مورنۍ ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د مورنۍ ژبه نړیواله ورځ
Schoolgirls in Bamozai.JPG
د افغان زده کونکي‌‌ انځور
سرکاري نوم د مورنۍ ژبه نړیواله ورځ
اهميت د ژبو پرمختګ او ساتنه
نېټه ۲۱ فبروری
ټول وخت لګېدل یوه کلنې ورځ
مانځلې کيږي کال کې یو ځل

مورنۍ ژبه (په انگرېزي: Mother Tongue) هغه ژبه ده چې د لومړي ځل لپاره يې ماشوم د خپلې مور څخه زده کوي. دې ته لومړنۍ ژبه هم وايي.

لومړۍ ژبه، اصلي ژبه، مورنۍ/پلرنۍ/ د مور او پلار ژبه (د شرياني/بنسټيزې ژبې يا L1 په نوم هم پېژندل کېږي) هغه ژبه يا هغه لهجه ده چې يو انسان ورسره له زېږېدو سره سم يا په کړکېچن  پړاو کې مخامخ وي. په ځينو هېوادونو کې، د اصلي ژبې يا مورنۍ ژبه اصطلاح ، د یوه کس توکميزې طبقې ته ويل کېږي، نه د هغه لومړۍ ژبې ته. [۱][۲]

د يوه ماشوم لومړۍ ژبه د هغه د شخصي، ټولنيزې او کلتوري پېژندګلوي برخه ده. د لومړۍ ژبې بل اغېز دا دی چې، هغه د عمل کولو او خبرو د برياليو نمونو د انځورولو او زده کولو لامل ګرځي. څېړونکي وايي: په داسې حال کې چې يو څوک له خپلې پرته په بله ټاکلې ژبه کې نږدې له دوو کلونو غوټو وهلو وروسته رواني پيدا کوي، نو د هماغه ماشوم لپاره ممکنه ده چې له پنځو نه تر اوو کلونو وخت واخلي، تر څو د کار هماغې کچې ته ورسېږي، په کومه کچه کې چې د هغه اصلي خبرې کوونکي سيالان دي. [۳]

د ۱۹۹۹ز کال د نومبر په اولسمه نېټه يونسکو، د فبرورۍ يو وېشتمه نېټه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه غوره کړه.

تعريفونه

د اصلي خبرې کوونکو يو منل شوی تعريف دا دی چې، دوی هغه څوک دي چې په يو ځانګړي هېواد کې زېږېدلي او هلته راستر شوي دي، تر څو د دوی د پرمختګ په نازک پړاو کې د هغه هېواد يا سيمې په ژبه وغږېږي. يو تن هغه مهال د يوې ژبې «اصلي خبرې کوونکی» بلل کېدای شي، چې د هماغې ژبې په سيمه کې زېږېدلی او په ځوانۍ کې په همدې ژبه کې ښکېل شوی وي، په هغه کورنۍ کې، په کومه کې چې لويان له کوچني سره د ورته ژبې تجربه شریکوي. اصلي خبرې کوونکي وروسته د يوې بلې ژبې د زده کولو په پرتله، په خپلو ژبو ځکه واکمن بلل کېږي چې دوی د ژبې اړوند طبيعي زده کړه کوي. دا له ژبې او پر ژبه له خبرې کوونکو سره د شخصي تعامل له امله تر لاسه کېږي. اړينه نه ده چې اصلي خبرې کوونکي به د ژبې د هر ګرامري قانون په اړه معلومات ولري، خو دوی به له ژبې سره د خپلې تجربې پر بنسټ له قوانينو نه ښه «بصيرت» ولري.[۴][۵]

فکر کېږي چې د «اصلي ژبې» حيثيت په عمومي استعمال کې کره نه دی، ګڼ تفسيرونه لري ، چې د ژبې له اړخه په تعصب ولاړ دي، په ځآنګړي ډول د هغو کوچنيانو په اړوند چې د کوچنيو قومي لږه کيو نه او په دوو ژبو خبرې کوي. ډېرو پوهانو د اصلي ژبې تعريفونه، د عمومي استعمال، د ژبې په وړاندې د جذباتي اړيکې او ان پر چاپېريال د هغې د واکمنۍ پر بنسټ کړي دي، خو بيا هم  ټول درې واړه معيارونه دقيق نه دي. د ډېرو هغو کوچنيانو لپاره چې کورنۍ ژبه يې د چاپيريال له ژبې نه بدله وي (يعنې رسمي ژبه)، دا د بحث وړ ده، چې د دوی «اصلي ژبه» کومه ده.

