اهل سنت او جماعت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سني اسلام، د اسلام ترټولو ډېره لویه څانګه ده چې د نړۍ له مسلمانانو څخه ۸۵- ۹۰ سلنه پيروان لري. نوم یې د سنت کلمې څخه اخیستل شوی چې د محمد صلی الله علیه وسلم سیرت ته اشاره کوي. د سني او شیعه مسلمانانو تر منځ توپیرونه د محمد صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي پر سر د اختلاف له امله رامنځ ته شول او وروسته یې پراخ سیاسي اهمیت او همدارنګه دیني او فقهي اړخونه ترلاسه کړل. د سني روایتونو پر بنسټ، محمد صلی الله علیه وسلم کوم ځای ناستی نه دی پرېښودلی او د ثقیفه پېښې (غونډې) ګډون کوونکو ابوبکر (رض) د راتلونکي (لومړي خليفه) په توګه وټاکه. دا د شیعه ګانو له نظر سره په تضاد کې دی، چې وايي محمد صلی الله علیه وسلم خپل زوم او د تره زوی علي بن ابي طالب (رض) د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه.    [۱][۲][۳][۴][۵]

د سني  ډلې لارویانو ته په عربي کې د اهل سنت والجماعت ("د سنت او ټولنې خلک") یا په لنډه توګه اهل سنت ویل کېږي. عقایدو او عملونو ته يې کله کله په انګلیسي کې تسنن ویل کېږي، په داسې حال کې چې لارویان یې د سني مسلمانانو، سنيانو، سنيان او اهل سنت په نوم يادېږي. سني ډلې ته کله کله "حنیفي اسلام" هم ویل کېږي، که څه هم ځینې پوهان دا ژباړه نامناسبه بولي.   [۶][۷][۸][۹][۱۰]

قرآن کریم او حدیثونه (په ځانګړې توګه کوم چې په کتب السته کې راټول شوي) او اجماع  په سني ډله کې د ټولو دودیزو فقو بنسټ جوړوي. شرعي احکام له همدغو بنسټيزو سرچینو څخه د قیاسي استدلال، د عامه هوساينې او د فقهي مصلحت په پام کې نيولو سره، د فقهې له اصولو څخه په ګټې چې د دودیزو شرعي مکتبونو (فرقو) له خوا رامنځته شوي دي، اخیستل کېږي. په عقیدوي مسائلو  کې، سني عقیده د ایمان (عقیدې) په شپږو رکنو ولاړه ده او د کلام (دین پوهنې) اشعري او ماتریدي فرقې او همدارنګه د متن پوهې فرقه چې د دودیزې دین پوهنې په نوم پېژندل کېږي، تر خپل چتر لاندې راوړي.    

اصطلاح پېژندنه[سمول]

سنت[سمول]

