قبرس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قبرس ( په انګلیسي:cyprus, ترکي:Kıbrıs, یوناني:Κύπρος, په رسمي توګه: (د قبرس جمهوريت) په ختيځه مديترانه کې يو ټاپو ډوله هيواد دی. ددی هېواد پلازمينه د نیکوزیا ښار دی.قبرس چې د مدیترانې سمندرګی کې پروت یو ټاپو ییز هیواد دی ۱۶۶’۱۴۱’۱ وګړې لري. ددی هیواد شمال ته ترکیه ختیځ ته سوریه او لبنان پراته دي. دا هیواد هیڅ بل هیواد سره په وچه کې نه دی تړلی.قبرس په ټوله کې د سمندر په منځ کې پروت یو ټاپو دی. رسمې ژبي یې يوناني ژبه او ترکي ژبه دي.

د قبرس هیواد ولسمشریزه
Κυπριακή Δημοκρατία
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
نیکوزیا
 -  ولسمشر نیکوس اناستاسیادس  

قبرس (په انګلیسي کې Cyprus : / ˈsaɪprəs/) چې په رسمي توګه د قبرس جمهوریت ګڼل کېږي، د مدیترانې په سمندرکۍ یوه ټاپووزمه هېواد دی. په مدیترانه کې دا ټاپو درېیمه تر ټولو لویه او درېیمه تر ټولو نفوس لرونکی ټاپو ده چې د ترکیې په سویل کې، د سوریې په لوېدیځ کې او د غزې، اسرائیلو او لبنان په شمال ختیځ کې، د مصر په شمال او د یونان په سوېل ختیځ کې ځای لري. [۱][۲]

په دې ټاپو کې، د انسانانو لومړی ثبت شوی فعالیت له میلاد نه د مخه نږدې په ۱۰۰۰۰ پورې اړه لري. له دې دورې نه په پاتې لرغونو آثارو کې نیولیتیک دورې نه د خیروکتیا کلی دی او قبرس په نړۍ کې د اوبو د ځینو پخوانیو څاه ګانو ټاټوبی دی. له میلاد نه مخکې په دویمه زریزه کې، په قبرس کې د میسینی یونانیانو دوه طایفې مېشت شوې دي. په ختیځ مدیترانې کې د یوه ستراتیژیک موقعیت په توګه، وروسته دا هېواد د ډېرو لویو ځواکونو له خوا، لکه: اسوریانو، مصریانو او پارسیانو، چې له دې ډلې په ۳۳۳ کال مخکې له میلاد نه دا ټاپو د لوی سکندر له خوا ونیول شو. وروسته د د بطلیموسي مصر، د کلاسیک او ختیځ روم سترواکۍ، د لنډې مودې لپاره د عربو خلافت، د فرانسوي لوزینان کورنۍ او د وینتیانو، چې ورپسې د ۱۵۷۱ نه تر ۱۸۷۸ پورې د درېیو پېړیو لپاره د عثماني سترواکۍ (مجازاً تر ۱۹۱۴ ز کار پورې ) تر واک لاندې و. [۳][۴]

