فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فلسفه

تانبه   کتنه  خبرې اترې  سمول 

فلسفه (له یوناني ژبې نه اخیستل شوې: φιλοσοφία، فیلوسوفیا، 'د حکمت مینه') د عمومي او بنسټیزو پوښتنو مطالعه ده، لکه هستي/موجودیت (existence)، دلیل (reason)، پوهه (knowledge)، ارزښتونه (values)، ذهن (mind) او ژبه (language). ډېری مهال دا ډول پوښتو ته ستونزې وايي چې باید مطالعه او حل شي. ځینې سرچینې وايي چې د فلسفې اصطلاح فیثاغورث (۵۷۰-۴۹۵ قبل المیلاد) رامنځته کړله، ځینې نور بیا په دې اړه زړه نازړه دي او دلیل راوړي، چې فیثاغورثیانو یوازې له وړاندې موجوده اصطلاح کاروله. په فلسفه کې دغه مېتودونه شامل دي، پوښتنه کول (questioning)، انتقادي بحث (critical discussion)، منطقي استدلال (rational argument) او سیستماټیکه پېژندنه (systematic presentation). [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

له تاریخي اړخه، فلسفه د پوهې ټولې برخې رانغاړي او په دې برخه کې بوخت کس ته به يې فیلسوف وایه. د لرغوني یوناني فیلسوف ارستو د زمانې نه تر ۱۹مې پېړۍ پورې، "طبیعي فلسفې" ستورپېژندنه، روغتیاپالنه او فزیک رانغاړل. د بېلګې په توګه: د نیوټن د ۱۶۸۷ز کال د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصول وروسته بیا د فزیک د یوه کتاب په توګه ډلبندي شول. [۱۱][۱۲]

په ۱۹مه پېړۍ کې، د عصري څېړنیزو پوهنتونونو وده د دې لامل شوه، چې اکاډمیکه فلسفه او نورې څانګې لامسلکي او لاتخصصي شي. له هغه راوروسته، د څېړنو ګڼې برخې چې په دودیزه توګه د فلسفې برخې وې، په ځانګړو اکاډمیکو څانګو واوښتې ، یعنې ټولنیز علوم، لکه: ارواپوهنه، ټولنپوهنه، ژبپوهنه او اقتصاد. [۱۳]

نن ورځ د اکاډمیکې فلسفې سترې فرعي څانګې میتافیزیک، پوهنپوهنه، علم الاخلاق او منطق رانغاړي. میتافیزیک د هستۍ او واقعیت په بنسټیز ماهیت پورې تړاو لري. پوهنپوهنه د پوهې او عقیدې ماهیت څېړي. علم الاخلاق یا اخلاقیات په اخلاقي ارزښتونو پورې تړاو لري. منطق د استنتاج هغه قواعد مطالعه کوي چې د سمو مفروضاتو نه پایلې راوباسي. نور د پام وړ فرعي څانګې يې دا دي: د ساینس فلسفه، سیاسي فلسفه، ښکلاپوهنه، د ژبې فلسفه او د ذهن فلسفه. [۱۴][۱۵]

تعریفونه

په پیل کې، دا اصطلاح هر ډول پوهې ته کارول کېده. له دې انده، فلسفې له دین، ریاضي، طبیعي علومو، پوهنې او سیاست سره نږدې اړیکه درلوده. [۱۶][۱۷]

په درېیمه پېړي اړوند د فلسفې د ترټولو زوړ راپاتې تاریخ، د وتلو فیلسوفانو ژوند او نظر (inquiry) کتاب کې دیوژن لېرتیوس د لرغوني یونان د فلسفي څېړنې درې برخې وړاندې کوي: [۱۸]

طبیعي فلسفه (یعنې فزیک، په یوناني ژبه: ta physika، 'هغه شیان چې په فزیک [طبیعت] پورې اړه لري') د فزیکي نړۍ د بنسټیز قانون او د تحول د پروسو مطالعه وه.[۱۹]

اخلاقي فلسفه  (یعنې اخلاقیات (ethics)، د êthika له لغت نه، 'چې په شخصیت، خوی، ټولنیز چلند پورې اړه لري' د ښېګڼې، سم او ناسم، عدالت او فضیلت/سپېڅلتیا مطالعه وه. [۲۰]

مېتافزیکي فلسفه (یعنې منطق (logic)، د logikós له لغت نه 'دلیل یا وینا او یا ورپورې اړوند) چې د هستۍ، علیت، خدای، منطق، شکلونو او نورو تجریدي/ذهني شیانو مطالعه وه. (meta ta physika، 'له فزیک وروسته')[۲۱]

