مارکسيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارکسیزم د ټولنیز اقتصادي تحلیل یوه طریقه ده، چې د تاریخي پرمختګ ماتریالیستي تفسیر کاروي. دا تفسیر چې د تاریخي ماتریالیزم په توګه پیژندل کیږي، د طبقاتي اړیکو او ټولنیزو تضادونود درک کولو او دغه راز د ټولنیز بدلون لیدلو لپاره له دیالیکتیکي لید لوري نه کار اخلي. دا ایدیولوژي د نولسمې پیړۍ د الماني فیلسوفانو یعنې کارل مارکس او فریدریک انګلز له آثارو نه سرچینه اخلي. لکه څنګه چې مارکسیزم د وخت په تېرېدو سره په بېلابېلو څانګو او فکري مکتبونو بدل شوی، اوسمهال هیڅ ډول واحده اوغوڅه مارکسیستي نظریه نشته. [۱]

د مارکسیزم ځینې فکري مکتبونه، د کلاسیک مارکسیزم په ځینو ځانګړو اړخونو ډیر ټینګار کوي، حال دا چې نور اړخونه یې رد او بدلوي. ځینې فکري مکتبونو هڅه کړې، چې مارکسیستي او نا مارکسیستي مفاهیم او مفکورې سره یوځای کړي، چې بیا د ډېرو جلا پایلو لامل شوي دي. [۲]

مارکسیزم په نړیوال علمي بهیر یا اکادمي باندې ډېره ژوره اغېزه کړې او په ډېریو برخو، لکه: انسان پوهنه، لرغونپوهنه، د هنر تیورۍ، ستورپوهنه، فرهنګي مطالعاتو، اقتصاد، ښوونه او روزنه، اخلاق، د فلم نظریې، جغرافیه، تاریخپوهنه، ادبي نقد، د رسنیو مطالعات، فلسفه، سیاسي علوم، روانپوهنه، ساینسي مطالعاتو، ټولنپوهنه، ښاري پلان جوړونه او تیاتر کې یې اغېزې درلودلې دي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

عمومي کتنه

مارکسیزم د انسانانو د مادي اړتیاوو پوره کولو لپاره د اړتیا وړ مادي شرایطو او اقتصادي فعالیتونو په تحلیل سره هره ټاکلې ټولنه کې د ټولنیزو پدیدو د توضیح او تشرېح کولو په لټه کې دی. داسې انګیرل کیږي چې د اقتصادي سازمان بڼه، یا د تولید طریقه په نورو ټولنیزو ښکارندو، لکه: په پراخو ټولنیزو اړیکو، سیاسي بنسټونو، حقوقي سیستمونو، کلتوري سیستمونو، ښکلاوو (زیبایي شناسۍ) او ایدیولوژیو باندی اغیز کوي. دا ټولنیزې اړیکې له اقتصادي نظام سره یو ځای د مارکسیزم بنسټ جوړوي. لکه څنګه چې د تولید ځواک (لکه تیکنالوژي) وده کوي، د تولید د تنظیمولو اړوند موجوده ډولونه هم له منځه ځي او د لا ډېر پرمختګ مخه نیسي. کارل مارکس لیکي:«د پرمختګ په یوه ټاکلي پړاو کې د ټولنې مادي تولیدي ځواکونه د موجوده تولیدي اړیکو له هغو مالکیتي اړیکو سره په تضاد کې راځي، چې تر اوسه یې د هغو په اډانه کې عمل کړی دی، یا دا چې په حقوقي توګه د دې موضوع بیانونکې دی. د دې اړیکو د توليدي ځواکونو د ودې او پراختیا بڼې په خپل بند بدلېږي او بیا د ټولنیز انقلاب دوره پیلېږي.»[۱۰]

دا بې کفایتۍ ځان په ټولنه کې د ټولنیزو تضادونو په توګه څرګندوي، چې په پایله کې په خپل وار سره د طبقاتي مبارزې په کچه ورسره مبارزه کېږي. د سرمایه دارۍ د تولید طریقې لاندې د تولیدي وسایلو لرونکو لږه کیو (بورژوازي) او د نفوس لوی اکثریت چې توکي او خدمتونه تولیدوي (پرولتاریا) تر منځ دا مبارزه رامنځته کېږي. دا چې ټولنیز بدلون په ټولنه کې د هغو بېلابېلو طبقو ترمنځ د مبارزې په پایله کې رامنځته کیږي، چې له یوبل سره په تضاد کې دي، د دې فرضیې په پیل سره یو مارکسیست دې نتیجې ته رسیږي، چې سرمایه داري پرولتاریا استثمار او ځپي، نو له همدې امله سرمایه داري به حتماً د پرولتاریایي انقلاب لامل کېږي.

