اپیکوریزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اپيکورينزم يو فلسفي نظام دی چې له ميلاد څخه مخکې شا اوخوا ۳۰۷ کال کې منځ ته راغلی او د لرغوني يونان د فيلسوف اپيکورس پر لارښوونو ولاړ دی. اپيکورينزم په اصل کې د اپلاتون د فلسفې لپاره يو ګواښ و. وروسته سټويسيزم (د دردونو او سختيو ګالل) د هغه اصلي مخالف وګرځېد. د اپيکورله خوا يوازې يو څو لیکلې آثار راپاتې دي. بيا هم د هغه د نظرياتو په اړه د نوموړي د ځينو شاګردانو تصديقونه شته. ځينې پوهان اټکل کوي چې: د «لوکريټيوس» د (De rerum natura) په نوم شعر (لاتيني معنا «د شيانو د طبيعيت په اړه» د دې لپاره و چې د «اپيکورانيزم بنسټيز دلايل او اندونه په واحد اثر کې وړاندې کړي. د هيرکومينيوم د پاياري په بانډو کې ډېر موندل شوي سندونه، اپيکوري متنونه دي. لږ تر لږه د ځينو په اړه دا باور کېږي چې د اپيکوري فيلسوف فيلوډيموس اړوند دي.  اپيکور د «ډيوګنيس» په نوم له «اوينوانډا» سره اړيکه لرونکی يو شتمن شاګرد درلود، هغه يو چت لرونکی دېوال درلود چې د فلسفې اصول پرې لیکل شوي وو، دا دېوال په اوينوانډا، لايکيا (اوسنۍ ترکيه) کې ولاړ و.   اپيکوريو اتومي مترياليست (هغه څوک چې د مادې په اصليت باور لري) و او د ديموکريټوس اصول يې تقيبول. هغه مترياليزم پر عمومي خرافاتو او الهي مداخلې باندې د بريد پر لور بوت. له «سايرينيک» فيلسوف «اريسټيپوس» څخه وروسته اپيکور باور درلود چې تر ټولو ستر ښه د نړۍ د کار او هيلو د محدودولو د پوهې له لارې د غوره او دايمي خوشحالۍ لټون دی چې دا خوشحالي د آرامۍ (آرامي او له وېرې پرته آزادي)  او اپونيا (د بدني درد نه شتون) په بڼه وي. په همدې توګه اپيکور او د هغه پلويان په عموم کې له سياست څخه ووتل ،ځکه چې سياست کولای شوای، ناهيلي او لوړې هيلې رامنځ ته کړي، کوم چې نېغ په نېغ د اپيکوريانو له خوا د ارام ذهن او ښېګڼې له لټون سره په ټکر کې غورځېدل. [۱] که څه هم اپکورينيزم تر هغه بريده چې هغه هم خوښي خپل يوازينی او ذاتي موخه بولي، د هودونيزم يو ډول دی، دا هغه تصور دی چې ګوندې د درد او وېرې نه شتون ستره خوښي رامنځ ته کوي، خو دا چې دوی له يوه اسانه ژونده څخه پلوي کوي، عام تصور دا دی چې له هودونيزم څخه ډېر توپير لري. اپيکورينيزم د هلنيستي پړاو په پای کې او په رومي پړاو کې وغوړېد او ډېرې اپيکوري ټولنې جوړې شوې، لکه: په انتيوشيا، سکندريه، رودز او هرکولنوم کې. د عام پړاو د درېيمې پېړۍ په وروستيو کې اپيکورينزم هر څه له لاسه ورکړل، په داسې توګه چې د نورو فلسفو له خوا يې مخالفت وشو (په ځانګړي ډول نيو پلاټونيزم) کومې فلسفې چې اوس د پرمختګ په حالت کې وې. د روښانتيا په پړاو او موډرن مهال کې له اپيکورينيزم سره لېوالتيا دوام پيدا کړ.

