اسلامي فلسفه
لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
اسلامي فلسفه په فلسفه کې یو بدلون دی او ځانګړنه یې دا ده چې، په اسلامي عقیده کې رېښې لري. په دودیز ډول په اسلامي نړۍ کې دوه اصطلاحات فلسفې کارول کېږي، لومړی فلسفه د کیلمې په اصلي معنا چې منطق، ریاضیات او فزیک ته راجع ده؛ دویمه اصطلاح «کلام» چې، د کیلمې په اصلي معنا «خبرو» ته ویل کېږي او د اسلامي عقایدو عقلپلوې بڼې ته راجع کېږي. [۱] لومړنۍ اسلامي فلسفه، له ابو یوسف یعقوب الکندي سره د اسلامي جنترۍ په دویمه پېړۍ کې (تر میلاد وروسته د نهمې پېړۍ په لومړیو کې) پیل شوه او په شپږمه هجري پېړۍ کې (د دولسمې میلادي پېړۍ په وروستیو کې) له ابن رشد سره پای ته ورسېده، دا نژدې له هغې دورې سره برابره ده چې، د اسلام زرینه دوره بلل کېږي. د ابن رشد له مړینې سره د اسلامي فلسفې یوه ځانګړې لړۍ پای ته ورسېده، چې معمولاً مشاء اسلامي مکتب بلل کېږي او همدا راز په لویدیځو اسلامي هېوادونو، لکه: اندلس او شمالي افریقا کې فسلفي فعالیتونه په څرګند ډول مخ پر ځوړ شول. اسلامي فلسفې ډېره موده په ختیځو اسلامي هېوادونو، لکه: صفوي ایران، عثماني سترواکۍ او مغولي سترواکۍ کې دوام درلود چې ګڼ فلسفي مکتبونه په کې مخ پر غوړېدو شول: ابنسینیزم (ابن سینا)، اوریزم (ابن رشد)، د اشراق فلسفه، عرفاني فلسفه، حکمت متعالیه او اسلامي فلسفه. ابن خلدون په خپل کتاب «مقدمه» کې د تاریخ په فلسفه کې مهمه ونډه لرلې. له اسلامي فلسفې سره لېوالتیا د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د عربو د ویښتابه غورځنګ په لړ کې بیا را ژوندۍ شوه او تر ننه دوام لري. اسلامي فلسفې پر مسیحي اروپا د پام وړ اغېز درلود. کله چې لاتیني ژبې ته د عربي فلسفې متنونه وژباړل شول، «د منځنیو پېړیو په لاتینې نړۍ کې نږدې د ټولو فلسفي برخو د بدلېدو لامل شول»، په ځانګړې توګه په طبیعي فلسفه، ارواپوهنه او میتافزیک کې د مسلمانو فیلسوفانو ډېر اغېز څرګند و. [۲] پېژندنهاسلامي فلسفه، هغې فلسفې ته ویل کېږي چې په اسلامي ټولنه کې پنځول کېږي. دا چې دغه فلسفه له دیني مسائلو سره اړونده نه ده او یوازې مسلمانان یې نه پنځوي، له دې امله ډېری څېړونکي غوره ګڼي چې، «عربي فلسفه» وبلل شي. [۳][۴] اسلامي فلسفه، یوه عامه اصطلاح ده چې په بېلابېلو ډولونو تعریفېدای او کارېدای شي. په پراخه کچه کې د اسلامي نړۍلید په معنا ده چې د کایناتو د خلقت او د خالق د ارادې په اړه له اسلامي متنونو څخه را اخیستل شوې ده. په بله معنا هر هغه فکري مکتب ته ویل کېږي چې د اسلامي سترواکي پر مهال یا د عربي ـ اسلامي فرهنګ او اسلامي تمدن تر سیوري لاندې غوړېدلی وي. په تر ټولو کمې کارېدونکې معنا سره هغو ځانګړو فکري مکتبونو ته ویل کېږي چې، تر ډېره د یوناني فلسفې د نظامونو، لکه: د نوې اپلاتوني او ارستويي فلسفې اغېز منعکسوي.