سورسرپال (Pyrrhonist) فیلسوف سېکستوس امپیریکوس (Sextus Empiricus) د منطق پوهانو پر وړاندې (Against the Logicians) په نامه په خپل کتاب کې هغه ګڼې لارې چارې تشرېح کړي دي چې له مخې يې لرغونو یوناني فیلسوفانو فلسفه وېشلې وه او اپلاتون، ارستو، سقراط او رواقیونو په دې درې برخې وېش خوښه راغلې وه. شکاک اکاډمیک فیلسوف سیسرو هم دغه درې برخې وېش منلی و. [۲۲][۲۳]

دا وېش له کاره نه دی لوېدلی ، بلکې بدل شوی دی: طبیعي فلسفه په بېلابېلو طبیعي علومو وېشل شوې ده، په ځانګړې توګه فزیک، ستورپېژندنه، کیمیا، بیولوژي او کوزمولوژي/کیهان شناسی، اخلاقي فلسفې ټولنیزعلوم رامنځته کړل او لاهم د ارزښت نظریه په کې شامله ده (لکه: اخلاق، ښکلاپېژندنه، سیاسي فلسفه او نور او میتافزیکي فلسفې خپل ځای شکلي علومو ته پرېښود، لکه منطق، ریاضیات او د علم فلسفه، خو بیا هم پوهنپوهنه او کوزمولوژي او نور په کې شاملېږي. د بېلګې په توګه:  د نیوټن د ۱۶۸۷ز کال د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصول چې وروسته بیا د فزیک د یوه کتاب په توګه ډلبندي شول، د طبیعي فلسفې اصطلاح د هماغې زمانې په مفهوم کارولې ده او د ستورپېژندنې، طب او فزیک په څېر څانګې یې رانغاړلې  دي چې، وروسته بیا په ساینس پورې وتړل شوې. [۱۲]

تاریخي عمومي کتنه

په یوه ټولیز مفهوم کې، فلسفه له حکمت، فکري کلتور او د پوهې لپاره لټون سره تړاو لري. په دې مفهوم کې، ټول کلتورونه او لوستې ټولنې فلسفي پوښتنې پوښتي، لکه: "څرنګه ژوند وکړو؟" او "د حقیقت ماهیت څه شی دی؟" وروسته بیا د فلسفې یو پراخ او ناپېیلی مفهوم د حقیقت، اخلاقو او په ټولو نړیوالو تمدنونو کې د ژوند په څېر موضوعګانو په اړه مستدلې پوښتنې او پلټنې مومي. [۲۴]

لویدیځه فلسفه

د ارستو مجسمه (۲۸۴-۳۲۲ قبل المیلاد)، د لرغوني یوناني فلسفې یوه ستره څېره، د ارستو پارک، ستاګیرا

لویدیځه فلسفه د لویدیځې نړۍ فلسفي دوددستور دی او تاریخ یې له سقراط نه وړاندې هغو متفکرینو ته ورګرځي چې د میلاد نه وړاندې په شپږمه پېړۍ کې په یونان کې فعال و، لکه: تالس (۶۲۴-۵۴۵ قبل المیلاد) او فیثاغورث (۵۷۰-۴۹۵ قبل المیلاد) چې له "حکمت سره پر مینه" (یوناني: philosophia) کار کاوه او د "طبیعت شاګردانو' (physiologoi) اصطلاح هم ورته کارول کېده. [۲۵]

لویدیځه فلسفه په درېیو دورو وېشلای شو:[۲۶]

  1. لرغونې (یوناني-رومی)[۲۷]
  2. د منځنیو پېړیو فلسفه (د عیسوي اروپا فکر)[۲۷]
  3. عصري فلسفه (په ۱۷مه پېړۍ کې پیل کېږي)[۲۷]