تاريخچه

د ليسبوس په پلازمېنه مايټيليني کې او وروسته په لامپساکوس کې، اپيکور يو درس ورکړ او پلويان يې پیدا کړل. اپيکور په اتنز کې د خپل ښوونځي لپاره ځای واخيست، د هغه ښوونځي ته «باغ» ویل کېده او وروسته ورته د اپيکور ښوونځي نوم ورکړل شو. د دې ښوونځي په غړو کې هرمارچوس، اډومينيوس، کولوټس، پوليونس او ميټروډوريوس شامل وو. اپيکور د خوشحالۍ د تر لاسه کولو لپاره پر ملګرتيا د يوه مهم عنصر په توګه ټینګار کاوه او فکر کېده چې ښوونځی یې معتدله پرهېزګاره ټولنه وه، چې د اتن د فلسفې سياسي مرکزيت يې رد کړ. هغوی د اتن له معيارونو سره سم د ښځو او مريانو په ګډون په مناسب ډول نړۍ پاله وو. ټولنيزو فعالیتونو يو څه اهميت تر لاسه کړی و، په ځانګړي ډول د ايکاس پالنې، کوم چې مياشتيني ټولنيز د ټولېدو مراسم و. ځينې غړي يې نباتات خوړونکي وو، د ځينو کمزورو شواهدو پر اساس اپيکوريس غوښه نه خوړله، سره له دې چې د غوښې د نه خوړولو په وړاندې هېڅ راز بنديز نه و لګېدلی.   [۲][۳][۴]

د ښوونځي شهرت زيات شو او د ستوسيزم، پلاټونيزم، پريپاټيټيسيزم او پيروهونيزم تر څنګ د هلنيستی فلسفې يو له واکمنو ښوونځيو وګرځېد او وروسته په رومي سترواکۍ کې په سختۍ سره وپايیده. يوه بله ستره سرچينه رومي سياستمدار او فيلسوف سيسيرو دی، که څه هم هغه زيات نيوکه کوونکی و، اپيکوريانو يې د خپلسري هودونيستانو، د فضيلت او دندې څخه د خالي والي او له عام ژوند څخه د وتلو په جرم غندل. بله لرغونې سرچينه د اوينوانډا ډايګنيس دی، چا چې په اوينواډا لاسيا کې يوه ستره ډبرليکه جوړه کړې وه. [۵]

په هرکيلونيم کې د پاپياري ويلا له کتابتون څخه تر لاسه شوي کاربونايز شوي ډبرليک سپړنه کې د فيليودنموس، وروستيو هلينستي اپکوريانو او خپله د اپيکور په اړه ډېر شمېر آثار شته دي، کوم چې د ښوونځي تلپاتې شهرت تايدوي. ډايوجينز د ناسمو کيسو خبر ورکوي، کومې چې د اپيکور د مخالفينو له خوا خپرېدې. د نوي پلاټونيزم او پريپاټيټيسيزم او وروسته بيا د مسيحيت په مخ پر وده واک له امله، اپيکورينيزم کم شو. د عام پړاو د درېيمې پېړۍ په پای کې، دا نظريه ډېره کمه موندل شوې. د مسيحيت لومړي لیکوال لکتانتيوس په خپلو الهي ادارو کې په څو نقطو کې په اپيکور باندې نیوکه کړې. د دانته اليګيري په الهي مسخره کې، اپيکورينان د هغو يتيمانو په توګه ښودل شوي دي چې د دوزخ په شپږمه کړۍ کې ځوريږي. په حقيقت کې فکر کېږي چې اپيکور د کفر استازولي کوله. په تلمودي ادبياتو کې د کفر لپاره کارېدونکی ټکی «اپيکوروس» دی.[۶][۷]

په اولسمه پېړۍ کې، فرانسوي مذهبي مشر، ساينسپوه او فيلسوف «پيرګاسنډي» دوه کتابونه وليکل او په سختۍ سره يې اپيکورينيزم راژوندی کړ. له دې لږ وخت وروسته او په ځانګړي ډول د ګاسنډي څخه په اغېز اخیستنې سره، والټر چارليټون د اپيکورينيزم په اړه په انګليسي ژبه څو آثار خپاره کړل. د مسيحيانو له خوا بريدونو دوام پيدا کړ او تر ټولو زيات يې د کامبريج د پلاټونيانو له لوري وو.

