اپلاتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د اپلاتون انځور

اپلاتون (افلاطون) (يوناني: Πλάτων, Plátōn) (د شاوخوا.427 څخه تر شاوخوا.347 BC پورې) يو ډېر زيات اغېزناکه لرغونې يوناني فېلسوف او د سقراط زده کوونکی وه چې د خپل استاد، د (سكرات) د اندونو (فکرونو) نه ډیر متاثره وو. هغه يو تکړه شمېرپوه او د فلسفي ديالوگونو ليکوال او په آتن کې د اکاډمي بنسټګر دی، چې ارستو هم په نوموړې اکادمۍ کې زده کړې کړي.

افلاطون به په پراخه کچه په اکادمۍ کې په زده کړو ورکولو بوخت وه خو د دې ترڅنگ به يې په ډېرو فلسفي چارو لکه سياست، اخلاقيات، مېټافيزيک او منېق ليکنې هم کولې. دده ترټولو اهمې ليکنې دده ډيالوگونه دي، که څه هم چې دده نه راپاتې ډېرې لېشناکې او لطيفې خبرې او نکتې هم راپاتې دي او ځينې ليکونه هم د هغه د وختونو نه راپاتې دي کوم چې ده پخپل لاس کښلي. تاريخپوهان پدې اند دي چې د افلاطون ټول معتبره ډيالوگونه د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې بچ او خوندي پاتې شوي.

اپلاتون (په انګلیسي: Plato؛ په یوناني: Πλάτων؛ ۴۲۷/۴۲۸ یا ۴۲۳/۴۲۴م‌ز تر ۳۴۷/۳۴۸م‌ز) یو یوناني فیلسوف ؤ چې د لرغوني یوناني د کلاسیک پېر پر مهال په آتن کې زېږېدلی ؤ. هغه د اپلاتون‌والې فکري مکتب او اکاډمي پرانېسته، چې په لوېدیځې نړۍ کې د لوړو زده‌کړو لومړۍ موسسه ګڼل کېږي.[۱]

اپلاتون، سقراط او تر ټولو نامتو شاګرد یې «ارسطو» په لرغونې یوناني او لوېدیځې فلسفه کې د محوري شخصیتونو په توګه پېژندل کېږي. په ټوله کې، اپلاتون د لوېدیځې نړۍ د دین او معنویت بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي. د پلوتینوس او پورفېروس په څېر د نوي اپلاتون‌والې فیلسوفان، د اَوګوستین غوندې د کلیسا مشرانو له‌لارې پر مسیحیت باندې اغېزناک تمام شول. آلفرېد نارت وایت‌هېد یو وارې ویلي وو چې، «د اروپایي فلسفي دود تر ټولو ډاډمنه ټولیزه ځانګړنه دا ده چې په خپلو حاشیو او یادښتونو کې له اپلاتون څخه بې‌برخې نه‌دی».[۲][۳]

اپلاتون په فلسفه کې د لیکل شویو خبرواترو او دیالکتیکي بڼو نوښتګر ؤ. اپلاتون د لویدېځې سیاسي فلسفې بسنټګر په توګه هم یادېږي. تر ټولو ستره ونډه یې «د بڼو (جولو) تیوري» ده چې د کره عقل له‌لارې پېژندل کېږي او اپلاتون په هغې کې د کلیاتو مسألې لپاره یوه حل‌لار وړاندې کوي چې د اپلاتون‌والې (اپلاتونیزم) په نوم پېژندل کېږي (چې په مبهم ډول د اپلاتوني واقعیت‌پالنې او اپلاتوني اېډيالیزم په نامه هم یادېږي). سربېره پر دې، هغه د «اپلاتوني مینې» او «اپلاتوني جسمونو» همنومی هم دی. [۴][۵]

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

پیدایښت او کورنۍ[سمول]

د اپلاتون د ژوند لومړیو کلونو او لومړیو زده‌کړو په هکله معلومات، لږ دي. هغه په اشرافي او متنفذې کورنۍ کې پیدا شوی ؤ. د یوه ضد او نقیض روایت له‌مخې، چې ډوکسوګرافر دیوجانس لایرتي بیان کړی، د اپلاتون پلار «ارېستون» خپله شجره د آتن پاچا «کودروس» او د مسینیا پاچا «مېلانتوس» پورې اړوند ګڼلې. د لرغوني یوناني دود له‌مخې، ویل کېږي چې کودروس د پوسایډون اساطیري خدای له نسل څخه ؤ.[۶][۷][۸]

