لبنان
د لبنان جمهوريت الجمهورية اللبنانية
لبنان | |
---|---|
ترانه: كلّنا للوطن
موږ ټول د خپل هېواد دپاره | |
پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار | بېروت ۳۳°۵۴′ شمال ۳۵°۳۲′ ختیځ / 33.900°شمال 35.533°ختيځ |
رسمي ژبې | |
قومي ډلې | |
دين (۲۰۱۱) |
|
وګړنوم | لبنانیان |
حکومت | مرکزي حکومت جمهوریت |
• ولسمشر | هيڅوک |
• لومړی وزير | نجیب میقاتي |
• د پارلمان مشر | نبيه بري |
قانون جوړونه | پارلمان |
جوړښت | |
• جبل لبنان امارت | ۱۵۱۶ |
• د جبلِ لُبنان قَائِم مَقَامِيَّتَي | ۱ ډسمبر ۱۸۴۳ |
• د جبلِ لُبنان مُتَصَرِّفِيَّه | ۹ جون ۱۸۶۱ |
• لوی لبنان | ۱ سپټمبر ۱۹۲۰ |
• ۲۳ مې ۱۹۲۶ | اساسي قانون |
• د خپلواکۍ اعلان | ۲۲ نومبر ۱۹۴۳ |
• فرانسوی واک پای ته ورسید | ۲۴ اکتوبر ۱۹۴۵ |
• د فرانسوي ځواکونو وتل | ۱۷ اپریل ۱۹۴۶ |
• د اسراييلي ځواکونو وتل | ۲۴ مې ۲۰۰۰ |
• د سوريايي ځواکونو وتل | ۳۰ اپریل ۲۰۰۵ |
سيمه | |
• ټولټال | ۱۰٬۴۵۲ kم2 (۴٬۰۳۶ ميل2) (۱۶۱م) |
• اوبه (٪) | ۱،۸ |
نفوس | |
• ۲۰۲۲ اټکل | ۵.۲۹۶.۸۱۴ (۱۲۲م) |
• ګڼه ګوڼه | ۵۶۰/كم2 (۱٬۴۵۰٫۴/ميل2) |
جيډيپي (پيپيپي) | ۲۰۲۰ اټکل |
• ټولټال | ۷۸.۲۳۳ ملیارده ډالره |
• پر کس | ۳۲۸۳ ډالره[۱] |
جيډيپي (شاوخوا) | اټکل |
• ټولټال | ۲۰،۱۳۶ ملیارده ډالره[۱] |
د بشري پرمختيا کچه (۲۰۲۲ لږوالۍ) | ۱۰۳م |
پیسې | لبنانۍ ليره (LBP) |
انټرنيټي ډومېن | .lb |
وېبپاڼه mot.gov.lb |
لُبنان يا لِبنان یا هم لبنان په رسمي ډول (د لبنان جمهوریت) په منځني ختيځ کې پروت يو هېواد دی. ددې هېواد شمال او ختیځ لورې ته سوریه او سویل ته یې اسرائیل موقعیت لري. دا هېواد په مدیترانې سمندرګي کې لویدیځ لوري ته پروت دی، د مدیترانې د حوضې او عربستان د داخلي نقاطو په تقاطع کې د دغه هېواد موقعیت د هغه له بډایه تاریخ سره مرسته کړې او د بېلابېلو مذهبونو څخه جوړ کلتوري هویت یې وربخښلی.
