قفقاز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قفقاز
Caucasus topographic map-en.svg
نقشه
هیوادونهکينډۍ:Ublist
غیررسمي سیميکينډۍ:Ublist
خپلواکه ولسمشریزېکينډۍ:رده الگو

رده:الگو:داده‌های کشور

رده:الگو:داده‌های کشور

کينډۍ:رده الگو

رده:الگو:داده‌های کشور

رده:الگو:داده‌های کشور

رده:الگو:داده‌های کشور

رده:الگو:داده‌های کشور

رده:الگو:داده‌های کشور

کينډۍ:رده الگو

رده:الگو:داده‌های کشور

Time Zonesیو ټي سي ۲:۰۰+, یو تي سي ۳:۰۰+, یو تي سي ۳:۳۰+, یوتی‌سی ۴:۰۰+, یو تي سي ۴:۳۰+

قفقاز Caucasus) د کسپین او تور سمندر ترمنځ د اروپا او آسیا یوه منځنۍ او غرنیزه سیمه ده چې ترډیره د قفقاز غرونو نیولې ده.

قفقاز یا قفقاز د تور سمندرګي او کسپین سمندر تر منځ پرته سیمه ده چې په عمده توګه ارمینیا، اذربایجان، جورجیا او د سويلي روسیې ځینې برخې پکې شاملې دي. د لوي قفقاز د لړۍ په ګډون د قفقاز غرونه، له تاریخي اړخه د ختیځې اروپا او لوېدیځې اسیا تر منځ طبیعي پوله بلل کیږي.[۱][۲][۳]

په روسیه کې د «ایلبروس» غر چې د اروپا تر ټولو لوړ غر دی په لوېدیځ قفقاز کې موقیعت لري. په سويلي لوري کوچنی قفقاز کې د «جاواختي» لوړه سطحه او د ارمینیا لوړې ځمکې شاملې دي، د کومو چې یو څه برخه په ترکیه کې ده.[۴][۵]

قفقاز په شمالي قفقاز او سويلی قفقاز ویشل شوی، که څه هم سويلي قفقاز په شمالي قفقاز کې د جلا جغرافیایی ځای په توګه وجود لري. د لوی قفقاز د غرونو لړۍ په زیاته اندازه د روسیې او جورجیا او همدارنګه د اذربایجان د شمالي برخو سره شریکه ده. د کوچني قفقاز د غرونو لړۍ په سويل کې د ځینو خپلواکو دولتونو له خوا نیول شوې ده چې په زیاته اندازه یې ارمینیا، اذربایجان او جورجیا دي، خو د ترکیې شمال لوېدیځ، شمالي ایران او د «آرتسخ» خپل اعلاني جمهوریت ته هم غزیدلي دي.

دا سیمه د خپل ژبني تنوع لپاره پیژندل کیږي: پر اندو-اروپایي او ترکي ژبو سربېره، د کارتیولین، شمال لوېدیځ فقفاز او شمال ختیځ قفقاز د ژبو کورنۍ هم د دې سیمې ځایي ژبې دي. [۶]

د نوم سرچینه[سمول]

د «مشر پلیني» طبیعي تاریخ (۷۷-۷۹ز) د قفقاز نوم د سکیتین « kroy-khasis» څخه را ايستلی (چې معنا يې ده د یخ ځلا، په واوره  سپین). الماني ژبپوه «پاول کریټسچمیر» لیکي چې د لاتویني ټکي « Kruvesis » معنا هم «يخ» ده.[۷][۸][۹]

د تیرو کلونو په داستان کې (۱۱۱۳ مخزېږديز)، ویل شوي چې زوړ ختیځ سالاویک « Кавкасийскыѣ горы » (Kavkasijskyě gory) ټکی د پخوانۍ یوناني له « Καύκασος» (Kaúkasos;؛ چې وروسته يې یوناني تلفظ په دې ډول و Káfkasos) ټکي څخه اخيستل شوی، کوم چې د « M. A. Yuyukin» له نظره یو مرکب نوم دی اود «سیګول غرونه» په معنا ژباړل کیدای شي (καύ-: καύ-: καύαξ, καύηξ, ηκος ο, κήξ, κηϋξ ، يو ډول سمندري مرغه دی+ دا په دې ډول بيا جوړ شوی چې κάσος η  او معنا يې ده غر، يا ستره ډبره، دا نومونه هم د ځای او شخصي نومونو په برخه کې زیات تاييد شوي دي).[۱۰][۱۱]