سنت، چې له مخې يې سنيان نومول کېږي، پخوانۍ عربي اصطلاح ده او له اسلام څخه د پخوا دوران په ژبو کې ریښه لري. دا هغو دودونو ته کارول کېده چې ډېر خلک یې لارویان وو. د درېم سني خلیفه عثمان ابن عفان (رض) له شهادت وروسته دې اصطلاح ډېر سیاسي اهمیت پیدا کړ. ویل کېږي چې د علي (رض) ابن ابي طالب نامتو لاروي مالک الاشتر د صفین د جګړې پر مهال د دې اصطلاح په وسیله چې د علي (رض) دښمن معاویه بن ابي سفیان د سنت وژني، لښکر هڅوو. له جګړې وروسته پر دې توافق وشو چې د جګړې د حل لپاره باید د "صالح سنت، یووالی راوستونکي، نه د تفرقه اچوونکې" ("اسد السنة العدل الأماعة اعیر المفرقه") باندې مشوره وشي. دا چې کوم وخت د سنت اصطلاح د " پیغمبر سنت " (سنت النبی) لنډه بڼه شوه لا تر اوسه معلومه نه ده. د امويانو خلافت پر مهال څو سياسي خوځښتونو د "خدای د کتاب (قرآن) او د هغه د پیغمبر د سنت په نوم خپلې جګړې رهبري کړې چې له دې جملې شيعه او خوارج وو چې د دولت د جوړولو پر وړاندې يې بغاوت وکړ؛ د سنت اصطلاح د دويمې کورنۍ جګړې (۹۲-۶۸۰) په ترڅ کې د شیعه عقیدې (تشیعو) څخه نیوکه کوونکي مفهومونه ترلاسه کړل. د مسروق بن الصدق (۶۸۳ کال کې مړ شوی) چې په کوفه کې مفتي و لیکلي چې د لومړيو دوو خليفه ګانو ابوبکر (رض) او عمر ابن خطاب (رض) سره یې مينه لرله او د هغوی لومړيتوب (فضائل) یې منل. د مسروق شاګرد، عالم الشعبي (د ۷۲۱ او ۷۲۹ کلونو تر منځ مړ شوی) چې په کوفه کې د کورنۍ جګړې پر مهال لومړی د شیعه ګانو پلوي وکړه، خو د دوی د تعصب له امله په غوسه وګرځېد او په پای کې یې پرېکړه وکړه چې د امويانو خلیفه عبدالملک سره یوځای شي او د سنت مفهوم یې مشهور کړ. همدارنګه الشعبي روایت کوي چې هغوی د کرکې له مخې عایشه بنت ابي بکر ته سپکاوی کړی او دا یې له سنت څخه سرغړونه وګڼه.   [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د اهل سنت یا اهل سنت والجماعت د اوږدو کلمو پر ځای د سنیانو لپاره د یوې ډلې نوم په توګه د سنت اصطلاح نسبتاً یوه نوې پدیده ده. ښایي ابن تیمیه و چې په لومړي ځل یې دا لنډه اصطلاح  وکاروله. وروسته د اسلامي اتحاد پوهانو لکه د محمد رشید ردا له لوري د هغه په السنه و الشیعه و الوھابیه و رفیضا رساله کې مشهور شو: حاقایق دینیہ التعریضی او شیعیه اییحیماء (سنت او شعیه، یا وهابیت او رافضیزم: دیني تاریخ، د ټولنپوهنیز او اصلاح کوونکي حقایق") چې په ۱۹۲۸-۲۹ میلادي کال کې خپره شوه. په عربي خبرو اترو کې کله چې وغواړي د شیعه ګانو سره یې توپیر وشي معمولا د "سنت" اصطلاح د سني مسلمانانو لپاره د نوم په توګه کارول کېږي. "سنت-شيعه" جوړه اي کلیمه هم په لوېديځو څېړنيزو ادبياتو کې کارول کېږي ترڅو د سني- شيعه توپير څرګند کړي.  [۱۶][۱۷][۱۸]

اهل سنت[سمول]

د اهل سنتو لپاره یو له لومړنیو اثباتي اسنادو څخه د بصري عالم محمد ابن سیري (۷۲۸ کال کې مړ شوی) څخه اخیستل کېږي. د مسلم بن الحجاج په صحیح روایت کې راغلي دي: "پخوا به د اسناد په اړه چا پوښتنه نه کوله، خو کله چې فتنه پیل شوه، یو چا وویل: موږ ته د خپلو خبر ورکوونکي نومونه ووایه". نو یو چا به بیا ځواب ورکوو: که د سنتو خلک به وو، حدیث (خبر) به یې منل کېده، خو که دوی بدعت کاران وی، حدیث (خبر) به یې نه منل کېده". جي اچ اې جوینبول داسې و انګېرل، چې په دې بیان کې د فتنې اصطلاح د عثمان بن عفان (رض) له شهادت وروسته په لومړۍ کورنۍ جګړې (۶۶۱-۶۶۵) پورې تړاو نه لري، بلکې په دویمې کورنۍ جګړې (۶۸۰-۶۹۲) پورې تړاو لري چې اسلامي ټولنه په څلور ډلو (عبدالله بن الزبیر، امویان، شیعه د مختار بن ابی عبید تر مشرۍ لاندې او خوارج) باندې ووېشل شوه. د اهل سنت اصطلاح په دې حالت کې هغه چا ته ویل کېده چې د جنګ د مختلفو پلوو له بدعتي لارښوونو څخه لېرې وو.   [۱۹][۲۰][۲۱]