لبنان د نږدې شپږ میلیونه وګړو کور دی چې ۰۰۰ ۱۰ ۴۵۲ کیلومتر مربع (۴ زره ۳۶ مایل مربع) مساحت لري او د نړۍ یو له کوچنیو هېوادونو څخه دی. ددې هېواد رسمي ژبه عربي ده، په داسې حال کې چې فرانسوي هم په کې په رسمیت پېژندل شوې ده. لبناني عربي لهجه د معاصرې معیاري عربي په خوا کې په ټول هېواد کې کارول کېږي.[۲]
په لبنان کې د تمدن ثبت شوي شواهد له ثبت شوي تاریخ نه ۷۰۰۰ کلونو وړاندې ته اړوندېږي. د نن ورځې لبنان د فینکیانو کور و، سمندریز کلتور په کې ۳۰۰۰ کاله وړاندې (نږدې ۳۲۰۰ – ۵۳۹ کاله له میلاد وړاندې) وغوړېد. له میلاد ۶۴ کاله وړاندې د رومیانو سترواکي دغه سیمه ونیوله، چې په پایله کې د دغې سترواکۍ د عیسویت په مخکښ مرکز واوښت. د لبنان د غرونو لړۍ د یو رهباني کلتور د ظهور شاهدې وې چې د ماروني کلیسا په نوم یادېږي. د لومړنیو عرب مسلمانانو له خوا د دغې سیمې له فتح کولو وروسته، مارونیان په خپل هویت او مذهب کلک پاتې شول. په ورته مهال نوې مذهبي ډله چې د دروزي په نوم پېژندل کېده، د لبنان په غرونو کې یې ځای ونیو چې تر څو پېړیو پورې یې مذهبي واټن رامنځته کړ. د صلیبي جګړو پر مهال، مارونیانو یو ځل بیا له رومن کاتولیک کلیسا سره اړیکه ټینګه کړه او له روم سره یې خپله اړیکه څرګنده کړه.[۳][۴]
په شپاړسمه پېړۍ کې عثماني سترواکۍ لبنان ونیو او تر راتلونکو ۴۰۰ کلونو لپاره یې په دغه سیمه واکمني وکړه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغې سترواکۍ له شیندل کېدو سره هغه پنځه عثماني ولایتونه چې د معاصر لبنان بنسټ جوړوي، د سوریې او لبنان لپاره د فرانسوي سرپرستي تر ولکې لاندې راغلل، چې د فرانسې تر واکمنۍ لاندې د لوی لبنان دولت رامنځته شو.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي المان له خوا د فرانسې په درېيم جمهوریت له برید او اشغال وروسته په سیمه باندې د فرانسې واکمني کمزورې شوه، په ۱۹۴۳ ز کال کې له آزادې فرانسې نه په خپلواکۍ اخیستو سره لبنان یو ځانګړی مذهبي سیاسي ډول دولت جوړ کړ، چې له مخې یې د دولت مذهبي ډلو ځانګړی سیاسي ځواک درلود. لبنان له پیل نه یو څه با ثباته هېواد و، خو دغه ثبات لنډ مهالی و چې د یو شمېر سیاسي او ګوندي ډلو ترمنځ د لبناني کورنۍ جګړې پر مهال (۱۹۷۵-۱۹۹۰ ز کال) له منځه ولاړ. په دغه دوره کې لبنان همدارنګه ۱۹۷۶-۲۰۰۵ ز کال پورې د سوریې او له ۱۹۸۵-۲۰۰۰ ز کال پورې د اسرائیلو د نظامي اشغال شاهد و. له جګړې وروسته د دغه هېواد د اقتصاد او ملي بنسټونو د بیارغولو په موخه ګڼ شمېر هڅې شوې دي.[۵][۶]
لبنان له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۹۲ ځای لري، چې د عربي نړۍ په منځ کې د فارس خلیج د نفتي اقتصادونو وروسته لوړ ځای یې خپل کړی دی. دغه هېواد د لوړ منځني عاید لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي. په داسې حال کې چې لبناني مالي بحران او فساد د دغه هېواد د پیسو د ارزښت د له منځه تلو، سیاسي بې ثباتي، قحطۍ، لوړې بیکارۍ او بې وزلۍ لامل شوي. د دغه هېواد په کوچنۍ اندازې سربېره لبناني کلتور هم په منځني ختیځ کې او هم په نړیواله کچه شهرت لري، چې تر ډېره دغه هېواد ته په لرغوني مهال کې د پراخ مهاجرت له امله رامنځته شوی. لبنان د ملګرو ملتونو بنسټ اېښودونکی غړی او د عرب ټولنې، ناپېیلي غورځنګ، اسلامي همکاریو سازمان او فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو نړیوال سازمان غړیتوب لري.[۷][۸][۹][۱۰]
دولت او سیاستونه
