انارشيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

انارشيزم يوه سياسي فلسفه او خوځښت دی، په هر ډول واکمنۍ شک لري او هر ډول غیر ارادي او د زور واکمني ردوي. انارشيزم د دولت د لغوه کولو غوښتنه کوي او غير اړين، نا مطلوب او زيان رسوونکی يې بولي. له تاریخي اړخه د يوه کیڼ اړخ خوځښت په توګه چې په سياسي ډګر کې ډېر لرې چپ اړخ ته اېښودل شوی، دا فلسفه په عام ډول د آزادي غوښتونکي مارکسيزم سره يو ځای د سوسيال خوځښت د آزادي غوښتونکې څانګې (آزادي غوښتونکي سوسياليزم) په توګه معرفي کېږي، د پانکونې ضد او سوسياليزم سره پیاوړی تاريخي يووالی لري.  

انسانانو له اوږدو مودو راهيسې د رسمي دولتونو، قلمرونو او سترواکيو له جوړېدو مخکې ،په داسې ټولنو کې ژوند کړی  دی چې د واکنميو رسمي سلسله مراتب يې نه لرل. د منظمو سلسله مراتبو هستو په راپورته کېدو سره، د واکمنۍ په وړاندې شکونه هم راپورته شول، په نولسمه پېړۍ کې، يو خپل سری سياسي خوځښت راپېدا شو او د واکمنۍ ټولې بڼې يې تر پوښتنو لاندې راوستې. د نولسمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي اود شلمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې، انارشي خوځښت د نړۍ په ډېرو برخو کې پراخ شو او د آزادۍ لپاره د کارګرانو په هلو ځلو کې يې مهمه ونډه ولرله. د انارشۍ ډېری فکري مکتبونه، په همدې پړاو کې جوړ شول. د انارشۍ پلويانو په ډېرو انقلابونو کې برخه واخېسته، د يادولو وړ يې دا دي چې: د پاريس کمون، د روسيې کورنۍ جګړه او د هسپانيې کورنۍ جګړه، دکومو پای چې د کلاسيک انارشيزم پړاو پای ته ورساوه. د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو او د يووېشتمې پېړۍ په لومړيو کې، انارشي خوځښت يو ځل بيا راژوندی کړای شو.

د خپلې خوښې موخو ته د رسېدو لپاره انارشيزم له ډول ډول لارو چارو څخه کار اخلي، کومې چې په ټوليز ډول په انقلابي او تکاملي لارو چارو وېشل کېدای شي، دواړه يو په بل کې په مهم ډول رانغښتي دي، چې يوازې تشرېحي دي. د انقلابي لارو چارو موخه دا ده چې ، دولت او واکمني رانسکوره کړي، کوم چې په تېر کې یې له تاوتریخوالي ډک حالت خپل کړی وي، په داسې حال کې چې د تکاملي لارو چارو موخه دا ده چې، له وړاندې څخه هغه څه انځور کړي، چې د ګډوډۍ او انارشيزم ټولنه به څه ډول وي. انارشي تفکر، نېوکه او عمل په بېلا بېلو بشري ټولنو کې خپله ونډه لرلې ده. په انارشيزم نيوکه کې، دا ادعاوې شاملې دي چې، انارشيزم په خپله دننه کې بې ثباته، له تاوتريخوالي ډک او خيالي دی. 

د لفظ سرچینه، اصطلاحات او تعريف

د انارشيزم لفظي رېښه د لرغوني يونان له «انارخيا» ټکي راوتلی ده چې معنا يې ده؛ «بې له حاکمه»، يو مختاړی لري چې (بې له) دی او د «ارخوس» معنا («رهبر» يا«حاکم») ده. د ازم وروستاړی يې د اوسنۍ نظرياتي انارشۍ څرګندونه کوي. انارشيزم په انګليسي ژبه کې له ۱۶۴۲ز کال څخه راڅرګند شوی او انارشي له ۱۵۳۹ز کال څخه. له دې وړاندې په انګليسي ژبه کې دا څرګندونه د بې نظمۍ په ډول سره کېده. په فرانسوي انقلاب کې ډېرو ډلو خپل مخالفين د انارشيستانو په نوم يادول. د وليام ګوډوين (۱۷۵۶-۱۸۳۶) او وويلهلم ويټلينګ (۱۸۰۸-۱۸۷۱) په څېر د نولسمې پېړۍ ډېری انقلابيانو د راتلونکي نسل د انارشيستي اصولو سره مرسته وکړه؛ خو هېڅکله يې د خپل ځان يا خپلو باورونو د څرګندونو لپاره انارشي ونه کاروله.