د اپلاتون مور «پېريکتیون» نومېده، چې کورنۍ ته یې د آتن له نامتو مقنن او د تغزل شاعر «سولون» سره اړیکې درلودل یو لوی ویاړ ؤ؛ سولون د یونان یو له اوو حکیمانو څخه ؤ چې د دراکون قوانین یې (د قتل په تور د اعدام له مجازاتو پرته) ملغا کړل. پېریکتیون د خارمیدیس خور او د کریتیاس ورېره وه، چې دواړه یې د «دېرشو ظالمانو» مطرحې څېرې وې؛ «دېرش ظالمان»، چې د «دېرش» په نامه هم یادېږي، یو لنډ الیګارشي رژیم ؤ (۴۰۴ تر ۴۰۳م‌ز) چې د پېلوپونیسوس جګړې (۴۳۱ تر ۴۰۴م‌ز) په پایله کې د آتن له سقوط وروسته رامنځ‌ته شو. د ځینو معلوماتو له‌مخې، ارېستون هڅه وکړه ترڅو په زوره د پېریکتیون پام ځان‌ته راواړوي، خو پاتې راغی؛ وروسته له هغو، خدای «اپولو» په خوب کې یې راځي او په پایله کې یې پېریکتیون پرېښوده.[۹][۱۰][۱۱]

زده‌کړې[سمول]

لرغونې سرچینې اپلاتون، باهوښه او متواضع ستایي چې په زده‌کړو کې ډېر تکړه ؤ. اپولیوس وایي چې سپیوسیپوس د اپلاتون د ماشومتوب دورې ذهني ځیرکتیا او تواضع ستایلې ده او «هغه په ځلمیتوب کې ډېر زیار اېسته او له مطالعې سره خورا مینه درلوده». پلار یې د هغه د ښې زده‌کړې لپاره ټول اړین شرایط او اسانتیاوې برابرې کړې وې او له‌دې کبله، اپلاتون په پښویه (ګرامر)، موسیقي او جمناسټیک کې د خپل پېر تر ټولو اوڅارو ښوونکو له‌خوا وروزل شو. اپلاتون خپل په «جمهوریت» اثر کې په وار، وار سره د «دامون» نوم اخلي. اپلاتون یو غېږنیوونکی پهلوان ؤ او دیکیارخوس نقل کوي چې هغه په «برزخي یا ایستمي لوبو» کې غېږې نیولې. اپلاتون، همدا راز، د فلسفې په درسونو کې ونډه اخېستله؛ له سقراط سره تر معرفي کېدو دمخه، له کراتیلوس او هېراکلیتي اصولو سره اشنا شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

امبروز پر دې باور ؤ چې اپلاتون په مصر کې له ارمیا سره لېدلي دي او د هغه د مفکورو تر اغېزې لاندې راغلی ؤ. اَوګوستین په لومړیو کې دغه ادعا ومنله، خو وروسته یې رده کړه او «د ښار خدای» په اثر کې یې ادعا کړې چې، «اپلاتون د ارمیا له نبوت څخه سل کاله دمخه زېږېدلی ؤ». [۱۶]

د ژوند وروستي کلونه او مړینه[سمول]

ویل کېږي چې اپلاتون ګنې ایټالیا، سیسیلیا، مصر او شحات (لېبیا) ته سفر کړی وي. د اپلاتون د خپلې څرګندنې له‌مخې، هغه په څلوېښت کلنۍ کې له ایټالیا او سیسیلیا څخه لیدنه کړې او د هغو ځایونو له نفسانیت او عیاشي څخه یې کرکه درلوده. ویل کېږي چې اپلاتون په څلوېښت کلنۍ کې آتن ته ستون شو او د هېکادېموس یا اکادېموس په بڼ کې یې په یوې ټوټه ځمکه کې د لوېدیځ تمدن تر ټولو لومړی تنظیمي مکتب پرانېست. دغه ټوټه ځمکه، د یوناني اساطیرو له آتیک اتل «اکادېموس» څخه وروسته ونومول شوه. دغه ځمکه د تاریخي یونان په وخت کې د زیتون او څنار په ونو تزیین شوې وه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د اپلاتون اکاډمي د آتن ښار څخه بهر په یوې پراخې محوطه کې پرته وه چې پراخوالی یې شپږ سټدیا مربع وه (په تقریبي توګه هر سټدیا ۱۵۸ متره کېږي). یو روایت دا دی چې د «اکاډمي» وییکی د لرغوني اتل «اکادېموس» له نوم څخه اخېستل شوی دی؛ خو بل روایت کې ویل کېږي چې یاد وییکی د نوموړې ټوټه ځمکې له پخواني خاوند «اکادېموس» څخه اخېستل شوی، چې د آتن تبعه ؤ؛ په داسې حال کې چې بل روایت ښیي چې دغه وییکی د اېچېدېموس په نامه، د کاستور او پولوکس په پوځ کې له یوه ارکاډیایي غړي څخه اخېستل شوی دي. «اکاډمي» فعاله وه، تر هغو چې په ۸۴م‌ز کې د لوکیوس کورنیلیوس سولا له‌لورې ړنګه شوه. ډېري روښاندو په «اکاډمۍ» کې زده‌کړې ترسره کړې چې تر ټولو نامتو یې ارسطو ؤ.[۲۱][۲۲][۲۳]