لبنان د پارلماني دیموکراسي لرونکی هېواد دی چې کانفیسینلېزمي (مذهبي سیاسي) ډول لري، چې له مخې یې لوړې چوکۍ د ځانګړو مذهبي ډلو غړو ته اړوندېږي. د بېلګې په توګه: ولسمشر باید ماروني عیسوي، لومړۍ وزیر باید سني مسلمان، د پارلمان رئیس باید شیعه مسلمان، د لومړي وزیر او د پارلمان مرستیالان باید ختیځ ارتودوکس وي. دغه ډول سیستم د پېژندل شوو ۱۸ مذهبي ډلو ترمنځ د واک د عادلانه وېش او فرقه یي شخړو د مخنیوي په موخه په پام کې نیول شوې دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د آزادۍ کور بنسټ په منځني ختیځ او د شمالي افریقا په سیمه کې لبنان یو له هغو دوو هېوادونو (چې اسرائیل هم په کې دی) نه بللی، چې له سیاسي پلوه آزاد دي. د کورنۍ جګړې په پیل سره لبنان دغه حالت له لاسه ورکړ او له هغه مهاله یې تر اوسه دغه ځای ترلاسه نه کړ. په ۲۰۱۳ ز کال کې لبنان «تر یوه حده آزاد» وبلل شو. سره له دې چې دغه سازمان، لبنان په عربي نړۍ کې یو له ترټولو دموکراتیکو هېوادونو بولي.[۱۶]
د دغه هېواد پارلمان د یوې څلور کلنې دورې لپاره د عامه رایو پر بنسټ د نسبي فرقوي استازولۍ له مخې ټاکل کېږي. [۱۷][۱۸]
په اجرائیه قوه کې ولسمشر د دولت د مشر، لومړۍ وزیر د حکومت د مشر په توګه شاملېږي. پارلمان ولسمشر د یوې شپږ کلنې نه نوې کېدونې دورې لپاره د دوه پر درې اکثریت رایو له مخې ټاکي. ولسمشر له پارلمان سره له مشورې وروسته لومړی وزیر ټاکی. ولسمشر او لومړی وزیر کابینه د فرقوي وېش د اصل پر بنسټ جوړوي. [۱۹] [۲۰]
بهرنۍ اړیکې
لبنان د ۲۰۰۱ ز کال په وروستیو کې له اروپايي اتحادیې سره د هوکړې خبرې اترې پای ته ورسولې، چې دواړه لوري د ۲۰۰۲ ز کال په جنوري میاشت کې لومړۍ هوکړې ته ورسېدل. دغه هوکړه، د اروپايي ټولنې د ګاونډیتوب په پالیسي کې ځای پر ځای شوې، چې موخه یې د اروپايي اتحادیې او د هغه د ګاونډیانو نږدې کول دي. لبنان له یو شمېر عرب هېوادونو سره دوه اړخیزې سوداګریزې هوکړې لري او هڅه کوي، څو د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړي.
لبنان له نږدې ټولو عربي هېوادونو سره ښې اړیکې لري (له لیبیا او سوریې سره د تاریخي ترینګلتیاو په لرلو سربېره) چې په وروستیو ۳۵ کلونو کې یې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ ز کال په مارچ میاشت کې د عربي ټولنې د مشرانو د ناستې کوربه توب وکړ. لبنان د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو غړیتوب لري، چې د ۲۰۰۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې یې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د ناستې او په ۲۰۰۹ ز کال کې یې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوبو د سیالیو کوربه توب وکړ.
پوځ
د لبنان وسله وال ځواکونه ۷۲ زره تنه فعال پرسونل لري، چې ۱۱۰۰ تنه هوايي او ۱۰۰۰ تنه سمندریز ځواک په کې شاملېږي. لبنان د بهرنیو پوځي مرستو یو له سترو ترلاسه کوونکو نه دی، چې له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې یې ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دی، دغه هېواد له اسرائیلو وروسته، په سړي سر د امریکايي نظامي مرستو دویم لوی ترلاسه کوونکی هېواد دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
ساینس او تکنالوژي
په ۲۰۲۰ ز کال کې لبنان د نړیوالو نوښتونو په نوملړ کې ۸۷ ځای خپل کړی، چې په ۲۰۱۹ ز کال کې یې ۸۸ ځای درلود. د لبنان د پام وړ ساینس پوهان حسن کامل الصباح، رمال حسن رمال او ادګار چویري دي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
اقتصاد
تاریخ
جغرافیه
کلتور
سرچینې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedimf2
- ↑ McGowen, Afaf Sabeh (1989). "Historical Setting". In Collelo, Thomas (سمونګر). Lebanon: A Country Study. (چاپ 3rd). Washington, D.C.: The Division. OCLC 18907889. لاسرسينېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Dumper, Michael; Stanley, Bruce E.; Abu-Lughod, Janet L. (2006). Cities of the Middle East and North Africa. ABC-CLIO. مخونه 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-919-5.