لرغونې دوره

په داسې حال کې چې د لرغونې دورې نه زموږ پوهه له میلاد نه وړاندې په شپږمه پېړۍ کې له تالس نه پیل کېږي، بیا هم د هغو فیلسوفانو په اړه چې له سقراط نه مخکې تېر شوي وو، لږمعلومات لرو (چې معمولاً يې له سقراط نه وړاندې فیلسوفان بولي). په لرغونې دوره کې یوناني فلسفي مکتبونو نفوذ درلود. د سقراط د لارښوونو نه اغېزمن تر ټولو وتلي مکتبونه: اپلاتون چې د اپلاتون اکاډمي يې جوړه کوړه او د هغه شاګرد ارستو وو. نور هغه لرغوني فلسفي دودونه چې سقراط پرې اغېزه درلوده، دا دي: کلبي فلسفه (Cynicism)، د شهوت پالنې فلسفه (Cyrenaicism)، رواقي پالنې فلسفه (Stoicism) او د اکاډمیکې شک پالنې فلسفه (Academic Skepticism). د سقراط هم-عصر دماکریتوس (Democritus)هم پر دوو دودونو اغېز درلود:  نپوهېږم پالنه (Pyrrhonism) او اپیکورپالنه (Epicureanism). د هغه مهمې موضوعګانې چې د یونانیانو له خوا کار پرې کېده، دا ډول وې: میتافزیک (له سیالو نظریو سره، لکه: اټومیزم (atomism) او مونیزم (monism))، کوزمولوژي، د ښه ژوند ماهیت (ایوډامونیا (eudaimonia))، د علم امکان او د دلیل ماهیت (logos).

د منځنیو پېړیو دوره

د منځنیو پېړیو فلسفه (۵مې-۱۶مې پېړۍ) د لویدیځې رومي سترواکۍ له راپرځېدو نه وروسته دوره ده، چې د عیسویت لوړتیا سیوری پرې غوړلی و او له دې امله، د یهودي-عیسوي الهیاتو نظري موضوعګانې  منعکسوي او د یوناني-رومي فکر دوام خوندي ساتي. په دې دوره کې د خدای پر شتون او ماهیت، د باور او استدلال پر ماهیت، میتافزیک، د بدۍ پر مسئله بحث روان و. د منځنیو پېړیو ځینې نوموتي مفکرین دا دي: سېنټ اګوسټین، توماس آکویناس، بویتیوس، آ‌نسلېم او راجر بېکان. دې مفکرینو فلسفه، د الهیاتو مرستندویه (ancilla theologiae) بلله او له همدې امله دوی په دې لټه کې وو، چې فلسفه د سپېڅلي کتاب له تفسیر سره تنظیم کړي. دا دوره د مکتب پالنې (scholasticism) د رامنځته کېدو شاهده وه. مکتب پالنه د متن انتقادي مېتود و چې د منځنیو پېړیو په پوهنتونونو کې د کلیدي متنونو د دقیقې مطالعې او مباحثې پر بنسټ رامنځته شو. د رنسانس په دوره کې، پر کلاسلیک یوناني-رومي فکر او سختې انسان پالنې (humanism) تمرکز ډېر شو.

عصري دوره

د اغېزناک عصري فیلسوف اېمانوېل کانت انځور (په آبي کورتۍ کې) له ملګرو سره. نورې څېرې دا دي: کریسټین جېکب کراوس، جوهان جورج همان، تیودور ګوتلیب وان هیپل او کارل ګاتفرید هېګن.[۲۸]

د فلسفې تاريخ

آرنۍ ليکنه: د فلسفې پېښلیک

په دودیزه توگه لویدیځه فلسفه په دری برخو وېشل شوې ده: لرغونې فلسفه، منڅني پېر فلسفه او نوې فلسفه. ختیځه فلسفه له تاریخي اړخه له لودیځې هغې خپلواکه وه. ځینې فیلسوفان په دې آند دي چې انساني تمدن یو نوي «له نوي ور اخوا» دور ته ورتېر شوی. نور وایي چې د نوی فلسفی او اوسمهالې فلسفې ترمنځ څرگندوالې شته. مگر ددې توپیر د محتوی په اړه یو سر اختلاف هم شته.