د ۱۸۷۸ ز کال د قبرس کنوانسیون پر بنسټ، قبرس د انګلستان تر ادارې لاندې راغی او په ۱۹۱۴ ز کال کې په رسمي توګه د انګلستان له خاروې سره ضمیمه شو. د دې هېواد راتلونکی د دوه قومي ټولنو له خوا، یوناني قبرسیانو چې په ۱۹۶۰ ز کال کې د نفوسو ۷۷ سلنه یې جوړوله او د ترکي قبرسیانو چې د نفوسو ۱۸ سلنه یې جوړوله، د یوې اختلافي ستونزي په توګه راپورته شو. د ۱۹ مې پېړۍ راهیسې، د قبرس یوناني نفوس له یونان سره د یووالي (enosis) تګلاره چې په  ۱۹۵۰ز لسیزه کې د یونان ولسي سیاست شو، تعقیب کړه. په لومړيو کې د قبرس ترکي اوسېدونکو د بریتانوي واکمنۍ له دوام نه ملاتړ کاوه، خو وروسته يې له ترکيې سره د نوموړې ټاپو د یوځای کېدو غوښتنه کوله او له ترکيې سره يې په ګډه سره په ۱۹۵۰ ز لسيزه کې د وېش سیاست غوره کړ، چې پر بنسټ یې قبرس تجزیه او په شمالي برخه کې ترکي سیاست پلی کړي. د ۱۹۵۰ ز کلونو په ترڅ کې د ولسي تاوتریخوالی نه وروسته، قبرس ته په ۱۹۶۰ کال کې خپلواکي ورکړل شوه. د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۴ کلونو تر منځ د دواړو ټولنو تر منځ نور ټولنیز تاوتریخوالی را پورته شو، چې د ۲۵۰۰۰ نه ډېر قبرسي ترکان یې په کلابندۍ کې بې ځایه کړل او په جمهوریت کې یې د ترکیې قبرسانو ګډون پای ته ورساوه. د ۱۹۷۴ ز کال د جولای په ۱۵ مه نېټه د یوناني قبرسي ملتپالو او د یونان د پوځي ډلي د غړو له خوا د کودتا هڅه په لاره واچول شوه. دې کار د جولای په ۲۰ مه نېټه په قبرس باندې د ترکیې یرغل ته لاره هواره کړه چې د شمالي قبرس د نیولو لامل شو او په پایله کې ۱۵۰۰۰ یوناني قبرسیان او ۵۰۰۰۰ ترکي قبرسیان بې ځایه شول. په ۱۹۸۳ ز کال کې د یوې یواړخیزې اعلامیې پر بنسټ، په شمال کې د ترکي قبرسیانو یو جلا دولت را منځ ته شو. د نړیوالې ټولنې له خوا دا ګام په پراخه کچه وغندل شو او یوازې ترکیې نوموړی نوی دولت په رسمیت وپېژاند. دا پېښې او په پایله کې یې سیاسي کړکېچ، د پرله پسې شخړو موضوعات ګڼل کېږي.  [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د قبرس جمهوریت د اکروتیري او دیکیلیا له سیمو پرته چې د لندن او زوریخ د تړونونو له مخې د انګلستان تر واک لاندې پاتې دي، د خپلې خاورې په اوبو او د ځانګړي اقتصادي زون په ګډون په ټول ټاپو کې قانوني واکمني لري، خو په حقیقت کې د قبرس جمهوریت په دوو لویو برخو وېشل شوی دی: د جمهوریت تر واک لاندې سیمه، چې په سویل او لویدیځ کې موقعیت لري او د ټاپو نږدې ۵۹ سلنه مساحت تر پوښښ لاندې راولي. بله د شمال سیمه، چې د شمالي قبرس د ترکي وګړو د ځان اعلان شوی جمهوریت له خوا اداره کېږي او د ټاپو نږدې ۳۶ سلنه مساحت تر پوښښ لاندې راولي. د ټاپو نږدې ۴ سلنه نوره برخه د ملګرو ملتونو د خوندي سیمې په توګه ګڼل کېږي. نړیواله ټولنه د ټاپو شمالي برخه د قبرس جمهوریت خاوره ګڼي، چې د ترکي ځواکونو له خوا تر پښو لاندې شوې ده. د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، دا نیواک غیرقانوني ګڼل کېږي او له هغه وخت نه چې قبرس د اروپایي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ، د اروپایي اتحادیې د خاورې غیرقانوني اشغال په سترګه لیدل کېږي.[۱۸][۱۹]

د مدیترانې سمندرګي کې، قبرس د سیلانیانو یوه لویه موخه ګڼل کېږي. د پرمختللي، لوړ عاید لرونکي اقتصاد او د بشري پراختیا د لوړ شاخص په درلودلو سره، د قبرس جمهوریت له ۱۹۶۱ ز کال راهیسې د ټولګټو هېوادونو غړی دی او د ۲۰۰۴ ز کال د مې په لومړۍ نېټه، د اروپا تر غړیتوب پورې، د ناپېیلي غورځنګ بنسټ ایښودونکی غړی و. د ۲۰۰۸ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د قبرس جمهوریت له یورو زون سره یوځای شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

