ارمنستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د ارمنستان هیواد نیمه ریاستي ولسمشریزه
Հայաստանի Հանրապետություն
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
ایروان
 -  ولسمشر ارمن سارګسیان  

د ارمنستان جمهوريت يا ارمنستان (ارمني Հայաստանի Հանրապետություն), د قفقاز په سيمه کې په وچه کې ايسار يو هېواد دی چې په لويديځه خوا کې يې ترکیه، په سهېل کې يې گرجستان، په ختيځه کې آذربايجان او په سوېل کې د ايران او نخجوان هېوادونه پراته دي. ارمنستان د اروپايي قونسل او د همګټو هېوادونو غړی دی او له پېړيو راپدې خوا د ختيځ او لوېديځ په منځلاره کې پروت دی. د دغه هېواد پلازمېنه د ایروان ښار دی. ارمنستان ۷۴۳'۲۹ کیلومتره مربع مساحت او ۷۰۰'۹۷۲'۲ وګړي لري یاد هیواد په ۱۹۹۰م کال کې د پخوانی شوروي اتحاد نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د ارمنستان د پیسو واحد، درام دی او لومړی وزیر یې ارمن سارګسیان دی.

ارمنستان، په رسمي ډول د ارمنستان جمهوریت، د لویدیځې اسیا په ارمني لوړو برخو کې په وچه کې را ایسار هېواد دی. دا د قفقاز سیمې برخه ده چې له لویدیځ لوري څخه له ترکیې، له شمال ختیځ څخه له جورجیا/ګرجستان، له ختیځ لوري څخه له لاچین لارې چې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او له اذربایجان سره او له سویل لوري څخه د اذربایجان له بهرني قلمرو نخجوان سره ګاونډی دی. ایروان یې پلازمېنه او لوی ښار دی.[۱][۲][۳]

ارمنستان یو موټي، څو ګوندي، دیموکراتیک ملي هېواد دی چې لرغونی کلتوري میراث لري. لومړنی ارمني ښار اوراتو له میلاد څخه ۸۶۰ کاله وړاندې تاسیس شو چې له میلاد څخه په وړاندنۍ ۶ مه پېړۍ کې یې ځای ستراپي ارمنیا ونیو. له میلاد څخه وړاندې لومړنۍ پېړۍ کې ارمنستان د لوی تیګران د واکمنۍ پر مهال خپل اوج ته ورسېد او لومړنی هېواد و چې په ۳۰۱ ز کال کې یې عیسویت د خپل رسمي دین په توګه ومانه. د ۵ مې پېړۍ په شاوخوا کې لرغونې ارمني پاچهي د بیزانسانو او د ساسانیانو د سترواکۍ ترمنځ ووېشل شوه. په ۹ مه پېړۍ کې د باګراتاني لړۍ د واکمنۍ پر مهال د ارمنستان باګراتي پاچهي په پښو ودرېده. له بیزانسانو سره د جګړې له امله د دغه هېواد مخ پر سقوط پاچهي په ۱۰۴۵ ز کال کې ونړېده او ډېر ژر د سلجوقي ترکانو تر برید لاندی راغی. د ۱۱ مې او څورلسمې پېړۍ تر منځ د مدیترانې سمندرګي په سواحلو کې لومړی شاهزاده نشین ارمنستان او وروسته کلیکیه ارمني پاچهۍ شتون درلود.[۴][۵][۶][۷]

د ۱۶ مې او ۱۹ مې پېړۍ ترمنځ د ارمنستان دودیزه سیمه چې له ختیځ ارمنستان او لویدیځ ارمنستان جوړېده، د عثماني او فارسي سترواکیو تر ولکې لاندې راغله، چې د پېړیو په اوږدو کې د یو له دغو دوو په ولکه کې و. په ۱۹ مه پېړۍ کې ختیځ ارمنستان د شوروي سترواکۍ له خوا ونیول شو، په داسې حال کې د ارمنستان د دودیزو سیمو ګڼ شمېر لویدیځې برخې د عثماني سترواکۍ تر ولکې لاندې پاتې شوې. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې ۱.۵ میلیونه ارمني وګړي چې د عثماني سترواکۍ تر ولکې لاندې د خپلو نیکونو په سیمو کې مېشت و، په سیستماتیک ډول د ارمنیانو د عامه وژنې په ترڅ کې ووژل شول. په ۱۹۱۸ ز کال کې له روسي انقلاب وروسته، ټولو غیر روسي هېوادونو د روسي سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته خپلواکي اعلان کړه، چې له امله یې د ارمنستان لومړی جمهوریت هم تاسیس شو. په ۱۹۲۰ ز کال کې دغه هېواد د شوروي د سویلي قفقاز له سوسیالیست فدراتیف جمهوریت سره یوځای شو او په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد یو له بنسټ اېښودونکو هېوادونو څخه شو. په ۱۹۳۶ ز کال کې د سویلي قفقاز جمهوریت له منځه لاړ او د ارمنستان د سوسالیست شوروي جمهوریت په ګډون یې غړي هېوادونه د اتحادیې په غړو جمهوریتونو واوښتل. د ارمنستان معاصر جمهوریت، په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته خپلواک شو.