هندي فلسفه

لرغونې هندي فلسفه

د لرغونې هندي فلسفي نظريات په ټوله نړۍ كې منل شوي نظرياتو څخه شمېرل كېږي. د هندي فلسفې زياتره نظريات د هغه په ديني ډلو پورې تړلي دي. د هند پېژندونكو له څېړنو څخه دا خبره جوتېږي، چې په مخزېږيزو پېړيو ې د هندي اديانواو مذدهبونو له گروهو څخه هندي فلسفه منځته راغلې. او په همدې پېړيو كې د هند ديني گروهې له فلسفي افكارو سره گډې شوې دي. دا نظريات په پېړيو پېړيو له يوې خولې وبلې خولې ته ورلېږدېدلي دي، او له ډېرې مودې پس د هند په ديني كتآبونو كې خوندي شوې دي. د لرغوني هند فلسفه په پخوا وخت كې دويمه درجه درلوده. په لومړي سر كې د يونان راتله. چېنايانو لدې فلسفې څخه په متاثره كېدو دا هېواد د (حكمت هېواد) په نامه يادكړې. هندي فلسفه له يو اړخه هر څيز څښتن گڼي، او له بل اړخه هرڅيز په څښتن كې ويني، نو پدې ډول د هند فلسفه د نړۍ او طبيعت په پېژندلو كې له اېډياليزم او ماټريالېزم (ماده پرستۍ) څخه سرچينه اخلي. كې د زياتره هندوانو په وړاندې طبيعي نړۍ نه دا چې د ژوند، اروا او عقل د مسئلو په اوارولو د ستونزو راولاړوې كړي، بلكه په خپلو صوري مظاهرو سره دوكه وركوونكي او له رښتياوو سره په ټكر كې دي. هندي فلسفه دا ده چې غم له كومو وجوهو منځته راځي، د بې وسۍ او مجبورۍ سبب څه دى، ايا ځآن هم كوم مادي شې (څيز) دى يا نه، د ژوند بريدونه او بندويزونه تركوم حده پورې دي، مرگ ولې راځي، او لدې څخه څرنگه ځآن ژغولې شو، د ځيزونو (شيانو) اصل حقيقت څه دى؟ لنډه دا چې ټوله هندي فلسفه له همداسې پوښتنو گروېږنو څخه ډگه ده. هندي مفكرين پدې خبره قائل ول، چې ژغورنې (نجات) لپاره يواځې پوهه بسيا نه كوي، بلكه لدې سره سره د عمل شتون هم اړين دى. هندي فلسفه په حقيقت كې د هند د نيمې وچې د دينونو او مذهبي ډلو دويم نوم دى، چې له بتپالنې څخه پېل كېږي، او په يووالي ته رارسېږي. هو دا بېله خبره ده چې ځينې خلك څښتن مني او ځينې يې په هستۍ گروهه لري، څوك يې انكاري دى، نو څوك يې منونكې، لنډه دا چې هندي فلسفه يوه بېكاره فكر څخه نيولې تر لوړو افكارو پورې لرونكې فلسفه ده. د هندي فلسفي افكارو او گروهو وېش علامه محمد نادر ايوبي كندهارې د عمومي فلسفې په اړه خپل ليكلي اثر (فلسفه) كې د هند فلسفي افكار او گروهې د فلسفي وېش له مخې په دوه ډلو وېشلي چې په لاندې ډول يې بيانوي: د لرغوني هندوانو د فلسفي افكارو او عقيدو په ارته ورشو كې فلسفه په لومړي سر كې پر دوو لويو ډلو وېشل كېږي:

۱- ناستيكا او ۲- استيكا

  • ناستيكا: د هندوانو د (اوپنېشاد) په كتاب كې، چې د شاجهان باچا د زوى محمد دار الشكوه له لورې د سانسكرېتي ژبې څخه وپاړسي ژبې ته ژباړل شوې، د لغت ليك په برخه كې د (ناستيكا) لغت د كافر، بې دينه او ملحد چې له څښتن تعالى څخه انكار كوي، په مانا راغلې دى. ددې لارې نامتو ښوونځي د (بوديزم)، جېنيزم او چارواك څخه عبارت دي.

ناستيكا چې لغوي مانا يې (نشته) ده، د هغو فلسفي او مذدهبي نظرياتو څخه عبارت دي، چې د هند لرغوني گروهې، چې پر (وېداگانو) يانې مذهبي سرودونو ولاړې دي، نه مني او ورڅخه انكار كوي.

  • استيكا: ددې ويي لغويمانا (شته) ده، استيكا د ناستيكا پرخلافد برهمن دين ټولې گروهې، چې بنست يې په وېداگانو ولاړ دى، او شپړ فلسفي ډلې (دارشانا) دي، مني.

په هندي فلسفه كې يو سپېڅلې نوم چې (برهما ) نومېږي، د فكري بشپړتيا او لوړتيا كې پوره لاس لري، ددې فلسفې له مخې د (برهما) قوت زموږ د وجود په تل كې كرل شوې، او په هر گړۍ كې د انسان د خدمت لپاره تيارسې وي، خو هغه پدې شرذ چې موږ ورڅخه ځان په بشپړ ډو خبر كړو. او هغه داسې چې لدې درې لورو څخه ځان ورنږدې كړو:

  1. د پوهې له لارې
  2. د احساساتو له لارې
  3. د عمل او كړنې له لارې.