رېښه[سمول]

قبرس ته تر ټولو پخوانی منسبوب شوی نوم، په ۱۵مه پېړۍ کې له میلاد نه مخکې د میسیني یونایانو له دورې سره سمون لري. ku-pi-ri-jo چې د Cypriot (یوناني: Κύπριος) په منعنی دی، د ب خط په هجایي بڼه کې لیکل شوی دی. د دې نوم کلاسیک لاتیني بڼه Kýpros ده. [۲۸][۲۹]

د دې نوم رېښه نا څرګنده ده، خو وړاندیزونه په لاندې توګه دي:

  • د دې نوم د یویاني کلیمې رېښه، د مدیترانې له سایپرس (سروه) ونې (Cupressus sempervirens), κυπάρισσος (kypárissos) نه اخیستل شوې ده.
  • د دې هېواد یوناني نوم، د نکریزو د وني (Lawsonia alba), κύπρος (kýpros) نه اخیستل شوی دی.
  • مسو ته د ایتوکایپریوت له ژبې نه اخستل شوې کلیمه ده. د بېلګې په توګه: ویل کېږي چې دا کلیمه د سومري ژبې د مسو له کلیمې (zubar) سره یا د برونزو لپاره د (kubar) له کلیمې سره رېښه لري، چې لامل یې د مسو لویې زېرمې دي، چې په دې ټاپو کې موندل شوې دي. [۳۰]

د بهرنۍ سوداګرۍ له لارې، دې ټاپو د مسو له عبارت نه خپل نوم کلاسیکې لاتیني ژبې ته ورکړی، یعني aes Cyprium (metal of Cyprus یا د قبرس اوسپنه) چې وروسته Cuprum ته لنډ شوی دی. [۳۱][۳۲]

د قبرس یا د هغو خلکو یا کلتور لپاره اړوند معیاري عبارت Cypriot (قبرسي) دی. د Cypriote او Cyprian اصطلاحات (چې وروسته د شخص نوم شوی) هم کارول کېږي، خو ډېرلږ.

د دې هېواد رسمي نوم، په تحت الفظي توګه له یوناني نه انګلیسي ته ژباړل شوی دی(Cypriot Republic)، خو دا ژباړه په رسمي توګه نه کارول کېږي، پر ځای يې د (Republic of Cyprus) یا د قبرس جمهوریت کارول کېږي.  

انځورونه[سمول]

اقتصاد[سمول]

اداری ویش[سمول]

د قبرس هیواد آیالاتونهقبرس هیواد ولایتونه) د اداري وېش لومړۍ درجه ولایتونه۔قبرس ټول 6 ولایتونه لري:

د قبرس هیواد نقشه ولایت يونانی نوم ترکي نوم
NicosiaLarnacaليماسولپافوسايکروتيري و ديکيلياګیرینهفاماګوستاايکروتيري او ديکيليا
فاماګوستا    Αμμόχωστος - Ammochostos     Gazimağusa   
ګیرینه Κερύvεια - Keryneia Girne
لارناکه Λάρνακα - Larnaka Larnaka/İskele
لیماسول Λεμεσός - Lemesos Limasol/Leymosun
نیکوزیا Λευκωσία - Lefkosia Lefkoşa
پافوس Πάφος - Pafos/Bafos Baf/Gazibaf

تاریخ[سمول]

د قبرس هیواد تاریخي نقشه.

کلتور[سمول]

ژبې او دین[سمول]

لکه څنګه جې اوسمهال قبرس په دوه برخو شمالي ترک قبرس او سویلي (یوناني قبرس) نو همدارنګه په یاد هیواد کې ترکي او یوناني ژبې رسمي دي.