لومړی سياسي فيلسوف چې خپل ځان يې انارشيست وباله (فرانسوي انارشيست) هغه پيرجوزف پروډون (۱۸۰۹-۱۸۶۵ ز) و، چا چې د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې په رسمي ډول د انارشيزم بنسټ کېښود. له ۱۸۹۰ز کلونو راهيسې او له فرانسې څخه په پېلېدو سره، آزادي پالنه د انارشيزم د مرادف په توګه کارول شوې ده او له متحده ايالاتو څخه بهر اوس هم دواړه الفاظ يو د بل مرادف بلل کېږي. آزادۍ پالنې ځينې کارونې اوس هم يوازې شخص محوره او د  آزاد بازار فلسفې ته په اشارې سره کېږي. په ځانګړي ډول، آزاد بازار انارشيزم د ازادي پاله انارشيزم په نوم پېژندل کېږي.[۱][۲][۳]

په داسې حال کې چې د آزادي پالنې او انارشيزم معنا تر ډېره بريده سره يوه ده، د دې اصطلاح معنا په و روستيو کې ډېرو نظرياتي ډلو په پراخه کچه خپله کړی چې په دې ډلو کې نوي چپيان او آزادي غوښتونکي مارکسیستان هم شامل دي، څوک چې ځانونه له واک غوښتونکو سوسياليستانو يا وانګارډ ګوند سره نه تړي. همدا راز زيات کلتوري ليبرالان څوک چې په بنسټيز ډول د مدني آزاديو سره اړوند دی. سربېره پر دې، ځينې انارشيستان آزادي غوښتونکي سوسياليست اصطلاح کاروي، تر څو د انارشيزم له منفي معناوو څخه ډډه وکړي او له سوسياليزم سره په خپلو اړيکو ټينګار وکړي. په پراخه کچه د انارشيزم اصطلاح په دې معنا کارول کيږي، چې سوسيال خوځښت د واک غوښتونکې ضد څانګه تعريف کړي. انارشيزم د سوسيال له بڼو څخه مخالف دی، کوم چې د دولت يا له هغې څخه په پورته محور راڅرخي. پوهان په عمومي توګه، د انارشيزم سوسياليسټي اړخ پياوړی کوي او نیوکه کوونکي د دې دواړو تر منځ د توپير پيدا کولو کوښښ کوي. ځينې پوهان انارشيزم دا ډول تعريفوي چې: ليبراليزم پرې پراخه اغېزې لري او انارشيزم هم ليبرال دی او هم سوسيال، بلکې له دې څخه هم زيات دی، خو ډېری پوهان دا نظر ردوي، چې ګوندې انارکو-کپيټاليزم (انارشيزم-پانګوال نظام) د انارشيست اصولو لپاره بنسټ دی.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په داسې حال کې چې د دولت مخالفت د انارشيزم تفکر مرکزيت دی، د پوهانو لپاره د انارشيزم تعريف اسانه کار نه دی، له دې امله چې په دې موضوع د پوهانو او انارشيستانو تر منځ زيات بحث روان دی او د انارشيزم بېلا بېل جريانونه تر يو بريده انارشيزم ته په جلا نظر ګوري. د تعريف اصلي عناصر دا دي: له زور څخه د پاکې ټولنې لپاره اراده، د دولتي ماشين نه منل، دا باور چې بشري طبيعيت انسانانو ته اجازه ورکوي، تر څو له زور څخه همداسې پاکه ټولنه کې واوسيږي يا د همداسې ټولنې پر لور ولاړ شي او د داسې بېلګه ييز انارشيزم د لټون د څرنګوالي وړانديزکوي.[۱۰][۱۱]

