سړه جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سړه جګړه، د متحده ايالاتو او شوروي اتحاد او د دوی د اتحاديانو تر منځ د جيوپوليټيکي ترينګلتيا يو پړاو و، يو لوري ته يې لويديځ او بل ته ختيځ بلاک ويل او دا جګړه له دویمې نړيوالې جګړې وروسته پيل شوې وه. تاريخ پوهان د سړې جګړې د پيل او پای پر وختونو موافق نه دي، خو په ټوله کې دا پړاو د (۱۹۴۷ ز - ۱۲مارچ) د ترومان دکتورين څخه پيل، د (۱۹۹۱ ز- ۲۶ ډسمبر) پورې رسېږي، کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو. دې ته د سړې جګړې اصطلاح ځکه کارول شوې ده، چې د دواړو پياوړو ځواکونو تر منځ د پراخې کچې جګړې نه وې، بلکې هر يو يې له سترو سيمه یيزو لانجو ملاتړ کاوه چې دې چارې ته يې نيابتي جګړې ويلې. په ۱۹۴۵ ز کال کې د نازي المان په وړاندې د دې دواړو ځواکونو د لنډ مهالي اتحاد څخه وروسته، د دې دواړو پياوړو ځواکونو د مخالفت بنسټ، د نړيوال اغېز تر لاسه کولو لپاره په نظرياتي او جيوپوليټيکل هلو ځلو راڅرخېده. د هسته يي زیرمو د پراختيا او پېژندل شوو پوځي خوځښتونو ترڅنګ، له غیرمستقيمو لارو چارو څخه د واک لپاره هلې ځلې روانې وې، لکه رواني جګړه، د تبليغاتو هڅې، جاسوسي، پراخ بنديزونه، د سپورت په برخه کې سيالۍ او ټيکنالوژيکي سيالۍ، لکه فضايي لوبه. [۱][۲]

د لويديځ بلاک مشري متحده ايالاتو او د لومړۍ جګړې د لويديځ بلاک هغو هيوادونو کوله، کوم چې په عمومي ډول خپلواک او ولسواک وو، خو د مطلقې واکمنۍ هېوادونو په شبکې پورې تړلي وو. ډېری يې هغه چې د دوی پخوانۍ مستعمرې وې. ختيځ بلاک د شوروي اتحاد او د هغه د کمونيسټ ګوند له خوا رهبري کېده، کوم چې په دویمه نړۍ نفوذ درلود. متحده ايالاتو په ټوله نړۍ کې د ښي اړخي حکومتونو او پاڅونونو ملاتړ کاوه. سره له دې چې د ۱۹۴۵ ز-۱۹۶۰ز کلونو په موده کې نژدې ټولو مستعمره هېوادونو خپلواکي تر لاسه کړې وه، دوی په سړه جګړه کې د درېيمې نړۍ د جګړې ډګرونه وګرځېدل.[۳]

د سړې جګړۍ لومړۍ برخه، په ۱۹۴۵ ز کال کې د دویمې جګړې له پای ته رسېدو لږ وخت وروسته پيل شوه.  متحده ايالاتو او متحدينو يې په ۱۹۴۹ ز کال کې د شوروي اتحاد د بريد له ویرې د ناټو پوځي اتحاد رامنځته کړ او خپل نړيوال سياست ته يې د شوروي د نفوذ د مخنيوي نوم ورکړ. ناټو ته په ځواب کې شوروي اتحاد په ۱۹۵۵ ز کال کې، د وارسا تړون رامنځ ته کړ. د دې بحران په سترو پېښو کې، په ۱۹۴۸-۴۹ ۱۹ز کال کې د برلين کلابندي ، د ۱۹۲۷-۱۹۴۹ ز کال د چين کورنۍ جګړه، ۱۹۵۰-۱۹۵۳ز کې د سويس کړکېچ، په  ۱۹۶۱ کې د برلين بحران او په ۱۹۶۲ کې د کيوبا د ميزايل بحران شامل دي. متحده ايالاتو او شوروي اتحاد په لاتينه امريکا، منځني ختيځ او د افريقا او اسيا غير مستعمره شوو هېوادونو کې د نفوذ کولو لپاره سيالۍ کولې.

