حج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حرم شريف
حج د اسلام يو مهم عبادت او د د اسلام د پنځه ستنو څخه پنځمه ستن ده ۔هر کال مسلمانان د سعودي عرب ښار مکه معظمې ته ځي او هلته عبادتونه کوي د دغه عبادتونو مجموعې ته حج او دغه عبادتونو ته د حج مناسک ويلی کيږي۔ په اسلام کې حج هر هغه بالغ مسلمان باندې فرض دی کوم چې د حج کولو طاقت لري۔حج په ژوند کې يو ځل فرض دی لکه څنگه چې قرآن مجيد کې ويلی شوي دي چې  وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ  هم دا رنگې رسول الله (ص) فرمايي:
د اسلام بنياد په پنځه ستنو باندې دی، د لااله الا الله گواهي ورکول،مونځ کول،زکوة وکول، د روژې په مياشت کې روژه کېدل اور حج کول
د حج مناسک هر کال په اسلامي نېټه په 8 ذوالحجه شورو کيږي۔ حاجيان له ټولو لومړی په د حج په ميقات کې احرام وتړي او بيا د کعبې د زيارت لپاره مکې ته ورسي۔مکې ته چې ورسي هلته طوافِ قدوم وکړي۔ بيا مېنا ته لاړ شي هلته يوم الترويه تېرولو څخه وروستو عرفات ته لاړشي ، په عرفات کې يوه ورځ هسار شي د عرفات دې ورځ ته يوم العرفه ويلی کيږي۔

د حج اهميت

حج د اسلام ډېړ مهم عبادت دی په هر هغه مسلمان چې د حج کولو طاقت لري،په ژوند کې يو ځل فرض دی۔رسول الله فرمايي الله په تاسې حج فرض کړی دی نو ځکه حج کوئ، يو بل ځای کې رسول الله فرمايي: د اسلام بنياد په پنځه ستنو باندې دی، د لااله الا الله گواهي ورکول،مونځ کول،زکوة وکول، د روژې په مياشت کې روژه کېدل اور حج کول۔

د رسول الله (ص) ځخه یو ځل چا پوښتنه وکړه چې کوم عمل غوره دی ؟ هغه پ ځواب کې وفرمايل « الایمان بالله » یعني په الله ایمان لرل . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الجهاد في سبیل الله » یعني د الله په لیار کې جهاد کول . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الحج مبرور» یعنې حج چې پکې د گناه نه ځان ژغورل شوی وي . د بیت الله نه د طواف په دوران کې د هر قدم په ایښودلو د مسلمان گناه لیرې کیږي او مقابل کې ورته نیکي لیکل کیږي . په بیت الله کې یو لمونځ په لکونو لمونځونو حسابیږي او همدا راز په مسجد نبوي کې یو لمونځ په زرگونو لمونځونو حسابیږي . د حج په باره کې الله پاک داسې فرمایلي دي «او نیکي کوۍ او بیشکه چې خدای (ج) محبت کوي له نیکو کارو سره او پوره کړۍ حج او عمره د الله لپاره  » .

همدا په دې سبب د کعبې شریفې د طواف تر څنگ د صفا او مروه تر منځ د شریعت د اصولو په چوکاټ کې مزل کول د حج له ارکانو څخه مهم رکن دی ، صفا او مروه په مکه معظمه کې د کعبې شریفې تر څنگ هغه دوه غونډۍ دي چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپله میرمن هاجره بي بي د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه السلام سره د همدې دوه غونډیو تر منځ پریښودل . هاجرې بي بي د تندې او اوبو د نشتوالي له کبله د دې دوه غونډیو تر منځ منډې رامنډې کړې چې پایله کې الله پخپل قدرت د حضرت اسمعیل (ع) د پښو په وهلو سره د زم زم چینه روانه کړه چې اوس ترې د نړۍ ټول مسلمانان د حج د مراسمو پر مهال د تبرک لپاره اوبه څښکي۔

د حج فرض کېدلو شرطونه

که چیرته یو مسلمان په کوز ورکړی شوي شرایطو برابر وي باید په خپل ژوند کې یو وار د بیت الله حج ادا کړي:

  • آزادي: باید غلام نه وي
  • عقل: باید لیونی نه وي
  • بلوغت: باید صغیر نه وي
  • صحت: مریض نه وي
  • د لیاری او حج ته د رسیدو قدرت او امکانات

د حج مناسک

هر کال د حج کوونکو شمېر

کال هجري کال د سعودي عرب دننه څخه حجاج د نورو هېوادونو څخه حجاج ټول
1920 1338 58,584
1921 1339 57,255
1922 1340 56,319
1996 1416 784,769 1,080,465 1,865,234
1997 1417 774,260 1,168,591 1,942,851
1998 1418 699,770 1,132,344 1,832,114
1999 1419 775,268 1,056,730 1,831,998
2000 1420 571,599 1,267,555 1,839,154
2001 1421 549,271 1,363,992 1,913,263[۱]
2002 1422 590,576 1,354,184 1,944,760[۲]
2003 1423 610,117 1,431,012 2,041,129[۲]
2004 1424 592,368 1,419,706 2,012,074[۲]
2005 1425 629,710 1,534,769 2,164,469[۲][۳]
2006 1426 573,147 1,557,447 2,130,594[۲][۴]
2007 1427 746,511 1,707,814 2,454,325[۲][۵][۶]
2008 1428 1,729,841[۲][۷]
2009 1429 154,000 1,613,000 2,521,000[۸]
2010 1430 989,798 1,799,601 2.8 million[۹]
2011 1431 1,099,522 1,828,195 2,927,717[۱۰]
2012 1432 1,408,641 1,752,932 3,161,573[۱۱]
2013 1433 700,000 (تقریبا) [۱۲] 1,379,531 [۱۳] 2,061,573 (تقریبا)
2014 1435 700,000 (تقریبا)[۱۴] 1,389,053[۱۵] 2,089,053 (تقریبا)[۱۴]

نور ولولئ

سرچينينې

  1. "Successful culmination of Hajj 1421". سعودی عرب سفارت خانہ. 2001-03-09. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶
  3. "Prince Abdulmajeed declares Hajj 1425 a success". سعودی عرب سفارت خانہ. 2005-01-25. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "More than 2.3 million pilgrims perform the Hajj this year". سعودی عرب سفارت خانہ. 2006-12-30. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "More than 1.7 million pilgrims have arrived in Saudi Arabia for the Hajj". سعودی عرب سفارت خانہ. 2007-12-17. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ""Saudi Central Department of Statistics"". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Record number of pilgrims arrive for Hajj". سعودی عرب سفارت خانہ. 2008-12-06. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "2,521,000 million pilgrims participated in Hajj 1430". سعودی عرب سفارت خانہ. 2009-11-29. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "2.8 million pilgrims participated in Hajj 1431". سعودی عرب سفارت خانہ. 2010-11-18. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "2,927,717 pilgrims performed Hajj this year". سعودی عرب سفارت خانہ. 2011-11-06. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "3,161,573 حجاج کرام اس سال فریضہ حج ادا کیا". سعودی عرب سفارت خانہ. اکتوبر 27، 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  12. "Two million pilgrims taking place in Hajj". Euronews. October 14, 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "1,379,531 188 ممالک سے حج کے لئے پہنچے". سعودی عرب سفارت خانہ. اکتوبر 13، 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ (په 6 اکتوبر 2014 باندې). Pilgrims stone 'devil' in last major Haj ritual; Eid Al-Adha begins. Arab News
  15. "Small increase in foreign pilgrims". سعودی عرب سفارت خانہ. 2 October 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه 7 اکتوبر 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)