په جورجیایي روايت کې، د قفقاز اصطلاح د «کوکاس» څخه اخیستل شوی چې د بايبيلي «توګرماه» ځوی او د «ناخ» خلکو افسانوي پلار دی. [۱۲][۱۳]

د آلماني ژبپوهانو «اټو سکراډر» او «الفونس ای. نیهرینګ» په اند، پخوانۍ یوناني کلمه « Καύκασος » (کوکاسوس) د ګوتیک هوهس (لوړ) او همدارنګه لیتوانی « Kaũkas » (غونډۍ) او « Kaukarà » (غونډۍ، څوکه) سره اړوند ده. برتانوي ژبپوه «اډریان روم» اشاره کوي چې په «پیلاسجین» کې «کاو»- هم د (غر) معنا ورکوي.  [۱۴][۱۵][۱۶]

د ځای د نوم څېړنه[سمول]

د قفقاز اصطلاح نه یواځې د غرونو لپاره کارول کېږي، بلکې د سیکاوکاسیه (کوم چې د روسي فدراسیون برخه ده) او ټرانسکاوکاسیه لپاره هم استعمالیږي. د «الکزانډر میکابیریډزي» له نظره ټرانسکاوکاسیه روسيې-مرکزي یوه اصطلاح ده. [۱۷][۱۸]

د ټرانسکاوکاسیه سیمه او داغستان د «پارتین» او وروسته د ساسانی پراخوالي او ورسره د لوی قفقاز د لړۍ شمال لور ته عملاً د خوندي پرتو سیمو تر ټولو لرې نقطې وې. د قاف افسانوي غر چې د لرغوني ایراني علم په افسانه کې تر ټولو لوړ ياد شوی غر دی، ویل کیږي چې په دې سیمه کې پروت دی. دغه سیمه د «ایریانیم ویجه» د موقیعت لپاره یوه نومانده سيمه ده چې د زردشتي ایرانیانو څرګند ټاټوبی دی. د ساسانی دورې د منځني فارس په سرچینو کې، د قفقاز لړۍ د «کف کوف» په نوم یادیده. دغه اصطلاح وروسته په مختلفو بڼو کې په ایراني روايت کې بیا راڅرګنده شوه، کله چې فردوسي د هغه په شاهنامه کې د قفقاز غرونو ته د کوه کاف خطاب وکړ. د قفقاز ډیری عصري نومونه د یونان کوکاسوس (لاتیني. کاوکاسوس) او د منځني فارس د کاف کوف څخه سرچینه اخلي. [۱۹]

د قفقاز د نوم لومړنۍ لغوي سرچینه د «کاز-کاز» څخه ده چې د (د تور سمندرګي د سويلي ساحل اوسیدونکي) د «هیټيانو» نوم دی.[۲۰]

دا هم لیکل شوي چې په ناخ « Ков гас » کې (کو ګاس) د «بې ونو سیمو ته دروازه» معنا ورکوي.[۲۱]

خپل نومونه او د بهرنيانو له خوا ورکول شوی نومونه[سمول]

د دې سیمې عصري نوم په زیاتو ژبو کې معمولا ورته دی او په عمومي توګه د قفقاز او کوکاز تر منځ دی. 

  • ابخازيايي: Кавказ Kavkaz
  • اډيغي: Къаукъаз/с Kʺaukʺaz/s
  • عربي: القفقاز
  • ارمينيايي: Կովկաս Kovkas
  • اوار: Кавказ Kawkaz
  • اذربايجاني: Qafqaz
  • چيچنيايي: Кавказ Kawkaz
  • جورجيايي: კავკასია K'avk'asia
  • الماني: Kaukasien
  • يوناني: Καύκασος Káfkasos
  • انګوشي: Кавказ Kawkaz
  • کراچيا –بارکار: Кавказ Kavkaz
  • کوميک: Къавкъаз Qawqaz
  • کردي: Qefqasya/Qefqas
  • لاک: Ккавкказ Kkawkkaz
  • ليزګي: Къавкъаз K'awk'az
  • مينګيرليني: კავკაცია K'avk'acia
  • اوسيتياي: Кавказ Kavkaz
  • فارسي: قفقاز
  • روسي: Кавказ Kavkaz
  • روتول: Qawqaz Kavkaz
  • ترکي: Kafkas/Kafkasya
  • اوکراين: Кавказ Kavkaz