«اصلي ژبه» تعريفول

  • د اصليت پر بنسټ: ژبه (ژبې) يا يوه لهجه چې اول يې زده کړي (هغه ژبه «ژبې» يا لهجه ده، په کومه کې چې يو تن لومړی د اوږدې مودې ويونکې اړيکې جوړې کړې).
  • د داخلي پېژندنې پر بنسټ: ژبه (ژبې) چې يو تن د هغې ژبې د ويونکي په توګه پېژندل شوی.
  • د بهرنۍ پېژندنې پر بنسټ: ژبه (ژبې) چې نورو هغه د دې ژبې د ويونکي په توګه پېژندلی دی.
  • د وړتيا پر بنسټ: ژبه (ژبې) چې يوڅوک پرې ښه پوهېږي.
  • د کار پر بنسټ: ژبه (ژبې) چې يو څوک يې ډېره کاروي.

د کينيا، هندوستان او د ختیځې او مرکزي اسيا ډېری نورو هېوادونو کې، د لومړۍ ژبې پر ځای «مورنۍ ژبه» يا «اصلي ژبه» هغې ته ويل کېږي چې د يوه تن د توکميزې طبقې د ژبې ښودنه کوي، هم په دودیزه  ژبه او هم د ژورنالیزم په طريقه کې کار ځينې اخستل کېږي (د مورنۍ ژبې د نه زده کولو لپاره هېڅ عذر نه لرم)، دوی د «لومړۍ ژبې» اصطلاح نه کاروي. په سینګاپور کې، «مورنۍ ژبه» د يوه تن د توکميزې طبقې ژبې ته ويل کېږي، بې له دې چې حقيقي مهارت په نظر کې ونيول شي، او «لومړۍ ژبه» انګليسي ژبې ته ويل کېږي، کومه ژبه چې د بریتانيې سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې تاسيس شوې وه، دا ژبه د زده کړې او دولتي ښوونځيو د ژبې په توګه او د کار ژبې له امله، له خپلواکۍ وروسته د ډېريو سنګاپوريانو ژبه ده.

په کاناډايي نفوس تر سره شوې د سرشمېرنې له نظره، د کاناډا د سرشمېرنې اداره مورنۍ ژبه هغه بولي، کومه ژبه چې په ماشومتوب کې په کور کې زده شوې او د سرشمېرنې پر مهال هم دا شخص په دې ژبه پوهېږي. دا هم شونې ده چې لومړۍ زده کړې ژبه نوره د خبرې کوونکي مسلطه ژبه نه ده. په دوی کې کشران کډوال ماشومان هم شامل دي، د چا کورنۍ چې نوي ژبني چاپيريال ته کډه کړې، همدا راز هغه خلک چې مورنۍ ژبه يې په کور کې د ماشومتوب پر مهال زده کړې (د ټولنې د اکثريت ژبې پر ځای)، چې شونې ده، دوی ټوله يا يوه برخه، د هغې ژبې هېره کړې وي، چې دوی لومړی زده کړې وه. د ايوان ايليچ په وينا، د «مورنۍ ژبې» اصطلاح په لومړي ځل کاتوليکو راهبانو کارولې وه، تر څو هغه ځانګړې ژبه په ګوته کړي چې دوی د لاتيني ژبې پر ځای کاروله، کله به چې دوی له منبر نه خبرې کولې. دا د «سپېڅلې مور کليسا» ده، چې دا اصطلاح يې وړاندې کړې او مستعمرو له مسيحيت نه د استعمار د يوې برخې په توګه په ميراث يووړه. جی. ار. ار تالکين په ۱۹۵۵ز کال کې د خپلې وينا «انګليسي او ويلزي» پر مهال، «اصلي ژبه» د «زانګو له ژبې» جلا کوي. د زانګو ژبه، هغه ده چې يو تن يې په کوچنيوالي کې زده کوي او شونې ده چې، د يوه کس ريښتينې «اصلي ژبه» له دې نه جلا وي، ممکنه ده چې د ميراثي ژبني غوراوي پر بنسټ ټاکل شوې وي او شونې ده چې په وروسته ژوند کې له يوې ځانګړې لهجې سره د پیاوړي عاطفي پړاو له امله وموندل شي (تالکين خپله مني چې، په ځانګړي ډول د لويديځ ميډلينډ له انګليسي لهجې سره تړاو لري). [۶][۷][۸]

