ارمنیان
| ټول نفوس | |
|---|---|
| ۸ میلیون[۱] | |
| ګڼ مېشتې سيمې | |
| ۳٬۱۴۵٬۳۵۴[۲] | |
| کينډۍ:روسیه | ۱٬۱۸۲٬۳۸۸[۳]–۲٬۹۰۰٬۰۰۰[۴] |
| ۴۸۳٬۳۶۶[۵]–۱٬۵۰۰٬۰۰۰[۶] | |
| ۲۵۰٬۰۰۰[۷]–۷۵۰٬۰۰۰[۸] | |
| کينډۍ:ګرجستان (ابهامزدایی) (excl. Abkhazia) | ۲۴۸٬۹۲۹[۹] |
| کينډۍ:سوریه | ۱۵۰٬۰۰۰[۱۰] |
| کينډۍ:هیواد-بیرغ[۱۲] | ۱۳۷٬۳۸۰[۱۱] |
| ۱۲۰٬۰۰۰[۱۳] | |
| ۱۰۰٬۰۰۰[۱۴] | |
| کينډۍ:اوکراین | ۱۰۰٬۰۰۰[۱۵] |
| کينډۍ:ترکیه | ۶۰٬۰۰۰[۱۶] |
| ۵۵٬۷۴۰[۱۷] | |
| کينډۍ:آبخاز[۱۹] | ۴۱٬۸۶۴[۱۸] |
| ژبې | |
| ارمني | |
| دين | |
| † مسیحیت predominantly حواری ارمني کلیسا minorities: Catholic, Protestant | |
ارمنیان (ارمني خلک/ارمني وګړي) په ارمني հայեր) یوه ۱۱ یوولس میلیوني ټولنه ده چې ۳ میلیونه یې په ارمنستان او پاتی نور په نوره نړۍ کې میشت دي.
ارمینیان یوه قومي ډله ده چې د لوېدیځې اسیا په ارمینیایی لوړو سیمو کې ژوند کوي. ارمینیان د ارمینیا او بالفعل خپلواک «ارتسخ» عمده نفوس جوړوي. د بشپړ یا جزوي ارمینيايي نسب لرونکي شاوخوا پنځه میلیونه کډوال، له اوسنۍ ارمینیا څخه بهر ژوند کوي. اوسمهال د ارمینیايانو تر ټولو لوی نفوس په روسیه، متحده ایالاتو، فرانسه، جورجیا، ایران، المان، اوکراین، لبنان، برازیل او سوریه کې شته. له ایران او پخواني شوروي دولتونو پرته، د اوسمهال ارمينيايي کډوالي په بنسټيز ډول د ارمينيايي نسل وژنې پايله ده. [۲۰][۲۱]
ارمینیایی یوه اندو-اروپایی ژبه ده. دا ژبه د متقابل فهم دوه ویل شوې او لیکل شوې بڼې لري: ختیځه ارمینیایي چې اوسمهال په عمده توګه په ارمینیا، ارتسخ، ایران او پخواني شوروي جمهوریت کې ويونکي لري او لوېدیځه ارمینیایی چې په تاریخي لوېدیځه ارمینیا او د ارمینیایي نسل وژنې وروسته په لومړي سر کې په ارمینیایي کډوالو ټولنو کې کارول کیږي. ارمینیایي بې سارې الفبا توری په ۴۰۵ز کال کې د «میسروپ ماشټوټس» له خوا اختراع شو. [۲۲]
ډیری ارمینیايان د ارمینیایي «اپوستولیک» کلیسا پیروي کوي چې یوه غیر-چلسیډونین عیسوي کلیسا ده، کومه چې د نړۍ تر ټولو پخوانۍ ملي کلیسا هم ده. د عیسی له مړینې ډېر ژر وروسته د هغه د دوه عیسوي شاګردانو هر یو «سينټ تاډیس» او «سنټ بارتولومیو» د هڅو له امله په ارمینیا کې مسيحيت ډېر ژر خپور شو. د څلورمې پیړۍ په لومړیو کې، د ارمينيا سلطنت لومړنی دولت شو چې عیسویت یې د دولتي مذهب په توګه ومانه. [۲۳][۲۴]
د نوم رېښې
[سمول]ارمينيا ته د بهرنيانو له خوا د ورکړل شوي نوم لومړی اثبات په شا او خوا شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کې شوی. د فارس ستر داریوس لومړي په خپل درې ژبې متن «بهیستون» کې چې تاريخ يې ۵۱۷ مخزېږديز کال ته رسېږي، «اوراشټو» (په بابليونين کې) ته د ارمینیا په توګه اشاره کړې. په یوناني کې «ارمینیوس» هم له شا اوخوا همدې وخت څخه ثابت شوی دی، شونې ده چې دا تر ټولو لرغونې حواله وي چې د «ميليټس» «هيکاټيس» (۴۷۶ مخزېږوديز) ته منسوبه يوه ټوټه ده. تر زېږد له مخه په شاوخوا ۴۰۱ز کال کې یوناني جنرال زینوفون چې په ځینو فارسي سفرونو کې یې دنده ترسره کوله، د ارمینیایی کلیوال ژوند او میلمه پالنې زیات اړخونه بیان کړي. [۲۵]