په یوه سوسیالیستي ټولنه کې، خصوصي مالکیت – د تولید د وسیلې په توګه – له کوپراتیفي یا تعاوني مالکیت سره بدلیږي. سوسیالیستي اقتصاد د تولید بنسټ د شخصي ګټې پر بنسټ نه، بلکې د بشري اړتیاوو د پوره کولو په معیارونو باندې ولاړ بولي – یعنې تولید د استعمال لپاره کېږي. فریدریک انګلز روښانه کړه، چې د سرمایه دارۍ د اختیارولو طریقه، چې په هغه کې محصول لومړی تولیدوونکی او بیا د محصول مالک غلاموي، دا طریقه د محصولاتو د ترلاسه کولو هغې طریقې سره بدلېږي، چې د ‎تولید د عصري وسیلو پر ماهیت ولاړ دی. یعنې له یوې خوا، مستقیم ټولنیز تخصیص، د تولید د ساتنې او پراختیا د وسیلې په توګه او له بلې خوا، مستقیم انفرادي تخصیص، د ژوند او خوند اخیستنې د وسیلې په توګه ده.[۱۱][۱۲]

مارکسیستي اقتصاد او پلويان يې سرمايه داري له اقتصادي پلوه بې ثباته او د وګړو د ژوند اړوندو معيارونو ښه کولو په برخه کې ناتوانه بولي، ځکه چې د پوځي يرغل په ترڅ کې د کارکوونکو د معاشونو او ټولنيزو ګټو د کمولو له لارې د بیې راټيټېدو د جبران کولو ته به اړتيا ولري. د تولید سوسیالیستي طریقه به د کارګرانو په وسیله د انقلاب له لارې د انسانیت د تولید د طریقې په توګه د پانګوالیزم بریالیتوب ومومي. د مارکسیستي ناورین د نظريې له مخې: سوسياليزم يوه ناگزيرتيا نه ده، بلکې يوه اقتصادي اړتيا ده. [۱۳]

رېښه

د مارکسیزم اصطلاح، د کارل کائوتسکي په وسیله مشهوره شوه؛ هغه د مارکس د ارتودوکس او اصلاح غوښتونکو پیروانو ترمنځ د شخړې په ترڅ کې ځان یو ارتودوکس مارکسیست ګاڼه.[۱۴]

انګلز د مارکس یا د هغه د نظر د بیانولو لپاره د مارکسیزم اصطلاح له کارولو ملاتړ نه کاوه. هغه داسې ادعا وکړه، چې دا اصلطلاح د یوه بلاغي معیار په توګه د هغو کسانو په بېلابېلو عبارتونو، لکه: لاسالیان په وسیله په ناوړه توګه او سپکاوي سره کارول شوې، چې هڅه یې کوله، ترڅو ځان د مارکس د ریښتینو پلویانوپه توګه معرفي کړي. په ۱۸۸۲ز کال کې انګلز ادعا وکړه، چې مارکس د پل لافارګ په نامه یو کس چې ځان یې مارکسیست باله، هغه یې په دې جملې سره انتقاد کړی دی، چې که چېرې د لافارګ نظریې مارکسیستي وبلل شي، نو «یو څه روښانه دي او هغه دا چې زه شته یم، لافارګ مارکسیست نه دی.» [۱۵]

د سرمایه دارۍ نقد کول

د مارکسیستي تیوریسن او انقلابي سوسیالست ولادیمیر لینین په وینا:«د مارکسیزم اصلي محتوا»،«د مارکس اقتصادي نظریه» وه. مارکس په دې باور و، چې سرمایه دار بورژوازي او د دوی اقتصاد پوهان هغه څه ته وده ورکوي، چې مارکس یې دروغ ګڼي، چې«د سرمایه دار او کارګر ګټې یو شان دي» هغه په ​​دې باور و، چې دوی دا کار د دې مفکورې پر وړاندې کولو سره کوي، چې «د تولیدي سرمایي ترټولو ګړندۍ وده» نه یوازې دا چې د شتمنو پانګوالو لپاره، بلکې د کارګرانو لپاره هم غوره ده، ځکه چې په دې توګه هغوی ته د کار زمینه برابروي. [۱۶][۱۷]