[۵][۶] تخلیقي اغېزېد کلاسیکې یا لومړنۍ اسلامي فلسفې اصلي سرچینې پهخپله د اسلام سپېڅلی دین (په تېره له قرانکریم څخه اخیستل شوي او تفسیر شوي عقاید) او یوناني فلسفه ده چې، لومړنیو مسلمانانو ته "له اسلام وړاندې هندي فلسفې" او فارسي فلسفې سره یوځای د فتوحاتو په پایله کې په لاس ورغله. ډېری لومړني فلسفي بحثونه، د دین او عقل پر جوړجاړي متمرکز وو چې، د یونان فلسفه یې د وروستۍ بڼې یا عقل اړونده ده.[۷] لومړنۍ اسلامي فلسفهپه لومړنيو اسلامي افکارو کې چې« داسلام د زرینې دورې» فلسفې ته راجع کېږي او د اتمې او دولسمې پېړیو تر منځ وخت ته ورګرځي، دوه اصلي بهیرونه تشخیصولی شو. لومړی یې «کلام» دی، چې تر ډېره د اسلامي عقایدو د پوښتنو اړوند دی او بل هغه فلسفه ده چې د ارستويي او نوې اپلاتوني فلسفې پر تعبیرونو ولاړه ده. وروستیو فیلسوفانو-دیني پوهانو هڅه وکړه چې، دواړه بهیرونه سره همغږي کړي، په ځانګړې توګه ابن سینا چې ابنسینېزم مکتب یې جوړ کړ، ابن رشد چې اوېرویزم مکتب یې جوړ کړ او نور، لکه: ابن هیثم (الحزن) او ابوریحان البیروني. کلامعلم الکلام، هغه فلسفه ده چې د ډیالکټیک له لارې د اسلامي عقایدو اصول پلټي. دغه کلیمه په عربي ژبه کې کې د لغت له مخې د «خبرو» په معنا ده.[۸] په دویمه هجري پېړۍ کې د عراق د بصرې په عقیدوي مکتب کې نوی خوځښت راڅرګند شو. د بصرې د اوسېدونکي حسن البصري یو شاګرد واصل بن عطا هغه مهال له دې ډلې جلا شو چې، له خپل استاد سره یې په دې اختلاف رامنځته شو چې، که مسلمان کبیره ګناه وکړي، ایا ایمان یې باطلېږي که نه. ده د پخوانیو په ځانګړې توګه قادریه او جباریه فرقو سختدرېځي نظریات منظم کړل او دغه نوی مکتب یې معتزلة ونوماوه. معتزلهیان، د سختدرېځې عقلپلوۍ په لټه کې وو چې د هغې له مخې اسلامي عقاید تفسیر کړي. د دوی هڅې په اسلام کې د عقلپلوو عقایدو د پيروۍ لومړنۍ هڅې وې. سره له دې چې، پر دوی نورو اسلامي فیلسوفانو، لکه: ماتریديهیانو او اشاعرهوو سختې نیوکې وکړې. لوی اشاعره عالم فخرالدین رازي د معتزلهوو پر ضد «المتکلمین في علم الکلام» کتاب ولیکه. [۹] فلسفهفلسفه له یوناني ژبې څخه یو پور شوی لغت دی چې (د یوناني ژبې philosophia تلفظ پر فلسفه بدل شوی). تر نهمې پېړۍ وروسته د خلیفه مامون او د هغه د ځایناستي لهخوا د یونان فلسفه عربو ته راوړل شوه او د مشاء مکتب تکړه استازي پیدا کړل. له دې ډلې الکندي، فارابي، ابن سینا او ابن رشد وو. بل بهیر چې اخوان الصفا یې استازیتوب کاوه، د اپلاتوني او نیوفیثاغورثي نړۍلید د اساسي تشرېح لپاره یې ارستويي ژبه کاروله. د عباسي خلافت په دوران کې یو شمېر مفکرینو او علماوو چې ځينې یې ګمراه مسلمانان یا غیر مسلمانان وو، مسیحي لویدیځ ته د یوناني، هندويي او له اسلام وړاندې نورو علومو په لېږد کې رول درلود. دوی په مسیحي اروپا کې د ارستو په پېژندلو کې مرسته وکړه. درېیو نظري مفکرینو: «فارابي، ابن سینا او الکندي» ارستوپالنه او نویاپلاتونیزم، له نورو هغو مفکورو سره یوځای کړل چې، د اسلام له لارې رامنځته شوې دي. د اسلامي فلسفې په اړه سرچینېلاندې کتابونه د اسلامي فلسفې په اړه دېر مشهور دی:
نامتو مسلمان فیلسوفان
بهرنې تړناخځیلکونه
|