ځینې د ارمینیا نوم ته د ژړو د لومړي پړاو دولت ارماني (ارمانوم، ارمي) یا د ژړو وروستي پړاو دولت ارم (شوپریا) سره اړيکه ورکوي. ارمیني، ارتیان د "ارم اوسیدونکي" یا "ارمین هیواد" لپاره د «شوپریا» سیمې ته اشاره کوي چې «وان» جهيل ته نږدې لوېدیځ ته پروت دی. شونې ده چې د «اراتیایي» متنونو آرم قبیله «یورومو» وي، چا چې په دولسمه مخزېږديزه پیړۍ کې له شمال څخه له خپلو متحدینو «موشکي» او «کاسکیانو» سره یو ځای پر اشوریا د یرغل هڅه کړې وه. «اورومو» په څرګند ډول «ساسون» ته څیرمه مېشت شول چې د «ارم» سیمو او «ارمي» ته نیږدې ځمکو او داخلي «ارومو» ته یې خپل نوم ورکړ. د ارماني د پخواني ځای موقیعت د بحث موضوع ده. ځینو معاصرو څیړونکو دې ته په هماغه عامه سیمه کې ځای ورکړی، لکه «ارامي» چې د نوي «سمسات» سره نږدې ده او وړاندیز یی کړی چې دې سیمه کې لږ تر لږه تر يو بريده لومړي په اندو-اروپايي ژبه غږېدونکي خلک مېشت شوي دي. د ارماني او وروستيو ارمي-شوپريا تر منځ که چېرې اړيکې وي، نه دي مشخصې شوي. سربېره پر دې، له ارمينيايانو سره د دوی اړيکې بې پايلې دي، ځکه نه ده معلومه چې په دې سیمه کې په کومو ژبو خبرې کېدې.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
دا هم اټکل شوې چې د «ایرمینین» ځمکه (په مینني يا ورته نژدې موقعيت لری)، د کومې یادونه چې د مصري فرعون «درېیم تتموس» له خوا په ۱۴۴۶مخزېږديز کې شوې، شونې ده چې اشاره يې ارمينيا ته وي.
ارمینیایان خپل ځان په «هي» يادوي. دا نوم په دودیزه توګه له «هیک» څخه اخیستل شوی چې د ارمینیایانو افسانوي سرپرست او د نوح کودی (د لمسي لمسی) دی، چا چې د «موسیس خوریناټسي» (د خورینا موسی) په باور د بابیلون پاچا «بیل» ته په ۲۴۹۲ مخزېږديز کې ماتې ورکړې وه او د «ارارات» په سیمه کې یې خپل ملت جوړ کړی و. سربېره پر دې دا هم اټکل شوی چې «هي» نوم د متحد شوي «هیټیټي» مريي شويو دولتونو هایاسا-آزي (۱۶۰۰-۱۲۰۰ مخزېږديز) سره اړیکه لري، یا دا نوم له همدې څخه اخيستل شوی دی. بالاخره، شونې ده چې «هي» ټکی له پروټو اندو-اروپايي ژبې له « póti » (چې معنا يې ده پالونکی يا مالک) ټکي څخه اخستل شوی وي، يا له «*h₂éyos/*áyos » (چې معنا يې ده فلز) څخه اخيستل شوی.. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
«خوریناټسي» لیکلي چې د «ارمینین» ټکی د «ارمیناک» یا «آرام» (د هایک د نسل) څخه سرچینه اخلي. «خوریناټسي» ارمینیا او ارمینیایانو ته د «هایک» په توګه اشاره کوي (د پورته ياد شوي سرپرست، هایک سره بايد ګډوډ نه کړای شي).