استثمار یا په کار اچونه د اضافي کار مسئله ده – یعنې په سوداګریزو توکو کې د ترلاسه کېدونکي کار څخه زیاته اندازه ترسره شوی کار. استثمار د هرې طبقاتي ټولنې یوه ټولنیزه - اقتصادي ځانګړنه ده او دغه راز د ټولنیزو طبقاتو یوه له اصلي توپیرونکو ځانګړتیاوو څخه ده. د تولیدي وسایلو د کنترول لپاره د یوې ټولنیزې طبقې ځواک، د نورو طبقو د استثمار زمینه برابروي. په سرمایه دارۍ کې د کار د ارزښت نظریه یوه عملیاتي اندیښنه ده، چې د هغه په اساس د یو سوداګریز توکي ارزښت د یاد توکي د تولیدولو له ټولنیز کاري وخت سره برابر دی. په دې ډول شرایطوکې اضافي ارزښت - د تولید شوي ارزښت او د کارکوونکي په وسیله د ترلاسه شوي ارزښت ترمنځ توپیر - د اضافي کار له اصطلاح سره مترادف دی او له همدې امله، د سرمایه دارۍ استثمارله کارکوونکي نه د اضافي ارزښت ترلاسه کولو په توګه ترلاسه کیږي.

له سرمایه دارۍ څخه مخکې اقتصادونو کې، د کارګر استثمار د فزیکي جبر له لارې ترلاسه کیده. د سرمایه دارۍ د تولید په طریقه کې دا پایلې په ډیره لنډه توګه ترلاسه کیږي، ځکه چې کارګران د تولید وسایل نه لري او باید «په خپله خوښه»له پانګوال سره د کاري استثمار یوې اړیکو ته ننوځي، ترڅو د ژوند اړتیاوې یې ترلاسه کړي. دې ډول دندې ته د کارګر داخلیدل یې په خپله خوښه وي، ځکه دوی ټاکي چې کوم پانګوال ته کار وکړي. په دې توګه کارګر باید کار وکړي یا دا چې له لوږې ومري، له همدې امله استثمار حتمي دی او د کارګر داوطلبانه ماهیت چې په یوه سرمایه دارۍ ټولنه کې برخه اخلي، خیالي بڼه لري. مارکس تاکید وکړ، چې سرمایه دارۍ په خپله له کارګر سره دوکه نه کوي.

سرچينې

  1. Wolff, Richard; Resnick, Stephen (1987). Economics: Marxian versus Neoclassical. The Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801834806. The German Marxists extended the theory to groups and issues Marx had barely touched. Marxian analyses of the legal system, of the social role of women, of foreign trade, of international rivalries among capitalist nations, and the role of parliamentary democracy in the transition to socialism drew animated debates ... Marxian theory (singular) gave way to Marxian theories (plural). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. O'Hara, Phillip (2003). Encyclopedia of Political Economy, Volume 2. Routledge. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415241878. Marxist political economists differ over their definitions of capitalism, socialism and communism. These differences are so fundamental, the arguments among differently persuaded Marxist political economists have sometimes been as intense as their oppositions to political economies that celebrate capitalism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. O'Laughlin, B (October 1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Marxist Approaches in Anthropology"]. Annual Review of Anthropology 4 (1): 341–370. doi:10.1146/annurev.an.04.100175.002013. 
  4. Roseberry, William (21 October 1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Marx and Anthropology"]. Annual Review of Anthropology 26 (1): 25–46. doi:10.1146/annurev.anthro.26.1.25. 
  5. Mitchell, Don (2020). Mean streets: homelessness, public space, and the limits of capital. OCLC 1151767935. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8203-5691-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  6. Malott, Curry; Ford, Derek (2015). Marx, capital, and education: towards a critical pedagogy of becoming. OCLC 913956545. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4539-1602-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Pn
  7. Becker, Samuel L. (18 May 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Marxist approaches to media studies: The British experience"]. Critical Studies in Mass Communication 1 (1): 66–80. doi:10.1080/15295038409360014. 
  8. Alvarado, Manuel; Gutch, Robin; Wollen, Tana (1987). Learning the Media: Introduction to Media Teaching. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼي 62, 76. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sheehan, Helena (July 2007). "Marxism and Science Studies: A Sweep through the Decades". International Studies in the Philosophy of Science 21 (2): 197–210. doi:10.1080/02698590701498126. http://doras.dcu.ie/508/. Retrieved 24 April 2022. 
  10. Marx, Karl (1859). "Introduction". A Contribution to the Critique of Political Economy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gregory, Paul R.; Stuart, Robert C. (2003). "Marx's Theory of Change". Comparing Economic Systems in the Twenty-First Century. South-Western College Publishing. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 0618261818. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Engels, Friedrich (1882). "three". Socialism: Utopian and Scientific. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Marx, Karl (1852). The Eighteenth Brumaire of Louis Bonaparte. Men make their own history. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Haupt 2010، ص. 18–19.
  15. Haupt 2010، ص. 12.
  16. Lenin 1967 (1913). p. 7.
  17. Marx 1849.