړ. روميانو د اوسنۍ هسپانيې د کلتور او هويت بنسټ کېښود، دا سيمه د مهمو رومي سترواکانو د زېږېدو ځای وګرځېد، لکه: ټراجان، هادريان يا تيودوسيوس اول. [۳][۴][۵]

په څلورمه پېړۍ کې د لوېدیځې رومي سترواکۍ تر نړېدو پورې چې د الماني ، مرکزي او شمالي اروپا د قبايلو کنفډريشن يې رامنځ ته کړ، هسپانیا تر رومي واکمنۍ لاندې پاتې شوه. په دې پړاو کې اوسنۍ هسپانیا د بېلا بېلو الماني ځواکونو ترمنځ وېشل شوې وه، لکه: سويان، الانيان، ونډاليان او ويزګوتيان، وروستي ځواک د «فيوډس» له لارې له روم سره اتحاد وساته، په داسې حال کې چې د هسپانيې سويلي برخه د بيزانسي سترواکۍ تر واک لاندې پاتې وه. په پنځمه پېړۍ کې ويزګوتيان د واکمن اړخ په توګه راڅرګند شول، د دوی د واکمنۍ نوم ويزګوتي پاچهي وه چې د ايبري ټاپووزمې په پراخو سيمو کې خپره وه، اوسنی ښار تولدو يې خپله پلازمېنه وګرځوله. د ويزيګوتيانو د واکمنۍ پر مهال د پاچا « Recceswinth » له خوا جوړ شوو د « Liber Iudiciorum» په نوم قوانينو د رومي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته د هسپانيې په جوړښت او قانوني بنسټونو او د رومي قانون پر خونديتابه ژور اغېز درلود.  

د اتمې پېړۍ په لومړيو کې، اموي خلافت پر ويزيګوتي پاچهۍ بريد وکړ او په دې توګه يې په سويلي ايبيريا کې د اووه سوه کلونو لپاره د مسلمانانو واکمني پيل کړه. په دې پړاو کې، اندلس يو ستر اقتصادي او فکري مرکز وګرځېد، په داسې حال کې چې قرطبه ښار په اروپا کې د سترو او شتمنو ښارونو نه و. په شمالي ايبيريا کې ګڼې مسيحي پاچهۍ راپورته شوې، په دوی کې د ليون، کاسټيل، اراګون، پرتګال او ناوارا د يادونې وړ دي. په راتلونکو اووه پېړيو کې، د سويل لور ته د دې پاچاهيو پراختيا – چې له تاريخ څخه ورهاخوا د بيا نيولو يا Reconquista په نوم پېژندل کېدل- هغه مهال خپل عروج ته ورسېده، کله چې مسيحيانو د مسلمانانو وروستی دولت، د ناصريانو پاچهي غرناطه ونيوله او په ۱۴۹۲ز کال کې مسيحي پاچاهيو په ټوله ايبريا واک تر لاسه کړ. په همدې کال، کرسټوفر کولمبس د کاتوليکو پاچایانو په استازيتوب نوې تړۍ ته ورسېد چې د دې کاتوليکو پاچایانو هر يو  کاستيل تاج او اراګون تاج د کورنيو ائتلاف په عمومي توګه د يوه دولت په توګه د واحدې هسپانيې جوړېدل بلل کېږي. له بيا نيولو وروسته، د څو پېړيو په دوران کې، د هسپانيې مسيحي پاچایانو د هسپانوي څېړنو له لارې توکميز او مذهبي لږه کي، لکه: يهوديان او مسلمانان وځورول او وشړل.

له شپاړسمې نه د نولسمې پېړۍ تر لومړيو پورې، هسپانيې د تاريخ په يوې سترې سترواکۍ حکومت وکړ. هسپانیا لومړۍ نړيواله سترواکي وه، د دې هېواد ستر کلتوري او ژبني ميراث کې له پنځه سوه اويا ميليونه نه زيات د هسپانیايي ژبې ويونکي شامل دي، په دې سره هسپانوي د نړۍ دویمه هغه ستره اصلي ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کېږي. هسپانوي هنر، موسیقي، ادبيات او پخلی په نړيواله کچه اغېز لري، په ځانګړي ډول په امريکاګانو کې. د دې هېواد د کلتوري غنا د غبرګون په توګه، هسپانیا په نړۍ کې څلورمه شمېره کې زيات ميراثي ځايونه لري (۴۹) او په نړۍ کې دويم هغه هېواد دی چې ډېر سيلانيان ورځي. [۶]