هندي مفكرين د وجود پټو (اسرارو) ته د رسېدو لپاره په يوه بې سره او بې پايه ډكر كې ډېر اوږده واټنونه وهلي. پدې ډگر چې لومړې پل (قدم) كېږدي، هغه رياضت، د دونيوي مزاياؤ شاته غورځول، د رزيلو ځآنگړتياؤ جرړې ويستل، ترڅو وكولاى شي پدې توگه د تيارو لدې گرداب څخه ځآن وباسي، او د روښنايۍ نړۍ ته ځآن ورسوي. هندي فلسفه د اروا او مادى ترمنځ د يو ډېر لوى توپير خبره كوي، او همدا توپير د هندي فلسفې له مهمو ځانگړتياوو څخه دي، چې په خپل فلفيي فكر كې د اروا لپاره په يوه ځانگړي ځاى قائله ده. هغه ستر توپير چې د اروا او مادې ترمنځ دى، په سانكي فلسفه كې، چې وروسته به بيان شي، په ښه ډول تشرېح شوې. په هندي فلسفه كې انسان يواځينې روحاني وجود دى، چې د خپلې اروا په روزلو سره كولې شي، لدې نړۍ څخه وراخوا (ماوراى طبيعت) ليدنه وكړي، هغه څوك چې د نړۍ وراخوا څخه ليدنه وكړي، لپاره تېره زمانه، حال او راتلونكې نشته، هغه دې نړۍ ته د تلپاتې شي په سترگه گوري، د هغه لپاره رون او سبا هم شتون نلري. د يوه هندو مومن لپاره دا اړينه ده ترڅو د هندويزم د قانون يو بنسټيز شرط ومن، او هغه په وېداگانو چې هغه د خپل ايمان پېل او پاى وگڼي، گروهه ده. پدې ډول د وېدا څلور كتابونه د دوه شرحو او دوه تفسيرونو سره چې يو يې (براهمني) او بل يې (اوپنېشادونه) دي، د هندو دين او فلسفې بنسټيز توكي دي. د عام هندو (ارتودوكس) فلسفه د ۱۰۰۰ كلونو (له ۵۰۰م ز څڅه تر ۵۰۰ز) كلونو پورې وخت كې راجوړه شوې، چې بيا ۱۰۰۰ كاله نور پدې ولږېدل، ترڅو دا فلسفي نظريات تصفيه شي، سم او منظم شكل ترلاسه كړي، كه څۀ هم د هند د فلسفي ډلو تداد ډېر زيات دى، مگر خپله هندي مفكرينو دا ډلې په شپږو ښوونځيو كې راټولې كړي دي. پدې ډول ددې ښوونځيو دننه فلسفي سېسټم كې د پينځو نورو ښونځيو سره اختلاف ښكاري.