ارمنستان یو له مخ پر ودې هېوادونو څخه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې (۲۰۱۸ ز کال) ۸۱ م ځایګی لري. اقتصاد یې په صنعتي تولیداتو او د معدني موادو په استخراج ولاړ دی. په داسې حال کې چې ارمنستان له جغرافیايي پلوه په سویلي قفقاز کې موقعیت لري، خو د جغرافیايي سیاست له مخې په عمومي ډول اروپايي ګڼل کېږي. له دې امله چې ارمنستان د جغرافیايي سیاست له مخې له اروپا سره همغږی دی، دغه هېواد د اروپايي شورا، ختیځې همکارۍ، یوروکنټرول، د اروپایي سیمې د شورا او د بیارغونې او پرمختګ لپاره د اروپايي بانک په ګډون د ګڼ شمېر اروپايي بنسټونو غړیتوب لري. همدارنګه ارمنستان په ټوله اوراسیا کې د آسیایي پراختیايي بانک، د ټولنیز امنیت هوکړې د سازمان، اوراسیا د اتحادیې او اوراسیا پراختیايي بانک په ګډون د مهمو سیمه ییزو ګروپونو غړیتوب هم لري. ارمنستان د ناګورنو قرباغ له ډی فکټو خپلواک جمهوریت څخه چې په ۱۹۹۱ ز کال کې یې د موجودیت اعلان کړی؛ ملاتړ کوي.  ارمنستان همدارنګه د نړۍ تر ټولو لرغونې کلیسا یا حواري ارمني کلیسا (Armenian Apostolic Church) د دغه هېواد د اصلي مذهبي بنسټ په توګه په رسمیت پېژني. ارمني ځانګړې الفبا په ۴۰۵ ز کال کې د مسروب ماشتوتس له خوا جوړه شوې.[۸][۹][۱۰]

دولت او سیاسي نظام

ارمنستان پارلماني دیموکراتیک جمهورت دی. د ارمنستان اساسي قانون د ۲۰۱۸ ز کال تر اپرېل میاشتې پورې د نیمه ریاستي جمهوریت له ماډل ملاتړ کاوه.

د ارمنستان د نوي اساسي قانون له مخې، ولسمشر د دولت په سر کې ځای لري، چې تر ډېره د استازیتوب دندې پر غاړه لري، په داسې حال کې چې لومړی وزیر بیا د حکومت مشري کوي او له اجرائیوي ځواک څه کار اخلي.

مقننه قوه هم د Azgayin Zhoghov یا ملي شورا په واک ده، چې یو جرګه لرونکی پارلمان دی.[۱۱]

ارمنستان له ۱۸ کلنو څخه زیات عمر لرونکو وګړو ته د نړیوالې رایې ورکولو حق ورکړی.[۱۲][۱۳]

بهرنۍ اړیکې

ارمنستان د ۱۹۹۲ ز کال د مارچ په ۲ مه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ چې د هغو د ګڼ شمېر بنسټونو غړیتوب لري او ګڼ شمېر نړیوالې هوکړې یې لاسلیک کړې. دغه هېواد همدارګه د یو شمېر نړیوالو بنسټونو لکه اروپايي شورا، آسیایي پراختیايي بانک، د بیارغونې او پراختیا په موخه د اروپايي بانک، د خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو، په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان، د پیسو د نړیوال صندوق، د نړیوال سوداګریز سازمان، د ګمرکونو د نړیوال سازمان، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو د سازمان او د فرانسوي ژبې ویونکو هېوادونو د نړیوال سازمان غړیتوب لري. په دې سربېره د CSTO پوځي ائتلاف، د سولې په موخه د ناټو د همکارۍ پروګرام او د ایرو-اتلانتیک د همکاریو شورا غړیتوب هم لري. ارمنستان همدارنګه د عربي اتحادیې، د امریکايي هېوادونو د سازمان، د پاسفیک اتحاد او د ناپیلیتوب د غورځنګ ناظر غړی او د شنګهای د همکاریو په سازمان کې خبرې کوونکی همکار دی. له فرانسې سره د تاریخي اړیکو له امله، ارمنستان په ۲۰۱۸ ز کال کې د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو د دوه کلنې ناستې کوربه توب وکړ.[۱۴][۱۵]

ارمنستان له ګاونډیو هېوادونو، اذربایجان او ترکیې سره ترینګلې اړیکې لري. د شوروي اتحاد د وروستیو کلونو پر مهال د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ اړیکې تر ټولو ترینګلي حالت ته ورسېدې. له ۱۹۹۰ مې لسیزې راهیسې د نوګورنو قره باغ شخړې د سیمې په سیاستونو مهم اغېز لرلی. تر نن ورځې پورې له ترکیې او اذربایجان سره د ارمنستان پوله تر کلکې محاصرې لاندې ده. د OSCE په څېر بنسټونو په منځګړیتوب سربېره، د نوګورنو قره باغ شخړې ته لا تراوسه کومه دایمي حل لار نه ده موندل شوې.[۱۶]