اوس هسپانیا يو لا دينه پارلماني ديموکراسي او پر اساسي قانون ولاړ سلطنت دی، پاچا فيليپ شپږم د دولت رئيس دی. هسپانیا زيات پرمختللی هېواد دی، ډېر عايد لري، د اسمي کورني ناخالص توليد له اړخه د نړۍ څوارلسم اقتصاد او د PPP له اړخه د نړۍ شپاړسم ستر هېواد دی. د ۲۰۱۹ز کال  سروې پر بنسټ، د هسپانیا د ۸۳.۵ کلونو سره د نړۍ په کچه د ژوند لپاره تر ټولو اوږده هيله مندي لري. د روغتيايي پاملرنې د کيفيت له اړخه په لوړه درجه کې ځای لري، د نړۍ په کچه يې د روغتيايي پاملرنې نظام تر ټولو زيات اغېزناک دی. هسپانیا د انسانانو د غړيو د پيوند او بښلو په برخه کې مخکښ دی. هسپانیا د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې، ايروزون، اروپايي شورا، د ايبري-امريکايي هېوادونو د سازمان، مديترانې اتحاديې، ناټو، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان او ګڼو نورو نړيوالو سازمانونو غړيتوب لري.   [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

رېښه

د رومي نوم « Hispania» او د اوسني نوم « España» اصلي سرچینه معلومه نه ده، که څه هم فنیقيانو او کارتاجنيانو دې سيمې ته «سپانيا» نوم اخېست، په همدې بنسټ تر ټولو زيات منل شوی اشتقاق يې د لوانت-فنیقي رېښې دي. د دې نوم د اصليت او منشأ په اړه زياتې ګڼې «فرضيې» او روايتونه شته:

د رنسانس څېړونکی «انتونيو ډي نبريجا» وړانديز کوي چې: د Hispania ټکی د ايبري ټکي Hispalis څخه اخیستل شوی چې معنا يې ده «د لوېدیځې نړۍ ښار».[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

جغرافیه

د اسپانیا ولایتونه Donostia Igeldotik.jpg اسپانیا اسپانیا له جغرافیایي پلوه نیمه ګرمه او معتدله هوا لري یاد هیواد د استوا کرښې شمال لورته په ۲۶ او ۴۴ درجو کې پروت دی.

ایداري وېش

Ccaa-spain.png

د اسپانیا ولایتونهاسپانیا هیواد د آیالاتونو نوملړ) د ولایتونو ترڅنګ یې د مرکزونو او نیمه خپلواکو سیمو او کلیو شتون.

د ولایت نوم مرکز خپلواکه سیمه ولسوالۍ کلی
الابا ولایت بیتوریا باسک سیمه ولسوالۍ کلي
آلباسته آلباسته کاستیا-لامانچا ولسوالۍ کلي
الیکانته الیکانته بالنسیا ولسوالۍ کلي
المریا المریا اندلس ولسوالۍ کلي
استوریاس ابیدو استوریاس ولسوالۍ کلي
ابیلا ابیلا کاستیا لین ولسوالۍ کلي
باداخس ولایت باداخس اکسترمادورا ولسوالۍ کلي
بارسلونا بارسلونا مرکز کاتالانیا ولسوالۍ کلي
بیسکای بیلبایو باسک ولسوالۍ کلي
بورګس بورګس مرکز کاستیا لین ولسوالۍ کلي
کاسرس ولایت کاسرس اکسترمادورا ولسوالۍ کلي
کادیس ولایت کادیس اندلس ولسوالۍ کلي کانتابریا ولایت سانتاندر کانتابریا ولسوالۍ کلي
کاستلین ولایت کاستلین بالنسیا ولسوالۍ کلي
ریال سیوداد ولایت ریال سیوداد کاستیا لامانچا ولسوالۍ کلي
کردبا ولایت کردبا اندلس ولسوالۍ کلي
لاکرونیا ولایت لاکرونیا ګالیسیا ولسوالۍ کلي
کوینکا ولایت کوینکا کاستیا لامانچا ولسوالۍ کلي
خرنا ولایت خرنا کاتالنیا ولسوالۍ کلي
ګرانادا ګرانادا اندلس ولسوالۍ کلي
ګوادالاخارا ولایت ګوادالاخارا کاستیا لامانچا ولسوالۍ کلي
ګیپوسکوا سان سباستین باسک ولسوالۍ کلي
هویلبا ولایت هویلبا اندلس ولسوالۍ کلي
هویسکا ولایت هویسکا اراګن ولسوالۍ کلي
بالیارس ټاپوګان پالما د مایورکا بالیارس ټاپوګان ولسوالۍ کلي
خاین ولایت خاین (اسپانیا) اندلس ولسوالۍ کلي
لاریخا ولایت لګرنیو لا ریوخا ولسوالۍ کلي
لین ولایت لین (ښار) کاستیا لین ولسوالۍ کلي
لریدا ولایت لریدا کاتالونیا ولسوالۍ کلي
لوګو ولایت لوګو ګالیسیا ولسوالۍ کلي
مادرید مادرید مادرید ولسوالۍ کلي
مالاګا ولایت مالاګا اندلس ولسوالۍ کلي
مورسیا ولایت مورسیا مورسیا ولسوالۍ کلي
نابارا پامپلونا نابارا ولسوالۍ کلي
اورنسه ولایت اورنسه (ښار) ګالیسیا ولسوالۍ کلي
پالنسیا پالنسیا کاستیا لین ولسوالۍ کلي
لاسپالماس ولایت لاسپالماس قناري ټاپوګان ولسوالۍ کلي
پنتبدرا ولایت پنتبدرا ګالیسیا ولسوالۍ کلي
سالامانکا ولایت سالامانکا کاستیا لین ولسوالۍ کلي
سانتا کروس ولایت سانتا کروس قناري ټاپوګان ولسوالۍ کلي
سګبیا ولایت سګبیا کاستیا لین ولسوالۍ کلي
سبیا سبیا اندلس ولسوالۍ کلي
سریا ولایت سریا کاستیا لین ولسوالۍ کلي
تاراګنا ولایت تاراګنا کاتالانیا ولسوالۍ کلي
ترویل ولایت ترویل اراګن ولسوالۍ کلي
تلدو ولایت تلدو کاستیا لامانچا ولسوالۍ کلي
والنسیا ولایت والنسیا والنسیا ولسوالۍ کلي
بالادولید ولایت والادولید کاستیا لین ولسوالۍ کلي
سامرا ولایت سامرا کاستیا لین ولسوالۍ کلي
ساراګوسا ولایت ساراګوسا اراګن ولسوالۍ کلي