د اهل سنتو اصطلاح تل د ستاینې وړ نوم و. ابوحنيفه (۷۶۹ کال کې وفات شوی) چې له مرجئیه سره يې موافقه درلوده، ټينګار يې کاوه چې دا خلک صالحان او اهل سنت دي (اهل العدل و اهل سنت). د جوزف وان ایس په وینا دا اصطلاح د "عزتمند او صادق مومن خلکو" معنی نه درلوده. د احنافو په منځ کې د اهل سنت او اهل العدل ( صالحان خلک) نومونه د اوږدې مودې لپاره د بدلون وړ وو. په دې توګه حنفي ابو القاسم سمرقندي (۹۵۳ کال کې مړ شوی) چې د سامانيانو لپاره يې د دیني اصولو کتاب ولیک چې کله به يې د خپلې ډلې لپاره يوه کلیمه او کله به یې بله کاروله.     [۲۲][۲۳][۲۴]

د اهل سنت پلوی صاحب سنت (د سنت لاروی) و. دا اصطلاح د عبدالله بن المبارک ( ۷۹۷ کال کې مړ شوی) د بېلګې په توګه د هغه چا لپاره وکاورله چې د شیعه، خوارجو، قدریانو او مرجئیانو له ښوونو ځان لرې ساتي. له دې سره، د نسبي صفت سنت هم د مفرد کس لپاره کارول کېده. په دې توګه نقل شوي چې د قرآن له کوفي عالم ابوبکر بن عويش (۸۰۹ کال مړ شوی) څخه پوښتنه وشوه چې هغه څنګه سني شو. هغه داسې ځواب ورکړ: هغه څوک، چې کله د بدعتونه څخه یاودنه کېږي، د دوی په اړه هېڅ نه تحریک کېږي. د اندلیسي عالم ابن حزم (۱۰۶۴ کال مړ شوی) وروسته ښوونه وکړه، هغه څوک چې په اسلام اقرار کوي په څلورو ډلو باندې یې کولای شو ووېشو: اهل سنت، معتزليان، مرجئیان، شیعه ګان او خوارج. دلته معتزلیانو د قدریانو ځای ونیو.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

په نهمه پېړۍ کې د نورو مثبتو ضمایمو پر مټ د اهل سنت د اصطلاح په پراخولو پیل وشو. ابوالحسن اشعري د خپلې ډلې لپاره لکه د اهل سنت والاستقامت (د سنت او رښتنوالۍ خلک)، اهل سنت والحديث (د  سنت او  حدیث خلک) یا اهل الحق و السنة (د حق او سنت خلک) اصطلاح ګانې کارولې دي.   [۲۹][۳۰]

دا هم وگورئ[سمول]