تاريخ
[سمول]اصليت
[سمول]په داسې حال کې چې ارمینیایي ژبه د ايندو-اروپايي ژبې په توګه ډلبندي شوې، د اندو-اروپايي ژبې په پراخه کورنۍ کې د هغې ځای پر ځای کول د بحث موضوع ده. تر دې وروستیو پورې، پوهانو باور درلود چې ارمینیایان د یونان او لرغونې مقدونیې سره نږدې تړاو لري. «ایریک پی. هیمپ» د ۲۰۱۲ز کال د اندو-اروپایي کورنۍ په شجره کې د اندو-اروپایی ژبو په فرعي ډله کې ارمینیایان په "پونټیک اندو-اروپایي" (چې ګریکو-ارمنیایي یا هیلینو-ارمنیایي هم بلل کېږی) کې ځای پر ځای کړي دي. د ارمنيايي او یوناني ژبو د ګډ اصل لپاره دوه احتمالي توضیحات شته چې ځانګړې دوه اړخيزه اړيکه نه لري.[۳۶]
- د «هامپ» له نظره، د وړاندې شوی ګریکو-ارمینیایایی فرعي ډلې اصلي ټاټوبی د تور سمندر شمال ختیځ ساحل او د هغې د غاړې سیمې دي. نوموړی انګيري چې هغوی له هغه ځايه د قفقاز له لارې جنوب ختیځ ته کډوال شوي، د ارمینیایانو د «بټومي» څخه وروسته پاتې کیدو سره په داسې حال کې چې مخکيني یونانیان د تور سمندر د سويلي ساحل په اوږدو کې لوېدیځ ته تللي. [۳۶]
- لرغوني یوناني تاریخپوه هیروډوټس (د ۴۴۰ مخزېږديز په شا او خوا کې يې ليکل کړي) وړاندیز کړی چې ارمينیايان له «فریګیا» کډوال شوي، هغه سیمه چې د اوسپنې عصر په اوږدو کې د لویدیځ او مرکزي اناتولیا ډیره برخه پکې شامله وه: «ارمينیايان د فریګیانو په څیر په هر څه سمبال وو، د فریګین نيواکګر وو» (۷.۷۳)(Ἀρμένιοι δὲ κατά περ Φρύγες ἐσεσάχατο, ἐόντες Φρυγῶν ἄποικοι.). دا جمله د وروستیو پوهانو له خوا داسې تشریح شوی چې ارمینیایانو یوه ژبه ویله، کومه چې د فریګین څخه اخیستل شوې او يوه اندو-اروپایي ژبه وه چې بشپړه نه ده تاييد شوې. په هرصورت، دا اند بې باوره ګرځول شوی. لرغوني یوناني لیکوالان په دې باور دي چې فریګیان په بالکان کې، د مقدونیې سره په یوه سیمه کې پیدا شوي، له کومه ځايه چې دوی د ژيړو د عصر د سقوط پر مهال اناتولیا ته کډوال شوي و. دې باور وروسته پوهانو ته دا نظریه ورکړه چې ارمینیایان هم په بالکان کې پیدا شوي دي. په هرحال، په بالکان کې د ارمینیا اصل، که څه هم یو ځل په پراخه کچه منل شوی و، په وروستیو کلونو کې په زماني جدول کې د ټکر او د جنیټیک او لرغون پېژندنې شواهدو نيشتوالي له امله د زیاتې پلټنې سره مخ شوی. د دې نظر تاييد د ارمینیا د لرغونو تاریخي حسابونو او افسانو له خوا کیږي چې ګوندې ارمینیایان د سويلي قفقاز اصلي اوسیدونکي دي، کوم چې د «ارارات» میدان د ارمني کلتور د زانګو په توګه بولي، تر څنګ يې اوسنۍ جینیتیکي څیړنې له دې نظريې ملاتړ کوي. په حقیقت کې، ځینو پوهانو وړاندیز کړی چې فریګیان او/یا په ښکاره ډول اړوند «مشکي» خلک په اصل کې د ارمینیا څخه و او لوېدیځ ته تللي و.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
تاریخ
[سمول]انځورونه
[سمول]سرچينې
- ↑ different sources:
- Von Voss, Huberta (2007). Portraits of Hope: Armenians in the Contemporary World. New York: Berghahn Books. p. xxv. ISBN 978-1-84545-257-5.
...there are some 8 million Armenians in the world...
- Freedman, Jeri (2008). The Armenian genocide. New York: Rosen Publishing Group. p. 52. ISBN 978-1-4042-1825-3.
In contrast to its population of 3.2 million, approximately 8 million Armenians live in other countries of the world, including large communities in the United States and Russia.
- Guntram H. Herb, David H. Kaplan (2008). Nations and Nationalism: A Global Historical Overview: A Global Historical Overview. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 1705. ISBN 978-1-85109-908-5.
A nation of some 8 million people, about 3 million of whom live in the newly independent post-Soviet state, Armenians are constantly battling not to lose their distinct culture, identity and the newly established statehood.