Archaeological excavations at Byblos indicate that the site has been continually inhabited since at least 5000 B.C.
منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Shulimson, Jack (1966). Marines in Lebanon, 1958 (په انګليسي ). Historical Branch, G-3 Division Headquarters, U.S. Marine Corps. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Background Note: Lebanon". U.S. Department of State. 22 March 2010. لاسرسينېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Lebanon". Canadian International Development Agency. Government of Canada. 28 May 2009. د اصلي (Governmental) آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۰۸ باندې. لاسرسينېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "World Economic Situation and Prospects (WESP) Statistical Annex: Country Classification" (PDF). un.org. لاسرسينېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "World Economic Situation and Prospects (WESP) Statistical Annex: Country Classification" (PDF). un.org. لاسرسينېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Lebanon: Why the country is in crisis". bbc.com. British Broadcasting Corporation. 2020. لاسرسينېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 24 August 2011 باندې). Lebanon country profile. BBC News.
- ↑ "Country Reports on Human Rights Practices – 2002: Lebanon". Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. 31 March 2003. لاسرسينېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Lebanon's Confessionalism: Problems and Prospects". United States Institute of Peace. 22 March 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۰۹ باندې. لاسرسينېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Marie-Joëlle Zahar. "Chapter 9 Power sharing in Lebanon: Foreign protectors, domestic peace, and democratic failure". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جون ۲۰۱۱ باندې. لاسرسينېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lijphart, Arend (1969). "Consociational Democracy". World Politics. 21 (2): 207–225. doi:10.2307/2009820. JSTOR 2009820. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lijphart, Arend. Multiethnic democracy, in S. Lipset (ed.), "The Encyclopedia of Democracy". London, Routledge, 1995, Volume III, pp. 853–865 ISBN 0871878887.
- ↑ "Freedom in the World, Country Ratings by Region, 1972–2013". Freedom House. خونديځ د اصلي څخه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۳. لاسرسينېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 17 August 2010 باندې). Lebanon Gives Palestinians New Work Rights.
- ↑ "Lebanon Exiled and suffering: Palestinian refugees in Lebanon". Amnesty International. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. لاسرسينېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Lebanon's Confessionalism: Problems and Prospects". United States Institute of Peace. 22 March 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۰۹ باندې. لاسرسينېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Eager Lebanese race to polls to cast their ballots". AlArabbia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۳ باندې. لاسرسينېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 10 February 2009 باندې). Lebanese Armed Forces, CSIS (Page 78).
- ↑ (په 1 August 2006 باندې). Lebanese forces may play bigger role in war. USA TODAY.
- ↑ Schenker, David (3 October 2008). "The Future of U.S. Military Aid to Lebanon". Washington Institute for Near East Policy. خونديځ د اصلي څخه ۲۶ اگسټ ۲۰۰۹. لاسرسينېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 4 August 2009 باندې). US military aid at stake in Lebanon elections.
- ↑ "LAF Mission". Lebanese Armed Forces. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۰۴ باندې. لاسرسينېټه ۱۹ مې ۲۰۰۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Release of the Global Innovation Index 2020: Who Will Finance Innovation?". www.wipo.int (په انګليسي ). لاسرسينېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Global Innovation Index 2019". www.wipo.int (په انګليسي ). لاسرسينېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "RTD - Item". ec.europa.eu. لاسرسينېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Global Innovation Index". INSEAD Knowledge (په انګليسي ). 2013-10-28. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. لاسرسينېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ ago·, M. Srour·People·2 years (2019-03-15). "6 Lebanese Geniuses That Make Us Proud". The961 (په انګليسي ). لاسرسينېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Rammal Award attribution by the Euroscience Foundation". 2009-01-05. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۰۹ باندې. لاسرسينېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Personnel | Electric Propulsion and Plasma Dynamics Laboratory". alfven.princeton.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. لاسرسينېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 2013-11-14 باندې). Lebanon's forgotten space programme. BBC News.
- ↑ "The Bizarre Tale of the Middle East's First Space Program". Smithsonian Magazine (په انګليسي ). لاسرسينېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)