د سېنېکا په وینا، اپلاتون په همهغه نېټه چې زېږېدلی ؤ، په ۸۱ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې. سودا بیا وایي چې هغه ۸۲ کاله ژوند کړی، په داسې حال کې چې نینتېس د ۸۴ کلونو عمر ادعا لري. مړینه یې په بېلابېلو سرچینو کې راغلې ده. د یوې خطي تحریف شوې نسخې له‌مخې، اپلاتون په خپل کټ کې مړ شو، په داسې مهال کې چې یوې پېغلې تراکي انجلۍ ورته شپېلۍ غږوله. بل روایت ښیي چې اپلاتون د یوه واده په مراسمو کې مړ شو. دغه روایت د دیوجانس لایتري د ماخذ له‌مخې بیان شوی چې هغه په خپل وار سره د درېیمې پېړۍ سکندریه‌مېشتي «هرمیپوس» څخه نقل کړی دی. د ترتولیان په وینا، په واقعیت کې، اپلاتون په خوب کې مړ شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۵]

اپلاتون په اېفيستیادای کې یوه ټوټه ځمکه درلوده، چې د «ادیمنتوس» په نوم ځوان ته په میراث پاتې شوه، چې په ډېر احتمال سره د هغه له نږدې خپلوانو څخه وه، ځکه چې اپلاتون په دغه نوم یو ورور او تره درلود.

دا هم وګورئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. Jones 2006.
  2. Michel Foucault, The Hermeneutics of the Subject, Palgrave Macmillan, 2005, p. 17.
  3. Whitehead 1978، ص. 39.
  4. Cooper, John M.; Hutchinson, D.S., eds. (1997): "Introduction."
  5. Cooper 1997، ص. vii.
  6. The Great Books of the Western World: Plato, Biographical Note.
  7. Diogenes Laërtius, Life of Plato, I
  8. Diogenes Laërtius, Life of Plato, III • Nails 2002, p. 53 • Wilamowitz-Moellendorff 2005, p. 46
  9. Apuleius, De Dogmate Platonis, 1 • Diogenes Laërtius, Life of Plato, I • "Plato". Suda. 
  10. Guthrie 1986, p. 10• Taylor 2001, p. xiv • Wilamowitz-Moellendorff 2005, p. 47
  11. Diogenes Laërtius, Life of Plato, I
  12. Apuleius, De Dogmate Platonis, 2
  13. Diogenes Laërtius, Life of Plato, IV • Smith 1870, p. 393
  14. Diogenes Laërtius, Life of Plato, V
  15. Aristotle, Metaphysics, 1.987a Archived 25 December 2007 at the Wayback Machine.
  16. Craig, Edward, المحرر (1998). Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. د کتاب پاڼې 432. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-07310-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. McEvoy 1984.
  18. Plutarch, Cimon 13
  19. Schmitz, Leonhard (1867), "Academus", in Smith, William (المحرر), Dictionary of Greek and Roman Biography and Mythology, 1, Boston, د کتاب پاڼې 5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Cairns 1961، ص. xiii.
  21. Dillon 2003، صص. 1–3.
  22. Press 2000، ص. 1.
  23. Robinson 1827، ص. 16.
  24. Seneca, Epistulae, VI, 58, 31: natali suo decessit et annum umum atque octogensimum.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Riginos 1976، ص. 195.
  26. Riginos 1976، ص. 194.
  27. Schall 1996.