- Robert A. Saunders, Vlad Struko (2010). Historical dictionary of the Russian Federation. Lanham, Maryland: Scarecrow Press. p. 50. ISBN 978-0-8108-5475-8.
- Philander, S. George (2008). Encyclopedia of global warming and climate change. Los Angeles: SAGE. p. 77. ISBN 978-1-4129-5878-3.
An estimated 60 percent of the total 8 million Armenians worldwide live outside the country...
- Robert A. Saunders, Vlad Strukov (2010). Historical dictionary of the Russian Federation. Lanham, Maryland: Scarecrow Press. p. 51. ISBN 978-0-8108-7460-2.
Worldwide, there are more than 8 million Armenians; 3.2 million reside in the Republic of Armenia.
- Von Voss, Huberta (2007). Portraits of Hope: Armenians in the Contemporary World. New York: Berghahn Books. p. xxv. ISBN 978-1-84545-257-5.
- ↑ "2001 Armenian National Census: De Jure Population (Urban, Rural) by Age and Ethnicity" (PDF). National Statistical Service of the Republic of Armenia (PDF). بياځلي په 5 January 2013.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ (روسي) "National makeup of the population of the Russian Federation (Национальный состав населения Российской Федерации)". Russian Federal State Statistics Service. بياځلي په 5 January 2013.
- ↑ Robert A. Saunders, Vlad Struko (2010). Historical dictionary of the Russian Federation. Lanham, Maryland: Scarecrow Press. p. 50. ISBN 978-0-8108-5475-8.
- ↑ "Total ancestry categories tallied for people with one or more ancestry categories reported 2011 American Community Survey 1-Year Estimates" (PDF). United States Census Bureau. بياځلي په 22 December 2012.
- ↑ * "Barack Obama on the Importance of US-Armenia Relations". Armenian National Committee of America. 19 January 2008. بياځلي په 24 July 2012.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)- "Kim Kardashian Urges Support for Telethon". The Armenian Weekly. 20 May 2012. بياځلي په 24 July 2012.
- Milliken, Mary (12 October 2007). "Armenian-American clout buys genocide breakthrough". رویټرز. بياځلي په 5 December 2012.
- ↑ Thon, Caroline (2012). Armenians in Hamburg: an ethnographic exploration into the relationship between diaspora and success. Berlin: LIT Verlag Münster. p. 25. ISBN 978-3-643-90226-9.
- ↑ Taylor, Tony (2008). Denial: history betrayed. Carlton, Victoria: Melbourne University Pub. p. 4. ISBN 978-0-522-85482-4.
- ↑ "The State Department for Statistics of Georgia".کينډۍ:پیوند مرده, see The State Department for Statistics of Georgia at www.statistics.ge (archived 20060616193947)
- ↑ "ARMENIAN POPULATION IN THE WORLD". بياځلي په 2019-08-25.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ National Statistical Service of Nagorno-Karabach Republic. "De Jure Population (Urban, Rural) by Age and Ethnicity" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 5 March 2009. بياځلي په 5 January 2013.
{{cite web}}: Unknown parameter|deadurl=ignored (|url-status=suggested) (help) - ↑ The Nagorno Karabakh Republic is de facto independent and mainly integrated into Armenia, however, it is internationally recognized as de jure part of Azerbaijan
- ↑ کينډۍ:Hy icon Vardanyan, Tamara (21 June 2007). "Իրանահայ համայնք. ճամպրուկային տրամադրություններ". Noravank Foundation. بياځلي په 5 January 2013.
{{cite web}}: Unknown parameter|trans_title=ignored (|trans-title=suggested) (help) - ↑ Gibney, Matthew J. (2005). Immigration and asylum: from 1900 to the present. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 13. ISBN 978-1-57607-796-2.
- ↑ The distribution of the population by nationality and mother tongue, Kiev: State Statistics Committee of Ukraine, 2001, بياځلي په 5 January 2013[مړه لينکونه]
- ↑ "Foreign Ministry: 89,000 minorities live in Turkey". Today's Zaman. 15 December 2008. خوندي شوی له the original on 20 May 2011. بياځلي په 5 January 2013.
- ↑ Canada National Household Survey, Statistics Canada, 2011, بياځلي په 20 August 2013. Of those, 31,075 reported single and 24,675 mixed Armenian ancestry.
- ↑ (روسي) "В Абхазии объявили данные переписи населения". Delfi. 29 December 2011. بياځلي په 20 August 2013.. (According to the 2011 census).