تاريخچه

له موډرن پړاو مخکې

د ښارونو او ښارګوټو له جوړېدو مخکې کومه جوړه شوې واکمني نه وه. د واکمنو ادارو د جوړېدو په غبرګون کې انارشي نظريات پيدا شول. په لرغونې نړۍ کې تر ټولو مخکښ انارشيستان په چين او يونان کې وو. په چين کې فلسفي انارشيزم (د دولت د مشروعيت په اړه بحثونه) د تايويست فيلسوفانو «ژوانګ ژو» او «لاوزي» له خوا وړاندې شول. ويل کېږي چې، د «ستواسيزم» تر څنګ «تاويزم» هم د انارشيزم په اړوند «د پام وړ وړاندوينې درلودې». [۱۲][۱۳]

په يونان کې یې هم د ناورين پېژندونکو او فيلسوفانو له خوا د انارشيزم چلندونه بيان کړي وو. د دولت له خوا د جوړو شوو قوانينو او شخصي خپلواکۍ تر منځ د ټکر د بيانولو په اړه ايسخلوس او سوفوکل د انتيګونه له افسانې څخه ګټه پورته کړې وه. سقراط د تل لپاره د اتن له مسئولينو پوښتنه کوله او د فردي ضمير د آزادۍ پر حق يې ټينګار کاوه. بدفالانو په دې هڅه کې چې د طبيعيت (physis)  سره سم ژوند وکړي، انساني قانون (nomos) او له هغې سره تړلي اختيارات رد کړل. سوايستان د داسې يوې ټولنې ملاتړي وو چې په غیر رسمي او د اوسېدونکو تر منځ د ملګرتيا پر اړيکو د يوه دولت له شتوالي پرته موجوده وي.   [۱۴]

د منځنيو پېړيو پر مهال، په اروپا کې له ځينو پرهیزګاره مذهبي خوځښتونو پرته هېڅ راز انارشي نه وه. دا او نورو اسلامي خوځښتونو، وروسته مذهبي انارشيزم رامنځ ته کړ. په ساساني سترواکۍ کې، مزدک د برابرۍ غوښتونکې ټولنې غوښتونکی او د سلطنت د لغوه کولو غوښتنه وکړه، څوک چې ډېر ژر د سترواک لومړي کاواډ له خوا اعدام شو.[۱۵]

په بصره کې، یوې مذهبي ډلې د دولت پرضد تبليغات کول. په اروپا کې، ډېرو ډلو د دولت ضد او آزادي غوښتونکو تمايلاتو ته وده ورکړه. د رنسانس په پړاو کې د انسانيت پالنې، عقل خوښونې او استدلال د خپرولو تر څنګ آزادي غوښتونکي تصورات بيا راپورته کړل. ناول لیکونکو د خيالي ټولنو نظريات جوړ کړل، د داسې ټولنو چې پر خپله خوښه ولاړې وي، نه په زور او جبر. د روښانتيا پړاو، د ټولنيز پرمختګ په هیله، انارشيزم نور هم په مخ بوت.[۱۶]

سرچينې

  1. Morris 2002، ص. 61.
  2. Guérin 1970، "The Basic Ideas of Anarchism".
  3. Nettlau 1996، ص. 162.
  4. Marshall 1992، ص. 641.
  5. Walter 2002، ص. 44.
  6. Newman 2005، ص. 15.
  7. Osgood 1889، ص. 1.
  8. Morriss 2015، ص. 64.
  9. Adams او Levy 2018، ص. 104.
  10. Long 2013، ص. 217.
  11. McLaughlin 2007، صص. 25–26.
  12. Sylvan 2007، ص. 257.
  13. Graham 2005، صص. xi–xiv.
  14. Marshall 1993، صص. 4, 66–73.
  15. Marshall 1993، ص. 86.
  16. Adams 2014، صص. 33–63.