هغه ماشومان چې له يوې نه په زياتو ژبو خبرې کوي، کېدای شي، له يوې نه زياتې مورنۍ ژبې ولري او په  دې ډول دوه ژبي يا څو ژبي وي. د دې په مقابل کې دويمه ژبه هغه ژبه ده، چې يو څوک پرې له خپلې لومړۍ ژبې پرته خبرې کوي.

دوه ژبيز

دې ته ورته مفهوم دوه ژبيزتوب دی. يو تعريف يې دا دی چې يو څوک هغه مهال دوه ژبيز دی ،کله چې دوی په دوو ژبو کې په برابر ډول واکمن وي. هغه څوک چې په هسپانوي ژبه خبرې کوي او ستر شي او بيا په څلورو کلونو کې انګليسي ژبه زده کوي، دوی دوه ژبي دي، خو يوازې هغه مهال کله چې دوی په دواړو ژبو کې مساوي رواني ولري. پرل او لمبرت لومړي هغه څوک و چې، يوازې «برابر/مساوي» دوه ژبي يې ازمېښت کړل، دا معنا چې يو ماشوم په بشپړ ډول په دوو ژبو کې روان دی او احساس کوي چې،  يوه يې هم «اصلي» ژبه نه ده، ځکه په دواړو بشپړ پوهېږي. په دې څېړنه کې موندل شوې ده چې:

  • برابر دوه ژبي په ډېر ښه ډول په موخو کې فعاليت کوي، کوم کارونه چې نرمښت ته اړتيا لري (دوی د تل لپاره حالت ته په کتنې سره د دواړو ژبو تر منځ اوړي را اوړي).
  • دوی د ژبې د خپل سري څرنګوالي په اړه ډېر ښه پوهېږي.
  • دوی د کلیمو اړيکې د منطق پر بنسټ غوره کوي، نه د غږيز غوراوي پر بنسټ.[۹][۱۰]

سرچینې

  1. Bloomfield, Leonard. Language کينډۍ:ISBN
  2. Davies, Alan (2003). The Native Speaker: Myth and Reality. Multilingual Matters. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85359-622-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Page needed
  3. "Terri Hirst: The Importance of Maintaining a Childs First Language". bisnet.or.id. د اصلي آرشيف څخه پر 12 مارچ 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه 13 جولای 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite conference
  5. Love, Nigel; Ansaldo, Umberto (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The native speaker and the mother tongue"]. Language Sciences 32 (6): 589–593. doi:10.1016/j.langsci.2010.09.003. 
  6. "mother tongue". 2001 census. مؤرشف من الأصل في 16 سيپټمبر 2008. د لاسرسي‌نېټه 25 اګست 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. [Ivan Illich] in Patttanayak, 1981:24 cited in "(M)other Tongue Syndrome: From Breast to Bottle" Archived 30 August 2017 at the Wayback Machine.
  8. Ivan Illich, "Vernacular Values" Archived 20 July 2016 at the Wayback Machine.
  9. "Language Proficiency: Defining Levels Avoids Confusion". Alsintl.com. 26 اګست 2013. مؤرشف من الأصل في 17 سيپټمبر 2013. د لاسرسي‌نېټه 13 نومبر 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hakuta, Kenji; Diaz, Rafael M. (1985), "The relationship between degree of bilingualism and cognitive ability: A critical discussion and some new longitudinal data" (PDF), Children’s Language, 5, د کتاب پاڼي 319–344, مؤرشف (PDF) من الأصل في 24 اکتوبر 2013, د لاسرسي‌نېټه 21 اکتوبر 2013 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)