- ↑ The Abkhazia Republic is de facto independent and mainly integrated into Russia, however, it is internationally recognized as de jure part of Georgia
- ↑ "Armenia: Ancient and premodern Armenia". Encyclopædia Britannica Online. Encyclopædia Britannica, Inc. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 April 2019. بياځلي په 17 July 2018.
The Armenians, an Indo-European people, first appear in history shortly after the end of the 7th century BCE[, d]riving some of the ancient population to the east of Mount Ararat [...]
- ↑ Richard G. Hovannisian, The Armenian people from ancient to modern times: the fifteenth century to the twentieth century, Volume 2, p. 421, Palgrave Macmillan, 1997.
- ↑ "Armenian (people) | Description, Culture, History, & Facts". خوندي شوی له اصلي څخه په 26 April 2019. بياځلي په 5 September 2018.
- ↑ see Hastings, Adrian (2000). A World History of Christianity. Wm. B. Eerdmans Publishing. p. 289. ISBN 978-0-8028-4875-8.
- ↑ "Armenia first nation to adopt Christianity as a state religion". خوندي شوی له اصلي څخه په 6 January 2011. بياځلي په 2007-02-27.
- ↑ "Lua error د چلنوال:Unicode_data په 310 کرښه کې: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). (The Armenians border on the Chalybes to the south)". Chahin, Mark (2001). The Kingdom of Armenia. London: Routledge. pp. fr. 203. ISBN 978-0-7007-1452-0.
- ↑ Ibp Inc. (September 2013). Armenia Country Study Guide Volume 1 Strategic Information and Developments. p. 42. ISBN 9781438773827.
- ↑ Armen Petrosyan. The Indo-European and Ancient Near Eastern Sources of the Armenian Epic. Journal of Indo-European Studies. Institute for the Study of Man. 2002. pp. 166–167. [۱]
- ↑ Armen Petrosyan. The Indo-European and Ancient Near Eastern Sources of the Armenian Epic. Journal of Indo-European Studies. Institute for the Study of Man. 2002. p. 184. [۲]
- ↑ Kroonen, Guus; Gojko Barjamovic; Michaël Peyrot (9 May 2018). "Linguistic supplement to Damgaard et al. 2018: Early Indo-European languages, Anatolian, Tocharian and Indo-Iranian": 3. doi:10.5281/zenodo.1240524. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 June 2019. بياځلي په 8 June 2019.
{{cite journal}}: Cite journal requires|journal=(help)CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Archi, Alfonso (2016). "Egypt or Iran in the Ebla Texts?". Orientalia. 85: 3. بياځلي په 8 June 2019.
- ↑ Razmik Panossian, The Armenians: From Kings And Priests to Merchants And Commissars, Columbia University Press (2006), ISBN 978-0-231-13926-7, p. 106.
- ↑ Rafael Ishkhanyan, "Illustrated History of Armenia," Yerevan, 1989
- ↑ Elisabeth Bauer. Armenia: Past and Present (1981), p. 49
- ↑ Petrosyan, Armen (2007). "Towards the Origins of the Armenian People: The Problem of Identification of the Proto-Armenians: A Critical Review (in English)". Journal for the Society of Armenian Studies. 16: 30. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 October 2020. بياځلي په 6 June 2019.
- ↑ Martirosyan, Hrach (2010). Etymological Dictionary of the Armenian Inherited Lexicon. Leiden: Brill. pp. 382–385.
- ↑ ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Hamp, Eric P. (August 2013). "The Expansion of the Indo-European Languages: An Indo-Europeanist's Evolving View" (PDF). Sino-Platonic Papers. 239: 8, 10, 13. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2 August 2019. بياځلي په 8 February 2014.
- ↑ James P.T. Clackson (2008). "Classical Armenian."The Ancient Languages of Asia Minor. Cambridge University Press. p. 124
- ↑ Bartomeu Obrador-Cursach. "On the place of Phrygian among the Indo-European languages." Journal of Language Relationship. 2019. p. 240. https://www.jolr.ru/files/(271)jlr2019-17-3-4(233-245).pdf Archived 24 March 2021 at the Wayback Machine.
- ↑ Armen Petrosyan (January 1, 2007). The Problem Of Identification Of The Proto-Armenians: A Critical Review. Society For Armenian Studies. pp. 49–54. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 October 2020. بياځلي په 23 November 2018.
- ↑ Martirosyan, Hrach (2014). "Origins and Historical Development of the Armenian Language" (PDF). Leiden University. pp. 1–23. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 4 August 2019. بياځلي په 5 August 2019.
- ↑ "The Mushki Problem Reconsidered". خوندي شوی له اصلي څخه په 28 August 2020. بياځلي په 24 March 2021.