سياسي جغرافيه[سمول]

د شمالي قفقاز سیمه د سیسکوکاسیس په توکه پیژندل کیږي، په داسې حال کې چې د سويلي قفقاز سیمه په عام ډول د ­ټرانسکوکاسیس په توګه پیژندل کیږي.

سیسکوکاسیس کې په زیاته کچه د لوی قفقاز غرونو لړۍ شامله ده. دا د سويلي روسیې، په عمده توګه په شمالي قفقاز فدرالي ولسوالۍ خپلواکو جمهوریتونو او د ګرجستان او اذربایجان شمالي برخو مشتمله ده. سیسکوکاسیس په لوېدیځ کې د تور سمندرګي، ختیځ ته د کسپین سمندر، او په شمال کې د جنوبي فدرالي ولسوالۍ سره پوله لري. دا دواړه فدرالي ولسوالۍ په ګډه د (سويأي روسیې) په نوم یادیږي.

د ټرانسیسکوکاسیس شمال کې د لوی قفقاز لړۍ او جنوبي روسیې، لوېدیځ کې د تور سمندر او ترکیې سره، ختیځ ته د کسپین سمندر او سويل ته د ایران سره پوله لري. دا د کوچني قفقاز غرنۍ لړۍ او شاوخوا ښکته ځمکې لري. ارمینیا، اذربایجان (له شمالي برخو پرته) او جورجیا (له شمالي برخو پرته) ټول په سويلي قفقاز کې دي.

د لوی قفقاز د لړۍ په اوږدو کې د اوبو ډنډونه د ځینو سرچینو له خوا د اروپا او سويل لوېدیځې آسیا ترمنځ د ویش کرښه ګڼل کیږي. د دې له مخې، د قفقاز تر ټولو لوړه څوکه، د البرس غر (۵۶۴۲ متره) په لوېدیځ سیسکوکاسیس کې موقعیت لري چې په اروپا کې ترټولو لوړه نقطه بلل کیږي. د «کوما-منیچ» ژوره چې هغه جیولوژیکي ژورتيا ده، د روسیې ځمکه د شمالي قفقاز له ځمکې څخه بیلوي، ډېر خله د کلاسیک او غیر برتانوي سرچینو له خوا د اروپا او اسیا ترمینځ طبیعي او تاریخي پوله ګڼل کیږي. بل نظر دا دی چې د «کورا» او «ریوني» سیندونه دا پوله یا حتی د «اراس» سیند په نښه کوي.

قفقاز د ژبې، دود او جغرافیې له نظره یوه متنوعه سیمه ده. هغه ملتونه چې نن ورځ قفقاز ځينې جوړ دی، د شوروي څخه وروسته ګرجستان (د ادجارا او ابخازیا په ګډون)، اذربایجان (د نخچیوان په ګډون)، ارمنستان او د روسیې فدراسیون دي. د روسیې په څانګو کې د ساعت په ترتیب سره داغستان، چیچنیا، انګوشتیا، شمالي اوسیتیا – الانیا، کباردینو – بالکاریا، کراچې – چیرکیسیا، اډیګیا، کراسنودار کرای او سټاورپول کرای شامل دي. [۲۲]