  1. . Biggest Islands In The Mediterranean Sea By Area. WorldAtlas.
  2. . The Most Populated Islands In The Mediterranean Sea. WorldAtlas.
  3. (په 25 June 2009 باندې). Stone Age wells found in Cyprus. BBC News.
  4. "Treaty of Lausanne". مؤرشف من الأصل في ۱۲ جنوري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Faustmann, Hubert; Ker-Lindsay, James (2008). The Government and Politics of Cyprus. Peter Lang. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-03911-096-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mirbagheri, Farid (2009). Historical Dictionary of Cyprus. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810862982. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Trimikliniotis, Nicos (2012). Beyond a Divided Cyprus: A State and Society in Transformation. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-10080-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Cyprus date of independence Archived 13 June 2006 at the Wayback Machine. (click on Historical review)
  9. Hoffmeister, Frank (2006). Legal aspects of the Cyprus problem: Annan Plan and EU accession. EMartinus Nijhoff Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-15223-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "U.S. Library of Congress – Country Studies – Cyprus – Intercommunal Violence". Countrystudies.us. 21 December 1963. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Mallinson, William (2005). Cyprus: A Modern History. I. B. Tauris. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85043-580-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 4 October 2002 باندې). website. BBC News.
  13. Constantine Panos Danopoulos; Dhirendra K. Vajpeyi; Amir Bar-Or (2004). Civil-military Relations, Nation Building, and National Identity: Comparative Perspectives. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 260. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-97923-2. مؤرشف من الأصل في ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Eyal Benvenisti (23 February 2012). The International Law of Occupation. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-958889-3. مؤرشف من الأصل في ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Barbara Rose Johnston, Susan Slyomovics. Waging War, Making Peace: Reparations and Human Rights (2009), American Anthropological Association Reparations Task Force, p. 211 Archived 12 April 2016 at the Wayback Machine.
  16. Morelli, Vincent. Cyprus: Reunification Proving Elusive (2011), DIANE Publishing, p. 10 Archived 13 April 2016 at the Wayback Machine.
  17. Borowiec, Andrew. Cyprus: A Troubled Island (2000), Greenwood Publishing Group, p. 125 Archived 12 April 2016 at the Wayback Machine.
  18. "According to the United Nations Security Council Resolutions 550 and 541". United Nations. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. James Ker-Lindsay; Hubert Faustmann; Fiona Mullen (15 May 2011). An Island in Europe: The EU and the Transformation of Cyprus. I.B.Tauris. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84885-678-3. مؤرشف من الأصل في ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. Classified as illegal under international law, and now due to Cyprus' accession into the European Union is also an illegal occupation of EU territory. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lesley Pender; Richard Sharpley (2005). The Management of Tourism. SAGE. د کتاب پاڼې 273. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7619-4022-7. مؤرشف من الأصل في ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Richard Sharpley (16 May 2012). Tourism Development and the Environment: Beyond Sustainability?. Routledge. د کتاب پاڼې 296. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-57330-9. مؤرشف من الأصل في ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sharpley, Richard; Telfer, David John (2002). Tourism and Development: Concepts and Issues. Channel View Publications. د کتاب پاڼې 334. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-873150-34-4. مؤرشف من الأصل في ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "World Economic Outlook Database May 2001". International Monetary Fund. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Country and Lending Groups". World Bank. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ مارچ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Human Development Index (HDI)–2011 Rankings". United Nations Development Programme. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جنوري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The Non-Aligned Movement: Background Information". Non-Aligned Movement. 21 September 2001. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Human Development Index (HDI)–2011 Rankings". Stanford University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Strange, John (1980). Caphtor : Keftiu : a new investigation. Leiden: Brill. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-06256-6. مؤرشف من الأصل في ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Palaeolexicon Archived 3 February 2011 at the Wayback Machine., Word study tool of ancient languages
  30. R. S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 805 (s.v. "Κύπρος").
  31. R. S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 805 (s.v. "Κύπρος").
  32. Fisher, Fred H. Cyprus: Our New Colony And What We Know About It. London: George Routledge and Sons, 1878, pp. 13–14.