د کيوبا د توغندي له کړکېچ  څخه وروسته نوی پړاو پيل شو چې د چين او شوروي تر منځ جلا کېدل و، چې په کمونستي حوزه کې يې د چين او شوروي اتحاد اړيکې ګډوډې شوې، په داسې حال کې چې فرانسې، کوم چې د لويديځ بلاک غړی و، د زياتې خپلواکې غوښتنې پيل کړې. شوروي اتحاد پر چيکوسلواکيا بريد وکړ، تر څو په پراګ کې د ۱۹۶۸ ز کال بلوا مهار کړي، له بلې خوا متحده ايالاتو په کوردننه د مدني حقوقو له خوځښت څخه ناکراري او د ویتنام له جګړې سره مخالفت تجربه کړ. په ۱۹۶۰ز مو کلونو کې، په ټوله نړۍ کې د خلکو تر منځ د نړيوالې سولې خوځښت ځای ونيو. د هستوي وسلو د ازموينو او د اتومي بې وسلې کېدو پر ضد خوځښت رامنځ ته شو، چې په پراخه کچه د جګړې ضد لاريونونه ورسره مله وو. په ۱۹۷۰ ز مو کلونو کې دواړو خواوو د سولې او امنيت تمويلول پيل کړل، چې دې چارې د ا رامۍ يوې مودې ته لاره هواره کړه چې په ترڅ کې يې د تسليحاتي محدوديتونو ستراتيژيکې خبرې رامنځ ته او متحده ايالاتو د چين خلکو جمهوريت سره په شوروي اتحاد د متقابل ثقل د ايجاد په موخه اړيکې پرانيستې. د ۱۹۷۰ ز يمو کلونو په وروستۍ نيمايي کې خپل سري مارکسيستي رژيمونه په درېيمه نړۍ کې جوړ شول چې په هغې کې انګولا، موزمبيق، ايتوپيا، کمبوډيا، افغانستان او نيکاراګوا شامل دي.

د لسيزې په پای کې د خړو اړيکو د ارامۍ موده پای ته ورسېده، کله چې په ۱۹۷۹ ز کال کې د شوروي-افغان جګړه ونښته. د ۱۹۸۰ ز يمې لسيزې لومړي کلونه د لوړ کړکېچ بل پړاو و. متحده ايالاتو په شوروي اتحاد ديپلوماتيک، پوځي او اقتصادي فشارونه زيات کړل، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد له پخوا څخه له اقتصادي رکود څخه ځورېده.. د ۱۹۸۰ز يمو کلونو په منځ کې، د  شوروي اتحاد نوی مشر ميخاييل ګورباچوف د ګلاسينوسټ (پرانيستنه ۱۹۸۵ز) او پرسترويکا (بيا منظمول ۱۹۸۷ز) په نومونوسره، د ازادۍ اصلاحات متعارف کړل او په افغانستان کې يې د شوروي اتحاد ښکیلتيا پای ته ورسوله. په ختيځه اروپا کې د ملي خپلواکۍ لپاره فشارونه لا پسې پياوړي شول او ګورپاچوف دا خبره رد کړه چې، نور د هغو حکومتونو پوځي ملاتړ وکړي.

په ۱۹۸۹ ز کال کې، د پان اروپايي لاريونونو څخه وروسته، د وسپنيزې پردې ړنګېدو او د انقلابونو د سوله یيزې څپې (له رومانيا او افغانستان پرته) په ختيځ بلاک کې نژدې ټول کمونیست حکومتونه ړنګ شول. په شوروي اتحاد کې کمونستي ګوند، خپل واکونه له لاسه ورکړل او له يوې ناکامې کودتا څخه وروسته، په ۱۹۹۱ ز کال کې پرې بنديز و لګېد. په دې توګه د ۱۹۹۱ ز کال د دسمبر په مياشت کې په رسمي ډول شوروي اتحاد منحل شو، هغو جمهوريتونو هم د خپلواکۍ اعلان وکړ چې حکومتونه يې د شوروي اتحاد له خوا جوړېدل. په ورته وخت کې په افريقا او اسيا کې کمونستي حکومتونه ړنګ شول. په دې توګه متحده ايالات د نړۍ يوازينی زبرځواک پاتې شو.  