سیاسی جوړښت

اقتصاد

پوهنه

رسنۍ

تاریخ

کلتور او ژبي

  1. "Spain | Facts, Culture, History, & Points of Interest". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. News, Morocco World (29 August 2012). "Spanish Military Arrest Four Moroccans after they Tried to Hoist Moroccan Flag in Badis Island". Morocco World News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Katina T. Lillios (5 December 2019). The Archaeology of the Iberian Peninsula: From the Paleolithic to the Bronze Age. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-11334-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Josiah Osgood (23 June 2014). "The Rise of Empire in the West (264–50. B.C.)". In Harriet I. Flower (المحرر). The Cambridge Companion to the Roman Republic. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 305–306. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-03224-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Simon Keay (31 December 2016). "Coastal Communities of Hispania Citerior". In T. F. C. Blagg; Martin Millett (المحررون). The Early Roman Empire in the West. Oxbow Books. د کتاب پاڼې 132. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78570-383-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "572 millones de personas hablan español, cinco millones más que hace un año, y aumentarán a 754 millones a mediados de siglo". www.cervantes.es. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "La Constitución española de 1978. Título preliminar" (په هسپانوي ژبه کي). Página oficial del Congreso de los Diputados. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 6 November 2010 باندې). Number of the Week: $10.2 Trillion in Global Borrowing. The Wall Street Journal.
  9. "Life expectancy at birth, total (years) - Spain". World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Thais Guerrero Padrón; María Isabel Ribes Moreno (20 November 2020). Social Security Law in Spain. Wolters Kluwer. د کتاب پاڼې 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-035-2611-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 19 September 2018 باندې). Bloomberg - Healthcare efficiency scores in 56 countries.
  12. "How Spain became the world leader in organ transplants". www.thelocal.es (په انګلیسي ژبه کي). 2017-09-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Global leader Spain carries out its 100,000th transplant". www.thelocal.es (په انګلیسي ژبه کي). 2016-02-25. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ABC (28 August 2014). ""I-span-ya", el misterioso origen de la palabra España". مؤرشف من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. # Linch, John (director), Fernández Castro, María Cruz (del segundo tomo), Historia de España, El País, volumen II, La península Ibérica en época prerromana, p. 40. Dossier. La etimología de España; ¿tierra de conejos?, کينډۍ:ISBN
  16. Burke, Ulick Ralph (1895). A History of Spain from the Earliest Times to the Death of Ferdinand the Catholic, Volume 1. London: Longmans, Green & Co. د کتاب پاڼې 12. hdl:2027/hvd.fl29jg. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:CathEncy
  18. "Rabbits, fish and mice, but no rock hyrax". Understanding Animal Research. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)