فلسفي ښونځي

دا هم وگوئ

د فيلسوفيانو لړليکونه

سرچینې

  1. "Philosophy". Lexico. University of Oxford Press. 2020. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Sellars, Wilfrid (1963). Empiricism and the Philosophy of Mind (PDF). Routledge and Kegan Paul Ltd. د کتاب پاڼي 1, 40. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Chalmers, David J. (1995). "Facing up to the problem of consciousness". Journal of Consciousness Studies 2 (3): 200, 219. http://www.consc.net/papers/facing.html. Retrieved 28 March 2019. 
  4. Henderson, Leah (2019). "The problem of induction". Stanford Encyclopedia of Philosophy. https://plato.stanford.edu/archives/spr2019/entries/induction-problem/. Retrieved 28 March 2019. 
  5. Cicero, Marcus Tullius (1877). Tusculan Disputations. New York: Harper & Brothers. د کتاب پاڼې 166. From whence all who occupied themselves in the contemplation of nature were both considered and called wise men; and that name of theirs continued to the age of Pythagoras, who is reported to have gone to Phlius, as we find it stated by Heraclides Ponticus, a very learned man, and a pupil of Plato, and to have discoursed very learnedly and copiously on certain subjects with Leon, prince of the Phliasii; and when Leon, admiring his ingenuity and eloquence, asked him what art he particularly professed, his answer was, that he was acquainted with no art, but that he was a philosopher. Leon, surprised at the novelty of the name, inquired what he meant by the name of philosopher, and in what philosophers differed from other men; on which Pythagoras replied, “That the life of man seemed to him to resemble those games which were celebrated with the 166greatest possible variety of sports and the general concourse of all Greece. For as in those games there were some persons whose object was glory and the honor of a crown, to be attained by the performance of bodily exercises, so others were led thither by the gain of buying and selling, and mere views of profit; but there was likewise one class of persons, and they were by far the best, whose aim was neither applause nor profit, but who came merely as spectators through curiosity, to observe what was done, and to see in what manner things were carried on there. And thus, said he, we come from another life and nature unto this one, just as men come out of some other city, to some much frequented mart; some being slaves to glory, others to money; and there are some few who, taking no account of anything else, earnestly look into the nature of things; and these men call themselves studious of wisdom, that is, philosophers: and as there it is the most reputable occupation of all to be a looker-on without making any acquisition, so in life, the contemplating things, and acquainting one’s self with them, greatly exceeds every other pursuit of life.” الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cameron, Alister (1938). The Pythagorean Background of the theory of Recollection. George Banta Publishing Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jaeger, W. 'On the Origin and Cycle of the Philosophic Ideal of Life.' First published in Sitzungsberichte der preussischen Akademie der Wissenschaften, philosophisch-historishce Klasse, 1928; Eng. Translation in Jaeger's Aristotle, 2nd Ed. Oxford, 1948, 426-61
  8. Festugiere, A.J. 'Les Trios Vies', Acta Congressus Madvigiani, vol. 2, Copenhagen, 1958, 131-78
  9. Guthrie, W. K. C. (1962–1981). A history of Greek philosophy. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 165–166. OCLC 22488892. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-05160-6. This does not of course amount to saying that the simile goes back to Pythagoras himself, but only that the Greek ideal of philosophia and theoria (for which we may compare Herodotus's attribution of these activities to Solon I, 30) was at a fairly early date annexed by the Pythagoreans for their master الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Adler, Mortimer J. (2000). [[[:کينډۍ:Google books]] How to Think About the Great Ideas: From the Great Books of Western Civilization] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Chicago, Ill.: Open Court. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8126-9412-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The English word "philosophy" is first attested to c. 1300, meaning "knowledge, body of knowledge." Harper, Douglas. 2020. "philosophy (n.) Archived 2 July 2017 at the Wayback Machine.." Online Etymology Dictionary. Retrieved 8 May 2020.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Lindberg 2007، ص. 3.
  13. Briggle, Robert; Frodeman, Adam (11 January 2016). "When Philosophy Lost Its Way | The Opinionator". New York Times. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Metaphysics". Merriam-Webster Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Epistemology". Merriam-Webster Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The English word "philosophy" is first attested to c. 1300, meaning "knowledge, body of knowledge." Harper, Douglas. 2020. "philosophy (n.) Archived 2 July 2017 at the Wayback Machine.." Online Etymology Dictionary. Retrieved 8 May 2020.
  17. "Philosophy and Other Fields – Philosophy" (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۱ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kant, Immanuel (2012). [[[:کينډۍ:Google books]] Kant: Groundwork of the Metaphysics of Morals] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (الطبعة 2nd). Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107401068. Ancient Greek philosophy was divided into three branches of knowledge: natural science, ethics, and logic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Del Soldato, Eva (2020). "Natural Philosophy in the Renaissance". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. مؤرشف من الأصل في ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Moral Philosophy". Ethics Unwrapped. مؤرشف من الأصل في ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Metaphysics - By Branch / Doctrine - The Basics of Philosophy". www.philosophybasics.com. مؤرشف من الأصل في ۱۲ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sextus Empiricus, Against the Logicians, Book I, Section 16
  23. Cicero, Academica Book I Section 1.
  24. Garfield, Jay L; Edelglass, William, المحررون (2011-06-09). "Introduction". The Oxford Handbook of World Philosophy. Oxford University Press. doi:10.1093/oxfordhb/9780195328998.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195328998. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hegel, Georg Wilhelm Friedrich; Brown, Robert F. (2006). [[[:کينډۍ:Google books]] Lectures on the History of Philosophy: Greek philosophy] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Clarendon Press. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-927906-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "By Historical Period - The Basics of Philosophy". www.philosophybasics.com. مؤرشف من الأصل في ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ "By Historical Period - The Basics of Philosophy". www.philosophybasics.com. مؤرشف من الأصل في ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Collinson, Diane. Fifty Major Philosophers, A Reference Guide. د کتاب پاڼې 125. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)