فلسفه

د اپيکورينزم نظر دا دی چې، په ژوند کې خوشحالي تر هر څه غوره شی دی. په همدې بنسټ اپيکور د داسې ژوند پلوی کاوه، چې يو تن ته په ټول ژوند کې تر ټولو زياته شونې خوښي ورکړي، خو دا چاره يې په منځلارې ډول تر سره کوله، تر څو په دې ډول خوښۍ کې د زياتوالي له امله له رامنځ ته شوي ځور څخه هم مخنيوی وشي. په ذهني خوښۍ ټينګار کېده، نه په فزيکي خوښۍ. غیر اړينې هیلې او په ځانګړي ډول په مصنوعي ډول جوړې شوې هيلې ځپل کېدې. له دې امله چې شونې وه، سياسي ژوند داسې هيلې رامنځ ته کړي چې د يو چا ذهني پرهېزګارۍ او ارامي ګډوډولای شي، لکه د ځواک سره مينه يا د شهرت هيله، په سیاست کې داخلېدل منع شول. سربېره پر دې، ايپيکور هڅه کوله چې د خدای او مرګ وېره له منځه يوسي او په دې باور و، چې دا دوه وېرې په ژوند کې د لانجو اصلي لاملونه دي. ايپيکور په جديت سره د جذباتي مينې په مخالفت کې سپارښتنه کوله او په دې باور و چې، له واده څخه بايد په ټوله معنا دډه وشي. هغه جنسي اړيکه طبيعي بلله، نه اړينه، دا ورته هغه غوښتنه ښکارېده، چې بايد په عموم کې ځان ترې وساتل شي.   [۸]

ما زده کړل چې، ستاسې بدني تمايلات په زياته اندازه د جنسي اړيکې پر لور ميلان لري. که چېرې نه قوانين مات کړئ، نه له اخلاقو سرغړونه وکړئ او نه خپل يو نژدې څوک ناارامه کړئ او نه خپل بدن تر فشار لاندې راوړئ، نه هغه څه ولګوئ چې د اړتياوو لپاره اړين دي، خپل اختيار د خپلو هيلو سره سم وکاروه. په یقین سره دا سخته ده چې تصور وکړئ، چې دا هېڅ به د جنسي اړيکې برخه نه وي، ځکه چې جنسي اړيکې، کله هم چاته ګټه نه ده رسولې.

له عدالت څخه د اپيکوريانو درک په ګټه ولاړ و. عدالت ښه بلل کېده، ځکه هغه د دواړو خواوو لپاره ګټور و. افراد بايد د عدالت خلاف کار ونه کړي، که څه هم دې کار ته په لومړي سر کې پاملرنه ونه شي. دواړه هم سزا او هم له سزا څخه وېره به د يو تن د نا ارامۍ لامل وګرځي او له خوښۍ څخه مخنيوی به يې وکړي.[۹]

اخځلیک

سرچينې

  1. Wilson, Catherine (2015). Epicureanism: a very short introduction (الطبعة First). Oxford, United Kingdom. OCLC 917374685. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199688326. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. David Konstan (2018). "Epicurus". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  
  3. The Hidden History of Greco-Roman Vegetarianism
  4. Dombrowski, Daniel (1984). The Philosophy of Vegetarianism. University of Massachusetts Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87023-431-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. MacGillivray, Erlend D (2012). "The Popularity of Epicureanism in Late-Republic Roman Society" (in en). The Ancient World XLIII: 151–172. https://www.academia.edu/3333818. 
  6. Michael Frede (1999). "Epilogue". The Cambridge History of Hellenistic Philosophy. The Cambridge History of Hellenistic Philosophy. د کتاب پاڼي 795–96. doi:10.1017/CHOL9780521250283.024. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521250283. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Trans. Robert Pinsky, The Inferno of Dante, p. 320 n. 11.
  8. O'Keefe, Tim (2010). Epicureanism. University of California Press. د کتاب پاڼي 139–140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. O'Keefe, Tim (2010). Epicureanism. University of California Press. د کتاب پاڼي 142–145. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)