ترکیه هم د ارمنیانو د عام وژنې په رسمیت نه پېژندلو سره له ارمنستان سره د ترینګلو اړیکو اوږد مهاله مخینه لري، په داسې حال کې چې لومړنی هېواد دې چې په ۱۹۹۱ ز کال کې یې له شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د ارمنستان جمهوریت (درېیم جمهوریت) په رسمیت وپېژند. د نوګورنو قرباغ د لومړۍ جګړې پر مهال، د دغه جګړې د لامل په توګه د ارمنستان په بللو سره، ترکیې په ۱۹۹۳ ز کال کې له ارمنستان سره خپله پوله وتړله. [۱۶]

ارمنستان د اروپايي شورا غړیتوب لري او له اروپايي اتحادیې، په ځانګړې توګه د هغو له غړو فرانسې او یونان سره نږدې اړیکې پالي.  په ۲۰۰۲ ز کال کې اروپايي پارلمان څرګنده کړه چې: کېدای شي په راتلونکې کې ارمنستان له اروپايي اتحادیې سره یوځای شي. د ۲۰۰۵ ز کال د یوې سروې له مخې ۶۴ سلنه ارمنیان له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو پلویان دي، هغه ګام چې ګڼ شمېر ارمني چارواکو له هغو د ملاتړ غږ اوچت کړی.[۱۷][۱۸]

وګړي

د ارمنستان ډیره یې وګړي ارمنیان دي چې ددی هیواد ۹'۹۷% سلنه جوړوي همدارنګه ۳'۱% ایزیدیان ۵'۰% روسان او پاتی ۳'۰ نور قومونه جوړوي.

تاريخ

سياسی جوړښت

اداري ویش

د ارمنستان هیواد ایداري ویش
Armenia map numbered.svg
Legend
نقشه ref. اداري
وېش
ولايتي
پلازمېنه
1 اراګاتسوتن اشتاراک
2 آرارات آرتاشات
3 آراموير آراموير
4 ګيغارکونيک گاوار
5 کوتايک هرازدان
6 لوري وانادزور
7 شيراک ګيومري
8 سيونيک کاپان
9 تاووش ايجوان
10 وايوتس جور يغګندزور
11 ایروان ?

جغرافيه

له جغرافیایي نظره ارمنستان د اروپا او آسیا ترمنځ د کسپین او تور سمندر ترمنځ په سویلي قفقاز کې پروت دی.

اقتصاد

کلتور/فرهنګ

دا هم وگورۍ

بېلابېل سرليکونه

External links

کينډۍ:د ارمنستان ښارونه او ښارگوټي

  1. The UN classification of world regions Archived 25 June 2002 at the Wayback Machine. places Armenia in Western Asia; the CIA World Factbook "Armenia". The World Factbook. CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Armenia". National Geographic. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), "Armenia". Encyclopædia Britannica. , Calendario Atlante De Agostini (په اطالوی ژبه کي) (الطبعة 111). Novara: Istituto Geografico De Agostini. 2015. د کتاب پاڼې sub voce. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788851124908. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) and Oxford Reference Online "Oxford Reference". World Encyclopedia. (2004). Oxford Reference Online. DOI:10.1093/acref/9780199546091.001.0001. ISBN 9780199546091.  also place Armenia in Asia.
  2. 2020 Nagorno-Karabakh ceasefire agreement, article 6 of which provides that the Lachin corridor “shall remain under the control of the peacekeeping contingent of the Russian Federation”
  3. The Oxford Encyclopedia of Economic History. Oxford University Press. 2003. د کتاب پاڼې 156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-510507-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (Garsoïan, Nina (1997). R.G. Hovannisian (المحرر). Armenian People from Ancient to Modern Times. 1. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 81. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة))
  5. Stringer, Martin D. (2005). A Sociological History of Christian Worship. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-81955-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Smaller nations that have claimed a prior official adoption of Christianity include Osroene, the Silures, and San Marino. See Timeline of official adoptions of Christianity.
  7. Grousset, René (1947). Histoire de l'Arménie (الطبعة 1984). Payot. د کتاب پاڼې 122. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Estimated dates vary from 284 to 314. Garsoïan (op.cit. p. 82), following the research of Ananian, favours the latter.
  8. "Human Development Report" (PDF). United Nations Development Programme (UNDP). 2019. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The republic has separation of church and state
  10. The republic has separation of church and state
  11. "Global Data | Fragile States Index". fragilestatesindex.org. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Armenia 1995 (rev. 2005) Constitution - Constitute". www.constituteproject.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Archive —". aceproject.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Armenia invited as observer for Arab League". Azad Hye. 19 January 2005. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 9 October 2018 باندې). Prime Minister Trudeau has last shot to help Michaëlle Jean stay on as Francophonie leader. Globe and Mail.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ "Nagorno-Karabakh: The Crisis in the Caucasus". مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Armenia and Turkey sign peace deal". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Nona Mikhelidze (5 March 2010). "The Turkish-Armenian Rapprochement at the Deadlock" (PDF). IAI Istituto Affari Internazionali. د کتاب پاڼې 3. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)