په دې سيمه کې درې سيمې د خپلواکۍ ادعا کوي، خو يواځې د څو ادارو له خوا په رسمیت پیژندل شوي: ارتسخ، ابخازیا او جنوبي اوسیتیا. ابخازیا او جنوبي اوسیتیا په لویه کچه د نړیوالې ټولنې له خوا د جورجیا د یوې برخې په توګه پیژندل کیږي او ارتسخ د اذربایجان د یوې برخې په توګه پیژندل کیږي.[۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Shamil Shetekauri et al., Mountain Flowers and Trees of Caucasia; Pelagic Publishing Limited, 2018, کينډۍ:ISBN.
  2. John L. Esposito, Abdulaziz Sachedina (2004). "Caucasus". The Islamic World: Past and Present. Volume 1. Oxford University Press USA. کينډۍ:ISBN. p. 86 کينډۍ:Registration. Accessed 30 June 2021.
  3. "Caucasus - region and mountains, Eurasia". Encyclopædia Britannica. 
  4. "Russia, Geography". The World Factbook. Central Intelligence Agency. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Caucasus - region and mountains, Eurasia". Encyclopædia Britannica. “West of the Kura-Aras Lowland rises the Lesser Caucasus range, which is extended southward by the Dzhavakhet Range and the Armenian Highland, the latter extending southwestward into Turkey.” 
  6. "The languages of the Caucasus". Language Log. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pliny the Elder, Natural History, vi.(19).50.
  8. Kretschmer, Paul (1928). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Weiteres zur Urgeschichte der Inder"] (in de). Zeitschrift für vergleichende Sprachforschung auf dem Gebiete der indogermanischen Sprachen [Journal of Comparative Linguistic Research into Indo-European Philology] 55: 75–103. 
  9. Kretschmer, Paul (1930). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Zeitschrift für vergleichende Sprachforschung auf dem Gebiete der indogermanischen Sprachen [Journal of Comparative Linguistic Research into Indo-European Philology]]. 57. pp. 251–255. 
  10. Vasmer, Max Julius Friedrich (1953–1958). "Russisches etymologisches Wörterbuch". Indogermanische Bibliothek herausgegeben von Hans Krahe. Reihe 2: Wörterbüche [Indo-European Library Edited by Hans Krahe. Series 2: Dictionaries] 1. Heidelberg: Carl Winter. 
  11. کينډۍ:Cite conference
  12. George Anchabadze. "The Vainakhs (The Chechen and Ingush)" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 25, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Qoranashvili, G. Questions of Ethnic Identity According to Leonti Mroveli's Historical Chronicles, Studies, Vol. 1. Tbilisi. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Vasmer, Max Julius Friedrich (1953–1958). "Russisches etymologisches Wörterbuch". Indogermanische Bibliothek herausgegeben von Hans Krahe. Reihe 2: Wörterbüche [Indo-European Library Edited by Hans Krahe. Series 2: Dictionaries] 1. Heidelberg: Carl Winter. 
  15. Schrader, Otto (1901). Reallexikon der indogermanischen Altertumskunde: Grundzüge einer Kultur- und Völkergeschichte Alteuropas [Real Lexicon of the Indo-Germanic Antiquity Studies: Basic Principles of a Cultural and People's History of Ancient Europe] (په الماني ژبه کي). Strasbourg: Karl J. Trübner. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Room, Adrian (1997). Placenames of the World: Origins and Meanings of the Names for over 5000 Natural Features, Countries, Capitals, Territories, Cities, and Historic Sites. Jefferson, NC: McFarland & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-0172-7. *kau-meaning. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Caucasus - region and mountains, Eurasia". Encyclopedia Britannica. “Caucasia includes not only the mountain ranges of the Caucasus proper but also the country immediately north and south of them. The land north of the Greater Caucasus is called Ciscaucasia (Predkavkazye, or “Hither Caucasia”) and that south of it is Transcaucasia (Zakavkazye, or “Farther Caucasia”).” 
  18. Mikaberidze, Alexander (6 February 2015). Historical Dictionary of Georgia. Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-4146-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gocheleishvili, Iago. "Caucasus, pre-900/1500". Encyclopaedia of Islam, THREE. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gocheleishvili, Iago. "Caucasus, pre-900/1500". Encyclopaedia of Islam, THREE. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bolatojha J. "Древняя родина Кавкасов [The Ancient Homeland of the Caucasus]", p. 49, 2006.
  22. "The Caucasus: Land of Diverse Cultures - The University of Chicago Library News - The University of Chicago Library". www.lib.uchicago.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Non-recognition and engagement. The EU's policy towards Abkhazia and South Ossetia | European Union Institute for Security Studies". www.iss.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Spectrum of Georgia's Policy Options Towards Abkhazia and South Ossetia". E-International Relations (په انګلیسي ژبه کي). 2020-03-02. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)