سړې جګړې او دهغې پېښو د پام وړ ميراث تر شا پرېښود. ډېر ځله دې جګړې ته په عامو مواردو کې اشاره کېږي، په ځانګړي ډول د جاسوسي او هستوي جګړې د ګواښونو په مضامينو کې.

د اصطلاح اصليت[سمول]

د دویمې نړيوالې جګړې په پای کې، انګریز لیکوال جورج اورويل په خپله لیکنه «ته او اتومي بم» کې چې د ۱۹۴۵ ز کال د اکتوبر په نولسمه نېټه د بریتانيې په ورځپاڼه ټريبيون کې خپره شوې وه، په لومړي ځل د سړې جګړې اصطلاح کارولې وه. د داسې يوې نړۍ په اړه يې وړاندوينه کړې وه چې د هستوي جګړې د وېرې تر سيوري لاندې ژوند کوي، اورول د قطبي شوې نړۍ په اړه، د جيمز برنهام وړاندوينو ته کتلي او ليکلي يې دي:

که نړۍ ته په ټوليزه توګه وکتل شي، نو د څو لسيزو لپاره د ګډوډۍ نه، بلکې د مرييتوب د بيا تحميل پر لور ميلان زيات شوی. ..د جيمز بورهام نظريه زياته تر بحث لاندې نيول شوې ده، خو ډېرو کمو خلکو د هغې په پايلو فکر کړی – يعنې د نړۍ ليد ډول، د باورونو ډول او ټولينز جوړښت، کوم به چې شونې ده، په هغه هيواد کې مخکښ و اوسي. په  کوم هېواد کې په يو وخت کې نه شو نېول کېدای او د سړې جګړې په همېشني حالت کې له خپلو ګاونډيانو سره.[۴]

د ۱۹۴۵ ز کال د مارچ په لسمه نېټه په ابزرور ورځپاڼه کې اورويل وليکل:«په وروستي دسمبر کې د ماسکو له کنفرانس وروسته، روسيې د بریتانيې او بریتانوي سترواکۍ پر ضد د سړې جګړې پيل وکړ»[۵]

په لومړي ځل، دا اصطلاح چې د شوروي اتحاد او متحده ايالاتو تر منځ ځانګړې جيوپوليټيکي جګړه يې يادوله، د په ۱۹۴۷ ز کال د اپريل په شپږمه نېټه، د ديموکراتو ولسمشرانو د بانفوذه سلاکار برنارډ باروخ په وينا کې وه. دا وينا يو ژورنالست هربرټ بايارد سووپ لیکلې وه او اعلان يې کړل چې: «راځئ ونه غولېږو، موږ نن ورځ د يوې سړې جګړې په منځ کې يو». د ورځپاڼې مقاله لېکونکی والټر لپمن په خپل کتاب  «سړه جګړه» کې دې اصطلاح ته نوره پراختيا هم ورکړه. کله چې، په ۱۹۴۷ ز کال کې، له هغه څخه د دې اصطلاح د سرچينې پوښتنه وشوه، لپمن وويل چېک  دا اصطلاح يې، د ۱۹۳۰ ز کلونو د فرانسوي اصطلاح « la guerre froide» څخه اخستې ده.[۶][۷][۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Robert Service, The End of the Cold War: 1985-1991 (Macmillan, 2015)
  2. Sempa, Francis (2017-07-12). Geopolitics: From the Cold War to the 21st Century. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-51768-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. G. Jones 2014، صص. 176–79.
  4. Orwell 1945.
  5. Orwell 1946.
  6. Gaddis 2005، ص. 54.
  7. History.com 2009.
  8. Safire 2006.