  1. "Sunni Islam". The Oxford Dictionary of Islam. (2014). Ed. John L. Esposito. Oxford: Oxford University Press.  Archived 2010-10-28 at the Wayback Machine.
  2. Tayeb El-Hibri, Maysam J. al Faruqi (2004). "Sunni Islam". The Encyclopedia of the Modern Middle East and North Africa (Second). Ed. Philip Mattar. MacMillan Reference. 
  3. Madelung, Wilferd (1997). The Succession to Muhammad. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-64696-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fitzpatrick, Coeli; Walker, Adam Hani (2014). Muhammad in History, Thought, and Culture: An Encyclopedia of the Prophet of God [2 volumes]. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61069-178-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jafri, Syed Husain Mohammad (27 August 1976). The Origins and Early Development of Shi'a Islam (Millennium (Series)) (The Millennium (Series).). Karachi, Pakistan: Oxford University Press (First Published By Longman Group Ltd and Librairie du Liban 1979). د کتاب پاڼي 19–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195793871. The Shi'a unequivocally take the word in the meaning of leader, master and patron and therefore the explicitly nominated successor of the Prophet. The Sunnis, on the other hand, interpret the word mawla in the meaning of a friend or the nearest kin and confidant. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Sunnism". -Ologies & -Isms. The Gale Group. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. John Richard Thackrah (2013). Dictionary of Terrorism (الطبعة 2, revised). Routledge. د کتاب پاڼې 252. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-16595-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Nasir, Jamal J., المحرر (2009). The Status of Women Under Islamic Law and Modern Islamic Legislation (الطبعة revised). Brill. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004172739. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. George W. Braswell (2000). What You Need to Know about Islam & Muslims (الطبعة illustrated). B&H Publishing Group. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8054-1829-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. An Introduction to the Hadith. John Burton. Published by Edinburgh University Press. 1996. p. 201. Cite: "Sunni: Of or pertaining sunna, especially the Sunna of the Prophet. Used in conscious opposition to Shi'a, Shi'í. There being no ecclesia or centralized magisterium, the translation 'orthodox' is inappropriate. To the Muslim 'unorthodox' implies heretical, mubtadi, from bid'a, the contrary of sunna and so 'innovation'."
  11. Ess: Der Eine und das Andere. 2011, Bd. II, S. 1271.
  12. Ess: Der Eine und das Andere. 2011, Bd. II, p. 1272. (German)
  13. Patricia Crone und Martin Hinds: God's Caliph. Religious authority in the first centuries of Islam. Cambridge University Press, Cambridge, 1986. S. 59–61.
  14. Abū Yūsuf Yaʿqūb ibn Sufyān al-Fasawī: Kitāb al-Maʿrifa wa-t-tārīḫ. Ed. Akram Ḍiyāʾ al-ʿUmarī. 3 Bde. Bagdad: Maṭbaʿat Aršād 1975. Bd. II, p. 813. Digitalisat.
  15. Šams ad-Dīn aḏ-Ḏahabī: Siyar aʿlām an-nubalāʾ. Ed. Šuʿaib al-Arnāʾūṭ. 11. Aufl. Muʾassasat ar-Risāla, Beirut, 1996. Bd. IV, S. 300. Digitalisat
  16. Ibn Taimīya: Minhāǧ as-sunna an-nabawīya. Ed. Muḥammad Rašād Sālim. Ǧamiʿat al-Imām Muḥammad Ibn-Saʿid, Riad, 1986. Bd. II, S. 221, 224. Digitalisat
  17. Muḥammad Rašīd Riḍā: as Sunna wa-š-šiʿa au al-Wahhābīya wa-r-Rāfiḍa: Ḥaqāʾiq dīnīya taʾrīḫīya iǧtimaʿīya iṣlaḥīya. Kairo 1928/29. Digitalisat Wikisource
  18. So zum Beispiel bei Mohammad Heidari-Abkenar: Die ideologische und politische Konfrontation Schia-Sunna: am Beispiel der Stadt Rey des 10. – 12. Jh. n. Chr. Inaugural-Dissertation Köln 1992 und Ofra Bengo und Meir Litvak: The Sunna and Shi'a in history. Division and ecumenism in the Muslim Middle East. 1. Aufl. Palgrave Macmillan, New York, 2011.
  19. Ṣaḥīḥ Muslim, Muqaddima, Bāb anna al-isnād min ad-dīn wa-ʾanna r-riwāya lā takūn illā ʿan aṯ-ṯiqāt
  20. G.H.A. Juynboll: Muslim tradition. Studies in chronology, provenance and authorship of early ḥadīṯ. Cambridge University Press, Cambridge u. a. 1983. S. 17f.
  21. Zaman: Religion and politics under the early ʿAbbāsids. 1997, S. 49.
  22. Abū Ḥanīfa: Risāla ilā ʿUṯmān al-Battī. Ed. Muḥammad Zāhid al-Kauṯarī. Kairo, 1949. S. 38. Digitalisat.
  23. Ess: Der Eine und das Andere. 2011, Bd. II, S. 1273.
  24. Ulrich Rudolph: Al-Māturīdī und die sunnitische Theologie in Samarkand. Brill, Leiden 1997. S. 66.
  25. Juynboll: “An Excursus on ahl as-sunnah”. 1998, S. 321.
  26. Ibn Abī Yaʿlā: Ṭabaqāt al-Ḥanābila. 1952, Bd. II, S. 40.
  27. Abū l-Qāsim Hibatallāh al-Lālakāʾī: Šarḥ uṣūl iʿtiqād ahl as-sunna wa-l-ǧamāʿa. 8. Aufl. Ed. Aḥmad Saʿd Ḥamdān. Wizārat aš-šuʾūn al-islāmīya, Riad, 2003. Bd. I, S. 65. Digitalisat – Engl. Übers. bei Juynboll: “An Excursus on ahl as-sunnah”. 1998, S. 319.
  28. Ibn Ḥazm: al-Faṣl fi-l-milal wa-l-ahwāʾ wa-n-niḥal. Ed. Muḥammad Ibrāhīm Naṣr; ʿAbd-ar-Raḥmān ʿUmaira. 5 Bde. Dār al-Ǧīl, Beirut 1985. Bd. II, S. 265.
  29. Ess: Der Eine und das Andere. 2011, Bd. II, S. 1274.
  30. So al-Ašʿarī: Kitāb al-Ibāna ʿan uṣūl ad-diyāna. S. 8. – Engl. Übers. S. 49.