هېواد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هغه جغرافيايي سيمه يا خاوره ، چې ټاكلې پولې او دولتي خپلواكي ولري ، يا هم د كوم بل دولت تر واك لاندې وي ( مستعمره وي ، يا تر حمايي لاندې وي ) د هېواد په نامه ياديږي . د هېواد د ويي ( كليمې ) مانا نه يوازې خاوره ده ، بلكې ددغې خاورې وگړي هم دي . هېواد همدا راز په راتلونكې كې د بشپړ دولت د جوړوېدو وسيله او ددغې خاورې د هر غړي لپاره په مطلق ډول واحد قوانين دي .

هېواد او كه دولت

كه څه هم د هېواد او دولت كليمې ډېرى وختونه د هم مانا كليمو په توگه كاريږي ، خو د دوى ترمنځ ډېر توپير شتون لري . دولت د واك د هغه سياسي غونډال ( سېستم ) مانا لري ، چې په ټآكلې خاوره كې رامنځته شوى وي . خو د هېواد د كليمې مانا د خاورې د كولتوري ، جغرافيايي او نورو فاكټورونو سره تړاو لري . د هېواد ويي د دولت تر كلېمې لږه رسمي ده . د ساري په توگه اروپايي ټولنه په خپل ذات كې هغه هېواد دى ، چې د اروپا ډېر دولتونه پكې شامل دي ( جمهوريتونه ، خانۍ ، شاهي او داسې نور ) . بله بېلگه به راوړو : د كمونيستي پېر پولېنډ او د اوسني پولېنډ هېواد هماغه يو هېواد دى ، خو دولت يې بدل شوى او بل دى .

دا هم وگورئ

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Страна